(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تاريخ غبرګون

لكه څنګه چ مورو هر زوي ته ډيو ګرانه او تيره ده هم داسي خپله مورني ژبه وهر چاته تيره ده ځكه چي ودي ته مورني ژبه ويل كيږي هم دا خبره ده چي ځموږ ستر پيغمبر محمد(ص) ويلي وو چي عربي ژبه ماته ټولو ژبو راتيره ده چي يو خو دلوئي څښتن ستر قرآن شريف په عربي ژبه دي بل دا چي ځموږ د مور ژبه عربي ده يا ده چي ځما مورني ژبه عربي ده دموږ څخه زيات لويديځه نړۍ ملكوه وخپلو خپلو مورني ژبو ته ډېر ارزښت وركوي او دخپلي مورني ژبي ځغورنه  هغه ته وده وركول څه دهار او پشمياني خبرنه ده بايد څوك په دي وشرميږي نه بايد موږ د ژبي په سر يو دبل څخه كركه وكړو بلكي دا ځموږ موخه او هدف وي چي دخپلي مورني ژبي دڅنګه نوري چي دنورو خلګو مورني ژبي دي هغه ه وده او پرمختياوكړي خو دبده مرغه ځيني داسي څوك هم شته چي هغه غواړي چي يواځي د دوي مورني ژبي وده پرمختياوكړي نور دي پاته شي چي ځما په اندديو غير بشري عمل دي او ددي څخه كركه اولاړ سيږي په كار دي چي د داسي چاد مورمي ژبي يا ژبو څخه كركه څوك ونه كړي بلكي دهغه چاڅخه كركه وشي څوك چي ددي لاري كركه ژيږ وي.
             ژبي څنګه دمنځ وړل كيږي چي بيا قام ورسره پوه پناه كيږي....؟؟
د ژبي دودي او پرمختيادپاره د دولت او حكومت ډېره لويه ونډه ده ولي د حكومت مرسته ديوي ژبي دپاملرني څخه ووځي هغه وده نه شي كوي هم دهغه دولت او حكومت دي چي په زده كړوښوونځيو كښي مورني ژبي نافذكوي زده كونكو ته هم په دهغه ژبو كتابونه چاپ كوي دښوونكو يو لوئي شمېر تياروي يا يې بهرتي كوي چي دوي وزده كونكو په خپله مورني ژبه زده كړي وركړي ددي دڅنګه دكتاښنونونو دپاره په لويه كچه كتابونه تياروي دنورو ژبو څخه په بيلو بيلو عولومو كښي چاپ شوي كتابونه ژباړه كوي او دخپلو ژبو ښه ښه كتابونه ونورو ته اړه وي ددي دپاره چي ژبي وده وكړي دپلټني مركزونه(RESERCH CENTES) ورته فعاله كوي او لوئي لوئي عالمان او ژبه پوهان هڅوي او غټ غټ معاشونه وركوي د ژبو اكيډمياني ورته جوړه وي په پوهنتونو كښي چارواكي داسي آسانتياوي و زده كونكو ته وركوي چي دوي نور ډېر كار په ژبو باندي وكړي دولتو نه په خپل لګښت ورځپاڼي مجلي راډيو ټيلي ويژن او نوري رسنې ورته برابر وي چي يوه خواته حكومت خپل پروګرامونه او هر اړخيزه پروګرامونه په هم دي خپلو ژبو خپل ولس ته  وړاندي كړي هم يې ژبه يا ژبي وده وكړي لنډه دا چي دايوه لويه څانګه ده چي د حكومتونو په مرسته وده كوي چي څومره دولتونه ودهغه بهيرته وده وركوي هومره ژبي وده وسره كوي.
          ددي دڅنګه بيادولت ژبه ياژبو ته په دفتر كښي ځائي وركوي او د دولت ټولي چاري هم په دهغه مورنيو ژبو مخپه وړاندي وړي چي په دولتي چارونه يواځي هر وګړي ښه پوه شي بلكي خپلي ټولي چاري هم پخپله ژبه ترسره كړي او نورو ته اړنه شي دا دنړۍ يو معمول دي چي دپيړلو پيړيو څخه را روان دي چ يو ډول ستونځه نه رامخ ته كوي چي داخبره هم و هر چاته څرګنده ده چي په يوه هيواد كښي ديوي مورني ژبي وګړي تر نور زيات وي هم هغه ژبه به دارزښت لري چي هغه دفتري او دچارواكو دكار ژبه وګرځول شي او دانړۍ يوه ټاكل شوي لار او اصول دي كه څوك جنجال جوړول نه غواړي نو كله هم جنجال نه رامخ ته كيږي چي ددي ژوندي بيلګه ايران دي جي دايراني نسل وګړي نز دي په سلو كښي څلويښت پوري دي نور بلوڅان شته عرب شته آذربائيجانيان شته كردان شته او نور وړوكي وړوكي تكمونه هم شته خو دايران دفتري ژبه پارسي ده او دلوست ژبه يې هم پارسي ده او په ښوونځيو كښې وزده كونكو او ماشومانو ته په مورني ژبه هم زده كړي نه وركول كيږي ولي چي كله موږ يوه ډله ايران ته تللي وو نو ځموږ شپه په زاهدان پوهنتون كښې وه چي دماښام د ډوډي وروسته دياد شوي پوهنتون د لوړ پوړو چارواكو سره دليدني كتني په وخت ځموږ ځينو بلوڅانو ملګرو دبلوڅي ژبي په  اړه پوښتنه وكړه چي دپرمنتيا په كوم پړاؤ كښي ده نو د دوي څخه داسي ډاډمن جواب نه وو خو دايران د نورو ژبو په اړه ډاډمن نه وو او دوي ځموږ په خبرو خواښني او خوابدي هم شول تركومه چي په ايران كښي په مورينوژبو بايد زده كړي وركول شي ولي چي دايوه بشري غوښتنه ده او ملګروملتو په خپله كړنلاره او چارټر كښي ځائي وركړي دي خو افغانستان دهغه بشري حق په ځائي كړي دي ددي سره سره چي افغانستان و ډېركيو پښتنونو ته او د دوي وژبي پښتو ته دفتر كښي ځائي نه دي وركړي او څوك چي داغوښتنه كوي لږكي دكركي په نظر ورته ګوري پاته شوه دايران خبره نو د پښتنو هغه متل چي نون يې لوړ كور يې ډګاردي ددي په پرتله كه موږ هندته وګورو چي بى شمېره وګړي لري او ډول ډول توكمونه ژوند په كښي كوي او بى شمېره ژبي په كښي ويل كيږي خو دوي تر خپله وسه په ښوونځيو كښي په ډېر ومورينو ژبو زده كړي وركوي آن دا چي په ډېرو ايالتو كښې هم دوي دهغه ايالت ژبي دفتري ژبي ګرځولي دي ځكه چي هند يو دنړۍ لوئي جمهوريت دي.
                       پاكستان كښي چي څومره مورني ژبي دي دهغو سره هم ښه چلن تراوسه نه دي شوي بيله دسيندي ژبي چي د ډېره وخته څخه دښوونځي ژبه ګرځيولي ده اوس وروورو داردو ژبي دڅنګه سيندي هم دفتري ژبه ګرځول كيږي كه څه هم په پاكستان كښې اردو ژبه دفتري او قومي ژبه ګرځول شوي ده خو اوس هم زياتره دفتري كار په انګريزي ژبه كښې دپخوانيو بادارانو دهغه ژبي نه يواځي داردو ژبي حق تر پښو لاندي كړي دي بلكي نوري مورني ژبي لكه پنجابي پښتو بلوڅي بروهي او سرائيكي سره يې هم دميري چلن كړي دي او دهه مورني ژبي ډيري وروسته پاته دي ځكه چي دولت دومره پاملرنه نه د ورته كړي په دهغه  ژبو كښې تر ټولو پاته ژبي بلوڅي او بروهي يا سرائيكي دي ځكه ودوي ته دپاكستان دسرحدو نو څخه په  ليك يا دكتاب په بڼه كښې څه نه ترلاسه كيږي خو پنجابي او پښتو ژبي ځكه ډيري نه زيان مني كيږي چي دهند په پنجاب كښي په پنجابي ژبه باندي ډېر كار روان دي چي ماپخپله هغه ليدلي دي ددي سره سره چي دهند دپنجاب ليك دود ځموږ ددي پنجاب سره توپير لري هغه كرولكي ليك دود دي خو پښتو ژبه په دي باندي څه سودمنه ده چي دافغانستان څخه د رسنېو په ګډون دكتاب ورځپاڼو مجلو په  بڼه كښي ډېر څه ترلاسه كيږي خو بياهغه دومره نه دي ځكه چي په حيث ديوه دولت  په پښتو كښې دومره كار نه كيږي څومره چي په كار وو چي شوي وي خو دلته بيا ايران ډېر په مخ كښي دي چي دپارسي ژبي دپرمختيادپاره دايران دولت څومره لګښت كوي خو افغانستان په پرتله په پاكستان كښي پښتانه په خپل سر چي د دولت مرسته دنشت برابره ده هر يو ډېر كار كوي چي خپله ژبه يې تر ډېره مخ ته وړي ده چي په رښتيا هم ځموږ ددي سيمي ليكوالان شاعران رڼ انده د ډيري لوئي ستاينه وړ دي خو اوس چي په رښتيا هم ځموږ ددي سيمي ليكوالان شاعران رڼ انده د ډيري لوئي ستاينه وړ دي خو اوس چي په پاكستان كښې جمهوريت ورځ تربلي ګړندي كيږي نو ښه اغيزه يې په مورينو ژبو هم كيږي درې څلور كاله دمخه دخيبر پښتونخوا حكومت هه ټولي ژبي چي په دهغه ايالت كښي ويل كيږي هغه يې په ښوونځيو كښې دلوست دپاره لازمي وګرځولي ددي دڅنګه دبلوچستان ايالتي حكومت چي درې لوئي ژبي په كښي ويل كيږي لكه پښتو بلوڅي او بروهي هغه به د روان كال دمارچ دمياشتي څخه په ښوونځيو كښې وماشو مانوته ويل كيږي خو تراوسه په دي كار كښي ډېر خنډونه په مخ كښي دي خو هغه خبره ده ديرآيددرست آيد خو تراوسه دپنجاب ايالت په انګريزي پوري نښتي دي .(نوربيا)

ځيني پوهاند دا وائي چي تاريخ او د تاريخ پيښې بيا بيا راغبر كړي او د نړۍ ډېر نور پوهان بيا داخبره يا مقوله نه منې خو موږ پښتانه افغانان په دي سرونه ګرځوو خو داخبره د خپل تاريخ او ټاټوبى په رڼا كښې ولټوو او كله چي موږ دالټونه وكړونو دا به راته څرګنده شي چي په موږ  باندي تاريخ د نورو په پرتله په وارو وارو راغبر كيږي خو په ډېره خواښني سره دا ويل كيدي شي چي موږ پښتنو افغانانو د شوو پيښو او تاريخ څخه زده كړه نه د كړي نو ځكه چي موږ هر وخت د تاريخ د دهغه ناخوالو د غبرګون لاندي راځو خو كه د خپل تاريخ څخه موږ زده كړه ونه كړه نو به بيا بيا داسې راسره كيږي اوس نو پريكړه تاسو وكړي چي بشپړه قام ته څه په كاردي..؟ داسې هم نه چي موږ د ليك او د خبرو پوري د تاريخ څخه د زده ړو په اړه څه ووايو بلكې په عمل كښې موږ څه ښكاره كړونو بيا باور كولي شو چي دهغه ناخوالي به بيا بيا په موږ نه راګرځي.

​ډېر ليري نه ځو د ميروائيس نيكه او احمدشاه بابا وختونه به نه را اخلو بلكې هغه دور به را واخلو چې كله سره فرنګيان په بشپړه هند  قبضه وكړه او د افغانستان وارو وړوكي هيواد كښې لاس وهنه او يرغل وكړي دهغه قام چي په ټوله نړۍ كښې په چل ول پيژندل شوي دي په خپل چل ول يې د هند بې شميره حكمرانان په غاړه كښې سره واچول يو په بله يې سره ووهل چي ډېر يې ناتوانه كړل بيايې په خپله ولكه كښې راوستل د پښتنو او افغانانو د سر كوټلو دپاره يې رنجيت سنګه رامخ ته كړي او پخپله وشاته ورته كښينتل دا هغه رنجيت سنګه دي چي ډېر مسلمانان خپل باتور او هيرو ورته وائي خو لوئي احمدشاه بابا او نور افغان حكمرانانو ته لوټ ماراوغلو نوم وركوي هم دهغه لوئي هند چي د مسلمانانو په ګډون نور ډېر هندوانو او سكهانو او نورو ژوند په كښې كاوي ډېر ژر يې انګريزانو ته خپل بيرغ لاندي كړي او د دوي حكمراني يې ومنله آن دا چي هندوانو سكهانو خو پريږده چي د انګريزانو په پوځ كښې بهرتي شول خو مسلمانان هم د انګريزانو د وسله وال پوځ برخه شول او په وارو وارو يې په افغانستان بريدوته دوام وركړي او په هره د سيسه او سازش كښې د انګريزانو ملګري پاته شول چي د هند په نوي ډيلي ګيټ كښې د ډېرو نومونه ثبت دي او هر څوك يې لوستي شي اوس چي بيا هم دهغه څوك چي د امريكا ناټو دپاره څه كوي نو دي ته موږ څه نوم وركړو چي په دوي باندي د تاريخ غبرګون دي كه دوي خيمردي يا د دوي دود او كلتور دي...؟
​خو موږ و خپل مطلب ته راځو چي په افغانستان كښې تاريخ څنګه ځان راغبرګوي كه د نن افغانستان ته ګورو نو ډېره وهغه حالاتو ته ورته دي چي دامير شير على خان حكمراني وه چي د ۱۸۶۰ء او و دهغه كال ته نزدې كلونه وو چي انګريزانو و افغانستان ته د لاس اچولو دپاره د بېلو بېلو لارو اميرتر ګواښ او فشار لاندي راوستي وو امير شير على خان يې ودي ته اړكړي وو چي د انګريزانو و يوه پلاوي ته دي اجازه وركړي چي و كابل ته ورشې او يوه داسې لوزنامه امير ورسره وكړي چي و انګريزانو ته  دا اجازه وي چي دوي په افغانستان كښې هر څه كوي د دوي لاس يله وي او امير شير على خان ته تړي وركولي كه چيري د انګريزاانو دهغه غوښتني ونه منل شې د افغانستان نوم به د نړۍ دنخښي څخه وباسي د انګريزانو دهغه وخت دهند وائيسراتئي لارډليټن چي د برتاينې د شاهي كورني ملاتړ هم ورسره وو د خپلو ژمنو څخه د سرغړوني سره سره د افغانستان په امير يې ډول ډول تورونه لګول او ګواښونه ورته كول او غوښتو يې چي په زور افغانستان ته ننوځي دهغه وختونه وو چي يوه خوا نه دزار د روس پوځونه د افغانستان په سرحد باندي راټول شوي وو او د روس يو پلاوي د ښاغلي سټوليټاف په مشري په سرحد باندي ناست وو او د امير څخه يې اجازه غوښته چي كابل ته ورشې او كه امير و دهغه روسيي پلاوي ته اجازه ورنه كړي په زور و افغانستان ته ننوځي خو امير د مخ سپناوي او د مجبوري څخه روسي پلاوي ته اجازه وركړه خو انګريزانو ځان ته پلمه غوښته په امير يې تور ولګوي چي و روسي پلاوي ته اجازه وركړي ده چي كابل ته راشي افغانستان غواړي چي دزارد روس سره اړيكي ټينګي كړي خو انګريزانو د امير په اړتياو او مجبوري ځان نه خبراوي خو چي انګريزانو په امير ډېر زور راوستي نو امير شير على خان و روس ته سترګي واړولي او غوښتنه يې ځينې وكړه چي د افغانستان سره دي د ملګري او دوستانه مرسته وكړي خو رارو دوي ته وليكل چي په اوسينو حالاتو كښې روسيه نه شې كولي چي د امير سره مرسته وكړي مخ ته دا هم وليكل چي ښه به داوي چي افيسر صاحب د فرنګيانو سره څه نه څه روغه وكړي او ددوي شرطونه په ځان تسليم كړي خو امير شير على خان ته دا څرګنده وه چي د انګريزانو غوښتني منل د افغانستان خپلواكي د منځ څخه وړل دي او پښتانه به داسې ژوند كوي لكه د هند خلګه چي د انګريزانو تر مستعمره لاندي تيروي خو داخبره نه امير ته د منلو وړوه نه و افغانانو ته منظوره وه خو امير شيرعلى خان د افغانستان خپلواكي ته ارزښت وركړي ددي سره سره چي دوي په دي خبر وو چي د انګريزانو سره د جګړي توان لري دوي د خپل هيواد په خپل واكي باندي هر څه قربان كړل او پريكړه يې وكړه كه د جنګ نوبت راغلي دهغه څخه به هم مخ نه ګرځوي دوي خپل د لوئي څښتن(ج) اسري ته وسپارلو او د هند وائيسرائي لارډليټن چي كوم خبرداري او الټي ميټم وركړي وو وهغه ته يو ځواب ورنه كړي دا هغه وخت دي چي انګريزان په افغانستان باندي دويم جنګ تپي اود درو لارو لكه بولان خيبر او درو د لاري په افغانستان خپل پوځونه دمننه كولو تياري كوى.
​د۱۹م عيسوي پيړي وروستيو پنځوس شپته كلو پيښي كه موږ و ولولونو دابه راته څرګنده شي چي دهغه په بشپړه نړۍ حكومت كونكو چي د بشر د حقوقو او د جمهوريت لوبغاړو او د انسانيت د ارزښتونو داويدارانو د افغانستان او د افغانانو سره كوم هغه ناوړه عمل نه دي كړي چي يو زور ځواكه يې د كمزوري سره كوي خو دا هم څرګنده ده چي په افغانانو باندي د خپلې خاوري خپلواكي تر هر څه ورتېره ده او لوئي څښتن(ج) يې هم په دي غيرت مرسته كړي ده او هميش يې د ځان څخه زور ورته ماته وركړي ده خو د بده مرغه يې د سياست په ميز باندي هر څه بايللي دي هم دهغه خبره ده چي موږ چي پيړي پيړي په كوم ځائي ولاړوو نن هم په هغه ځائي يو نه يواځي ځموږ ګران ټاټوبى يې راته ټكي ټكي كړي دي بلكې ځموږ سرنوشت او پيژندګلوي او رښتني ټاټوبى هر وخت د ګواښ سره مخامخ وي ددي يو لوئي علت هم دادي چي موږ د تاريخ څخه زده كړه نه د كړي او هميش نورو د مذهب د سوشلزم او نورو چغارو غولولي يو او د خپل ولس او هيواد ګټي موږ نورو ته قربان كړي دي خپل ټاټوبى او ولس موهر وخت په وينو كښې لمبولي دي او هميش موږ دا خيال كړي دي چي نور هم دومره سپيڅلي دي لكه موږ چي يو خو خبره داسې نه ده خبره پخوا هم د هر ملك د ګټو وه نن هم ده خو موږ خپلې ګټي نه دي پيژندلي.
​ډېر لوستونكي چي دهغه ليك لولې دا فكر به كوي چي دا څه د تاريخ غبرګون غبرګون كوي يا د تاريخ څخه د زده كړو خبره كوي او نوري ګډي وډي ليكي خو د زه چي څه وړاندي كوم هغه ځما نظر نه دي بلكې داهغه ازمويني او تجربي دي چي قامونو او پوهانو د پيړيو پيړيو څخه وړاندي كړي ځكه چي د علم خاوندان او پوهاند وائي چي هغه قام چي د تاريخ څخه زده كړه نه كوي او خپل تېر تاريخ ايره وي دهغه قامونه په وار وار تيروتني كوي او دهغه تيروتنې په وار وار راغبر كيږي د ټولني د علم پوهان (Socialogy) ماهران د قامو تير وختونه (ماضى FAST) د دوي يادونو ډول ګڼې او ودي ته يې تشبي كوي دوي وائي چي كوم قام خپل تېر يا ماضي ايره كړي نو يوه داسې وخت په داسې قام راشې چي خپله دهغه قام اير او د منځ څخه ولاړشې نو اړينه ده چي تېر وخت او ماضى يو قام ايره نه كړي دارښتيا دي چي د قامونو په مخ كښې ځوړي او كندي راځي او د بيلو بيلو ناخوالو سره مخامخ كيږي چي قامونه د ماتي او برياليتوب سره مخامخ كوي خو ژوندي قامونه خپل تېر وخت خپلې خوړلي ماتي او شكست او خپل دښمن كله هم نه ايروى.

 

- بېرته شاته