(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مدني ټولنو ارزښت

لکه څرنگه چې د بېلا بېلو غړو له جملې څخه چې د عين هدف لپاره فعاليت کوي، يو سيستم رامنځته کيږي، د ژوندانه په دې ارت ميدان کې هم په ډېرو څانگو کې اړتيا ليدل کيږي چې څو نوعه ډلې او ټولگي د ژوندانه د سايکل او دوره ييز نظام د منظم ساتلو لپاره په شريکه ونډه واخلي او نظم برقرار وساتي.

نو له دې امله بايد د ژوندانه په چاپېرچل کې د ډېرو مدني ټولنو چې د خلکو د ژوندانه د هوساينې لپاره کار کوي وجود اړين دى. لکه د ټولنو، پوهه نيزې، کلتوري، اجتماعي يا ټولنيزې حرفوي، تخنيکي، اقتصادي، سياسي او علمي بڼې ولري چې هره ټولنه د ژوندانه په جلا جلا برخه کې چې ورپورې اړه لري. د افرادو او خلکو اړتياو ته ځواب ووايي. که کومه ټولنه او ملت مدني جوړښتونه او خوځښتونه ونه لري دا به داسې معنى ولري چې د يوه لوى نظام دندې د يوه غړي په سر بار شوي دي چې د اصلي دندې پرته فرعي دندې هم مخکې وړل پرې تحميلي بڼه لري چې د کار د سوچه والي مخه يې ډب کړې ده او د دغه شان ټولنې خلک په حقيقي او خپل شکل کې د ژوندانه بهير نه شي ليدلاى چې دغه ستونزې ولسونو ته مايوسي وراړولې ده.

نو په هم دې سبب زمونږه په نظرياتو او افکارو کې د مدني ټولنو ايجاد او فعاليت ته د اوسنۍ اړتيا مقام ټاکل شوى چې د ژوندانه د هوساينې لپاره لاس په کار شي.

  د «ستوري مجلې»  له    ۱۱ګنې څخه

- بېرته شاته