(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راډیو اوس هم غوره رسني

15.02.2014هارون باچا/مشال راډیو: په داسې حال کې چې په دې وروستيو کې خبر او مالوماتو ته د لاسرسۍ نوې وسيلې مخې ته راغلي دي، ويل کيږي چې راډيويي خپرونو لا هم د نړۍ په هېوادونو کې  خپل اهميت له لاسه نه دی ورکړی.

له بي بي سي سره کارکوونکی خبريال راحيل خان، چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د راډيو چينلونو چلولو تجربه لري او په دغه اړه يې څېړنې هم کړې دي، وايي چې د پاکستان او افغانستان په کليو او ښارونو کې اوس هم ډېری خلک د خبرونو او همداراز د ټولنيزو او کلتوري موضوعاتو په اړه د مالوماتو تر لاسه کولو لپاره راډيو اوري.
"نه يوازې د پاکستان په قبايلي سيمو کې، بلکې چې د دې هېواد کومې کليوالې سيمې دي، هلته راډيو خپل يو ځانګړی مقام لري. دغه راز په ښارونو کې، که د پاکستان دي، د افغانستان دي او يا هم د هند دي، ايف ايم راډيو چينلونو ځانته يو ځای پيدا کړی دی. او دا نه چې خلک يوازې خبرونه اوري، بلکې موسيقي شوه، ډرامه شوه، او يا د صحت چې کوم پروګرامونه دي، نو په اړه يې خلک مالومات د همدغه راډيوګانو له لارې تر لاسه کوي."
په افغانستان کې هم په دې تېرو کلونو کې، که يوې خوا نوي تيلوېزيوني چينلونو راووتل، نو بله خوا يو د پام وړ شمېر ايف ايم راډيو چينلونو هم د خپلو خپرونو په زور د افغانانو په زړونو کې ځای پيدا کړ.
په جلال اباد کې د راډيو انعکاس په نوم د يوه ايف ايم راډيو مشر انجنير همايون خوښ دی چې هېوادوالو ته يې د راډيويي پروګرامونو له لارې د خپل ژوند ښه کولو موقعې په لاس ورکړل شوې دي.
"راډيو په افغانستان کې ډېره موثره وسيله ده، هر سړی دې ته رسايي لري. د خلکو لپاره دا ډېر مفيد تماميږي، ځکه چې د ډېرو ناخوالو نه وروسته خلک د ميډيا له لارې هغه مسايلو ته رسايي پيدا کوي چې د دوی د ذهنيتونو خلاصولو سبب کيږي، او د يوه روښانه راتلونکي په لرلو کې مرسته ورسره کوي."
انجنير همايون هغه اندېښنې بې ځايه بولي چې ګنې د بهرنيو هېوادونو د مرستو بندېدلو له وجې به په افغانستان کې فعاله راډيو چينلونه وتړل شي.
"موږ دا راډيوګانې پر خپلو اقتصادي امکاناتو باندې چلوو. خلک اندېښنه بايد ځکه و نه لري چې د راډيوګانو تر څنګ ډېری تېلوېزيون چينلونه دي چې په افغانستان کې تر اوسه پورې فعاله دي. د راډيويايي خپرونو ارزښت کميږي نه، بلکې ورځ تر بلې ډېريږي. که ساينس او ټيکنالوجې پرمختګ کوي، نو هغومره انساني ټولنه هم ورسره پر مخ ځي. په اوسنيو شرايطو کې، چې په اطرافي سيمو کې موږ برقي سېسټم نه لرو او له کبله يې د تېلوېزيون کتلو امکانات نشته، نو همدغه راډيو دی چې خلک ترې په ډېره اسانۍ سره ګټه پورته کولای شي."
د بي بي سي خبريال راحيل خان هم د ټيکنالوجۍ په برخه کې د پرمختګونو په يادولو سره هيله من دی چې راډيويايي خپرونې به د نويو تقاضو په پام کې نيولو سره نوې بڼې خپلې کړي او خلک به وکولای شي په دوامداره توګه ګټې ترې پورته کړي.
"د ايف ايم راډيو پروګرامونه، که خبرونه دي او که رپورټونه دي، کوشش به کيږي چې په لږ وخت کې خلکو ته ډېر مالومات ورکړل شي. دا هم کېدلای شي چې خلک خپل موبايل ټيليفونونه د راډيو پروګرامونو اورېدو لپاره کارول پيل کړي، وېډيوګانې به هم ګوري. نو د ملټي ميډيا په راتګ سره، زه دا نه وايم چې د راډيو اهميت به کم شي، خو دا ده چې راډيويايي خپرونې جوړولو انداز به بدل شي، او خلک به بيا هم راډيو اوري."
د پولې دواړه خواوو ته کتونکي او له مطبوعاتي ادارو سره کارکوونکي تنان په دې اند دي چې راډيويايي خپرونې د اورېدونکو يې په ژوند او ذهنونو کې د مثبت بدلون راوستلو لپاره يوه ارزښتناکه وسيله ده.

- بېرته شاته