(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.02.14 پښتونخوا کې د رياست د سونامي فرنچايز پرانيسته

25.02.2014 : په پښتونخوا کې د رياست د سونامي فرنچايز پرانيسته نه د توقع خلاف خبره وه نه کومه نوې پديده …… د رياست بېلابېل متشدد ډيزاينونه دي، د قيوم خانۍ تسلسل دی، بوټو شاهي وه، بيا جلاد ضياء الحق او د هغه باقيات مسلم لېګيان، اوس جماعتيان، طالبان، سوناميان!!

د هند د وېش پر مهال (وېش د بل په لاس و) چې د پښتنو د زړه پر باغ ږلۍ وشوه نو باچاخان ګاندي ته په خپل احتجاج کې، د خپلو وروستيو ټکو په توګه، يوازې دومره ووئيل، “تاسو موږ شرمښانو ته وغورځولو.”

نن شپږشپېته کاله پس هم د پښتنو د حثيت استازيتوب دا پورتنۍ جمله کوي، موږ شرمښانو يعني پنجابيانو، خاکيانو، نورانيانو، ناريانو او سوناميانو ته غورځول شوي يو.

د رياست پر سونامي فرنچايز په خبرو کولو بايد خپله انرژي ځايه نه کړو، خبره به پر رياست کول وي، مقدمه مو د رياست خلاف پکار ده، رياست نن راباندې “Playboy” واکمن کړ، وئيل يې کوم سړی چې د کرکټ ورلډ کپ ګټلی شي هغه د ژوند لوبه هم ګټلی شي، سبا به راباندې قدير خان واچوي او وايي به کوم سړي چې ملک د ايټمي قوت خاوند کړ هغه مو د هر ډول قوت خاوندان جوړولی شي او بل سبا به عبدالستارايدهي راولي او راته کړي به چې کوم سړي بې له اقتداره دومره  خېراتي ايمبولنسونه ګرځولی شول نو که اقتدار هم ورکړو نو څه څه خېراتي کارونه به ونه کړي. د دروېش دراني شعر دی:

هره بلا چې ځي زما له کوره

وايي زه لاړمه اوس بله راځّي

دا نوې بلا، د نوي پاکستان بلا پښتونخوا ته څنګه راغله؟ يو خو بايد چې د ۲۰۱۴م پس افغانستان زموږ په نظر کې وي، پاکستان غوښت چې په پښتونخوا کې طالبانو ته د نېټ ورکنګ چانس بيا ورکړي او هم اخلاقي جواز ورکړي، بل د جماعتِ اسلامي د سياست يو ډول بې چېنه چربه په دې ملک کې پرته وه هغه چرته کې ځايول پکار وه.

يوه وړه غوندې کيسه به درته وکړم چې د دې نوې بلا د زېږون اندازه ډېره ښه ترې کېدی شي، د ۲۰۱۳م تر عامو انتخاباتو وړاندې د اسلام آباد په مارګله هوټل کې په  يو سمينار کې ناست وم، د پاکستان پر سياسي مستقبل خبرې کېدې، څنګ ته مې يوه پېغلوکۍ ناسته وه، په ټي شرټ او جينز کې، هغه د رحمان بابا خبره د وېښته په دود نرۍ ملا يې وه، زه به يې هم په زړه نری کړم، خلاصې زلفې به يې کله کله زما پر وږه لګېدې، په پرانيستي سېشن کې يې څه وئيل غوښت، لاس يې اوچت کړی و خو چونکې ګډونوال ډېر زيات ؤ، بلبله په انتظار انتظار ډېره زياته ستړې شوه، زما هم پکې دلچسپي پېدا شوه چې ښايي کومه ډېر د کار خبره کول غواړي، ظاهري صورت يې تر حد زيات “لبرل” معلومېدو، په لبرل کيسو کې هسې هم زما دلچسپي زياته وي، په دې کې ما هغه د مائيک والا هلک ته غږ وکړ چې مائيک دې بلبلې ته ورکړي، چې مائيک يې ورکړ نو ما وې “چې خوله پرانيزي نو څه به وايي؟”، بلبله په خپل کاسمېټک انګلش کې داسې ګويا شوه، “زموږ بنيادي مسئله دا ده چې موږ اسلامي اصولونه پرېيښي دي، دا ملک د اسلام پر بنياد جوړ شوی دی، اسلام د ماډرنزم مذهب دی، د پاکستان د ټولو مسايلو حل په اسلامي نظام کې دی، تاسو دا ځل عمران خان ته چانس ورکړئ بيا ګورئ چې پاکستان څومره ترقي کوي.”

د تحريک انصاف نوم چې اورم، ذهن ته مې د هغې بلبلې عکس راشي، د وېښته په دود نرۍ ملا، په زړه نری شم، خو چې کله يې په کاسمېټک انګلش کې جماعتي ارمان راياد شي نو په زړه موړ شم.

تحريک انصاف هيڅ د خلکو له منځه راټوکېدلی سياسي ګوند نه دی، د دې جنم د اسلام آباد له آبياره چوک سره نيزدې شوی دی خو په دې کې شامل خلک د جماعتِ اسلامي نظرياتي چربه ده.

موږ بايد په دې حواله روښانه ذهنونه ولرو چې تحريکِ انصاف د يوې لويې رياستي پروژې او دسيسې برخه ده، حساب ورسره پر اخلاقي، نظرياتي او اصولي بنيادونو نه شي کېدی، دا د سياسي غېرسنجيدګۍ يو داسې ډنډ دی چې پکې يو څوک هم خپله لمن پاکه نه شي ساتلی، پاکستان غواړي چې د خلکو رښتيني سياستمداران په دې ډنډ مردار کړي خو پوهېدونکي خلک په دې ډنډ کې د لوېدلو پر ځای له هغه رياست سره خبره کوي کوم چې ددې ډول ډنډونو نګراني کوي.

له تحريکِ انصاف سره نه د ۹۰ ورځو د کارکردګۍ حساب پکار دی او نه د ۹۰۰ ورځو. حساب په دې ورځو کې په پښتونخوا کې د طالبانو د خورېدونکو ټيکانو او ځالو پکار دی، حساب بايد د خپلو ورانو کورونو او خېلخانو په ياد وساتو.

پښتانه په ډېر زيات  حساس حالت کې دي، په دې حالت کې د کارکردګۍ غوندې انجيويانه لفظ د ژوند د هيڅ نوعيت او کېفيت ترجماني نه شي کولی، د کارکردګۍ د ټکي په دې وخت کې زيات استعمال په شا يو لوی عامل کارفرما دی، دا وخت دا ټکی د ايډيالوجۍ په ضد استعمالېږي، چې د ګوندونو ايډيالوجي نه بلکې کارکردګي ته کتل پکار دي، په پارليماني نظام کې دا د واک او سياست پېراميټر ګرځېدلی دی، څومره سړکونه جوړ شول، څومره ناليانې پخې شوې، څومره پټواريان بدل رابدل کړل شول، څومره ټرانسفارمرونه په کليو کې ووېشل شول ….. دا ژبه د قامي او طبقاتي سياستونو په خوله کې نه ځاېږي، که قامي او طبقاتي سياستونه د دې ډول ژبې د وئيلو هڅه کوي نو ځانونه به په بدرنګو سوناميو لاهو کوي.

اوس که موږ له تحريک انصاف سره په دې غويمه کې ولوېږي چې ستاسو کارکردګي ډېره منفي ده، هغه پټواري مو نه کړو بدل، له هغه سړي مو پر نوکري دومره رشوت واخيست، نو يقين وکړئ که په دې بحث کې موږ ښکېل شو نو رياست په خپل کار کې کامياب شو، رياست غواړي چې پښتانه په دې ډول بحثونو کې ښکېل کړي او اصلي خبره ترې هېره کړي.

په تېر دورِ حکومت کې د پي آئي اې او ريلوې پر تباهي تر ټولو زيات خفګان پښتنو څرګنداوه، تر دې زموږ د سياسي کم علمۍ بل څه ثبوت نه شي کېدی، د پي آئي اې او ريلوې پر وراني زموږ د خفګان هيڅ دليل نشته او که ورانېږي نو ډېره ګټه مو پکې شته، ګټه مو پکې دا ده چې پښتانه زياتر ټرانسپورټرز  دي، خپل بسونه او ګاډي به پکې وچلوي.

دويمه مسئله د کرپشن ده چې د پاکستان د اردو مېډيا او پوځ مهار کړي سياست په زور ترې اوس يو پبلک ډسکورس جوړ شوی دی، “پلې بوئ” خو ترې سمه لويه غويمه جوړه کړه، خو دا مسئله دومره ساده نه ده، دا يوازې د سياستوالو روزګار نه دی او نه يوازې د اولسي اختياراتو (public office) غلط استعمال ته وايي بلکې د کرپشن ژورې تاريخي، نظامي،  ټولنيزې، سياسي، معاشي او طبقاتي جرړې وي، تر څو  چې طبقاتي واټن، معاشي بدحالي، سياسي تضادات، ټولنيزې رشتې، ورورولي، پلارولي، مورولي، خورولي، تربورولي، ماماګلوي، خسرګلوي موجوده وي، کرپشن نه شي ختمېدی، په نهه سوه کاله کې هم نه شي ختمېدی، په نيوي ورځو کې خو پرې يوازې سرسري خبرې هم نه شي کېدی، ځکه چې دا ډېره زياته دننه لوېدلې او پراخه مسئله ده. .

په پاکستان کې پوځ يو لوی معاشي  سلطنت چلوي، سياستوالو ته يوازې زکات ترې ورکوي، لوبغاړي هلک د زکات په وېش کې  د کرپشن د ختمولو  په دعوه يو کرپشن کاوه  خو پوهېدونکي خلک پوهېدو چې پخپله د زکات په فلسفه کې څومره لوی طبقاتي تضاد پروت دی.

د پښتنو مسئله د خېرات د برخو د وېش سره نه ده بلکې د قامي سوال ده. د قامي سوال وضاحت پکار دی، له پاکستاني رياست سره د پښتنو د تعلق وضاحت پکار دی.

لنډه دا چې د عوامي نېشنل پارټۍ په واکمني کې هم څه د افغانستان د ژمي پر پايتخت د آزادۍ جنډۍ نه وه درېدلې خو يوه پښتو وه، يوه وفا وه له خپلې خاورې او خپلو خلکو سره. اوس هغه شی نشته، د اې اين پي په دور کې هم د پښتنو قتلِ عام روان و خو اې اين پي د دې قتلِ عام خلاف خبره کولی شوه، په مېدان کې ودرېدلی شوه، خپل شهيدان يې خپل ګڼلی او لمانځلی شول، اوس هغه شی نشته، اوس د سونامي فرنچايز سمارټيان د يوې دهماکې (د شېرګړ د جنازې دهماکه چې په کې تقريباً اتيا کسان ووژل شول) په ردعمل کې وايي چې يوه دهماکه شوې ده څه قيامت خو نه دی راغلی.

مطلبي خبره دا ده چې پښتونخوا اوس د طالبانو او سوناميانو په انډيوالي کې د خاورې د زامنو له لاسه وتلې ښکاري، د وفاقي حکومت له طرفه د مزاکراتو مذاق هر څه څرګند کړل، طالبان له طالبانو سره د مزاکراتو مېز ته روان دي، د دېرشو کلنو جنګ چې اوس يو فېصله کن پراؤ ته رارسي موږ د خپلو بېش بها قربانيو باوجود په يوه قامي فېصله کې هم خپل اختيار نه لرو، آيا موږ به د ژوند او مرګ پر بريد پوله ريوينيو ډيپارټمنټ ته ځو چې د اتلسم ترميم د برکاتو اعداد وشمار راکړي؟ اجمل صاحب راياد شو:

نور خپل منزل ته غاړه وتل موږ ګيدړو مات کړو

د څڼو، د اوربل موسم مو نه دی د سيالۍ دی

(دا ليکنه له اشنغره خپرېدونکې مياشتنۍ مجلې “وياړ” د فرورۍ په ګڼه کې خپره شوې ده)

- بېرته شاته