(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.02.14د کونړ پېښه او نا ځواب شوې پوښتنې

25.02.2014: په کونړ کې د ملي اردو د ویاړلو سرتېرو پر پوستې د وسله والو په برید کې د کابو یوویشتو سرتېرو وژنه یوه کمسارې خونړۍ پېښه وه. سره له دې چې په دې پېښه د ټول افغان ملت زړه ودردېده، خو نه یوازې دا چې د ملي اردو د مورال او روحیې د کمزوري کېدو لامل نه شوه؛ بلکې د وسله والو دې شومې موخې ته د یوه شهید شوي افغان سرتېري پلار غلام حسین، همدا جمله یو غاښ ماتوونکی ځواب، د افغانانو د لوړې حوصلې، مورال او روحیې ښکارندوی دی چې ویې ویل: «زما زوی له هېواد نه د دفاع او خدای ج په لاره کې شهید شو. زه به مې د هېواد ساتنې لپاره خپل بل زوی د ملي اردو لیکو ته واستوم.»

دښمن سره له دې چې غوښتل یې په یوې داسې پېښې سره زموږ د ملت په زړونو کې وېره واچوي؛ چې ټول ملت یې یو شان درد احساس کړي؛ مګر په خپل دې کار کې بریالي نه شول. خو د دې برید په اړه د سکې په بل مخ کې ځینې پوښتنې لا هم لاځوابه پاتې او د چارواکیو له څرګندونو سره نوې پوښتنې هم رامطرح کېږي، چې ځواب ته اړتیا لري.

ملي امنیت وايي، چې د دې پوستې غړو ته یې له دې وړاندې د ورته برید خبرداری ورکړی و. دایې ورته ویلي ول، چې په منځ کې یې د طالبانو نفوذي اشخاص شته او پلان لري، چې پر پوستې د وسله والو طالبانو برید زمینه برابره کړي.

سره له دې چې دا خبرداری له برید کابو یوه اونۍ وړاندې ورکړل شوی؛ د ملي امینت سرچینې ادعا کوي چې شل ورځې وړاندې یې د دې برید په اړه ځایي مسوولینو ته ویلي ول. پوښتنه دا ده، چې ولې په دې یوه اونۍ او یا په شلو ورځو کې د برید مخنیوی ونشو او نفوذي اشخاص په ګوته نه شول؟ که چېرې امنیت او یا د ملي اردو سیمه ییزو چارواکیو نشو کولای چې قاري ولی الرحمن ـ چا چې پر پوستې د وسله والو برید ته زمینه سازي کړې ده ـ او د هغه دوه ملګري نشوای موندلی؛ نو په یاده پوسته کې ټول ۳۵ سرتېري به یې نورو سیمو ته استولي وای. مګر دا کار هم ونشو. د کونړ والي نورو ځايي چارواکیو د ملي امنیت دا خبرداری تایید کړی دي.

که والي، پولیسو او د ملي اردو چارواکیو دا کار ونه کړ، ولې د ملي امنیت منسوبینو قاري ولي الرحمن او ملګري یې ونه نیول؟ ملي امنیت نشي کولای یوازې په دې وینا چې موږ له وړاندې خبرداری ورکړی و، ځانته برائت ورکړي. ځکه دا د ملي امنیت دنده چې د ټولو هغو کسانو په اړه دقیق او کره معلومات راټول کړي چې د عامه امنیت پر وړاندې کار کوي. دوی باید لاس په کار شوي وای. هغه ځای چې طالبانو ترې برید کاوه، په نښه شوی وای، له وړاندې کمین نیول شوای او یا هم د برید مه ډپ شوې واي. دا خپله پوښتنه رامنځته کوي چې ملي امنیت یې تر اوسه د « ولې » ځواب نه دی ویلی.

درېیمه پوښتنه دا ده، سره له دې چې ملي امنیت د ملي اردو ځایي چارواکیو او د دې پوستې سرتېرو ته د برید په اړه خبرداری ورکړی و، دوی ولې لټي وکړه؟ لاس په کار نه شول، برید ته یې چمتوالی نه درلود او په ډاډه زړه یې خوبونه کول. شهید شوي سرتېري ټول ویده او یوازې درې تنه پهره ول، چې قاري ولی الرحمن، د هغه ملګری او یو تن بل و. ولي الرحمن او د هغه ملګري درېیم تن وژلی او د نورو سرتېرو د وژلو لپاره یې طالبانو ته لاره پرانستې ده. دا ګومان هم تر اوسه نه دی ځواب شوی، چې ولې هوايي ځواک په وخت سیمې ته نه دی رسېدلی.

امنیتي ځواکونه یوازې په کونړ کې، بلکې په ټولو سیمو کې له خبرداري او ویلو پرته باید هر مهال چمتو وي، ځکه دوی عملاً د جګړې په ډګر کې دي، چې تر اوسه نه کور اوبند اعلان شوی او نه هم د سولې خبرو پایله ورکړې.

له برید وروسته د امنیتي ځواکو او والي ترمنځ هېڅ ډول همغږي نه وه. د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي ویل، طالبانو په دوو پوستو بریدونه کړي. خو والي یوه ویله. د ملي امنیت سرچینو هم د وژلو شویو، ټپیانو او هغو کسانو په اړه چې وسله والو له ځانه سره ژوندي بېولي، له نورو لوریو جلا دريځ او ارقام لرل.

د برید موخه

وسله وال طالبان چې هر ځای د برید موقع تر لاسه کړي، برید کوي. په ځانګړي ډول په داسې سیمو چې په تبلیغاتي جګړه کې ترې ډېر کار واخیستل شي. خو د کونړ د برید ترشا افغان حکومت ته ځینې خطرناک پیغامونه پراته دي.

دا برید یوازې د طالبانو کار نه دی، بلکې دا برید هغه ډول چې افغان چارواکیو ویلي له پولې هاخوا د پاکستان د استخباراتي شبکې له لوري د دوو موخو لپاره پلان شوی و.

لومړی دا چې په دې وروستیو کې وسله والو د پاکستان ۲۳ تنه سرتېري ووژل. پاکستان ادعا وکړه چې دغه سرتېري په افغان خاوره کې وژل شوي. د دې کار لپاره یې رسماً افغانستان ته شکایت هم وکړ. که څه هم چې د بهرنیو چارو وزیر په افغان خاوره کې د پاکستانیو سرتېرو له وژل کېدو بې خبري وښوده خو کورنیو چارو وزارت په کلکه رد کړه. په کار وه چې دا مساله د ضرار احمد مقبل له لوري هماغه مهال په کلکه رد شوې وای، چې کله ورته پاکستان خپل رسمي اعتراض سپاره. نو تر ډېره ښايي پاکستان د خپلو سرتېرو د وژلو د غچ اخیستو لپاره دا پلان طرحه کړی وي.

له دې پلان نه د پاکستان دویم موخه ښايي دا وي، چې په دې وروستیو کې افغان حکومت د ملا اغاجان معتصم په مشرۍ په اماراتو او ترکیې کې د سولې خبرې پیل کړي دي. د سولې د عالي شورا يوه پلاوي څه وخت وړاندې په اماراتو کې له دغو طالبانو سره تر لیدو وروسته اعلان وکړ چې خبرې یې ګټورې وې. پاکستان غوښتل په دې برید سره افغان حکومت ته دا پیغام ورکړي، چې د سولې خبرې د دوی له ګډون او له دوی پرته نشي ترسره کېدای.

د دې لپاره چې پاکستان د اماراتو د سولې له خبرو د افغان حکومت پام د ځان په لور وګرځوي له بنده یې د طالبانو د یوه پخواني وژل شوي خو مهم نومیالي قوماندان ملا دادالله اخوند ورور هم له بنده خوشې کړ. پاکستان فکر کوي چې افغان حکومت به یو ځل بیا ترې وغواړي چې د دادالله ورور دوی ته وسپاري یا هغوی ورسره خبرو ته کېنوي، څو افغان حکومت ترې د سولې په پروسه کې کار واخلي.

د دې ترڅنګ په یاد برید کې له باګرام نه د حکومت له لوريد ۶۶ خطرناکو بندیانو خوشې کېدل هم ښايي ونډه ولري، چې دې ټولو فکتورونو په ولسمشر کرزي د تندو نیوکو خوله خلاصه کړې ده. دا نیوکې هغه مهال لا زیاتې شوې چې ولسمشر کرزي د یوویشتو وژل شویو سرتېرو په جنازه کې ګډون ونه کړ

- بېرته شاته