(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نعت په حواله د پښتو ادب تاريخ

مونږ چه د مختلفو ژبو د ادب د تاريخ مطالعه کؤو نو داسې ښکاري چه د اکثر آريائي ژبو د ادب آغاز د روحاني واقعاتو داستانونو او د پېريانو او ښاپېرو د قيصو نه شوې دې۔ خو دا د پښتو ژبې اختصاص دې، چه د دې آغاز هم د اسلامي ادب نه شوې دې۔ زمونږ د وړومبي دور ټول ليکونکي لکه بېټ نيکه، شېخ اسماعيل، شېخ عيسا، ملک يار غرشين، او بختيار نه صرف قامي مشران وو، بلکه لوئې عالمان او بزرګان وو۔ دوئي به د اسلامي تعليماتو تبليغ او د حق دعوت خپل فرض ګڼل۔ بيا چه په پټه خزانه کښې کوم ليکونکي متعارف کړې شوي دي، په دوئي کښې زيات تر عالمان او بزرګان دي۔ دوئي خپل زيات وخت د الله تعلی او د هغه د پاک رسول صلی الله عليه وسلم په ياد کښې تېر کړئ دې۔ د سلېمان ماکو په تذکره اولياء کښې چه د کومو بزرګانو ذکر راغلې دې، دوئي هم ښه عالمان، بزرګان، او په شمع رسالت معئين وو۔ دوئي د کراماتو څښتن هم وو۔ او د دوئي د روحاني مقام آئينه دار وو۔
او بيه په تيره تيره په پښتو ادب کښې د نثر وړومبي دوه کتابونه د بيازيد روښان خېرالبيان او اخون دروېزه بابا مخزن د مزهبي او د اسلامي ادب کتابونه دي۔ دې سره سره د اخون قاسم فوائد الشريعت هم د اسلامي تعليماتو کتاب دې۔
د بايزيد روښان مريدان ملا ارزاني، مرزا خان انصاري، مخلص، واصل او دولت لواڼې هم ښه لوستي خلق وو۔ ځکه هغوئي د تصوف غوندې ګرانه فلسفه د خپلې شاعرئ، موضوع اوګرزوله۔ تصوف نه خو مونږ د مذهب نه جدا کولې شو، او نه د ادب نه، او بيا چه دغه سلسله د خټکو د کورنئ پورې رااورسي نو اسلامي ادب حمديه او نعتيه شاعري نور هم فروغ اومومي۔ د خوشحال فضل نامه، د عبدالقادر خان خټک ګلدسته، څلوېښت احاديث او نصيحت نامه د ګوهر خان خټک قلب السير، د سکندر خان خټک شمائل نامه، افضل خان د قرآن مجيد تفسير د اسلامي ادب هغه بنيادي تږي دي، چه په روستو په دغه بنيادو دنګې ماڼې جوړ کړې شوي دي۔
د خوشحال دغه نعت شريف چه:
د خدائې عرفان مې وشو په عرفان د محمد ص
پاک دې محمد ص پاک دې سبحان د محمد ص
دومره زيات شهرت لري چه د هر چا تر غوږ به رسېدلې وي۔ د خوشحال سره سره د عرفان په ميئو مست قلندر حضرت عبدالرحمان بابا او د هغه همعصرو هم د حمد و تعت په شاعرئ کښې ښې اضافې کړي دي۔
د خاق کائنات عظمت او د دغه عظمت اعتراف او ستائنه او د سرور کائنات صلی الله عليه وسلم سره عقيدت ښکاره کول زمونږ د شاعرئ يو مستقل رنګ دې۔ د رحمان بابا دغه شعر چه:
که رڼا د پېروي د محمد ده
ګڼ نشته په جهان بله رڼا
د معنو يو لوئې دفتر دې۔
بنيادي خبره دا ده چه زمونږ پخواني شاعران نه صرف د شعر په فن پوهېدل بلکه هغوئي د خپل وخت مروجه علوم ښه په اهتمام حاصل کړي وو۔ او د دغه علوم په زيات تر په عربي او فارسي کښې وو۔ عربي زمونږ د مذهب ژبه ده، او فارسي زمونږ د علم او ادب ژبه ده۔ هم دغه وجه ده چه هغوئي دا يو کلک رويات قائم کړې وو، چه د خپل ديوان يا کلام د مجموعې آغاز به لازما د الله تعلی د پاک نوم يا د هغه د پاک رسول صلی الله عليه وسلم د پاکې نامې نه کوي۔ دا که يو ښه روايت دې، نو بل خوا د خېر و برکت هم ګنړلې شو، او فن هم ګڼلې شو۔
دا مقاله د محمد اسلام ګوهر د پی اېچ ډي thesis نه اخيستل شوئ ده چه نګران ئې پروفېسر محمد اعظم اعظم مرحوم وو Source:Khyber (de Pakhtano Qami Sangar)

- بېرته شاته