(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.03.14 د زاهد افغان سره مرکه

مرکه کوونکى : سيد نور سالارزى  24.03.2014

داځل مو له تکړه شاعر او ليکوال زاهد افغان سره مرکه کړې ده که تر هر څه له مخه د ستورې مجلې لوستونکو ته ځان وروپيژنۍ مهرباني به مو وي. زما نوم زاهد ا فغان د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ د مترانو د کلي  اوسيدونکى يم.

٢_ سوال: څومره وخت کېږي چې شاعرۍ ته مو مخه کړېده او شعر ليکئ.

ځواب: د (١٣٧١هـ) کال راهيسې شاعرې کوم.

٣_ سوال: په څه  کار مصروف ياست.

ځواب: د کوټ په ولسوالۍ کې افغان کتاب پلورنځى لرم او د ننګرهار راډيوليکونو مسوليت هم لرم او د کوټ د ادبي کاروان د مرستيال دنده هم راپه غاړه ده.

٤_ څومره شعرونه به مو ليکلي وي که په دې اړه لوستونکو ته معلومات ورکړئ.

ځواب: زما غزلېزه شاعرې تر اوه سوه (٧٠٠) پورې رسيدلي چې په پنځو ټولګو مې ويشلي.

٥_ پوښتنه: چاپ شوي اثار مو شته او کنه؟

ځواب: بلې شته هر يو ارمان مي سره دى چاپ شوى شعري ټولګه او نرو چاپ ټولګې دادى ٢- په زړه مي نوم د يار ليکلى د ټپېزو ټولګه ٣- ناول نوم تاج محل ٤- د ټپېزو ټولګه نوم يې

دى سترګو دې غم راته جوړ کړى.٥- د لنډو کيسو ژباړې نوم يې د ښاپيرۍ ډالۍ٦- دا هم ټپئزو ټولګه ده نوم يې دى زما جانان له ښکلي ٧- ستا وعدي ناولټ ٨- ناول درې سرزوري ٩- ګلونه غزلونه د ښځينه او نارينه و شاعرانو ګډ غورچاڼ ١٠ د خوبونو شهزاده ناچاب اثار تر پينځلس ټولګو پورې رسېږي او ددې ترڅنګ زما شاعري د ننګرهار مجلې د ننګرهار ورځپاڼې مينه مجلې کلي غږ مجلې پرلپسې خپاره کړي.

٦_ پوښتنه: داسې ويل کېږي چې مين نه وي شاعر کيداى نشي پدې هکله ستاسو څه نظر دي.

ځواب: ډېره ښه پوښتنه مو وکړه داسې هم ويل کېږي چې هر شاعر مين کيداى شي خو هرمين شاعر کيدى نشي بيلګه به يې ليلى او مجنون ده

٧_ پوښتنه: په شاعرۍ کې مو کومو فورمونو ته غاړه کړې ده.

ځواب: په شاعرۍ کې مې غزل او ټپيزي ته کار کړى دى.

٨_ پوښتنه: په نثر کې؟

ځواب: لنډه کيسه، ناول، ناولټ، ادبي ټوټي، غوره ويناوي په کتابونو ليکل په کتابونو تبصرې بس دا او نور...

٩_ پوښتنه: زده کړه مو څومره او چېرته کړې؟

ځواب: زده کړه مې د هجرت په محال تر اتم ټولګي د جمرود په هائى سکول کې کړې.

١٠_ پوښتنه: شعرونه خو مو اوس مهال ماشاالله ډېر ښه دي خو هغه محال چې ستاسو شاعري خامه وه د اصلاح لپاره مو چاته ورکړې او که نه؟

ځواب: بلې هغه محال چې زما شعرونه خام ؤ زما د شاعرۍ استاد اسلم تاثير افريدى ؤ هغه ماته شاعري هم اصلاح کړې او ډېر څه مې ترې زده کړي هم دي.

١١_ پوښتنه: څنګه مو شاعري ته مخه وکړه؟

ځواب: ددې پوښتنې په ځواب کې به درته درحمان بابا يو بيت ډالۍ کړم دا د ستور دى چې درده زګيروي خيژلي ګينى څه د رحمان د شاعرۍ.

له تاسو نه زمونږ دا اخيرنۍ پوښتنه وي مرکه تکميلېږي که يوه ښه او يو بده خاطره مو راته ووايست؟

ځواب: زما ښه خاطره ده چې خپل وطن ته راغلم او هيوادولوالو ته خدمت کوم بده خاطره مې داده چې د انقلاب په سرکې زمونږ ښوونځي وسوځيدل بله خبره داده چې افغان ترلسو نفرونه زياتو ته دا محال شاعري اصلاح کوم.

پيغام مو څه دي؟

ځواب: لومړى خو د ستوري مجلې د اداري څخه مننه کوم چې له ماسره مو مرکه وکړه مشرانو ته پيغام دا دى چې خپل منځي مخالفتونه له مينځه يوسي ځکه چې له دې نه هيڅ نه جوړيږي  کشرانو ته پيغام، کشران بايد خپل وخت عبس تير نه کړي خپل درسونه ووايي ترڅو په راتلونکي کې د ټولنې لپاره د خدمت وړ وګرځي.

د شعر نمونه يې :

ستا د مړو سترگو کتل غزل غزل شي
زما فکر مسلسل غزل غزل شي
د الهام ښاپېرۍ څنگه چې ازل شي
هر انداز يې تغزل غزل غزل شي
په مسکا مسکا چې گوري ائينې ته
وغوړيږي لکه گل غزل غزل شي
چې پيکى په بله واړوي له نازه
پسې نوره هم غزل غزل غزل شي
پېښور چې کله غاړه غړۍ راشي
ښکلاگانې د کابل غزل غزل شي
چې ملي سرباز بيرغ ولگوي پرې
د هېواد هر يو مورچل غزل غزل شي
څه اثر خو تا کې شته زاهد افغانه
چې هر بيت دې مکمل غزل غزل شي


ستوري مجله یوولسمه ګڼه 

- بېرته شاته