(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.03.2014پښتانه ځوانان د 21 پیړۍ په درشل کې

د لوي او بخونکی خدای په نامه   !

په غیر ددی څخه چې پښتانه ځوانان ځانونه‌‌‌ تنظیم نکړی ، بله لاره نشته چې په بنسټيز ډول  د قوم او اولس  د خدمت جوګه شو،  ددی  کار د عملي کړنلاری د پاره  لمړي دا ډیره اړينه ده چې  پدي پوه شو ه چې  پښتانه ځوانان په  اروپا ، افغانستان او پښتونخوا کې څه غواړی ؟

ددوی نظرېې او وړانديزونه د راتلونکې په هکله  څه دي  ؟

د عملي قدم اخستو د پاره ددوی راټوليدل  یو ډیر مهم  کار  ګڼل کبږی  ،  دا کار  دی لمړي په المان  بیا په اروپا ، پښتونخوا ، او افغانستان  کې تر سره شی   ،  د یو بل سره دی  رابطی يا اړیکې ټینګ شی  د مرستی او ملاتړ هڅی دی په لاره شی . ددغو هڅوپایله به داوی چې پښتانه ځوانان به لمړی  په خپلو مینځو کې يو دبله سره پیژندګلوی رامینځ ته کړی  او دا به يوڅه جوته شی چې پښتانه ځوانان   څه غواړی !!

کله چې دا کار يو څه جوت شوه نو بیا  دا خبره اړینه او مهمه ده چې ددغو نظریو او وړاندیزونو  عملي کړنلاره به څنګه کیږی ؟

بله خبره چې پدي اړه مهمه ده ، داده چې د ذکرشوي راټوليدنی يو مقصد به دا هم وی چې د ځوانانو د پيژاندګلوی ، او وړانديزونو نه وروسته  به دکښیناستو او پاڅيدو  په چوکاټ کې دا هم جوته شی چې  کوم ځوان  د کوم  کار  او دندی جوګه او صلاحیت لری !    په بشپړ ډول  به دغه هڅی یوه کوټلی  لاره مونده کړی  او دا به  بیا  هغه موخه او هدف وی  چې مونږ خپل قوم او اولس د نورو قومونو سره په ګډه د ننې زمانی د حالاتو سره سم  داصلی منزل په لور  بوتلل غواړو  ، اخرنۍ خبره به داوی چې  ایا پښتانه  ځوانان  د یو ویشتمی پیړۍ په درشل کې  د خپل  قوم  او اولس  د خدمت جوګه دی او که نه !   د دوي دندي او ذمه واری به څه وی ؟  ايا دوی  دي ته چمتو دی چې دندي او مسولیتونه  په غاړه واخلی !   خوکه چیري پښتانه  ځوانان  خدای ناخواسته  ،  دی ته تیار  نه وی  چې ځانونه منظم کړی  او د راتلونکې د پاره  د قوم او اولس  خدمت او ذمه واری  ته  غاړه نه ايږدی نو بیا به ددغه پښتون اولس او قوم څه حال وی !  همداسی يو حالت به وی لکه  په تيرو دريو لسیزو کې  چې دغه قوم ورسره لاس او ګريوان او د داخلي او بهرني دښمنانو  د قربانۍ ښکار دی !  او بله داچې  خپل راتلونکو  نسلونو ته به څه وایو چې مونږ ولی  ستاسی د خدمت جوګه نشوه !  دا یوه تاریخی ذمه واری ده  او که  دا مونږه په ایمانداری تر سره نکړه  نو راتلونکې نسلونه  به بیا مونږه   معاف نکړی  او خيري به کوی .پښتون چې يو مړنې او باتوره قوم دی  ددغه قوم ځوانان  هم بايد  د نړۍ پدي حساس وخت کې د ځان او جهان  څخه بی خبره نه وی ، او  پدي فکر او  هڅه  کې وی   چې د زمانی پدي  حساس پړاو کې  خپل قوم څنګه د نړۍ د کږليچونو څخه  د سوکالی او ابادی لاری ته برابر کړی  ، دلته  په ټولو پښتنو  دا غږ کوم  چې  هیچا ته انتظار مه کوی  بل هیڅو ک په غير زموږ او ستاسی څخه نشته، همدا  اوس او سبا له راپاڅی اومنظم شی او  د خپل کور  او قوم  اختيار په خپل  لاس کې واخلي .

دا مقاله  ما د ځوانانو په غوښتنه  د پښتنو د ټولنیز اولسولیز ګوند  د فرانکفورت په څانګه کې  په ۲۲  د شپږمي کال ۲۰۱۳ ميلادي کې ويلی وه، خودلته  د ستاسی څخه يوه هیله لرم او هغه داچې  پښتون قوم ځانله    زما او ستاسي نه دی بلکه پدي کې ټول پښتانه د قوم په حیث  شریک حقداره ګڼل کیږی د همدی کبله ددغه قوم د سوکالی ، ابادی او پرمختګ په خاطر د ټولو څخه هیله کوم چې  زما دي پوښتنو ته پوره پاملرنه  وکړي ، او سوچ پري وکړی  چې ددی دريدلی او ځپلی قوم په شریکه سره څنګه  دارو درمل  او مرهم  وه ګرځو ،  که امکان يې وی چې ماته  د پوښتنو  ځوابونه په لیکلی توګه   را ولیږي  دا به مو ډیره مهربانی وی .

لمړی پوښتنه  ـ     ددی د پاره چې  د پښتنو  مسلی راکابو  کړي شوه ، څه پکار دی  ، او یا کوم لمړې قدمونه اوچتول اړین بريښی  چې په ريښتونی توګه دمسلو حل رامینځ ته کړی شی ، څنګه  او د کومه ځایه لمړي پیل وشی ؟ دلته د ناستو پښتنو نظرونه او وړاندیزونه  پدی هکله څه دی ؟

دوهمه پوښتنه ـ            ايا د پښتون د ستر هويت او قامي وحدت  غوښتنه او هيله  پخپله د پښتنو اصلي غوښتنه او موخه ده او که نه   ؟

دريمه پوښتنه ـ        د پښتنو کومی مسلی او ستونزی  د ملي ګټو او قامی وحدت  د خوندی کيدو  په لیحاظ د لمړيتوب حق لری ؟

څلورمه پوښتنه ـ    که هر پښتون خپل ځان  د خپلو ملي ګټو  او  د اولس د ساتنی او پالني د پاره  په تله کې  واچوی ،  او ځان  ذمه وار وه ګڼی ، او وه غواړی چې  په ملي کچه  د خدمت مصدر وه ګرځی  ، نو ددغه کار د پیل لمړی قدمونه به څه وی ؟

دا مقاله   د پښتنو دټولنیز اولسولیز ګوند د انګلستان د ځانګې له خوا دپښتنو د یووالې په غونډه کې چې   په ۱۵ د مارچ کال ۲۰۱۴  د بريډ فورډ په ښار کې جوړه شوې وه وویل شوه 

خونه د پښتون  چې په کې  پاکه خدایه  ړنګه ده

دا دنیا دی اور واخلی دا دنیا بدرنګه ده

M.S. Gerdeawal Senior Vice President

Pashtoon Social Democratic Party (PSDP) Pashtoonkhwa/Afghanistan 

- بېرته شاته