(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.04.2014 پښتون قامي جرګه ـ پېښور

د لوی او بخښونکې څښتن په نامه

د پښتون قامي جرګې درنو ګډونوالو خویندو ،  ورونو  اودرنو مشرانو!

زه د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ  - جرمني، په استازیتوب د پښتون قامي وحدت ستر لارښود،زړور ، پیاوړی  قامي اوسیاسي مبارز او دپښتنو روحاني مشر ښاغلي محمد افضل خان (خان لالا) مننه کوم چې پدې حساس او نازک وخت کې ئې د پښتنو قامي نماینده جرګه رابللې چې په دوه مهمو ټکو به  مشران او پوهان خپله رایه ورکوي او ددې غمېزی څخه به دخلاصون لارې چارې  لټوي، پدې تړاو  به   زه په لنډ ډول د خپل ګوند مالومات اود هغې  یوڅو غوښتني  له تاسي سره شریکې کړم.

پتمنو  مشرانو  !  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ) دفخر افغان  باچاخان  بابا د پښتنو د قامي ازادۍ د عدم تشدد د غورځنګ یوه برخه د ه چې دغه غورځنګ په ۱۹۲۹ ع کال کې د انګریزي ښکېلاکي ځواک په مقابل کې  دباچاخان په مشرئ منځ ته راغی.

پر بره پښتونخوا دروسي پوځونو دیرغل  څخه وروسته ددې غورځنګ یوشمیر پلویانو د اوږدې تیارۍ اویو بل سره داړیکو(تماسونو) وروسته  د۱۹۸۱ م کال د فبرورئ د میاشتی په ۲۷ مه نیټه دارواښاد ډاکتر کبیر ستوري تر مشرۍ لاندي  دپښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ بنسټ کېښودچې دلرې اوبرې پښتونخوا پښتانه  پکې  په یوه ټغر راټول شول  او په ګوندکې دپښتنویووالی په عمل کې پلي شو.

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(Pashtoon Social Democratic Party-PSDP) دټولوپښتنوګډ کور اوشریک قامي سنګر دی  چې دپښتني عنعني او پښتونولۍ  داصولوسره سم  په سوله ایزه توګه  دبې تاوه پاڅون  (عدم تشدد)  له لاري د پښتنو دیووالي اونزدیوالي لپاره مبارزه او هلې ځلې کوي.

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د څو لسیزوراهیسې په هیواد کې روانه جګړه له پخوا څخه د یو جوړ شوی پلان له مخې د پښتون قوم لوې کور ته راټوله شوی ده.

پدغه تپل شوی جګړه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت پښتون قوم هره ورځ وژل کېږي، اقتصادی بنسټونه ئې ړنګیږي، ښوونیز او روزنیز مرکزونه ئې سوځول کېږي . ماشومان او ځوانان ئې له زده کړې پاتي کېږي او د انساني ژوند د پرمختګ ټولي لاري ئې تړل کېږي.مونږ د ټولو جنګي ډلو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د ښونځیو او ښوونیزومرکزونو سوزول او ورانول او همدارنګه د ټولګټو پروژو د بندولو څخه لاس واخلي ، هره ډله چې دغه کار په هرنوم کوي ، مونږ ئې د پښتون ملت دښمنان بولو .

دغه راز د افغانستان ، ګاونډیوهیوادونو او  په سیمه کې د میشتو نړیوالو قوتونو څخه  غوښتنه کوو، چې نور په سیمه کې د پښتون وژنې او ولس وژنې څخه چې په هر نوم سرته رسیږی لاس واخلي او د جګړې پر ځای دې د جګړې د ټولو خواوو سره د سولې او تفاهم په یو ګډ سیاسي میکانیزم کار پیل کړي او هغه سیاسي او جنګي ډلې چې تر اوسه پوري ئې په زرګونو سیاسي اوملي پښتانه مشران او ولسي وګړي په بیلابیلو نومونو وژلې ،بې عزته او سپک کړي دي او د پښتنو او نړیوالو ځواکونو تر منځ ئې ددښمنۍ فضا رامینځ ته کړی ده ،د حکومتي چارو څخه وویستل شي. 

زمونږ په اند د ډیورنډ د کرښې دواړو خواوو ته د پښتون ملت اقتصادي بیرته پاتي والی، نا پوهۍ او بې سوادۍ څخه بیلابیلې جنګي ډلې د جګړې د دوام لپاره ګټه اخلي باید چې نړیوال دسیمې او منطقې د ثبات په خاطر په دغه منطقه کې د یو ځانګړي پروګرام او پلان مطابق  ښونځي او پوهنتونونه جوړ اوپه اقتصادی پروژو پانګونه وکړي اونړیوالې مرستې پرته ددوهم لاس څخه نیغ په نیغه دغه سیمو خلکوته ورسیږي. 

مونږ وینو چې د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته پښتون ملت په پښتو ژبه د رسنیو (میډیا) د کموالي او جګړه مارو ډلو دپراخو تبلیغاتي پروګرامونو په نتیجه کې ډیر ځوانان په ناپوهۍ او غیر شعوري ډول جګړه مارو ډلو سره یو ځای کېږي  ددوۍ د ذهنیتونو دروښانه کولو لپاره دې ددوۍ په مورنۍ ژبه «پښتو»  راډیوئې، تلویزونې او لیکلې رسنیو ساحه پراخه شي.

مونږ په هیواد کې  په اوسني حکومت کې د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندې د پښتنو برخه خوري او په دولتي کورسیو ناست دي په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړي او پښتو چې د هيواد د ډیره کي قام ژبه ده د ښونې، روزنې او د فتر ژبه کړي . پښتودې  وکړي او په زغرده دې پښتو ووائى ، پښتودې  وليکي تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه واري تر سره کړي.

په پښتنو کې له پخوا څخه موجودټولنیز او دودیز بنسټونه چې د ډیرو سیاسي او ټو لنیزو ناخوالو مخه ئې نیولي وه، او په وروستیو کلونو کې د بیلابیلو سیاسي او مذهبی جنګي ډلو او حکومتونو له خوا زیانمن شوي دي، بایدچې دغه بنسټونه بیرته فعال او تقویه شي. مونږ د پښتون وژنې او ولس وژنې  او ددې ناورین ( غمېزی) څخه د خلاصون په خاطرد پښتونولۍ  د ارزښتونو پر بنسټ دیوې باصلاحیته قومي ریښتیني دودیزه جرګې، چې  په حقیقت کې د پښتون قوم استازیتوب وکړي د رابللو ملاتړ کوو ترڅو  د موجوده ستونزو د حل لپاره مناسبي لاې چارې ولټوي او روان ناورین او جګړې ته دسیمه ایزو او نړیوالو امن دوسته او انسان دوسته قوتونو په ملاتړ د پاې ټکی کېږدي.

 مونږدپښتنو په لوي  ټاټوبي کې دټولو پښتنولپاره په غیر له پاسپورته   په ازاد تګ راتګ او ازاده سوداکرۍ (تجارت) او په خپله خاوره کې په خپله خوښه په هرځای کې د اوسیدودحق غوښتنه کوو.

درنو حاضرینو ! د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ په خیال  تر څوچې  په پښتنه سیمه کې د لر او بر د پښتنو دغه اجتماعي غوښتنو خیال ونه ساتلی شي نه مونږه خپل ځان ګټلی شو او نه په دې منطقه کې د امن خوب رښتیا کېدای شي.

زه پوره باور لرم چې اوس وخت راغلی دی چې مونږه د خبرو پر ځای عملي ګامونه واخلو، ځکه چې پښتانه دخپلو صلاحیتونو په اساس د هیچا نه کم نه دي.

ژوندي مثالونه ئې ستاسو پر مخامخ یو ښاغلی محمدافضل خان (خان لالا) دی چې له اتیا کالو نه لا په زیات عمر کې اوس هم د هر ځوان نه ګړندی روان دی اودغه راز ښاغلی عبداللطیف  اپریدی  دی چې د بدني ناروغیو باوجود مونږ ته د یووالي غږ کوی،ددی ترڅنګ هغه ننګیالي پلاران چې د خپلو شهیدانو ځامنو ویني ئې په خپلو سترګو ولیدلې، هغه توریالي ورنه چې د خپلو ورنو جنازو ته ئې اوږه ورکړه، هغه غیرتیان ځامن چې خپلو پلرونو اخری سلګۍ ئې په خپلو سترګو ولیدلې  خوقامي جزبه ئې سړه نه شوه او لا په غورځنګ شوه او نن زمونږ په منځ  کې په پوره جرائت او شهامت خپلو قومي او سیاسي هلو ځلو ته دوام ورکوي. دا مشران زمونږ اثاثه ده ،ددوۍ  په دغه غږ کې  اخلاص دی، مینه ده، چې مونږ ئې د لر او بر نه علاوه د بهرنیو هیوادونو نه دلته راغونډ کړی یو، زما پوره یقین دی چې زمونږ دغه اواز به د تاریخ برخه ګرځي او دا جرګه به د پښتون قام په راتلونکي تاریخ کې ډیر لوې ارزښت لري.

زه د خپل ځان او د خپل ګوند له خوا محترم خان لالا ،محترم لطیف لالا او ددې قامي جرګې نورو ټولو فعالو غړو ته د زړه له تله مبارکې وایم اودا کلک باور ورکوم چې مونږ به په داسي قامي او ملي هلو ځلو کې د هیڅ قسمه مالي او معنوي قربانۍ نه مخ نه اړوو، ددوۍ په پل به زمونږ پل اوددوۍ  داواز سره به زمونږ اواز  هر وخت مل وی.

چې په قام او په ولس باندې مین وي

ننګیالي هغه سر لوړی مشران وي

تاریخ  کړې دي په هغه چا نازونه

چې جذبې  ئې وي ریښتیني باتوران وي

 په درناوی

نصیر ستوری

جنرل سیکرټری

پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي

د ۲۰۱۲م کال د مئ  په ۲۹مه او ۳۰

پېښور -  پښتونخوا

- بېرته شاته