(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په آسيا كښې ولس واكي وده كوي

ليكونكى: عبدالجباركاكړ
چې په دي لاره باندي ډېر آسيائي ملكونه روان شو           آسيا د نړۍ تر ټولو لويه وچه ده او د وګړو شمير يې د نړۍ د نورو وچوزيات دي ځكه چې په دهغه وچه كښې خوارې او غريبي هم ډېره زيات ده ددې سره سره چې دهغه 
وچه باندي قدرت ډېر مهربانه شوي هم دي چې زياته قدرتي شتمني يې هم وركړي ده خو دوي تراوسه په دي نه دي توانيدلي چې د دهغه قدرتي زيرمو څخه ګټه واخلې اوس په آسيائي وچه كښې په قومو او ملكو كښې دا سوچ راپيدا شوي دي چي د نوري شتمني نړۍ څخه د پورونو او مرستو په ځائي په كاردي چې په خپلو ځانو باور وكړي او خپل ولسونه د دهغه اقتصادي غلامي څخه راوباسي ي دي چې بيلګي يې چين هندملائيشيا تركيه جاپان او ځيني نور ملكونه كيدي شې كه څه هم چين په دي څو كو كښې دومره اقتصادي پرمختيا كړي ده خو جاپان كوريا ددې د مخه ډېر مخ ته تللې آسيائي ملكونه دي خو د چين پرمختيا ډېر بې ساري ده او د نړۍ پرمخ تللې ملكونه نن چين ته د يوه لوئي هيواد په سترګه ګوري داسې اټكل كيږي كه چين هم داسې په مخ روان وو نو به د نړۍ لومړي لومړي او دويم هيواد وو هند هم په دي څو كلو كښې ډېره پرمختيا كړي ده او دا ملك هم د نړۍ وسيالي ته ځان چمتو كوي نور ملكو لكه پاكستان تركيه ايران او ځيني نور په دي هڅو كښې دي چې دوي پخپلو پښو ودريږي خو دا ټول آسيائي ملكونه تر هغه وخته ودي موخه او هدف ته نه شې رسيدلي چې دوي په سيمه كښې امنيت او سوله نه وي راوستي او خپلې لانجي يې په خپلو كښې نه وي اواري كړي ځكه چې د دوي د شتمني يوه لويه برخه په وسلو باندي ګاريږي او ولسونه يې د خواري او غريبي سره مخامخ دي كه دهغه لګښتونه چې دوي يې په وسلو او پوځو وركوي كه په ولس ګار كړي نو تر ډېره به دهغه خوار ولسونه د خواري څخه راووځي خو داهغه وخت كيږي چې په ټوله سيمه كښې كراري سوله او امنيت راشې.
​كه سړي ورته ځير شې نو دا به هر چاته څرګنده شې چې د آسيائي ملكو ولسونه د سره څخه جګړي او ويني تويول نه غواړي او دا دوي دا په وارو وارو څرګنده كړي او ثابته كړي ده چي ددې لويه بيلګه د ولسونو د ولس واكي سره مينه او محبت دي په پاكستان كښې دنهه كلو د يوه سړي او شخص تر حكومت لاندي وو چې كله نزدې يو كال د مخه په دي ملك كښې ټولټاكني وشوي چې دوي يو داسې ګوند او داسې مشر ته رائي وركړي چي هغه په ټوله سيمه كښې سوله جوړجاړي او امنيت غواړي چي د پاكستان په ګډون په ټوله سيمه كښې سوله راشې چې كله سوله راشې دهغه وروسته به اقتصادي پرمختيا وده كوي ولې چې به سولي او امنيت اقتصادي پرمختيا د سره څخه نه شې كيدي نو ځكه چې دوي زياته پاملرنه وجوړجاړي ته ګرځولي ده او دوي په دي پوه دي چې پاكستان چې هميش د نورو په جګړو كښې راګير كړل شوي دي نو تر هغه وخته دهغه تشدد مخ نوي نه وي شوي پرمختيا نه شې كيدي او د پاكستان ولس دا هيله لري چې دوي به په دې بريالي شي چې نه يواځي په پاكستان كښې امنيت راولي بلكې په ټوله سيمه كښې به امنيت او سوله راځي بلې خواته هند كه څههم په داسې جګړي كښې نه دي راګير لكه پاكستان چې راګيردي خو بيا هم هند و سولي او امنيت ته زياته اړتيا لري د نن د ۷م اپريل څخه په هند كښې ټولټاكني پيل كيدونكي هند چې ډېر لوئي ملك دي او ډېر وكړي لري نو ددې كبله دهغه ټولټاكنې به يوه مياشت او ددې څخه زيات وخت غواړي خو دا وخت په هند كښې دوه ګوندونه لكه كانګريس او بى.جى.پى يو د بل په سيالي كښې دي خو بى.جى.پى د لومړي وزير داره څوك نومولي دي چې ډېرتندلاري دي او د ګجرات اعلا وزير پاته شوي دي خو د نوموړي د تېر كردار د ستاينې وړنه دي ولي چي پنځه شپږ كاله د مخه چې نوموړي څه وكړو په هغه ټوله نړۍ خبره ده خو د هند ولس به دده په اړه پريكړه كوي كه دي لومړى وزير راهم شې ښاغلې مووي به په هغه پخواني لاره تګ وكړي كه دا يواځي د ټولټاكنو د ګټي دپاره دى.
​افغانستان چې د تېرو څلور لسيځو څخه چې د جګړي په اور كښې سوځي او خوارولس يې د كړاونو اوګواښونو سره مخامخ دي دوي د وړمه ورځ په ټاكنو كښې وښووله چې دوي په خپل هيواد كښې د ټولو د مخه سوله او امنيت غواړي ددې سره سره چي د هري خواڅخه و افغان ولس ته افغان چارواكو ته ګواښونه كيدل چې دوي به تر پخوا هم زياته وژني او تشدد وګړي كه څوك د ټولټاكنو مركزونو ته ولاړو خو د هر ډول خطرونو او ويري سره سره دومره ښځو او سړيو د رائي مركزونو ته مخه كړه چې نړۍ په ځان حريانه كړه ددې سره سره چي د مخالف لاري ويان دادوه په ډاكه كړي ده چي دوي لږ او ډېره دوه سوه بريدونه په ټولټاكنو په مركزونو كړي دي چې د دولتي چارواكو لخوا ويل شوي دي چې شل ته نزدې وګړي وژل شوي او سل ژوبلي شوي دي خو په كاردي چې ددهغه مخالف ډلي د ويان څخه پوښتنه وشې چې افغان ولس غوښتنه څه ده د باران سړي هوا او د تشدد د ګواښ سره سره بيا هم هر افغان نارينه او ښځينه غړۍ و رائي اچولو ته ووتو.
​د افغانستن په اړه هر څوك داخبره په ډاكه ويلي شې چې افغان ملت يو سوله ايزه ملت دي
دوي نه پخواجګړه غوښته نه يې اوس غواړي چې ددې روښانه بيلګه د وړمه ورځ ټولټاكني دي خو د بده مرغه په افغانانو باندي نورو دهغه اوږده جګړه تپلي ده چي افغانستان يې تس نس كړي كله چې د وخت شوروي سري لښكري د افغانستان څخه پښې سپكي كړي هغه وخت هم افغانانو سوله غوښته او بيا چې افغانانو و ناټو ته په خپل هيواد كښې هركلې وويې هغه وخت هم دوي د سولي په خاطر دهغه ترخ غړوپ وكړي خو ناټو په دهغه هيواد كښې ددې كبله بشپړه بريالي نه شوه چې دوې د افغانانو د خوښې په ځائي جګړي ته دوام وركړي كه دوي په افغانستان كښې عام وګړي نه وي وژلي نو به د نټو پايلي داسې نه وي ددې څخه علاوه د ډاكټر نجيب الله د حكومت د نسكوريدو وروسته د وخت مجاهدينو چې د حكومت چاري تر لاس كړي او بيا چې په افغانستان او په زياته بيا كابل چې په كنډوالو واړوي دهغه وشاته هم د نورو لاس وو او بيا چې طالبانو وار چې څنګه راغلې د هغو وشاته هم د نورو هڅي وي او د دوي د ګټو خوندي كول وو كه نن هم دهغه وخت ورځپاڼي او ويني وپلټل شې نو به داڅرګنده شې چې دا لوبه څه وه ځما په اند د ښاغلې نصيرالله بابر بيان به نن هم د طالبانو په اړه پيادوي.
​په افغانستان كښې چې تېره ورځ افغانانو څنګه څرګندونه وكړه هغه ټوله نړۍ ګوته په غاښ كړه خو نړۍ والو ته په دي اړه حريانتيا نه ده په كار بلكې په كاردې چي نړۍ په دي ځان پوه كړي چې افغانان څه غواړي..؟ هغه څوك چې په زوره په افغانانو څوك تپي هغه يوواربيا په دي فكر وكړ چې افغانان څه غواړي..؟ او هغه څوك چې دوي جګړي ته دوام وركوي په دي خاطر چې ولس يې ملګري دي هغه هم سترګي روڼي كړي او هغه څوك يا زورور چې په خپله خوښه څه كول غواړي هغه هم ددې تاريخي پيښې څخه زده كړي وكړي..؟ په كاردي چې دا هره خوا د افغانانو تاريخ ولولي.
​پوښتنه دا كيږي چې د نوري نړۍ د سوچ په غبرګون كښې افغانانو څنګه په يوه خوله دا دومره لويه تاريخي پريكړه وكړه او په عمل كښې دوي ته وښووله..؟ لومړي په كاردي چې ټوله په دي پوه شې چې افغانستان هغه افغانستان نه دي چې يوه دوي لسيځي دمخه وو بلكې ډېر لوئي اوښتون په كښې راغلې دي يوه پياوړي او ژوندي مغزه مدني ټولني په بشپړه په افغانستان كښې ځائي موندلي چې وهيچا ته كه هغه 
كورني وي كه بادني چې
 افغانانو د خوښي په چپه يو كار وكړي دهغه مدني ټولنه چې د ځوانانو څخه ده دوي په ولنه كښې څرګند يا ناڅرګنده ولس باندي اغيزي كړي دي چې پايلي يې وړمه ورځ څرګندي شوي چې په دي كښې د رسېنو او ميډيا ډېر لوئي لاس دي چې په نړۍ واله كچه دا هيله كيږي چي د ميډيا به د ولس واكي وبهير ته وده وركړي او ددې د څنګه افغان ولس ته د دوي وسله والو ځواكو دا څرګنده كړي وه چې د دوي ساتنه به كيږي او دوي په عمل كښې وطنوالو ته څرګنده كړي  او افغانانو ته دا باور وركړي چې دوي خپل 
ولس او هيواد ساتنه كوي شې خو په ۲۴م اپريل چې د شوو ټولټاكنو پايلي به څرګنديږي هغه ځان ته چيړنه غواړى

- بېرته شاته