(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له ژباړن ماشينه تر وينده ربوته

لېک: پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار - اګسفورډ انګلینډ

10.04.2014له ساينسي تر شعري ژبې
د ژباړې ماشين چې دادی، څه له پاسه نيمه روسته له کمپيوتر او ربوتر سره يوه هېښنده ستر بشپړتيايي پړاو ته راگډېږي. په دې کې اړنگ بړنگ نشته چې دژباړې ماشين په څېر
دغه دوې پرمختللې الکترونيکي وسيلې هم د بشپړې انساني  ژبې ځای په هېڅ  راز را خپلولای نه شي، په نورو ټکو، د انساني مغزو او وژو(عصبو) هومره ، په خپلسري او خپلکاري ډول هغه تر سره کولای نه شي، بلکې هرو مرو به وار له مخه پکې، د اړوندې علمي-تخنيکي څانگې-څانگوړې اړتياوړه بنسټيزه وييپانگه له يولړ پښوييزو- رغاو نيزو(گرامری- ساختاری) دويونو (قا عدو) سره ځای پرځای کړشوې اوسي. يوه بېلگه يې جاپاني((ويند ربوت)) دی چې د يوې توغول شوې سپوږمکۍ د الوت وکار بهير په اړه يې ځنې کومه پوښتنه کوله، له يوڅه لارغې (مکث) سره يې ورغبرگوله.  ځکه ربوت د ژبپوهانو په مرسته خوندي کړې ژبنۍ زېرمه سره شاربله راشاربله.
داهم څرگنده ده چې موږ انسانانو هم، هريوه خپله مورنۍ(ړومبنۍ) ژبه همداسې( په  وړ کينه (۵-۶) کلنۍ کې) د کورني چاپېريال له غټانو څخه د پېښو له لارې مغزو ته سپارلې او راروسته مووده وش ورکړی او کره کړې ده، اوکله چې غواړو، يو څه پر ژبه را وړو او بل ته يې واوروو يا وليکو، له هماغې زېرمې او دويو څخه کاراخلو.
خو له دې سره سره  له ژباړې ماشين سره د ((ويند ربوت)) يو گډ پرابلم شعري ادبي انځو رونه ور زېرمه کول او ځنې بېرته راخېستل دي. نو په دې لړ کې ((ژبني))انځورونه گړنې-څرگندنې(آيډيمونه-اېکسپرېشنونه) هم لږو ډېرې ربړې ستونزې رامنځته کولای  شي. ساده څرگندنې په هره توگه، خوگړنې  له يو څه زياتو بدلوياانځوروزمه ماناوو سره، ورته ستونزې راولاړولای شي. له دې لامله د ژباړې په تړاو دکمپيوتر، او د ويندۍ په تړاو د ربو تر دبريالې ويندۍ لپاره په کارده،دواړه ډوله  اد بي او ژبني توکي پردودو(عادي)ژبنيو سېمبو لونو راواړول شي. د ساري له مخې (لاس تر زنې) پرځای هېښ(حيران) ورزېرمه کړو، په نو رو ټکو، هما غسې يوه ژبه ور وښيو چې په جوتپوهنو(مثبته علومو) کې کارول کېږي.
په دې توگه، دابه پېړۍ نيمه بله واخلي چې په لومړي گام کې د ژبپوهانو په مر سته گړ نې- څرگندنې د ويند ربوت د سهنې (هضم) جوگه شي او په دويم گام کې  د ادبپوهانو په همکارۍ ناپېيلې(نثري) اوبيا لوړه پېيلې (شعري) ژبه!
La zhbarren Mashina ter Wayanda Rabot, By: Prof. Dr. Majawer Ahmad Zyar

- بېرته شاته