(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانان حق وحقدار ته رسول غواړي

لیک:محمدنعیم کاکړ 12.04.2014 

نن د اپريل  يوولسمه ده او افغانانو په پنځه اپريل په ډېره باتوري سره خپلې رائې په خپله خوښه د نوي ولسمشر او د ولايتي شورا د غړو د ټاكلو دپاره ګار كړي وي خو د نن ورځو پوري د افغانانو لخوا د شوو پريكړو پايلي تراوسه و دننګيالي ملت ته نه دي ښوول شوي په دي اړه به و مخ ته خبره كوو خو افغانانو يوواربيا و نړۍ والو ته دا څرګنده كړه چې دوې څوك دي او دوې څه غواړي او دوې چې كله پريكړه وكړي بيا دهغه و مخ ته يو خنډ منلو ته تياردي او دوي چې پريكړه وكړي بيا د هيچا څخه نه ويريږي افغانان چې د دومره ناخوالو او ګوښونو سره سره په دومره لويه كچه د خپل سباون د پريكړي كولو دپاره رائي مركزونه ته راووتو چې ميرمنې او سړي ځوانان او سپين ږيري په كښې وو د دوي دهغه وياړ يوواربيا ټوله نړۍ وال غاښ په ګوته كړو او افغانانو چې كوم نوي تاريخ د جمهوريت او خپلواكي په ډګر كښې د مشل وارو جګ كړي هغه نړۍ وال څه چې خپلوان يې هم حريان كړل او هغه پروپيګنډ او هغه جګړه چې نړۍ والو او ګاونډيانو پخپله د ځيني افغانانو په نامه راخستې وه او ده د هغو خواب هم تللي دي اوس نوي د سيسي سنجوي چې څنګه د ولس او دهغه هيواد په جګړو كښې بوخت وساتي او په هغه درواغو پرده واچوي چې دوي ډوډي په پيدا كوي او خپل هر څه تر دي لاندي خوندي وساتي لنډه دا چې افغانانو يوه بله مړانه وكړه چې ټوۍ والو يې نه يواځي ستاينه وكړه او بې شمير ليكونه يې باندي وكړو بلكې بريښنائي رسنې او ميډيا تراوسه خبري او بحثونه باندي كوي او دوي دا هم ومنله چې د افغانانو لومړي غوښتنه سوله او سوكالي ده خو د بده مرغه څوك چې د افغانانو ستاينه كوي هم دهغه څوك دي چې په دوي يې جنګ تپلي دي او د افغانانو په وژنه او درپدري كښې دوي خپلې ګټي خوندي كول غواړي كه دهغه خلګه لږ هم وجدان او ضمير لري نو بايد د دهغه جګړي څخه لاس په سرشې خو داسې هم د دهغه چا څخه څوك دا پوښتنه ولي نه كوي چې دهغه لوبه به تاسي تر كله روانه او جاري ساتي...؟

                        افغانانو خو تر خپله وسه داهڅه وكړه چې د يو شمير ناخوالو سره سره د خدائي پاك په توكل درايو مركزونو ته ولاړو خپلې رائي وركړي او د را روان وخت دپاره يې خپله پريكړه وكړه خو په ټولټاكنو كښې چې څه وشول دا ددوي دنده او مسئوليت نه وو چې يوه خواته د رائي وركولو پاڼي لږ شوي يا بې دركه شوي يا زورورو په خپله خوښه د رايو پيټي ډكي كړي يا يې د مخالف نو ماندو استاځي او څارونكي ودي ته ايله نه كړو چې د نړۍ وال قانون سره سم خپله دنده او وظيفه تر سره كړي يا ځيني دولتي چارواكو په پټه يا په ښكاره د چا په حق او برخه كښې بيځايه زياتوب ور وكړي چې ودي ته لوئي جنايت خيانت او دهوكا ويل كيږي او ددې د څنګه د ټولټاكنو وروسته د بل چا د رايو پيټي ماتي كړي دهغه څخه د چا رائي چي ولس په خپله خوښه وركړي وي هغه يې واستي او وبل ته يې په خپله خوښه بې شميره رائي ور واچولي چې ددې ټولو پړه په حكومت د ټولټاكنو په خپلواك كميشن باندې راځي چې دوي ددې څخه ځان نه شې استلي څرګنده خبره ده چې د چا په كوم ځائي كښې وس وو هغه خپل كار وكړي چې ددې مانا دا شوه چې د يوه ځانګړي نو مانده يا كنډي ډيټ نوم څوك نه شې اخستي خو دهغه كارونه چې هر څوك په زياته بيا افغان ولس خيانت ورته وائي په بشپړه افغانستان كښې نه دي شوي بلكې په ځينو ځينو سيمو كښې شوي دي او هغه سيمي نه يواځي د ټولټاكني و خپلواكي اداري ته څرګندي دي بلكې و هر هغه چاته ورمعلومي دې څوك چې د ټولټاكنو په خواپاكي او سپيڅلتيا باور لري ځكه چې د دهغه ټګي پټول د سره څخه نه شې كيدلي او بيا په ننې وخت او زمان كښې چې د معلوماتي ټيكنالوجي آسانتياوي د هر سړي تر لاس لاندي دي خو هم دهغه خبره ده چې د وړوكي څخه وړوكي ټګې د ټولټاكنو و كميشن ته استول شوي ده چې هم داخبره ده او دا يې دليل دې چې په زراو تيروتني ټكي ويادي شوي اداري او كميشن ته رسيدلي دي ځيني داسې خواوي به ارومرو وي چې چيري يوه او نيمه ټكي په كښې شوي وي چې دا د دريمي او وروسته پاته ملكو عادت دي چې ددې مخ نوي آسانه كار هم نه دي خو دهند وارو د نړۍ تر ټولو لوئي جمهوريت چې د ۷م اپريل څخه د ټولټاكنو بهير پيل شوي دي او تر يوه مياشت هم زيات وخت به اخلي دوي داسې ميشني چاري نيولي دي چې دهغه يوه او نيمه درغلي هم نه شې په كښې كيدي خو ځيني داسې ملكونه هم شته چې د خلګو رائي هر وخت په دا بله خوا اړول كيږي او استادان داسې استادي كوي چې رائي وركونكې هم نه په پوهيږي نو چيري چې په ټولټاكنو كښې داسې ټكي كيږي او په وارو وارو كيږي نو بيا د داسې ملكو د خلګو د ټولټاكنو څخه اړه مات شې او دوي خپلې رائي ته ارزښت نه وركوي او ډېر لږ خلګه د رائي وركولو دپاره د كورو څخه په دهغه ورځ ووځي خو په ټولټاكنو كښې چې په لويه كچه ټګي او تېروتني وشې هغه دورايه ښكاره كيږي او څارونكي يا ټولټاكنو كميشن هم په پوهيږي او بيا خو داسې كار څه ګرانه خبره هم نه ده د كومو سيمو څخه چې خلګو شكايتونه او اعتراضونه كړي دي هغه هم د پلټنو په وخت د دوي سره مرسته كوي كه څوك د خپل ضمير او وجدان په ښوونه كار كوى.

                        ټولي نړۍ او د سيمو ملكو او پخپله افغانان ودي ټولټاكنو په زياته بيا د نوې ولسمشر وټاكيدونه ډېر لوئي ارزښت وركوي ولې چې هم ددې ټاكنو سره د نړۍ د سيمي او پخپله د افغانستان سباون تړلي دي او افغان ولس د يو شمير ازموينو او امتحانو سره مخامخ دي كه د ولس و پريكړي ته ارزښت ورنه كړل شې او حق وحقدار ته ونه رسيږي نو ډېر خطرونه به سر راپورته كړي لكه وړاندي چې وويل شول چې افغان ولس افغان ملې ځواكونو په ډېر برياليتوب دهغه دروند بار تر ځايه ورساوي اوس مسئوليت په حكومت د ټولټاكنو په خپلواك كميشن او عدالت راځي چې دوي حق څنګه وحقدار ته رسوي كه دوي هم دهغه چا په پله پل ايږ دي چاچې درغلي كړي دي افغان ملت ودي ته چمتودي چې حامد راځي كه محمود راځي خو د دوي دا غوښتنه ده چې هغه څوك دي راشې چې چاپه ټولټاكنو كښې درغلې نه د كړي خو تركومه چې ددې ټولټاكنو ارزښت هر سړي په پوهيږي افغانان په دي خاطر د ټولټاكنو مركزونو ته د ډېرو ناخوالو او مشكلاتو سره ځانونه ورسول چې دوي په روان نظام كښې بدلون غواړي دوي په هيواد كښې نور تشدد او ورور وژنه نه غواړي دوي نړۍ والو ته دا وروښووله چې دهغه اوږده جګړه د افغانانو نه ده بلكې دا د نورو لخوا په دوي باندي تپل شوي ده دوي خپلو طالبانو ته هم دا څرګنده كړه چې د دوي د جګړي ملاتړنه كوي دوي نړۍ والو ته هم دا وښووله چې افغانان وران كار او تهره ګرنه دي بلكې غواړي چې د نړۍ او د خپل هيواد په پرمختيا كښې د دوې سره وږه په وږه دريږي دوي دا هم وښووله چې افغانان د خپل ټاټوبى پريكړي په خپله كوي او كوي شې او د افغان ملي اردو و خپل هيوادوالو او نړۍ والو ته داثابته او څرګنده كړه چې د پخواوارو دوي د خپل هيواد او د خپل ملت ساتنه او ځغورنه پخپله كوي شى.

                        نن ټولي نړۍ ګاونډيانو او په ځانګړي ډول افغانان ودي ته ګوري چې د ټولټاكنو كميشن يا ادارو څه پريكړه كوي څرګنده خبره ده چې نړۍ وال او ګاونډ د خپلو ګټو په عينكو كښې و دا اوسنې بهير ته ګوري خو پخپله افغانان ودي ته ګوري چې حق بايد حقدار ته ورسيږي او دوي چې و نړۍ والو ته څه څرګند كړي او پيغام يې وركړي بايد هغه ته زيان ونه رسيږي او دوي چې كوم چاته زياتي رائي وركړي دې په كاردي وهغه ته د ولس امانت ور ورسيږي كه هغه رحمان وي كه لقمان وي ولي د سياست مدارانو دا پريكړه ده چې ولس چپه او بيځايه پريكړه نه كوي د دوي پريكړه رښتيا او رښتني وي نو ددې دپاره چې د ولس و پريكړه ته غاړه كښيښوول شې بايد ددې مخ ته يو خنډ هم ونه منل شې نه د چا خاطر وكولي شي كه هغه باندنيان وي كه خپلوان وي دا ځكه چې دا لومړي وار دي چې افغانانو په خپل ځان باور كړي دي او دهغه ټول بهير يې په برياليتوب تر سره كړي دي نو ځكه چې موږ ويلي شو چې په افغانستان كښې د جمهوريت تاداو او بنسټ هم د دهغه ځايه پورته كيږي دا يوه د وياړ خبره ده چې افغانستان پياوړي مدني ټولنه (Civil society) لري چې د ځوانانو لوئي شمير په كښې شتون لري دوي چې په تېرو كلو كښې كومي هلې ځلې كولي په كاردي چې څو چنده خپلې هڅي زيات كړي ولې چې د دوي د نن پريكړه د دوي د سباون دي دوي بايد حق حقدار ته ور واخلي وله كه هغه هر څوك وي رسنې او ميډيا نن د ملتونو ملكونو سباون جوړه وي دوي په دهغه احساسو شبكو كښې خپله دنده په ډېره پوهنه تر سره كړي او د ولس د پريكړي درناوي وكړي او حق حقدار ته ور ورسوي ځكه چې افغانانو كومه پريكړه كړي ده ارومرو به هغه دهيواد او ملت په ګټه وي نه دهغه چا دپاره چې افغانان يې هر وخت د شخړو سره مخامخ كړي دي..

- بېرته شاته