(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2014 عقل

12.04.2014  لیک: گل پاچا الفت

ډېر لږ خلك دي، چې كله كله يو نيم كار د عقل په خوښه كوي.

نور ټول كارونه د مينې او محبت دپاره، د حسد او عناد دپاره، د حرس او هوس دپاره وي يا د كوم زورور په امر او د نادانۍ په فرمان اجرا كېږي. سره له دې چې د عقل برخه په ژوندانه كې ډېره لږه ده بيا هم هر څوك د عقل ستاينه كوي او د عقل دښمن هم عقل ښه ګڼي او بې عقلي نه خوښوي.

ښايې، چې عقل په همدغه سبب د هر چاخوښ وي، چې د چا په كار كې كارنه لري او د زورورو خوي په كې نشته.

عقل زمونږ تابع دى او زمونږ زړه ته ګوري هغسې مشوره راكوي، ځكه يې ستا يو او صفت يې كوو.

كه عقل پر مونږ باندې حاكم واى او اقتدار يې درلوداى مونږ به ترينه ډېر سرټكاوه او بد به مو ګاڼه، ځكه چې تر اوسه مونږ له يوه حاكم نه هم زړه كې ډېر خوښ نه يو او ډېر ښه حاكم هم ډېر خلك له ځانه خوابدي كړي دي.

په رښتيا، چې عقل غوندې بې ضرره شي نشته.

عقل هر كله زمونږ خير او ګټه راښيي او عقل د همدغه شي نوم دى. كه مونږ د عقل يوه خبره هم ونه منو بيا هم عقل رانه نه ځي او بد راسره نه كوي كه مونږ په ناكاره كار پسې په بده لاره روان شو عقل راسره ملګرى دى او څومره، چې كېداى شي له خطر نه مو ساتي.

 ډېرې غلاګانې د عقل په مرسته كېږي، كه څه هم غلا ته په ښه نظر نه ګوري او غلا يې نه ده خوښه.

هغه شيطاني چلونه، چې انسان كشف كړي دي او شيطان هم ورته حيران دى د سادګانو او احمقانو كارنه دى.

فرېب او ټګي سره له دې، چې سم او صحيح عقل ورته بد ګوري بيا هم د هوښيارۍ بد عمله اولاد دى او د بدسړي له عقل څخه دغه راز بد اولاد پيداكېږي، همدغسې عقل يوه غله ته هم د تېښتې لاره ښيي هم يې د ماړه كاله ته بيايي او كه حاكم ونيوه د ځان د خلاصولو چلونه هم ورښيي.

كه سړى هرڅومره ګنهكار و عقل ورته د نجات لاره لټوي او له همدردۍ نه يې لاس نه اخلي. په رښتيا، چې دومره مهربانه ملګرى بل نشته.

هغه وخت، چې څوك عقل له ځانه شړي او په عقل هجوم ور وړي باده او پياله دى په لاس كې وركوي او دمخه ورته لا يو داسې ځاى پيدا كاندي، چې ډېر رسوا نشي او محتسب يې ګرېوان ته لاس وانچوي.

د عقل خوى او خصلت په هيچا كې نشته په زړه كې حسد او عناد نلري، لكه ماشوم مرور كېږي، نه ظلم او نه يې ناروا خوښه ده، مګر له ظالم سره دښمني هم نه كوي، فسق او فجور ورته بد معلومېږي، خو د ذاهد په شان له فاسق او فاجرنه نه تښتي، هر چا ته د خېرخواه په نظرګوري او د انسان په مجبوريت ډېرښه خبر دى.

عقل په دې خبره ډېر زور اچولى دى، چې انسان پخپلو كړو كې پوره ازادي او اختيار نلري او د مجبوريت جنبه يې ډېره غالبه ده.

هو! عقل دا غواړي، چې د انسان له ضعف او ناتوانۍ نه يو داسې قوي دليل جوړ كړي، چې د هغه بل جهان له ملامتۍ نه يې هم خلاص كاندي.

عقل په دې پوهېږي، چې انسان د خپلو غرايزو او احساساتو تابع دى او منطق هر كله د خپلو اغراضو دپاره استعمالوي.

د انسان له منطقي تعريف څخه هم دا معلومېږي، چې دى اول حيوان او بيا عاقل دى، يعنې د ده نطق او عقل د حيوانيت تابع دى او حيواني غرايز پكې د اوليت حق لري.

دا يو منلى حقيقت دى، چې عقل زمونږ تابع دى، مونږ د عقل تابع نه يو.

عقل زمونږ دپاره پيدا شوى دى مونږ د عقل د پاره نه يو پيدا.

كه مونږ په عقل باندې د ليونو او ماشومانو كار كوو، كوي يې او زمونږ له امر نه غاړه نه غړوي.

كه زه او ته دوستان يو زما او ستا عقل هم دوستي كوي.

كه مونږ غليمان شو زمونږ عقلونه يو له بل سره دښمني كوي او په جګړه اخته كېږي.

ښه عقل هماغه دى، چې د مينې او محبت په غېږ كې وده وكړي او د ښو عواطفو او احساساتو په لمن كې وروزل شي.

عقل د اخلاقوتابع دى، كه اخلاق ښه و عقل ښه كېږي كه اخلاق بد و عقل په بده لار روانېږي او بده لاره ښيي.    

  Aqal, By Late Gulpacha Ulfat, Source: Stori Magazin 11the Issue 

- بېرته شاته