(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غني خان د شاعرۍ درې پړاوونه

 پوهيالی سيداصغرهاشمي

غني خان هر اړخېز شخصیت دی، دی شاعر، نثرلیکوونکی، مجسمه جوړونکی او مصور، دې په انځورګری کې پیاوړی استعداد درلود، نړیوال  ادبي لیکوال ټاګور دده  رسمونه او تصویرونه خوښول، دې یوازې د خلکود مخ څېرې جوړولې،دهغه دوینا مطابق د انسان مخ د انسان د وجود د ټولونه ښکلې حصه ده، د انسان مخ، د انسان د هرې جذبې ترجماني کوي، د ټولونه ګران کارد انسان مخ څېره او په هغه کې د خیالاتو عکاسي کول دي، هغه وایي: د ونو، بوټو، غرونو او نورو شیانو رسمول او تصویر جوړول اسان دی، خودانسان په څېره کې د هغه جذبات، احساسات او تخیلات ښکاره کول د هر فنکارکار نه دی،غني دخپلې انځورګری پواسطه کاڼو ته ژبه او خوله ورکړې ده، غني خان په انځورګری سربېره په شعر او نثر کې هم لوی لاس درلود، د دې ژوند د نورو شاعرانو اولیکوالانوپه څېرد تحولاتو، کړاوونواو ستونزو ښکاره مثالونه لري، دی کلاسیک شاعر دی، پښتو ادبیاتو تاریخ که چېرې په لرغونې (لومړۍ)دورې کې شیخ اسعدسورې، ښکارندوی غوري، شیخ متي او داسې نور، په دویمې دورې کې خوشحال خان خټک، رحمان بابا عبدالحمیدمومند او داسې نور کلاسیک لیکوالان او شاعران لري، نوپه دریمې دورې کې غني خان او نورد ګوتوپه شمېرکلاسیک لیکوالان او شاعران لرو.

دی د جداسبک څښتن دی، ددې ټولې خبرې څرګنده اوښکاره دي، دی هغه څه وایي، چې نوریې د ویلوتوان اوجرئت نه لري، د خپل زړه خبرې پخپل اندازکې کوي، دې د هیڅ یوشاعرد سبک پیروي نه ده کړې ، او ددې د سبک پیروي هم د نوروشاعرانولپاره ستونزمن کاردی .

ډاکټرراجولي شاه خټک وایي: د پښتو په تاریخ کې دوه شخصیتونه صرف یوځل پيداکېږي، په دې کې یوخوشحال خان خټک دی، چې بل داسې عالم اوشاعربه پيدا نه شي اوبل ماته غني داسې شخصیت ښکاري.

غني خان داسې یوشخصیت اوشاعردی، چې ددې پېژندل وخت ته ضرورت لري، مونږ پښتنوسترخوشحال خان خټک څه د پاسه څلور سوه کلونوکې ونه پېژنده، نوغني خان به څنګه داسې ژر وپېژنو ددې د فکر مقام ډېرلوړدی .

غني خان په(۱۹۱۶م)کال پیدا، د څوارلسوکالوپه عمر(۱۹۲۹م)کال کې یې لومړنی شعر وویلې او د(۱۹۹۶م)کال پورې یې شاعري کړې ده .

ددې دغه شپیته کلنه شاعري  درې پړاوونه لري، چې وروسته پرې غږیږم، د غني خان لومړنی شعردادی:

دتهمت نه په جهان کې څوک خلاص نه شي
چـــــې اسمــــــان وي کــــله کـــــله وي وریـځې
چې کم اصل وي په هیـڅ هـــــم نــــه خپـــــلیږي

چـــــــا غـــړلی دی د شــــــــنو شـــګو نه مــــــزی

د قــــــــــالیــــن بـــرابــــــري بــــــــه کــــــله وکــــــا

کــــه هـــزار رنـګه شي رنګ بـــوڼ او بـــــروزی

که د وچـــو پــه ډېــــــرۍ کې ته یــو لونــــدیې

ګمـــــان مــــــــه کــوه چــې ته به او نـــه ســـوځې

د مــــــــردانو کار د پلک ځواب د ســـــوک دی

هـــــــسې نــه چـــې کـــــړې ژړا لــکــــه د ښــــځې

چــــــــې وخت راشي ښــه زړه تش کړه غني خان

څــــــو د قهــــره پــه لــــړمون کې پټ پټ سوځې

غني خان د خوشحال خان خټک نه متاثره ښکاره کېده، اویوه مرثیه او یوه ستاینه یې دخان باباپه اړه ویلې ده.(۳)

خوشحال خان خټک د شلوکالوپه عمرپه(۱۰۴۲هـق)کال لومړنی شعر وویلې او(۱۰۹۹هـ ق)کال پورې یې شاعري کړې ده.

د دې د ټول عمرشاعري هم درې پړاوونه لري:

لومړی پړاو:خوشحال خان خټک په(۱۰۴۲ـ ۱۰۷۴هـق)کال پورې دمغلو طرفدار و،اود ژوندپیښې یې په اشعاروکې ښکاره دي، ددې دورشاعري یې هنریت اوشعریت لري، خوله  دې پړاو وروسته دوه پړاوونه یې په هنري لحاظ له لومړی پړاو ښه شاعري ده.

دويم پړاو:د(۱۰۷۴–۱۰۷۹هـق)کال پورې بندي و،ددې د بنددوره څلور کاله اونهه میاشتې کېږي، باباد ژوندپه ټولومرحلو کې د سختیوسره لاس اوګریوان و، خود بندد مودې اشعار یې د هنریت له پلوه غني دي، دې د خپلوقصایدو ډېره برخه په بندکې ویلې ده، فراقنامه، ترکیب بندذوالقا فیتین او نور اشعاریې هم په بندکې ویلي دي اود اشعارود حبسیاتوبرخه یې د زندان تاثیرات لري .

درېيم پړاو:د(۱۰۷۹-۱۱۰۰هـق)کال پورې شاعري رزمي خوا درنه ده اوپه خپلواشعاروکې خپلو اولادونواو پښتنونه د اتفاق غوښتنه کوي، ددې دور شاعري یې هم له منځني دورپه شان هنري شاعري ده .

د خوشحال خان خټک نه وروسته د رحمان باباد ژوندشاعري هم درې پړاوونه لري چې په لاندې ډول دي :

لومړی پړاو:د پټې خزانې دمعتبرسندله مخې رحمان باباپه(۱۰۴۲هـ ق)کال پیدا دی او که چېرې په اووه کلنۍکې یې زده کړه پیل کړې وي او دولس، دیارلس کاله یې دخپل استاد نه  دیني زده کړه کړې وي، نوترشل کلنۍ پورې ددې پړاوشاعري یې ده، دغه دورشاعري یې دیني، اخلاقي، شرعي او ملایي شاعري ده او وعظيه وینايې کړې ده، لکه:

ښـــــــــــــه ده ښــــــــــه ده دادنـــــــیا
چــــې تـــــوښـــــــــه ده دعقـــبـــــا
ددنـــــیاپــــه بــــازارکېــــــــــــږي
دهغــــــــــــه جهــــــــان ســــــــــــودا
سخي هر یودخدای دوست دی
ولــــــــوکـــــــان فـــــــــــاســــــــــــقا

دويم پړاو:د ملایي علم د باباسترګې رڼې کړې، ذاتي هستیود پیدایښت په فکر کې شو، مجازې مینه یې په شاعرۍکې ښکاره شوه، چې د حقیقي مینې بام ته پرې وخته، په دې پړاوکې ددې عمر د (۲۵ـ۳۰)کالو و، لاندې شعر ددې پړاو نمایندګي کوي،لکه:

که مین يې پخپل یاربانــــدې رښتیا
اواره کــــړه اول دیــــــن، پـــسې دنیــــا
دجنت ترمودو تېر شه که یارغواړې
خدای دې نقد د چا نه کانـــدي نــــسیا

درېيم پړاو:ددغې دور شاعري یې د فکر ژوروالی لري، تصوف اوعرفان ته داخل شو، دنیا یې د زړه اوسرپه سترګومطالعه کړه، د خلکوستونزې یې حس کړې، په دې دوره کې باباملنګ شو، قلندرشو او درویشي یې اختیاره کړه،لکه: (۶)

پـــه بـــــزرګۍدهغه پاک پروردګار
مــــوقــــوف مـــه شه په سړي دسړي کار
په سـړي چې دسړي غرض موقوف شي
نــــور بـــې ابـــه بــې حرمته شي روزګار

د غني خان ژوند هم د خوشحال اورحمان باباپه ډول درې پړاوونه لري او هر دور یې جداجداخوندلري:

لومړی پړاو: د غني خان د لومړي پړاوشاعري د(۱۹۲۹م)کال نه پیل کېږي ، ترڅوچې سیاست کې برخه اخلي، ددې دور شاعري یې رومان ، ثباب او مستي، ثواب اوخمار، عشق اومحبت، کیف اوسرورباندې اوډل شوې ده، ددې دورشاعري یې هنریت اوشعریت لري،لکه:

حــــــسن حسن لټومه
که په غـــر وي کـــــــــه پــــــه سمـــــه
زه پــــــــه میــــــنه مینه پایم
بې دمینې مــــرمه مـــــرمــــــه
بـــــــې وفاکــــــه دجـــــانـــــان یــــــم
بــې وفانه یــم دمینې
چېــرته رنګ ځان له لټومه
چې پرې سترګې کړم رنګینې
چــــــې یـــــوخـــم دمیوتش شي
تش ټیکری شي بې روحه
بلـــــې ډکـــــــې میــــــخانې لـــــــه
میــــــنه یـوسمه مجروحه
تــــــــــش کــــــړی څټـــــــلی نــــه شم
چــې خوندنه وي دکبابو
زه میــــــن پــــــه پیـــــاله نـــــه یـــــم
زه مـــــــین یــــم په شرابو
پتنګ نه څټي مومـــــــونه
چــــــې د شمــــــــعې رڼــــــانـــــه وي
تـــــورانۍنــــــه وي ســـــــندرې
چــــــې مســــتې دسبا نه وي
بـــــې وفــــــاکـــــه د یـــــو یار یـــم
وفــــــادار د میـــــــنې یمـــــــه
حــــــــسن حســـــن لټـــــوم
که په غـــر وي کـــــــــه پــــــه سمــه

دوېيم پړاو:دغني خان دویم پړاو شاعري د سیاست وخت دی اوپه سیاست کې یې عملي برخه درلوده، ددې دور شاعري قومي مسایل، قومي جوش اوجذبې نه ډک شهکار اشعار، ترانې او د وطن د مینې نه ډک اشعار دي،لکه:

ا ی زمـــــاوطـــــــنه دلالــــــــونـــــــــوخـــــزانــــــې زمـــــا
ستــــاهــــره دره کــــې دي دتــــورې نـــــښانـــــې زمـــــا
ستا سرچې وي ټیټ نوزه به شان اوشوکت څه کړمه
تــــــه چـــې خوار وزار یې زه به مال اودولت څه کړمه
ته چـــې وران ویــجاړیې زه به  مال اودولت څه کړمه
مستــــه بــــه دې خــــاوره کــــړم پــــه وینه مستانه زما
ا ی زمـــــاوطــــــنه دلالــــــــونـــــــــوخـــــزانــــــې زمـــــا
سترګې مې قربان شه سـتادپـاره دســــوچـــونــــونه
زارشمه قربان شم ستـادخـاورودکـــــورونــــونـــــه
ستازړه کې پرتې دي ټـولــــې تـــــلې زمانــــــې زمــــا
ا ی زمـــــاوطــــــــنه دلالـــــــونـــــــوخــــزانــــــې زمـــا
یـــــابــــــه دې زه ســـــیال کـــــړمه وطـــــنه دجــــــهان
یابـــه ستاپه پښوکې تورې خــاورې کړمــــه ځــــان
ځــان به دړې وړې کــــړم خــــوتــــابــــه کـــــړم ودان
نــــریـــــمه پــــــښتون یـــــم تــــاتـــه یـــادې افسانې زما
ا ی زمـــــاوطـــــــنه دلالــــــــونـــــــــوخـــــزانــــــې زمـــــا

درېيم پړاو:ددې دور شاعري یې عشق او محبت، فلسفې اوحقیقت نه ډک اشعار دي، ددې دورشاعري یې د هستیود ‌ذاتي پېژندنې په غرض انسان ته  ښوونه او د شیانود حقایقواود هغود وجود د علتوڅخه بحث کوي اود فکراوهستیود اړیکوڅخه هم غږېږي، چې د هغود پېژندنې له اغېزې د انسان لاره د عالي هدف لپاره څرګندوي . (۷)

ډېرځکه داسې پېښیږي، چې کله انسان له ورځنیوچارو وزګار یا په یوه ګوښه کې یوازې شي اوخپل ځان اوچاپیریال ته وګوري، اسمان، ځمکې، سپوږمۍ، ستوري، غرونو،سیندونواوبېلابېلوځناورو ته ځېر شي اوډول ډول پوښتنې ورته پیدا شي، لکه:

زه څوک یم؟چېرته یم؟دکوم ځای څخه راغلی یم؟جنت اودوزخ ولې پیدا شوی؟ژونداومرګ ولې پیداشوی؟اوداسې نورو پوښتنوکولوته فلسفه وايي، فلسفان د(ولې؟)ځواب پسې لالهانده اوسرګردانه دی .د غني خان د دریم پړاو شاعري  فلسفي شاعري ده، چې د(ولې؟)ځواب لټوي، د فارسي ژبې نړیوال ادبي لیکوال عمرخیام، چې فلسفي شاعردی، دی هم د (چرا؟)ځواب پسې ګرځي، د غني خان په دیوان کې داسې ډېر اشعار شته، چې د نمونې په ډول لاندې یوشعروړاندې کوم:

څه دپاره؟

چـــادځـــــانه جـــهان جــــــوړکــــــــــــړودعــــــالـــــمو
ډک د لــــــــــــوړود ژورو ورانـــــــــــــــوســــــــــــــــــمو
زرغـــــــون شـــــــوی پــــــه امیدژونـــــــــدی په طمعو
شو پيـــــدا دکــــــومـــــــې مـــوره دکــــــوم پـــــــلاره
مــــــوږبـــــربـــــنډله کومـــــــې راشـــــوپه تش لاس
ولـــــــــې واغــــــــوندو د ننـــــــګ شـــــــرم لبــــــاس ؟
ولـې جــوړکړو دیـــــــن ایـــــــــمان  ویـــــره وسواس؟
په تـــش لاس کوم خواته ځوچې ژوندشي خلاص
پــه کــــــوم ملــــــک پـه کوم وطـــــن په کـــــــومه لار
دا ویـــرونه دا غــــــــــــوغـــــــــادا شــــوردڅه دی؟
دا چـــــې زه ورتــــــه وایـــــم کــــوردا کورد څه دی
اوه، دا سوځي چې عــــــالــــــم دا اور د څـــــه دی؟
زندګي څـــــه ده، مرګ څـــــه دی کــــورد څـه دی؟
چــــــاپســــــې، څــــــــه پســـــــې ، څـــــه بـــې قراره
عزت څه دی، طاقت څومره، دولـــت څـــــه دی؟
ولې ماته چې وي ښـــــه بـــــل تــــــه ښــــه نه وي؟
څوک وي څوک چې جهان نه وي عــالم نــه وي؟
کوم خواتښــتي مړه رڼــــــــاګلونــــه سوي؟
یـــــــووړوکی ســـــر اودا قــــــصې بـــــې شــــماره
څــــــه د پــــــاره، څــــــه دپــــــاره، څـــــه دپــــــاره؟

   د غني خان ددرېیم پړاوشاعري داسې ډېرې نمونې لري، چې د موضوع د اوږدوالي لپاره په همدې شعربسنه کوم.

په پورته شعرکې د غني خان فلسفیانه نظراوډېرې نوې موضوعګانې څېړلي دي، رښتینولي، د وجود بنیادي اصول، د یووالي روح، کایناتوضرورت، د انسان حیثیت اود مرګ او ژوندد معناپه توګه کوي.

ددې د کلیاتو ډېره برخه داسې اشعار لري، فلسفیان، ساینسپوهان، لیکوالان، شاعران اونور ټول ژورفکرلري، خوپه دوی کې شاعرغالبا د ټولونه حساس دی .

یو پښتون عالم ویلي دي، غني خان د فکر او ادب  یوداسې ښوونځی دی، چې قوم به یې سل کاله وروسته وپېژني، دا د غني خان بدمرغي ده، چې هغه په داسې وخت کې زېږېدلی دی، چې زموږ د قوم ډېره برخه د هغه د پېژندلوتوان نه لري، خود غني خان نه زیات دا د قوم بدمرغي ده.

دی د سبا شاعراوفلیسوف دی، چې څومره وخت تېرېږي اونن په سبا او سبا په بل سبا بدلیږي، دده په شاعرۍ او مفکورې کې نوې موندنې لاس ته راځي،غني خان وایي:

دا ژونــــدون دی دوه ورځـې
خلاص به شـي اوتېربـه شي
دا غنــــي بـــــه خـــــاورې شي
ورک بــــه شي اوهیربه شي

غني خان تلپاتې، مفکراوفیلسوف شاعردی، چې ژوندۍ شاعري یې کړې ده، ژوندی  و، ژوندی دی اوژوندی به وي.

 Source:http://www.taand.com/archives/23570 

- بېرته شاته