(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ددوه کرغیرونو تړونونو لاسلیک کول

ډاکټر لطیف یاد 

 03.05.2014: په نولسمې زیږدیزې پیړۍ کې د افغانستان او انګریزانو تر مینځ دوه دشرمه ډک او کرغیړن تړونونه لاسلیک شوی دي چې یو یې د  (ګندمک) تړون دی چې دامیر محمد یعقوب خان او انګریزانو تر مینځ او بل یې د(ډیورنډ)تړون دی چې دانګریزانو اوامیر عبدالرحمن خان تر مینځ لاسلیک شوې دي . ددغو دواړوکرغیړنو تړونو په پایله کې افغانستان دخپلې خاورې ډیرې برخې له لاسه ورکړې.زه دلته په دغې لیکنې کې دغه دوه تړونونه په لنډه توګه ګرانو لوستونکو ته ورپیژنمه، ځکه کله کله مې په لیکنو کې تر سترګو کیږي چې ځینې خلک ددواړو تړونونو تر مینځ تو پیر نه شي کولاي او یو یې بولي،حال داچې داتړونونه دانګریزانو سره په بیلا بیلو وختونو کې او دبیلابیلو واکمنانو په وخت کې لاسلیک شوي دی .
۱- دګندمک تړون :
دغه کرغیړن تړون دافغانستان دواکمن امیر شیرعلی خان دزوی امیر محمد یعقوب خان او انګریزانو تر مینځ د۱۸۷۹ زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۲۶ نیټه په ګندمک کې لاسلیک شو. په دغه وخت کې انګریزان ددریو لارونه افغانستان ته راننوتلي ول.
۱- دخیبر ددرې له لارې دجنرال براون په مشرۍ د (۵۰۰۰) زرو پوځونو سره .
۲-دکورمې له لارې خوست ته دجنرال رابرټس په مشرۍ د(۳۲۰۰) تنوپوځونو سره.
۳-دکوئیټې او کوږک له لارې کندهار ته دسټوارټ په مشرۍ (۱۲۰۰۰ ) پوځونو سره .
امیر محمد یعقوب خان چې دخپل پلار له زندانه تازه راخوشې شوی و او اته کلن زندان یې ګاللی ودانګریزانو تر فشار لاندې راغی او دانګریزانو شرایط یې ومنل او په ګندمک کې یې چې دننګرهار دحصارک ولسوالۍ ته نږدې دکابل او جلال اباد تر مینځ پرته سیمه ده دافغانستان په چاروکې دانګریزانو داستازي سر لوئیس کیوناری سره یې دګندمک تړون لاسلیک کړاو په دغه ځای کې دتړون دلاس لیک کیدو په وجه ورته دګندمک تړون وایې.
دګندمک تړون متن : 
دغه تړون دافغانستان دامیر محمد یعقوب خان ا و دافغانستان په چارو کې دانګریزانو داستازي سر لوئیس کیوناری له خوا په لسو مادو کې په لاندې ډول لاسلیک شوی دی:
١- ددې تړون دلاسليک دورځې نه به ددواړو هيوادونو ترمنځ تلپاتې سوله او دوستې ټینګيږي.
٢- ددې تړون دلاسلیک وروسته به دافغانستان امير دخپلو وګړو هغه ډله چي دجګړې په وخت کې دانګريز له دولت سره یې اړیکې او دلیکونو راکړه ورکړه درلوده د رسمي فرمان له مخې بخښل کیږي.
٣- دافغانستان امير مجبوردى چي وروسته له دې به له نوروهيوادونو سره خپلې چارې دانګلستان سره د خبرو اترو پر بنسټ او دهغوی په غو ښتنه ترسره کوي ، د افغانستان امير حق نه لري له نورو هيوادونو سره مخامخ اړیکې ټینګ کړي او دانګريزانو دولت له سلا او مشورې پرته له کوم بل هيواد سره دجګړې اعلان وکړي، ددې شرط په وړاندې دبريتانيې دولت حاضر دى ،نوموړى امير دپرديو دتيريو په وړاندې دپیسو، وسلو اوسرتیروپه وسيله او په هر ډول چي دبريتانيا دولت وغواړي ننګه وکړي او هر وخت چي مناسبه وګڼي مرسته ورسره وکړي،که دبريتانيې سرتیري دکوم اړتیا په وخت کې دامنيت دټینګښت اودبهرني دفاع په موخه دافغانستان خاورې ته ورننوزي، دسولې او امنيت له ټینګښت وروسته به سملاسي خپل هيواد ته بیرته ستنیږي .
٤- ددې لپاره چي ددواړو هيوادونو تر مینځ اړیکي لا ټینګ شي او دافغانستان سرحدونه او پولې دپرديو له تيريو نه خوندي پاتې شی شي دانګريزدولت لازمه ګڼي،چي دخپل هیواد دايمي استازی افغانستان ته واستوي ، دغه استازی به دخپلي رتبې سره سم يو ډلګی سرتیري هم له ځانه سره ولري او هم دبريتانيې هيواد حق لري چي داړتیا په وخت کې خپل ځانګړي استازي له ځانګړو هیئتونو سره افغاني پولو ته واستوي،ددې په وړاندې دافغانستان امير حق لري خپل استازی دهند دويسراى دربار يانورو هندي چارواکو ته واستوي.
٥- دافغانستان امير دانګريزانو داستازو د ساتنې لپاره او له دې کبله چي دهغو سره ښه چلند وشي، ځان مسؤل بولي او دبريتانيې دولت سره ژمنه کوي چي هيڅ وخت به دافغانستان په کورنیو چاروکې لاسوهنه ونه کړي او دهغو داستازو درناوی به ساتې .
٦- دافغانستان امير له خپلي خوا او نورو سردارانو له خوا ژمنه کوي چي له انګريزي استازواو نورو وګړو سره چي دسوداګرۍ لپاره افغانستان ته راځې ، ښه اوغوره چلند وکړي او دهغو په شخصي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
۷- -اميربه له انګلستان سره سوداګریزې اړیکې ټینګوی او دهيوادونو تر منځ به سړکونه پرانيزي ، ترڅو چي دواړه هيوادونه سره په آزاده توګه سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي او هم دواړه هيوادونه ژمنه کوي چې ،دغه لارې له خطرنه وژغوري.دغه سوداګریز تړون به ددواړو هيوادونو ترمنځ ديوه کال لپاره دترسره کیدو وړ وی او دهيوادونو ترمنځ به آزاد وي .
٨- له کورمې څخه تر کابله دتلګراف مزو دغزولو لګښتونه به دانګريز دولت پر غاړه وي او دهغه ساتنه په امير اړه لري. 
۹-ددې لپاره چې ددواړو هیوادونو ترمنځ دوستي رامینځ ته شي او انګریزي پوځونه په ډاډه زړه دافغانستان له خاورې ووځي ، نو دسیا لکوټ ولایت او دفوشنج سیمه دکوږک ترغره پورې ، دکورُمې سیمې دځا ځیو ترپولې پورې اوهفت چاه او لنډي کوتل دې انګلیسانو ته پرېښودل شي ، مګر ددریو سیمو (کورم ، پشین ، سیبۍ ) ورکول به په دایمي او قطعي ډول نه وي ، داسیمې به دهغو سیمو په نامه (امانت سپارل شوي دي ) ونوموو ، چې بیرته به بیا وسپارل شي او دیادو سیمو مالیه به داداري لګښتونو له ورکړې وروسته افغانستان ته ورکول کیږي ،خو ملاتړ او اداره یې یوازې په بریتانیې پورې اړه لري ، برسیره پردې دبرتانیې دولت دخیبر لیږد لارې درې انتظام چې دجلال اباد او پیښور ترمنځ پرته ده ددغو سیمو له آزادو قبایلو سره دوستانه اړیکي ولري .
١٠- ددې لپاره چي دافغانستان امير وکولاى شي چي خپل ځواک وساتي او هم پورتنى شرطونه په رښتیني توګه ترسره کړی ، دبريتانيې دولت ژمنه کوي چي هغه او دهغه ځاى ناستو ته به دهیواد داصلاح لپاره دکال شپږ لکه کلدارې ورکوي. 
اميريعقوب خان دګندمک له تړون نه وروسته : 
له تړون نه وروسته سرلوئيس کيوناري له امير يعقوب سره کابل ته راغى ، يعقوب خان يوازې تش په نوم واکمن و او ټولي چارې دسرلوئيس کيوناري په لاس کې وي. يعقوب خان چي کابل ته ورسید ، ايوب خان يي دهرات والي وټاکه او له هغه نه يي وغوښتل چي يوپلتن سرتیري ورته وروليږي،ايوب خان سرتیري وروليږل، سرتیرو ته په هرات کې ويل شوي وو چي تنخواه به په کابل کې درته درکړل شي ، سرتیري چي کله کابل ته ورسیدل له سرلښکر داود شاه خان نه يي غوښتنه وکړه ، څو تنخواه ورته ورکړي. داودشاه خان ورته وويل:"ستاسو غوښتنې حق دې ، خو اوس ټول اختيار له کيوناري سره دى ، هغه ته ورشى او معاش ترې وغواړى." سرتیرير چي کله دکيوناري کور ته چي دکابل په بالاحصار کې و ورسیدل، نو کيوناري ګومان وکړچي ملت پاڅون کړى او سرتیري غواړي پر ده بریدوکړي، نو هماغه و چې خپلو ساتندويانو ته يي امر وکړ چي په سرتیرو ډزې وکړي ، سرتیرو هم متقابلي ډزې پيل کړي ، يعقوب خان ډيره هڅه وکړه تر څو ډزې بندي شي،خوسرتیرو يي خبرو ته غوږ ونه نيو، په پايله کې دسرکيوناري په ګډون دسفارت ١٢٣ کسه ووژل شول. داخبره سمدستې دهند وايسراى لاردليتن او جنرال رابرتس ته ورسیده ، انګريزانو دجنرال رابرتس په مشرۍ يو يوځ دلوګر له لاري افغانستان ته وروليږه، يعقوب خان چي کله دانګريزي پوځد برید نه خبر شو ، ځان يي رابرټس ته ورساوه، خو هغه ورسره په ترېو تندي خبري وکړي او بندي يي کړ. يعقوب خان د ١٨٧٩ ددسمبر په دوهمه نیټه له کابل نه هند ته وليږدول شو او هماغلته دژوند تر پايه پوري استوګن وترڅو هلته مړشو او مزار یې دهند دپنجاب ایالت په سرهند کې دی او دحضرت مجددالف ثانی دمزار تر څنګ ښخ دی.
امیر محمد یعقوب خان ددغه تړون په پایله کې دکورمې سیمه ، دخیبر تاریخي دره،لنډی کوتل،سیبۍ ،پښین او کوږک سیمې له لاسه ورکړې او په دې توګه یې دافغانستان خاوره انګریزانو ته ورکړه .
تاسو په لاندیني انځور کې امیر محمد یعقوب خان وینئ چې په ګندمک کې دلوړ رتبه پو ځي افسرانو سره ناست دی .

- بېرته شاته