(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.5.14افغانستان : دويم پړاو ټولټاكنې

افغانستان د يوي نوي او ډېر ارزښت كه دور څخه تيريږي كه د افغانستان چارواكو زورځواكو او نورو افغانستان كښې دويم پړاو كښې لاس وهنه ونه كړه او افغانستان ملت يې و خپلې خوښې ته پريږودي او ټولي چاري د اساسي قانون په چوكاټ وسركيدو ته ايله كړي نو باور وكړي چې افغانستان او افغانان به د ټولو ناخوالو او مشكلاتو څخه د هميش دپاره راووځي نه به و طالبانو ته داجواز پاته وي چې دوي و خپلې رواني جګړي ته دوام وركړي په كومه د ولس كلنه جګړي د باندنيانو په پرتله افغان لارښودان د مخ سړي او عام افغانان زياته په كښې شهيدان شوي يا ژوبل شول او نور په لويه كچه مالي زيانونه يې واړول افغان ولس د ۵م اپريل په شوو ټولټاكنو كښې نه يواځي نړۍ والو ته دا وښووله هغه نورو ډلو ټپلو او ګاونډيانو ته چې دوي په هيڅ ډول تشدد او جګړي نه غواړي دوي ولسي واك غواړي او هيڅ باندني ته دا واك نه وركوي چې ددوي په كورنيو چارو كښې د لاس وهني اجازه نه وركوي ولې چې ددوي تاريخ ددې څرګندوي افغان ولس دا هم وښووله چې دوي خپل ولسمشر ولسي جرګه او ولايتي جرګي او استاځي پخپله ټاكي نه و باندنيو نه و كورنيو ته دا اجازه وركړي چې دوي د ټولټاكنو څرخ د ځان وخواته وګرځوي كه څه هم په شوو عام ټولټاكنو هر نوماند ملاتړو په لويه كچه درغلي وكړه خو يو هم بريالي نه شو خو يواځي و افغانانو ته بد نوم راوړي ددې سره سره د شوو ټولټاكنو په ټوله نړۍ كښې وشوه او د افغانانو ننګونه يې وكړي خو ددې پړه په ولس نه راځي بلكې په هغه چا راځي چاچې دهغه ناوړه كار وكړي ددې د څنګه د افغانستان ټول ځواكونه د ستايني وړدي چې دوي د زياته ګواښونو سره سره و رائي وركونكو ته امنيت د خپل سر په بيه او سرشندني وركړي او د افغانستان د ټولټاكني خپلواك اداره هم دامباركي حق لري چي دوي د ډېرو فشارونو او ګواښونو په منځ كښې تر ډېره هڅه وكړه چې د افغانانو د رايو درناوي وكړي خو دهغه درغلي او زور په دوني لويه كچه شوي وو چې دهغه سپناوي به ډېر ورته ګران او مشكل وو.
​لكه وړاندي چې وويل شول د افغانستان را روان د دويم پړاو ټولټاكنې چې ددوو زياته رائي وړونكو تر منځ به كيږي ډېر لوئي ارزښت لري افغانان به دا پريكړه يوواربيا كوي چې دوي خپل هيواد د ولسواكي په لور روانوي يا كه په هغه پخواني لاره ياني دا چې مصلحت ائتلافي حكومت د زورځواكو برلاسي په هيواد كښې اداري فساد چې افغانستان ميډال په كښې ګټلي دي او داسې نوري ډېري ناخوالي چې د څو كلو په اوږدو كښې وليدل شوي خو افغان نور دهغه ناخوالي او مشكلات نه غواړي چې دوي ورپه كښې كباب شول كه په لويه كچه په شوو ټولټاكنو كښې درغلې نه وي شوي نو به ولس د دويم وار دپاره د رائي وركولو ځايو ته نه اړكيدي هر چاچي لومړي بازي او لوبه وړي وي هغه به په يوه دوي ورځو كښې  اعلام شوي وي خو د ولس درايو سره زياتوب او خيانت وشو د ولس د پريكړي درناوي ونه شو هند ته لږ وګوري چې د يوې مياشتي څخه هم زيات وخت كيږي د دوي د ولسي جرګي يا لوك سبها ټولټاكني رواني وي خو په يوه ورځ به دهغه په كروړو رائي وشميرل شې او ددې ليك د لوستلو د مخه به تاسو ته څرګندي شې ولي چې د هند حكومت داسې چاري ورته نيولي دي د هند دهغه لوئي مملكت چې وګړي څوچنده تر افغانانو زيات دي دوي خپله ولسواكي ددې كبله پياوړي كړي ده چې دوي د لومړي ورځي څخه د ولسواكي بنسټونه او تاداو ډېر مغرن او ټينګ اچولي دي افغانانو ته هم دهغه موقعه په لاس ورغلي ده چې دوي د ډېرو ناخوالو وروسته په خپله هيواد كښې ولسواكي ټينګه كړي او د څو ورځو وروسته به دوي د خپلې خپلواكي بنسټ ايږدي اوس دا د افغانانو دنده ده چې دوي په خپل هيواد كښې د هندوارو پياوړي ولس واكي غواړي كه د ګاونډوارو....؟
​رښتيا هم چې افغانانو په شوو ټولټاكنو كښې د نورو غوښتنو د څنګه دا هم څرګنده كړه چې دوي خپل هيواد كښې داسې ولسواكي غواړي چې دوي واك او اختيار و باندي وي د هيواد ټولي چاري داثاسي قانون په چوكاټ تر سره كيږي هيڅ زورواكي نه وي چې هيواد مخ په وړاندي ولاړشې چې افغانان كولي شې چې خپل جوهر و نړۍ والو ته د ولسواكي ورښكاره كړي خو د بده مرغه د هري لوري څخه د دوي درايو سپكاوي وشو خو بيرته هم لوئي څښتن ودوي ته د دويم پړاو په بڼه كښې يوه بله موقعه وركړه چې د دوي دپاره يوه بله لويه آزموينه ده كه دوي په دهغه امتحان كښې بريالي شول نو به ددوي سباون ځلانده او روښانه وي كښې...؟ خبره يواځي هم دومره ده چې د افغانانو درايو درناوي وشې كه د دوي په رايو حامد بريالي كيږي يا كه محمود ددې سره ددوي اړه نه ده خو خبره دومره آسانه هم نه ده لكه څوك چې اټكل كوي خو كه افغانان څه غواړي په ځان يوشې او د درغلي مخ نوي وكړي نو بيا د دوي رائي خپل ځائي نيولي شې داسې هم د نړۍ ولسونو د ولسواكي دپاره ډېري سرشندني كړي دي او اوږده مبارزه يې كړي ده او بيايې خپل هيوادونو تر يوه ځايه رسولي دي.
​افغانان كولي شې چې د ۵م اپريل د شوو ټولټاكنو څخه ښه لاس ته راوړنه ولري په شوو ټولټاكنو كښې چې چيري چيري او څومره څومره درغلي شوي وي و هغو ته چمتو پاته شې او هيچا ته اجازه ورنه كړي چې څوك د يوې او بلې لاري درغلي وكړي او كه څوك بيا هم درغلي كوي د هغه ثبوتونه دي سره راټول كړي چې كله دهغه د دويم پړاو ټولټاكني تر سره شوي د تېروار وارودي و ټولټاكنو و اداري ته وړاندي كړي چې دايې يوه ساده او آسانه لاره ده چې په دي كښې ددوونوماندو استاځي دمدني ټولني استاځي خبريالان او د ولسواكي ملاتړي او رڼ انده ډېر لوئي كردار لري په تېروار چې كومي تيروتني شوي وي په هغه باندي دوي نظر وساتي او څوك راغبرګ نه كړي افغانان د تېر په شان او تر پخوا زيات شمير د رايو ځايو ته په ټاكلي ورځ ورشې.
​د افغانستان د ټولټاكنو په خپلواك كميشن باندي تر پخوا هم زياته مسئوليت ته مخامخ شوي دي چې دوي د تېروار څخه زياته زده كړي وكړي تېر وار په ډېرو مركزونو ته د رائي پاڼي نه وي رسيدلي يا لږوي چې ډېر خلګه د رائي وركولو څخه پاته شول په ډېرو ځايو كښې د سره څخه د رائي مركزونه نه شو پرانستل د ټولټاكنو د اداري كوم ماموران چې د درغليو په پيښو كښې ككړوو په كاردي چې هغه ټول د خپلو دندو څخه ګوښه شې په كومو ځايو كښې چې په تېروار زياته درغلي شوي وي و داسې ځايو ته ځانګړي چاري ونيول شې چې بيا دهغه ناوړه عمل راغبرګ نه شې د هر نوماندو استاځي ته بشپړه د خوندي كيدو چاري ونيول شې كوم زورځواك كه هغه دولتي ماموران وي هغو ته دي خبرداري وركول شې چې ددوي ګواښونه په خواپاكو ټولټاكنو كښې مخامخ لاس وهنه ده په كاردي چې د دولتي څوكي څخه داسې بيځايه كارونه ونه شې لكه څنګه چې اثاسي قانون لارښودنه كوي په تېروار كښې چې د خلګو د رايو په چپه ضدوقونه ډك شوي وو يا په لارې مات شوي وو يا بې دركه شوي وو بايد چې  داسې عمل غبرګ نه شې او د هر نوماند دپاره چې داسې عمل كيږي هغه ته د مخه خبرداري وركول شې چي دا به ددوي په رايوناوړه اغيزه وكړي په كاردي چې د ټولټاكنو د ختم كيدو وروسته هم په هغه مركزونو رائي د هر نوماند استاځو د خبريالانو او د څارونكو په مخ كښې وشميرل شې او و هر استاځي ته يوه يوه كاپي چې مسئول مامور لاس ليك كړي وي هم الته وركول شې چې داسې به د ډېرو درغليو مخ نوي وشې او دوي ته به چاري آساني كړي په دي اړه د رسنېو او د نورو څارونكو په ګډون د مدني ټولني لويه دنده او ذمه واري ددوي په وږو راځي چې دوي رښتنې لاس ته راوړني لاس دلاسه وخپلو هيوادوالو ته ورښائي كه څه هم دا د يوې ورځي خواري ده خو دهغه يو ورځ د افغان ملت دپاره ډېر لوئي ارزښت لري چې د دوي سباون ورسره تړلي دي.
​د تاريخ خرڅ مخ په وړاندي روان دي خو چې څوك دا څرخ په يوه نامه او بل شاته اړول غواړي هغه په د كار كښې نه شې بريالي كيدي نن چې ځموږ لغزني ځوانان په يوه او بل نامه د مرګ وكندو ته ورپوري وهل كيږي او يو ليونتوب خوردي ددې د مخ نوي تر ټولو ښه لار دا ده چې د ولس او د ولسواكي په زور د دهغه ليونتوب د پوټي څخه دهغه هيواد او ولس وځغورل شې او د دويم پړاو ټولټاكنې په داسې شان او ډول وشې چې بيا څوك نه ګوت څنډنه وكړي نه ګوت نيونه وكړي تر ټولو ښه خبره به داوي چې دواړه ډاكټر عبدالله عبدالله او ډاكټر اشرف غني وخپلو خپلو پلويانو ته دا لارښودنه وكړي چې يو ډول درغلي دي نه كوي داسې هم د ۵م اپريل تېرو ټولټاكنو ډېر څه څرګند كړو په كاردي چې ولس پريښودل شې چې دوي خپل نوي ولسمشر وټاكي ولكه هغه هر څوك وي دا چې د سمت ژبي يا بله خبره به راپورته شې دا دومره لويه پيښه نه ده ولس په ښه وبد پوه دي دا بېله خبره ده چې په هر چا كښې داسې څوك شتون لري په زياته بيا د ټولټاكنو په مهال داسې په هر ملك كښې په بېلو بېلو نومونو كيږي خو چې خواپاكي ټولټاكنې وشې د هر څه د منځ څخه ولاړشې وروستي خبره داده چې په را روانو د دويم پړاو په ټولټاكنو كښې د افغانستان په اړه ډېري پريكړي نغښتي دي بايد چې هغه په نظر كښې وساتل شې..

- بېرته شاته