(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.5.14د مرګ قاصد غواړي ولسمشر شي

 د روانو ټولټاکنو کاندید عبدالله عبدالله ته به د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال خلکو د مرګ استازی ویل. د نویمو کلونو د خونړۍ جګړې پر مهال هغه وخت ډیر مشهور شو چې کله کله به یې په ډاګیزه توګه اعلان کړه چې څومره مخالفین یې له تیغه تیر کړي دي. هغه مهال حکومت د عبدالله د پلویانو په لاس کې و او د وژلو شوو ډیره برخه پښتنو جوړوله.
دوه لسیزې وروسته عبدالله عبدالله د اوسنیو ټولټاکنو په بهیر کې مخکښ کاندید ګڼل کیږي، عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاینونو په بهیر کې خلکو ته ډاډ ورکوي چې په افعانستان کې د ملي وحدت او اتنیکی ستونزو له منځه وړلوو وړتیا لري. عبدالله عبدالله په دې باوري و چې په لومړي پړاو کې به ټولټاکنې وګټي، د اپریل په پنځمه د ټولټاکنو په لومړي پړاو کې عبدالله عبدالله تر نورو کاندیداانو مخکښ وښودل شو مګر هیڅ یو کاندید پنځوس جمع یو رایه تر لاسه نه کړه او پای کې دوه مخکښ کاندیدان، عبدالله عبدالله او د مالیې پخوانی وزیر اشرف غني احمدزی د ټولټاکنو دوهم پړاو ته ووتل. د مقالي د لیکوال په وینا، پخوانی تاجک جنګسالار په اصل کې د ترخو حقایقو سره په سیالۍ کېوتی دی، ځینې افغانان دا ویره لري چې کیدای شي دا ټولټاکني په پښتنو سیمو کې د بې ثباتۍ لامل شي او حتی کولای شي چې د طالبانو د ګومارلو یوه وسیله وګرځي.
ددې افغانانو په منځ کې یو هغه کس چې د نویمو کلونو په کړکېچ کې یې د عبدالله عبدالله رول اوس هم په یاد دی، د اقتصاد پروفیسور او د افغانستان د ملي بانک پخوانی رئیس عبدالقیوم عارف دی. عبدالقیوم عارف وایې چې عبدالله عبدالله به هغه مهال پیغام واستاوه چې ‌[ مونږ دومره ووژل، مونږ دومره ووژل او مونږ دومره ووژل] عارف وایې زه به هیڅکله په دې باور و  نلرم چې په عبدالله عبدالله کې دې کوم بنسټیز بدلون راغلی وي.
د تاریخ په اوږدو کې پښتانه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړه غاړو ته اوسیدلي او د افغانستان نږدې پنځوس سلنه نفوس جوړوي. په تیرو دوه نیم سوه کلونو کې ناپښتنو په افغانستان یوازې دوه ځله واکمني کړې ده (1929، 1990s). عدبدالله عبدالله اصل کې د تېر شوې نسل د میراث ګډوله ده ـــ پلار یې ویل کیږي چې کندهار پښتون دی او مور یې تاجکه ده مګر په سیاسي ډګر کې تر ډیره پورې د مور لور ته کوږ شوی او د شمال تر سیوري لاندې پاتې  شوی. د ټولټاکنو په لومړي پړاو کې عبدالله عبدالله پنځه څلویښت سلنه رایه تر لاسه کړې وه نوموړي په تاجک میشتو سیمو کې ډیره رایه لرله مګر د پښتون میشتو سیمو څخه یې هم یوه اندازه رایه تر لاسه کړې وه شننونکي وایې چې د پښتنو رایه د عبدالله عبدالله دمرستیال محمد خان له برکته د عبدالله وګرځېده، دوی همدراز زیاتوي چې دا هیښونکی بدلون په افغاني ټولنه کې د بدلون مانا لري او ښکاري  چې د کورنۍ جګړې سیوری د افغانانو له ذهنونو لیرې شوی دی.. ډاکټر غني دوهم کاندید و چې یو دیرش سلنه رایه یې تر لاسه کړې وه او دوهم ځای یې ونیو.
د ټولټاکنو په بهیر یو بل شی چې ډیر ښکاره و هغه په ټولټاکنو کې د ځوان پاړکي په خلاص  ذهن  ګډون و، د رایه ورکونو نږدې اویا سلنه ځوانانو جوړه کړې وه. د تیرو لسیزو د کورنیو جګړو د زمزمه کولو په ځای اوس ډیری پښتانه دا ارزو لري چې داسې کس واک ته ورسیږي چې د تروریزم او جنګسالارۍ ټغر له هیواده ټول کړي او په داسې مهال کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي چې نور نو د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې مخ په کمېدو دي. په کابل کې د موترو په تمځای کې ځینو لارویانو د وروستیو کاندیدانو د اتنیکي ریښو په اړه خبرې کولې دوی ویل که څوک د اتنیکي ریښو پر بنسټ انتخاباتي کمپاین کوي نو فکر نه کوي که د رایو په ور جذبولو کې ګټور ثابت شي.
ددوی له ډلې څخه د وردک ولایت اوسیدونکیي اته ویشت کلن عبدالوکیل وویل چې پښتنو په دې هیواد کې ډیره واکمني کړیده ــ مګر ددې هر څه سره، ما ته دا مهمه نه ده چې څوک یې وګټي، مسخد د تاوتریخوالي مخه ونیسئ. عبدالوکیل خپل موټر اشاره وکړه چې په مرمۍ سوری شوی و نوموړي داسې مهال چې اواز یې له ډیرې غصې لوړیده وویل[ زه هره میاشت له دې امله د موتر مخکې شیشه بدلوم چې کله د جګړې په سیمه کې راګېر شو نو د موتر شیشې مو ټولې دانه دانه شي]. ځینې پښتانه د عبدالله عبدالله د سیاسي مخینې له امله ناکراره دي، کابل میشتی تاریخپوه وحید مژده وایې چې تر اوسه د پښتنو او ناپښتنو تر منځ ستونزې لیدل کیږي چې کیدای شی ډیر زیان وزیږوي.
د کابل په پوهنتون کې د حقوقو استاد ودیر صافی وایې چې، اوس په افغانستان کې اتنیکي مسئلو اهمیت له لاسه ورکړی دی دهغه په وینا د هیواد مهم ښارونو لکه کابل او داسې نورو کې دهیواد مختلف اتنیکي ګروپونه ګډ ژوند کوي. هغه وایې: دولس کاله مخکې د کابل په پوهنتون کې زده کونکي ټولګیو ته د ټوپکو او چاقوانو سره راتلل او کله کله به د سیاسي نظریو په بنسټ  له  یو بل سره شخړه کوله . مګر اوس هغه وایې چې د زده کونکو د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو له برکته د زده کونکو د ذهن کچه لوړه شوې او وضعیت تر ډیره ښه شوی دی. ځوان تاجک، ځوان ازبک او ځوان پښتون اوس سره ملګري دي او پس له دې د اتنیکي کاردونو لوبول کومه ګټه نلري.
د اکسور موسسې له لورې په یوه تر سره شوې سروې کې په ډاګه شوې چې د رایه ورکولو په مهال اتنیکي مسئلې تر اوسه یو ستر فکتور بلل کیږي مګر په لسو کې اووه افغانان وایې چې په دوهم پړاو کې به له دوه کاندیدانو څخه یو د راتلونکی ولسمشر په څېر ومني.
عبدالله عبدالله په کابل کې د طلب پوهنځی لوستی دی او  د شوروي د یرغل وروسته پاکستان ته وخوځید او هلته د مجاهدینو سره یو ځای شو. نوموړی د اتیایمو کلونو پر مهال د احمدشا مسعود سره نږدې شو او د افغان مقاومت پر مهال د نوموړي پیاوړی همکار و. د شوروي د وتلو پس، عبدالله عبدالله د برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې د دفاع وزارت ویاند و همدا مهال په افغانستان کې کورنۍ جګړې زور واخیست ـــ د جګړې اور د کابل ډیره برخه په کنډوالو بدله کړه کورنۍ جګړې د طالبانو رژیم ته لارهواره کړه. په 1996 کې طالبانو کابل ونیو او عبدالله او ملګرو یې شمال ته مخه کړه او هلته د شمال ټلواله جوړه کړه. دهمدې ډلې یو شمېر جنګسالارانو په کابل کې داختطاف کلتور عام کړ او ډیری پښتانه یې د مرګ تر ستوني تېر کړل.عبدالقیوم عارف وایې پښتانه له همدې ویریږي که عبدالله عبدالله ولسمشر شي نو هماغه پخواني جنګسالاران به په نظام کې ګډ شي. د نوموړي په وینا، عبدالله عبدالله به ددې جوګه نه وي چې هماغه پخواني زورواکي مهار کړي چې له امله به یې د اختطاف او غلا چپې ټول هېواد په سر واخلي. 
د یوې مرکې په ترڅ کې عبدالله عبدالله د خپلې مخینې په اړه د خبرو کولو ډده وکړه او ویې ویل چې افغانان د مرګ استازي ته رایه نه ورکوي هغه ومنله که ټولټاکنې وګټي نو د حکومتدارۍ په برخه کې به د سترو ننګونو سره مخ وي. د مرکې په مهال هغه زیاته کړه چې د عبدالقیوم عارف خبرې په زهرو ککړې دي او د تېر مهال پیښې په مسخه شوې بڼه څرګندوي.
د یوې لسیزې جګړې وروسته پښتانه له دې امله مایوسه او غوسه دي چې امریکايي او افغان ځواکونو په بیرحمۍ سره ددوی سیمې او کلي په نښه کړي دي. عبدالله عبدالله په ډاګه کړه چې د امریکا سره یې اړیکې د کرزي د واکمنۍ پر مهال خرابه شوي او د جوړولو هڅه یې کوي. هغه، امریکا سره د ستراتیژیک تړون لاسلیکولو ته ژمنتیا وښوده مګر د طالبانو سره د خبرو اترو په اړه تر هغه تیار نه دی تر څو چې یې حکومت تاسیس او پیاوړی شوی نه وي.
دا دول څرګندونې په هغه لېرې پرتو سیمو کې چې طالبان پکې واک لري او امنیتي وضعیت پکې له وړاندې خراب دی نور هم وارخطا کوي،  د هلمند ولایت اوسیدونکی شاولي وایې چې طالبان به هیڅکله له  شمال ټلوالې سره ه په یو ټغر کښناستلو ته تیار نشي. د وردک ولایت یو قومي مشر ننګیالی وایې چې د عبدالله بری به ډیری پښتانه د طالبانو لیکو ته وهڅوي ــ طالبان د عبدالله عبدالله تېر مهال په پام کې ونیسي او حالات به نور پسې خراب شي.
د ارزګان ولایت یو قومي مشر حاجی امیر جان وایې چې عبدالله عبدالله اوس بدل شوی  هغه وایې چې هغوی تاجک ولسمشر ته تیار دي. مګر زیاته یې چې عبدالله به د پښتنو سره د کرزي په پرتله بل ډول چلند وکړي.
که عبدالله د کرزي په لاره تګ وکړي او پښتانه وځپي، نو ټول پښتانه به د هغه په ضد پاڅون وکړي او حتی د خپلې واکمنۍ مهال به بشپړ نه کړای شي.  
دا لیکنه واشنګټن پوسټ کې خپره شوې ده ، روهي ویبپاڼه یې ژباړه خپروي  )

- بېرته شاته