(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملی ترمنالوژی په وړاندې تربګني

د افغانستان په پخواني اساسي قانون کې پښتو د افغانستان دملي او رسمي ژبه په توګه اودرې د افغانستان د رسمي ژبه په توګه منلي شوې وې . د افغانستان له پخواني اساسي قانون سره سم پښتو ژبې ملي امتیازترلاسه کړی وو چې د هغه امتیاز پراساس باید د افغانستان د دولتي ادارو لوحې یا سرلیکونه ، د افغانستان دملي اردو پوځي رتبې ، د پولس د اکادیمۍ د افسرانو رتبې ، د افغانستان د پوهنتون د استادانوعلمي رتبې،ملي سرود، د ښوونیز او روزنیزو ټولنو سرلیکونه ، د څارندوۍ او پالندوۍ ټولنې نوم او رتبې ، د سره میاشت ټولنه ، د دولت د مدافع وکیل اداري سیستم یا څارنوال ، ستره محمکه ، د ولس د استازو د جرګو نوم (ولسي جرګه او مشرانو جرګه)نومونه به پښتو وي. په همدغه دوران کې ګڼ شمیرنورپښتواصطلاحات منځته راغلل اوپه پښتو او دري ژبوکې یوشان،بې له دې چې وژباړل شي استعمالیدلې. د پښتو ژبې د دغو امتیازاتو په وړاندې د دري ژبې لوی امتیاز دا ؤ چې دري د افغانستان د رسمي ژبې په توګه د افغانستان د ټولو دولتي اداراتو د مکاتبې او معاملې دفتری ژبه وې او تر ننه پورې د افغانستان د دولتي اداراتو رسمي ژبه دري ده. پښتو ژبه سربیره پر دې چې رسمي ژبه وه او ده ، خو پښتو ژبه د عمل په ډګر کې د افغانستان په رسمي دوایرو کې ترننه پورې عملاً نه کارول کیږي خو پښتنوله زغمه کار واخست یا په بله ژبه د خپلې ژبې په وړاندې یې د بې همتۍ اوبې غورۍ څخه کارواخست ، او اوس که پښتو ژبې ته څوک پام وکړي د متعصب او فاشسست به نامه پژندل کیږی. د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې پښتو، دري رسمی ژبې او ازبکی بلوچې...د سیمه ییزو رسمي ژبو په توګه منلي شوې دي. د افغانستان د اساسي قانون پراساس پښتو نور د افغانستان یوازینۍ ملي ژبه نه ده. پښتو ژبه د پښتنو د سترګو په وړاندې د ملي توب امتیازوبایله مګر دري ژبه تراوسه پورې دغه امتیازلري اود افغانستان د دولتی چارو یوازینۍ دفتری رسمي ژبه ده.که څه هم پښتو د افغانستان رسمی ژبه خو د فتری ژبه نه ده ولې؟ د اساسی قانون په لویه جرګه کې د افغانستان پښتنوپه ډیرمتانت اوزړورتیا د زغم او تحمل څخه کار واخیست اود رهزو د جام داغوړپ یې وڅښه چې پښتودې نورد افغانستان ملي ژبه نه وي ځکه چې د افغانستان پښتانه له هرلوري ،هم په داخل کې اوهم د بهرنیانوله لوري ځپل کیږی. د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې په څرکند ډول بیان شوي چې ملي ترمینالوژي باید په خپل اوسني شکل وي اوڅوک یې داړولوهڅه ونه کړي خو نن یوشمیر دري ژبې تړون ماتوي او په څرګند ډول پښتنو ته چلنج ورکوي او اساسي قانون ترپښو لاندې کوي او ادعا کوي چې دري یا فارسي قدامت لري، دې کې شک نشته چې فارسی ژبه له دفتري نظره قدامت لري خوافعان دولت د افغانستان د اساسي قانون په وړاندې ژمنتیا لري چې ملي ترمینالوژي وساتي. دا افراطیان چې اساسي قانون نه مني او ملي تړون په ډاګه ماتوي د پردې ترشا یوشمیرکورنۍ او بهرني لاس وهنې اوتحریکات شته یعنې هغوی تحلیلوی چې نن پښتانه د دیورند په دواړو غاړو کې د تروریزم ترنامه په نړیواله سطحه ځپل کیږي او نوردا توان نه لري چې له خپلو کلتوري شتمنیو څخه د فاع وکړی. له بلې خواعربي افراطیونو په ډیره ناځوان مردانه توګه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره د اسلام ترنامه لاندې د پښتنوسیمې د امریکا په وړاندې د جګړومیدان ګرځولي دي او د پښتنو وینې په هرلورتویږي. له بده مرغه عوام پښتانه دومره ذهني توانایي نه لري چې د دې کرغیړنې جګړې په ماهیت باندې پوه شي چې دا زموږ جګړه نه ده او دا دعربو او امریکا جګړه د پښتنو په خاوره کې ده. په افغانستان کې پښتنوهیڅکله هڅه نه ده کړې چې دري ژبې د افغانستان له سیاسی یا کلتوري ډګر څخه وباسي مګرپه 1992 میلادي کال کې د جبل السراج او مزارشریف په تړونوکې د نظارشورا ، وحدت ګوند ، د دوستم ملی جنبش، ستمیانو، یوشمیرپرچمیانو اود ایران استخباراتو په ډاګه هڅه وکړه چې په افغانستان کې پښتانه له سیاسي واک څخه بې برخه کړي خو دا کارپه افغانستان کې ناشونی کار دی. د افغان مجاهدینوله بری سره سم د وحدت ګوند مشرعبدالعلی مزاری په کابل کې اعلان وکړچې موږ دپښتنودوه سوه پنځوس کلن حکومت ته ماته ورکړه په داسې حال کې چې دنجیب حکومت نسکوریدل د افغان مجاهدینو د بري ورځ کڼل کیږي. د ملي ترمینالوژۍ يا د پښتوترمینالوژۍ مسئله په اساسي قانون کې درج شوې مسله ده او دهغې د ختمولولاره په دښمنیواوتربګنیو او مظاهرو کې نه حل کیږي اونه دري ژبه په دغه پښتو اصطلاحاتو ضعیفیګیږی. د حل لاره دا ده چې دا مسله یوې ریښتینې ولسي جرګې ته په مناسب وخت وړاندې شي ځکه چې دا مسله منل شوې ده او اساسی قانون په لویه جرګه کې ملی ترمنالوژي منلې ده چې باید په پښتو او دري ژبو کې یو شان استعماله شي. تر څو چې یو ځل بیا دا مسله ولسی جرګې ته وړاندې کیږی ښه به دا وي چې په خپل حال پاته شي. زما د اټکل په اساس دا ناشونې ده چې په ولسي جرګه کې پښتانه په افغانستان کې له خپلې پښتو ملي ترمنالوژۍ څخه تیرشي.د اطلاعاتواو کلتور وزیر یوازې اساسي قانون عملي کړی دی خو ستونزه دا ده چې یو شمیر دري ژبې دا ملي ترمنالوژي اوس زعملی نشي او د هغه په وړاندې کرکه او تربګنی ښیی او په افغانستان کې پښتانه ته مخامخ چنج ورکوي چې دا معقوله پایلې نه لري او په افغانستان کې د ملت جوړونې بهیر د خنډ سره مخامخ کوي. de mili terminalgy pa wrandi trapgani By: Dr. Abdul Hai Niazi from Atlanta USA - بېرته شاته