(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

4.6.14 دګوانتانامو بندیانو تبادله

  لیکوال او شنونکی: نظرمحمد مطئن
04.6.2014: يوناڅه په هیواد کې دننه او بهر د شپې له خوا خلکو واوريدل چې په ګوانتانامو کې د طالبانو اوه لوړپوړي طالب بنديان دهغه امريکايې عسکر (بوبريګډال) د خوشي کیدو په تباده کې خوشي شول چې طالبانو نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې د پکتيکا ولایت کې ژوندی نيولي و.

د بنديانو د تبادلي خبرې له ډیره وخته کيدلي، او هر ځل به تمه وه چې خبرې نږې کاميابې ته رسیدلي دي، ولي يو ناڅاپه به پروسه په ټپه ودريدله.
نږدې مياشت مخکې په پاکستان کې د قطر دفتر د مشر سيدمحمد طيب آغا دوه وروڼه د پاکستان د امنيتې کسانو له خوا په خپلو کورونو کې ونيول شول.
ځينې موثقې سرچېني وايې چې پاکستان دغه کار په طیب آغا او په مجموع کې د قطر دفتر باندي د فشار له کبله وکړ، د پاکستان چارواکې پوهیدل چې طالبان به بالاخره له امريکا سره د عسکرو تبادله کوی، مګر پاکستان بايد پکې له نظره ونه غورځول شي.
ځينې سرچينې وایې چې کله د طیب آغا وروڼه ونیول شول، د پاکستان امنيتې ادارو طیب آغا ته احوال ولیږي چې اسلام آباد ته ورشي او په راتلونکو پلانو خبرې وکړي، مګر داچي طیب آغا د قطر دفتر يو غړی دی، او دطالبانو له عمومي تګلاري څخه انحراف کول به ورته ستونزمن وي، له دي کبله هغه د پاکستان غوښتنه ونه منله.
همدغله لامل به ؤ چې داځل د بوبريګډال او پنځه طالبان بنديانو د تبادلې خبري دومره پټې وساتل شوي ، کله چې تبادله عملا وشوه، د پاکستان او افغانستان حکومتونه هم د نورو عامو خلکو په ډول هغه وخت خبر شول.
ځينې داسي راپورونه هم ورکول شوې، چې په وروستيو وختونو کې د بوبريګډال ساتنه هم د طالبانو له پاره ستونزمن وو، ځکه په هغه پسي د ځینو هیوادونو امنيتي کسانو يې د پيداکول هڅه کوله، ویره داوه چې ممکن بوبريګډال په دغسي حالاتو کې ضایع شي او د مرګ له خطرسره مخامخ شي، ځکه که چیرته طالبان پوه شي چې بوبريګډال له لاسه ورکوي، نو بيا به یې دهغه مرګ ته ترجیح ورکوله.
ممکن چې امريکا به هم پر طالبانو له دغو فشارونو څخه خبر ه شوي وي، ستونزه به يې جدې نيولي وي، چې بالاخره د قطر هیواد په وساطت پرون شپه د بنديانو تبادلي صورت ونيو.
ممکن چې طالبانو ته نږدې دهغوی ځینو خواخوږو به هم د بنديانو په تبادله کې مهم کردار اداء کړي وي،ولي داچې قطر هیواد د ګوانتانامو د بنديانو ضمانت وکړ، تر ټولو مهم ټکی دی.
داسي ویل کيږي چې د طالبانو مشرتابه درې مياشتي مخکې د قطر دفتر ته ویلې وو چې د بندیانو تبادله دی ؤښي، مګر مخامخ طالبان باید له امريکا سره خبرې ونه کړي،هغه وو چې د قطر په وساطت دا کار وشو، يواځي خبره د بنديانو د تبادلي وه، نور موضوعات د اوس لپاره نه وو.
توافق داسي شوی وو چې د بو بريګيډال له پاره به څو محدود امريکايان په خوست کې د نعیم کلا سره نږدی ورځي او هغه به تسلیم کوي، مګر امريکايانو چورلکې وروستلي، ولي طالبانو هم پوره تياری درولود، داسي ویل کيږی چې د بوبريګډال د تسليمیدو ګرده صحنه ويډو شوې، ممکن چې کوم وخت يې ويډو هم د خلکو ترلاسه ورسيږي
بل خوا بيا د قطر هیواد استازي د قطر په خپلو الوتکو کې کیوبا ته د طالب بنديانو د تسلیمې له پاره تللي وو او هغوی يې قطر ته رسولي دي. قطر ته په رسيدو يې د طالبانو او قطرې چارواکو له خوا په تکبیر او ژاړو سره تود هرکلی شوی.
ویل کيږي چې د خوشي شويو طالبانو صحت ښه دی، مګر په قطر هیواد کې يې درملنه پېل شوې.
د قطر هیواد او امريکا له خوا پر دي هم توافق شوي چې د خوشي شويو بنديانو د پوښتنې له پاره هر څوک چې وغواړي کولای شي، قطر هیواد ته يې دلیدلو له پاره ورشي.
داسي فکر کيږي چې د بنديانو له خوشي کیدو وروسته ممکن د قطر دفتر هم خلاص شي، او هغه ټول پخواني شرایط به ورسره ومنل شي.
په باګرام کې د اوباما خبري او داسي معلومیدله چې هغوی سياسي جریان عملا پېل کول غواړي. اوباما وویل چې تر ۲۰۱۶ به خپل پوځیان له افغانستان څخه باسي، دطالبانو يوه غوښتنه ممکن داهم وه چې امريکا له افغانستان څخه د وتلو اعلان وکړي.
په طالبانو کې هم د بېلابېلو لاملونو له مخې ديته چمتووالي د پخوا په نسبت ډیر ښکاري چې له امريکا سره مخامخ خپله ستونزه څومره چې ژر وي حل کړي.
د طالبانو دا ډول خپلواکه پريکړه ، له افغان او پاکستان حکومت څخه دخبرو پټ ساتل دا ګروهه نوره هم قوي کوي چې طالبان ازاد او خپلواک دي، په ملي او افغاني مسايلو کې د کوم هیواد تر تاثیر لاندی نه راځي.
دا ډول هغه ګنګوسي هم غلطي ثابتې شوي چې قطر دفتر د طالبانو استازيتوب نه شي کولای، نن ورځ د طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد له خوا هم د بنديانو اړوند پېغام خپور شو، او قطر دفتر عملا وښودله چې له نظامي طالبانو سره ټینګه هم اهنګې لري.
په ۲۰۰۹ ز کال کې جرمنيانو هڅه وکړه چې له طالبانو سره اړيکه ونيسي ، هغوی وتوانیدل، په اماراتو کې يې له طالبانو سره دوه ځله خبرې وکړي، زمينه برابره شوه چې په جرمني کې د دويم بن کنفرانس څخه په شمار څو ورځي مخکې طالبان او امريکايان د جرمني هیواد په وساطت مخامخ خبري وکړي.
د دویم بن کنفرانس څخه مخکې د امريکا، او طالبانو ترمنځ د جرمني او قطر هیوادونو د استازو په ګډون پريکړه وشوه چې دافغانستان حکومت په کنفرانس کې وړانديز کوي، اسناد به ترتیب او وړاندي کوي چې:
۱-د طالبانو سره دسياسي پروسې څخه حمایت. ۲-دطالبانو نومونه له تور لسټ څخه لیري کول. او ۳-د ګوانتانامو بنديانو تبادله او خوشي کول
امريکا طالبانو او د یادو هیوادونو استازو ته ډاډ ورکړی ؤ چې دکرزي له اداري سره په جریان کې دي، هغوی منلې ده.
د دویم بن کنفرانس پر مهال کرزي له طالبانو سره د سياسي پروسي کلک مخالفت وکړ، چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو پروسه خنثی شوه
طالبان پر امريکا بې باوره شول ځکه چې امریکا ورته ویلي وو کرزي د پروسي ملاتړ کوی، مګر عملا خبره بل ډول وه چې کرزي يې په شدت سره مخالفت وکړ
د کرزي به هیله وه چې دویم بن ته د طالب په نوم داسي کسان ورولي چې ددوی د خوښي خلک وي، او ددوی د خوښي خبري په کنفرانس کي وکړي، لکه د سولي پروسه چې له لویه سره يې د سولي په نیت نه وه جوړه کړي
دقطر د دفتر د خلاصیدو پروسه هم د امريکا په مخامخ غوښتنه پېل شوې وه، دواړه لوري (طالبان او امريکا) ومنله چې:
په قطر کې به طالبانو ته سياسي دفتر خلاصیږي
د ګوانتانامو طالب بنديانو تبادله د امريکايې بندي بوبريګډال سره
او بین الافغاني ډيالوګ
امريکا داځل بیا قطر هیواد او طالبانو ته ډاډ ورکړ چې ټوله مسئله يې له افغان حکومت سره شریکه کړي، او کرزي به داځل مخالفت نه کوي، مګر کله چې د قطر دفتر پرانستل شو، تر ټولو لومړی يې ولسمشر کرزي مخالفت وکړ، د قطر د طالبانو دفتر يې د امريکا او طالبانو ګډه دسيسه او د هیواد تجزیه وګڼله، د دويم ځل له پاره بيا هم سياسي پروسه افغان حکومت سبوتاژ کړه
په لومړۍ پروسه کې امريکا پړه د جرمني په غاړه واچوله چې سوء تفاهم په خبرو کې شوي وو، د ویم ځل بیا امريکا غوښتل چې پړه پر قطر هیواد واچوي، مګر طالبان په قطر بدګمانه   نه وو، او په ټول جريان پوهیدل.
طالبانو فکر کاوو چې يا خو امريکا د سياسي پروسي د کاميابې سره علاقه نه لري، يا داچې غواړي په دي ډول طالبان ووېشي.
يا داچې امريکا او افغان حکومت په ګډه پلان درلود چې کله هم د قطر دفتر د خلاصیدو اعلان ؤشي، شرایط به ورسره نه منو، بيا خو طالبان مجبوره دي چې تنازل وکړی، ځکه هغوی به چمتو نه وی چې بیرته دي دفتر وتړي، مګر طالبانو د امريکا او افغان حکومت د تمې خلاف پريکړه وکړه چې د قطر دفتر وتړي.
د ګوانتانامو د زندان پخوانی او مشهور بندي، د افغانستان په سياست پوه او په جرياناتو خبر ښاغلي ملاعبدالسلام ضعیف وايې:
د ګوانتانامو د ۵ بنديانو د تبادلي پروسه د سولې سره هیڅ تړاو نه لري. او نه هم د طالبانو د قطر دفتر د بيا پرانيستلو سره تړاو لري. دا يواځي د بنديانو تبادله ده، په افغان حکومت پوري اړه نه لري، د طالبانو بندیان له امريکا سره ؤ، د امريکا بندي له طالبانو سره، چې خپل منځ کې يې تبادله د قطر هیواد په وساطت وکړه.
ښاغلی ضعیف وایې ممکنه ده چې امريکا له طالبانوسره مخامخ خپل مشکل حل کړي
د ځینو موثقو سرچينو له خولي ویل کيږي چې امريکا هڅه کوله چې د طالبانو سره د بنديانو د تبادلي او سولې خبري هممهاله ؤشي. مګر طالبانو نه غوښتل چې له امريکا سره مخامخ خبري وکړی، ځکه دوه ځله مخکې پر امريکا بې باوره شوي وو.
طالبانو د قطرحکومت ته وویل چې موږ د بنديانو په تبادله کې موافقه لرو، طالب بنديان دي تاسي يا بل چاته وسپاري موږ به د امريکا بندي ورخوښي کړو. مګر د دفتر دخلاصون او سياسي پروسي په اړه له امريکا سره د اوس له پاره خبرې نه کوو.
اوس چې پنځه طالب بندیان خوشي شول، هغوی قطر ته رسيدلي ، دهغوی له پاره کورونه مخکې له مخکې مشخص شوي و.
دیو کال له پاره خوشي شوې طالب بنديان سياسي فعالیت نه شي کولای، نه له قطر هيواد څخه د وتلو اجازه لري ، هغوی پاسپورټونه هم نه لري، يواځي دقطرهیواد له خوا به د پېژندګلوي کارډونه ورکول کيږي.
دطالبانو او امريکا له پاره د اوس له پاره کومه تعقیبي پروسه نشته، مګر د بنديانو خوشي کیدل د اعتماد سازي له پاره ښه پرمختګ وو
امريکا غواړي چې د طالبانو سره خپل مشکل حل کړي. د امريکا تشویش دی چې ممکن په راتلونکې کې هم طالبان له دوی سره ستونزه ولري، مګر طالبان به ډاډ ورکړي که له افغانستان څخه امريکايې پوځيان ووځي، طالبان به کار پري نه لري، او په راتلونکې کې دښمني هم له امريکا سره نه پالي، داهغه څه دي چې دامريکا هم اړتيا ده
. هغه مسئلي چې د طالبانو او امريکا سره اړه لري لاندی موضوعات دي چې ممکن په راتلونکې کې دواړه لوري خبرې پرې وکړي
لومړی: طالبان باید داسي وښيي چې د امريکا سره د دښمني په معنی نه وی، امريکا باید پوه شي چې طالبان زموږ سره د دښمني ترحده په راتلونکې کې معامله نه کوي، او طالبان غواړي چې امریکايې پوځيان له افغانستان څخه ووځي
دویم: که په امريکا څوک حمله کوي، طالبان به يې حمایت نه کوي.
دريم:   په افغانستان کې امريکا د بهرني مسلح حضور څخه تشويش لری چې طالبان باید د امريکا تشويش ته ځواب ووایې
په تیر وخت کې افغان حکومت د سولې اړوند هیڅ ډول دلچسپې نه درلودله
که افغان حکومت په دي پوه شي چې ددوی سره نړيوال ملاتړ د جنګ په ډګر کې نور نشته، امريکا يې ملاتړ نه کوي، بيا چې اداره له هر چاسره وی، مجبوریږي چې سولي ته غاړه کيږدي. ځکه بيا د طالبانو سره د جګړې توان له لاسه ورکوي. او نه هم د طالبانو په ضد د نړيوالو مرسته جلب کولای شي.
افغان حکومت طالبان داسي معرفي کول چې دنياوالو ته لوی خطر دی، نړيوال باید د طالبانو په ځپلو کې له افغان حکومت سره هر ډول مرسته وکړي
اوس چې نړيوالو ته د طالبانو په اړه څه ناڅه معلوما ت شوي، که نړيوال نور هم له طالبانو مطمئن شي، بيا نو افغان حکومت ته نه د جنګ لګښت ورکوي، نه عسکر ورکوي چې پایله کې به يو ډول توازن رامنځته شي، چې بالاخره افغان حکومت به مجبوره وي چې حقیقي سولې ته غاړه کيږدی.
طالبانو ته ټول افغانان مهم دي، مګر اوسني راخوشي شوې بندیان امريکا ته مهم ؤ،ملافاضل آخند لوی درستیز ؤ، ملاخیرالله اخند کورنيو چارو وزیر ؤ، ملا نورالله نوري د شمال زون تنظميه رئيس ؤ، ملا عبدالحق وثیق د استخباراتو لومړی مرستيال او حاجي محمد نبي عمري پخوانی تکړه مجاهدؤ
کله چې ملاعبدالقیوم ذاکر له ګوانتانامو څخه راخلاص شو، د جنګ لومړۍ کرښې ته دامريکا سره د مقابلې له پاره ولاړ، د نورو بنديانو د راخلاصیدو د ځنډ باعث شو.
۱۵ نور افغان بنديان هم ګوانتانامو کې پاتي دي، هغوی عادي خلک دی، امید دی چې امريکا به هغوی هم خوشي کړي. دا ډول په هیواد کې دننه هم ډیر افغانان بنديان دی، په مجموع کې د طالب بنديانو خلاصون د سولې پروسې سره مرسته کوي
د بنديانو له تبادلي څخه طالبانو مهمه سياسي لاسته راوړنه دا بلل کيږي چې په دې سره امريکا د طالبانو سياسي پروسه يو ډول په رسميت وپېژنده.
دا ډول امريکا غواړی چې نور د جنګ په پرتله سياسي جريان ته ترجيح ورکړي، کله چې خبره سياسي جريان ته ورسيږي بيا د سولي اړوند د پرمختګ امید کيدلای شي.

- بېرته شاته