(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د محمدهاشم زماني د مړينې دنهمې کليزې په یاد

10.06.2014: 

( ١٣٠٧-١٣٨٤ هجري شمسي / ١٩٢٨-٢٠٠٥ ميلادي )

دغبرگولی د مياشتې شلمه نيټه (د جون د مياشتې لسمه نيټه) د ملي او مبارز شاعر، ليکوال او ټولنيز شخصيت ارواښاد محمدهاشم زماني د مړينې د نهمې کليزې سره سمه ده .

محمد هاشم زماني په ١٣٠٧ لمريز (١٩٢٨ ميلادي) کال کې د کنړ دولايت د لمټک په کلي کې د استقلال دچترال د جبهې د فاتح غازي ميرزمان خان په کور کې زيږيدلی ؤو. لمړنۍ زده کړې ئي په جومات او کور-کلي کې د وخت دعلماوو نه ترﻻسه کړې، اوشپاړس کلن ؤو چې د خپلی ټولی کورنۍ سره، چې شمير ئې د سلو کسانو نه زيات ؤو، د تش سياسي بند په نامه، د هغه وخت د رژيم لخوا د نورو ډيرو سياسي بنديانو په شان پرته له کوم جرم او محاکمې، ديوه نامعلومه سرنوشت په انتظار ددهمزنګ جهنمي زندان ته واستول شو.

نوي ځلمي محمد هاشم دخپلی ځوانۍ ديارلس کلونه ددهمزنګ د زندان په تورو او نمناکو خونو کې، د خپلې کورنۍ د غړو سره تير کړل . او ددهمزنګ په زندان کې يو ګڼ شمير نورو سياسي بنديانو لکه د غلام نبي خان چرخي کورنۍ، يعقوب خان غونډ مشر، سرحدار عبدالغفار خان، سرور جويا، ډاکټر محمودي، دناظر- صفر کورنۍ، فرقه مشر غلام نبي خان ( مشهور په چپه شاخ )، او نورو سره معرفي او هم صحبته شوو.

محمدهاشم زماني په زندان کی د مروجه علومو په زده کړې پيل وکړ. د هيواد د لوي مشروطه غوښتونکي، دينی عالم او ملي او سياسي شخصيت، بابا عبدالعزيز الکوزي، شيخ بهلول ايراني، موﻻنا محمد اکرم کاکاخيل په شان علمي شخصيتونو د شاګردۍ او هم صحبتۍ افتخارات ور په برخه شوو.

زماني په زندان کې د ناروغيو او ناوړی تغذيي له امله د خپلې کورنۍ د ٢٨ تنو غړو د مرګ شاهد ؤو. دوی خپل لمړني اشعار هم په زندان کې ليکلي اود زنداني احساس په مجموعه کې يي راټول کړيدي .

ځنځىر د ظلم شلىږي مظلومان آزادوي

پدې ځنځير دظلم ظالمان بنديـــــــــانوي

دظلم ځنځير زنګ شه د ظالم جادو ماتيږي

اوس خونه د جادو همدا خواران ويرانوي

هغه د خپلی کورنۍ سره د ١٣ کلونو سياسي بند نه وروسته هرات ته تبعيد، او ١٣٤٣ ميلادي کال کې د نوي اساسي قانون تر جوړيدو پوری د٨ کلونو دپاره هلته دتبعيد ژوند تير کړ.

دخدای بښلي زماني ليکل شوي اشعار، مضامين او ادبي ټوټې د وطن په اکثرو ورځپاڼو، مجلو او اونيزونشراتو لکه انيس، هيواد، اصلاح، وړانګه، سيستان، طلوع افغان، بيدار او اتفاق اسلام کې خپاره شويدي.

زماني د ديموکراسۍ په لسيزه کې په قلمي مبارزه بوخت وو. او د داؤد خان د جمهوريت ددورې په لويه جرګه کې يي د کنړ د وکيل په توګه برخه اخيستی وه.

محمدهاشم زماني د ١٩٧٩ ميلادي کال په وروستيو شپو-ورځو کې پيښور ته هجرت او هلته يي قلمي جهاد پيل کړ. د هغوې د جهاد لمړئ چاپ شوئ اثر قطبي خرس په انګريزي ژبه ترجمه شوئ ، او بيا وروسته د انګريزي ترجمې ځينی برخی په فرانسوي، ايطالوي او هسپانوي ژبو هم اړول شويدي .

چه افغان سره ډغــــــــرې چا وهلې
دمرګ څړيکه يې د سر نه راختلې
لړځيدلې رپيدلې کــــــــــــــــــړيدلې
په کوپـــــــــــړه د ماغزويې ساختلې

زماني د جهاد په دوران کې د هيواد دخپلواکۍ دپاره دهلو-ځلو په ترڅ کې په بين المللي کنفرانسونو او غونډو کې دګډون دپاره ګڼ شمير باندنيو هيوادونو ته سفرونه وکړل. دوی په ١٩٨٧ کال کې د امريکی متحده ايالاتو ته مهاجر او د کاليفورنيا دايالت د سانفرانسيسکو د بې ايريا په سيمه کې د هيوارد په ښار کې ميشته شو.
د ارواښاد محمد هاشم زماني د پښتو اودري ژبو ځينی اشعار د زنداني احساس، قطبي خرس، سړي خوړه بلا نه علاوه د ازادۍ مشال، دازادۍ ارمان، خواره ګلونه،او دسولی زمزمې نومی کتابونو کی راټول او چاپ شويدي.
که څه هم زماني په ١٩٩٠ کال کې د زړه ددوهمی حملې او مغزو د سکتی له امله د اوږدی مودې په ناروغۍ اخته شوئ وو، او د وجود يوه خوا يې فلج شوی وه، دافغانستان د حالاتو او پيښو سره دژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې تړلې وو او خپلو ادبي او فرهنګي فعاليتونو ته يې ادامه ورکړه. د خورو ګلونو دوهم ټوک او د زخمي زړه د اشعارو مجموعی يې وليکلی او د زنداني خاطراتو په نامه د پښتو نثر کتاب يې چې ٢٨٨ مخونه لري هم چاپ کړ.

مشکلاتو کې به ځان خپل امتحان کړم
په همت به هر مشکل ځان ته اسان کړم
په مجمر کې د وطن د ميني خپل به
سپيلنی د نظر دود به يې خپل ځان کړم

ارواښاد محمد هاشم زماني تل هيله درلوده چې روغتيايي حالت يې لږ څه ښه شي، بيرته وطن ته ستون شي او د خپل ګران هيواد او درديدلو هيوادوالو خدمت ته دوام ورکړي. ددوی يواثر همدا د پوهنی ملي انقلاب نوميږي چې د مرګ تر شپی يې ددغه اثر په دوهم ټوک کار کاوه.

توره شپه اوږده د جهل سبا کيږي
د پوهنې لمــــــــــر راخيږي رڼا کيږي
چرته غل- غدو بيا ځان شي پټولې
مخ د غل- غدو توريږي رسوا کيږي

په اسلام، هيواد او ولس مين، مبارز- ليکوال او شاعر خدای بښلې محمد هاشم زماني د جمعی په مبارکه شپه د غبرګولي د مياشتی په ١٩ ( دجون د مياشتی په لسمه ) نيټه د ٧٦ کلنۍ په عمر دزړه د ناڅاپي حملی له امله لدی فاني نړۍ نه سترګی پټې کړي. ددوې جنازه افغانستان ته انتقال او ددوې پلرني ټاټوبي کنړ کې خاورو ته وسپارل شوه .

زه به يم او يا به نه يم
دا خزان وطن به مې بهارستان شي 
زه به يم او يا به نه يم
زاغان ځی ورداخل به بلبلان شي
زه به يم او يا به نه يم
ولسونه شاته نه ،په مخ روان وي
افغان ولس به مخکی هم روان شي
زه به يم او يا به نه يم
روح دى ښاده وي .

- بېرته شاته