(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.6.14 مصلحت كه حقيقت...؟

18.06.2014: qخوئي بدبهانه بسيار:په افغانستان كښې په يوه مياشت كښې په دوو پړاونو كښې په ټولټاكنو كښې په ډېره لويه كچه افغانان د رائي وركولو مركزونو ته ولاړو ددې سره سره چې د حكومت د مخالفينو او د ځينو كورنيو ځان خوښو لخوا هم ګواښونه كيدل چې هم ددې كبله ټولي نړۍ يوواربيا د افغانانو دومره ستاينه او ننګونه وكړه چې د هر افغان شمله په نړۍ كښې جګه ښكاره كړه خو د بده مرغه ځيني خلګو چې د افغانستان په واك او اختيار كښې لويه برخه لري د افغانانو و دهغه ننګونوته زيان ورسوي كله چې د ګواښونو چل ول او مصلحتونه په دي ملك كښې روان وو نو هم دهغه ځان خوښو د خپلې خوښې ځايو ته ځان ورسوي او په افغانستان كښې كركي رامخ ته كړي كه څوك د دوي دهغه ناوړي كارونه او كړني ځان ته څرګندونه غواړي نو د ولسمشر حامد كرزي د لومړيو كلو چاري و پلټي كله چې دهغه څوك په لووړو څوكيو ناست وو چې يو بيلګه د باندنيو چارو د وزارت كاركردګي ده خو دوي ودي ته ونه كيدل چې افغانستان يواځي د پنجشير نوم نه دي بلكې ډېر لوئي افغانستان دي چې پنجشير يوه وړوكي برخه جوړيږي او د ټول هيواد اوسيدونكي په دهغه هيواد كښې غواړي چې د دوي دا حق په اساسي قانون كښې ثبت دي چې يواځي هغه څوك د دهغه حق څخه سرغړونه كوي چې دوي هر څه په غاب كښې غواړي يا اساسي قانون د دوي و مخ ته هيڅ ارزښت نه لري يا داسي څوك چې دوي هر څه د زور يا د سازشو د لاري ځان ته راوړل د دوي عادت او دودګرځيدلي وي.......
​خو دهغه ځان خوښي او ځان ته هر څه راوړل د دوي ايره شوه وه چې ولس او خلګه هر څه په يا د ساتي او چې وخت راشې دوي دهغه څرګندونه ښكاره كوي نو ځكه چې كله افغانانو ته د ټولټاكنو موقعه د افغانستان اساسي قانون دوي ته وركړه نو دوي خپلې رائي د داسې چاپه حق كښې ګار كړي چې په هغه باندي د دوي باور وو چې دهغه ډله چې ته رائي وركوي هغه به دوي ته سوله امنيت اقتصادي پرمختيا د ټولو افغانانو تر منځ برابري او يو ډول چلن كه هغه د هري ژبى يا د هري سيمي يا د هر ګوند سره اړه ولري دهغه هم خلګو وسنجوله چې چا چا په اداري فساد كښې لويه ونډه وړي ده چې د اداري فساد افغانان په ټوله نړۍ كښې رسوا كړو دهغه وو چې ولس و ټاكنو ته ولاړو او د خپلې خوښې چاته خپلې رائي وركړي چې دهغه ځائي ناستو چې داوليدو چې دوي مخ په ماته خوړولو خواته روانه ده نو ځكه يې يو شمير لانجي رابرسيره كړي تراوسه لاد وروستي پړاو د ټولټاكنو شميرنه نه وشوي چې د دهغه ډلي مشر و خبريالانو ته را وړاندي شو او يو مخ يې خپل زوړ عادت سره سم يې اعتراضونه وړاندي كړو چې اوبه د پخوا وارو راخړي كړي چې بيا ماهېيان په كښې ونيسي لومړي نيوكه يې د ټولټاكنو د اداري د دارالانشاء په مشر وكړي چې ده د رايو پاڼي د سرو بې ولسوالي ته وړل چې د يوه ځانګړي د ولسمشري د نوماند په ګټه ګار كړي خو هغه متل دي چې اردو ژبي يې كوي چې الټاچوركوتوال كوډانټي خو د ښاغلي عبدالله عبدالله د دهغه نيوكي ځواب د دهغه كميسون مشر په خپله وركړي اصل كښې نوموړي هغه پوليس مامور ځغورل غوښتي چې د رايو دهغه سپني ماڼى د وخت دمخه د رايو مركز ته ونه رسيږي چيري چې په زراو خلګه ورته په انتظار كښې وو مانا دا چې په يوه مرمي يې دوي نخښي وشتل غوښتونو هم ددې څخه اټكل كيدي شې چې ښاغلي به نور څوني چارواكي اولټ ماران نيولي وي چې د خپل سيال د رايو د وركولو مخ نوي وكړي عجبه خبره خو داده چې د لومړي پړاو د ټولټاكنو د مخه او بيا د دويم پړاو د ټولټاكنو د مخه هم د دهغه ځان خوښې ډلي د لوړي كچي مشرانو وويل كه د دوي نوماند ولسمشر نه شې نو به دوي شوي ټولټاكني ونه مني نو نن كه عبدالله عبدالله يا دده بل ملګري داسې خبره وكړي نو د افغانانو دپاره څه نوي خبره نه ده خو بلې خواته وګوري چې اشرف غني وائي كه ډاكټر عبدالله عبدالله وده ته ماته وركړه دي به و كور ته ورشې او ده ته امباركي وركړي او بله دا چې اشرف غني وائي چې د ټولټاكنو كميسون چې هره پريكړه وكړه وده ته به د منلو وړوي خو بلې خواته ډاكټر عبدالله عبدالله وائي چې دي به تر هغه پوري د ټولټاكنو د كميسون سره همكاري نه كوي تر كله چې دهغه كميسون دده غوښتني نه وي منلي چې په سر كښې سروبې د پيښې خبره كړي ده ددې سره سره چې د ټاكنو خپلواك كميسون مشر په لومړي ورځ ځواب وركړي وو هم دهغه كميسون وو چې د لومړي وار په ټولټاكنو كښې ډاكټر عبدالله  ته بشپړه باور ور باندي كړي وو ولي چې ستا او ستا د ملګرو دا باور وو چې ولسمشري د عبدالله عبدالله ده په تېر وار كښې ستا په برخه كله هم دومره رائي نه وي خو څه چهرلودي ګار كړي دا به موږ په لوئي څښتن پريږدو خو اوس دي د پلمه خپله كړه چې كميسون دي سپناوي وكړي كميسون د مخه هم سپناوي كړي وو اوس به بيا كوي خو د يوې دوني اوچتي څوكي اميدوار ته نه ښائي نه زيب وركوي چې دومره وړوكي حركت وكړي هم ددې كبله ولس په ټاكنې دهغه ټولي ناخوالي ليدلي وي چې زياته رائي يې درنه كړي. ددې سره سره چې تراوسه د ټولټاكنو اداري دا پريكړه نه د كړي چې څوك بريالي دي خو متل دي چې ، شن دشانه ښكاره كيږي د تېروار په ډول ته په ځينو ښارو او سيمو كښې كوم جوړنګان كښلي دې دهغه خو تراوسه ذكر نه دي شوي دا ځكه چې هر چاچې څه كړي دي دهغه ټول راپور ناظرينو و انتخابي كميسون ته وركړي دي هغه به هم د افغانانو و مخ ته راشې د ټولټاكنو په لومړي ورځ چې په جلال آباد كښې عبدالغفار نومي وسله وال او دهغه ملګرو چې يو ماشوم شهيد كړي او نور يې ددې كبله ټپيان كړو چې دوي و اشرف غني ته رائي وركولي يا يې دهغه عكس په سينه لګولي وو دهغه غفار نومي سړي او دده ملګرو دهغه تشدد ددې كبله وكړي چې خلګه وويريږي او د رائي وركولو څخه بې برخي شې چې ستايو ملاتړي چهلګري نومي دهغه پيښې په رسنېو داسې وښووله چې دا خو د دولت د مخالفينو په چاودنه كښې وژل شوي او نور ټپيان شول هم ستاسو دهغه ناوړه كړه وړه دي چې هر وګړي په دي غور كوي چې ډاكټر عبدالله عبدالله او دده ملګري څه غواړي ددي سره سره چې افغان ولس د شوو ټولټاكنو وپايلو ته سترګي په لاره دي..؟ هم دهغه افغانان د اشرف غني د ډلي څخه دا غوښتنه كوي چې بشپړه شكايات دي ثبت شې او د ټولټاكنو د چارواكو او ناظرينو او څارونكو د يوې يوه رائي ځغورنه او درناوي دي وشې ځكه چې دوي د افغانستان د ښه صباون دپاره د ډېرو خواريو وروسته خپلې رائي ګار كړي وي د مدني ټولني د بشر د حقوقو او نورسازمانونه دي خپلې دندي په ښه ډول تر سره كړي چې يوه خواته د ولس د رايو درناوي وشې او بلې خواته حق وحقدار ته ورسيږي.
​يوه بله نيوكه چې دهغه ځان خوښې ډله يې لري چې ولي په خوست او نورو ځيتځو ولايتو كښې په دومره لوئي شمير وګړو رائي ګار كړي ددې پوښتني ځواب په كاردي چې د رسېنو د لاري نه وي شوي بلكې د ټولټاكنو د خپلواك كميسون څخه شوي وي خو دا يوه خبره موږ د مشرانو څخه اوريدلي ده چې د خلګو زور د خدائي(ج) زور دي دوي چې يووار پريكړه وكړي بيايې هيڅوك نه شې ماتولي د ډاكټر عبدالله عبدالله او دده د ډلي څخه افغان ولس مخ ځه ګرځولي چې دوي ډېر په غرور كښې وو او غرورو لوئي څښتن ته كله هم د منلو وړنه وي او ډاكټر اشرف غني ته يې ځكه په لويه كچه او شميرنه رائي وركړي چې يوه خواته كه دي د نړۍ د لويو اقتصاد پوهانو څخه يو دي او ښه چارواكي دي خو بلې خواته يو ولسي كس دي او ولس دا هيله ځيني لري چې دوي به په هيواد كښې د اقتصادي پرمختيا د څنګه نور داسې كارونه وكړي چې افغانستان د دهغه اوږده ناورين څخه وباسي ډاكټراشرف غني كښې نور داسې وياړونه شته چې هغه دده په سيال كښې نه شته چې دلته يې د ملك ځائي نه شته خو دا يوه خبره په كاردي چې په غوږ كښې كښيږدي چې افغانستان ولس خپل هيواد تر دي ځائي د را رسولو دپاره په لكاو لكاو وګړو سرشندني كړي دي دا داوږدو كلو سرشندني نه د يوې ډلي دپاره شوي دي ته د يوې سيمي دپاره نه د يو ځانګړي سړي او شخص دپاره بلكې دا د ټول افغان ولس د خپل هيواد او د ښه ژوند د تېرولو په خاطر شوي دي ولكه هغه د هري سيمي او نژاد څخه وي دا هر څه د افغانانو د برابري يووالي او سوكالي دپاره شوي دي كه دا سرشندني هر چا كړي وي.
​افغان ولس په دا دواړو وارو د ټولټاكنو په بهير كښې دا څرګنده كړه چې افغانان نور په خپل هيواد كښې جګړه نه غواړي كه د سولي د راوستلو دپاره چې څوني سرشندني كيدي شې دوي به وكړي خو هيچا ته به اجازه ورنه كړي چې دوي نوره ګډوډي په هيواد كښې جوړه كړي كه هغه طالبان وي كه نور وي چې په هره بڼه كښې وي اوس افغانانو خپلې رائي په ډېر لوئي شمير كښې وركړي دي په دي هيله چې د خواپاكو ټولټاكنو د لاري خپل نوي ولسمشر وټاكي او نوي حكومت ژر تر ژره جوړشې تراوسه د دويم پړاو د ټولټاكنو اعلان نه دي شوي چې څوك بريالي دي يا څوك پاته راغلې دي وخت به دا هر څه راڅرګند كړي ځكه چې نن رسنې او ميډيا ډېر مخ په وړاندي روانه ده چې هيڅ هم نه شې پټيدلي داسې هم دا نړۍ وال متل دي چې نمر په ګوتو نه پټيږي په كاردي چې د اساسي قانون سره سم د ټولټاكنو د كميسون و پريكړو ته انتظار وكړي او خپل ښه استاځيتوب ورته وركړي دا سوچ ونه شې چې زه ولي بريالي نه شوم يا ولسمشر نه شوم بلكې د موخه ولري چې د افغان ولس رائي چې په ډېره ايمانداري يې ګار كړي دي دهغه درناوي وشې نه دهغه رايو چې درغلي په كښې شوي وي خو كه څوك كبان په كښې ټولوي يا د وړي او باران غواړي نو دا ارمان به تر سره نه شې ولي افغانان په هر څه يوه شوي دي.
انجلى ماشوم چې په كوڅو ګرڅوي مطلب دي نور دي

- بېرته شاته