(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.6.14 خپل ولسمشرمې ۹۵۰روپۍ وړى دى

19.06.2015: له ټولټاکنو درې ورځې وړاندې ( سه شنبه ) پېښور ته تللم ، د جيب زياتي او بې کاره کاغذونه ، چې ټاکنپاڼه ( د ټاکنې کارت ) مې هم پکې و- له جيبه لرې کړل، د نصير مومند مرحوم دوى په قرطاسيه پلورنځي کې مې امانت کېښول او زه ترې کور ته لاړم، چې ورسېدم، خبر شوم ، چې تورخم د پنج شنبې په مازيګر بندېږي، زما د کار په حساب کړيو شپو کې دوې شپې لا نورې هم پاتې وې، خوما ويل که لار بنده شي، زما د ټاکنو پاڼه خو سوځي او امانت او پور به مې هم پرغاړه پور پاتې شي، بس د پنج شنبې سهار وختي مې د ننګرهار د راتګ موزې په پښو کړې، دلته چې راغلم د مومند دوى دواړه دوکانه بندوو، د نصير مومند مرحوم ځايناستي ورور نجيب الله مومند ته مې زنګ وواهه، هغه وويل: موږ خو سبا (جمعه) هم دوکان ته نه راځو. ما ويل اوس به څنګه شي؟ خو د بنده حيران او خداى مهربان خبره وه، نجيب الله خوار بند دوکان ته ور پسې راغى، او د کارت د رايستو زيرى يې راباندې وکړ. ما خپل ملګري ډريور (طيب شاه) ته زنګ وواهه چې زما په کارت پسې جلال آباد ته لاړ شي او په دې شمېره له نجيب الله نه کارت وغواړي، هغه ووې: جلال اباد ته خو موټر نه پرېږدي. بس بيا په تلوسه او هيله تېل توى شول ، ما وې اوس خو نو کارت بېخي بېکاره شو، لاس مې ترې ووينځه، چې مازيګر ناوخته راته ډريور زنګ وواهه، وې کارت مې ترلاسه کړ او په بهسودو کې در روان يم. زيرى څه و د زوى زيرى و، ماښام يې کارت راووړ، د ډريور د حق د مننې او قدرونې په پارمې پينځه سوه روپۍ ورته په جيب کې کېښوې، ډېره نټه يې وکړه، خو زه په جامو کې نه ځايېدم ، بايللې جوارې مې ګټات وباله . د خالي ماسپښين مې د رايې پاڼې امانت خپل او تر نيم د زيات ملت وړنده ( مستحق ) نوملي ته وسپاره، خو له دې سرلوړې محاسبې سره چې : خپل ولسمشر مې نهم نيم سوه روپۍ پوروړى شو، پينځه سوه د ډرېور له پلوه ، او څلورنيم سوه مې له پېښوره تر کامې د کرايې له درکه . ما وې وياړ پر داسې ولسمشر چې زما په څېر دکنګال هم پوروړى دى. ستر درشل ته د خپل ملي ولسمشر لپاره د حمزه بابا د دې شعار د ژوندي ساتنې سره چې :

زه دې وچ هډوکي شپېلم ؛
خو ملت مې دې سلطان وي
د خپل ټولمنلي ملي خادم د صحت او همت د ”دوام “ او ټولنيز عدالت او مدني ”تحول “ د پايښت په هيله . محمد آصف صميم

- بېرته شاته