(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.6.14 بیا به جنګ کوو

21.06.2014: ما د جمهوري ریاست د انتخاباتو څخه څه باندي یو کال مخکي لیکلي وه چي د افغانستان انتخابات به له درغلیو څخه ډک وي. پریږده چي څلوردورې نور هم په دغه شکل انتخابات سرته ورسیږي خو افغانان به بالاخره د پردیو له مداخلې پرته د ډیموکراسی تمرین کوي او یوه ورځ به د شفافو رایه ګیریو په کولو بریالي سي. د اپریل په میاشت کي یې د جمهوري ریاست لپاره انتخابات وکړل. ډاکټرعبدالله له ډاکټر اشرف غني څخه تقریبا دیارلس فیصده مخکي وو؛ خو پنځوس جمع یو رایي یې نه وې ګټلي او د دوهم ځلي رایه ګیری د کیدلو فیصله وسوه. ډاکټر اشرف غني، په ورین تندي د رایه ګیری نتیجه ومنله او د اساسي قانون د غوښتني سره سم دوهم ځلي رایه ګیری ته حاضر سو. ډاکټر عبدالله ډیر خوشاله ښکاریدی. په غونډو او کنفرانسونو کي یې ټوکي کولې او دوهم مرستیال خو یې ډاکټر اشرف غني ته په اشاره کي بې ادبي لا هم وکړه.
   ابن الوقته جنګ سالاران او مفسدین او په اصطلاح مجاهد قوماندانان او امیران، چي هر یوه یې، د ډاکټر عبدالله او د هغه د مرستیالانو په شمول، د افغانستان په تباه کولو او لوټلو کي تر خپله وسه برخه اخیستې وه، د خپلو نامشرو ع لاسته راوړنو او د افغانستان د بې وزلو اولسونو د لوټلو په منظور، د دوی په اند، د بریالي کیدونکي ډاکټر عبدالله سره ودریدل. ډاکټر عبدالله او د هغه ورسره ملګري په خپل حتمي بري مطمین ښکاریدل، خو د افغانستان د هوښیارو اولسونو، په تیره بیا ځوان نسل، فیصلې د هغه د خوښۍ شپې او شیبې لنډي کړې. په مطبوعاتو کي د رایه ګیری د ابتدایی نتیجو خپریدلو او آوازو داسي وښودله چي ډاکټر اشرف غني، تر هغه چي فکر یې کیدی، له ډاکټر عبدالله څخه ډیر مخکي دی. ډاکټر عبدالله، د یوه لج باز ماشوم په څیر، د مرور تیا لاره ونیوله. هغه په رایه ګیري کي د غبن او پراخو درغلیو ادعا وکړه او اعلان یې وکړ چي د انتخاباتو د څارلو د کمیسیون او ملګرو ملتونو د انتخاباتو له کمیسیون سره به همکاري نه کوي او د رایه ګیری نتایج نه مني. په داسي حال کي ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني د رایه ګیری څخه مخکي د یوناما سره منلې وه چي د هغي موسسې سره به تر پایه همکاري کوي او د رایه ګیری نتایج به مني.
ډاکټر عبدالله ځکه مرور سو، او ځکه یې لج ته ملا وتړله چي د ده درغلیو نتیجه ورنه کړه. که دی بریالی سوی وای نو بیا به د درغلیو سوال نه پیدا کیدلای. دا به څوک ومني چي یو انسان، چي په سپینو سترګو، د ټول افغان ملت په مخکي، یوازي د څو رایو د ترلاسه کولو په خاطر، خپل قوم بدلوي، چي د قوم بدلول د ایمان بدلول دي، هغه دي په رایه ګیري کي د هر ډول درغلیو، غلا او غبن څخه مخ واړوي. څوک چي د ګټي لپاره ایمان بدلوي هغه د هرڅه بدلولو او هر ناروا عمل کولو ته تیار دی. یو څو تنو جاهلو او پرګټو مینو کسانو لا نارې کړې چي دوی خوشاله دي چي خپل کندهاري ورور ته رایه ورکوي؛ ځکه چي هغه د ملی یوالي سمبول دی. یو څو جاهلو مشرانو لا د هغه لپاره قومي شجرې جوړي کړې او ویل یې چي هغه پاک صاف توخی پښتون دی. خو د افغانستان هوښیارو اولسونو هغه ته بیا هم د ده د اړتیا وړ رايي ورنه کړې. د ډاکټر عبدالله نطاقانو د د وهم ځلي رایه ګیری څخه مخکي ګواښونه کړي وه چي که انتخابات ونه ګټي نو د افغانستان په ښارونو او کابل کي به د وینو ویالې وبهیږي. انصاف دا دی چي د ډاکټر اشرف غني د کمپ څخه چا دغه راز تهدیدونه نه دي اوریدلي. بلکه ډاکتر اشرغ غني تر پایه ویل چي د رایه ګیری نتایج مني او د خلکو فیصلې او ارادې ته به درناوی کوي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د جمعې د ورځي په ګڼي کي لیکي چي« د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ډاکټر عبدالله په دې غوښتنه کي چي ویل یې د رایو شمیرل دي بند سي ری ونه واهه نو هغه د پنجشنبې په ورځ خپلو طرفدارانو ته وویل چي د بل ګام په برخه کي د فیصلې کولو واک به هغوی ته پریږدي. ده وویل چي د افغانستان خلک به خپله فیصله کوي. زه به د هغوی له څنګه ولاړ یم او موږ به د هغوی تر څنګ خپل تصمیم نیسو»
د عبدالله دا وینا خپلو ملګرو ته د راتلونکو ناروا اعمالو، چي ښایي نسبي ټینګ سوی امنیت په خطر کي واچوي، د اجازې ورکولو معنی لري. ښاغلی عبدالله غواړي افغانستان د تباهی کندي ته بوزي او، په منتهی بې زړه توب، په کابل او نورو ښارونو کي د احتمالي بدمرغیو د راتللو مسولیت له خپلي غاړي لیري کړي؛ او مسولیت یې پر خپلو طرفدارانو، د طرفدارانو پر پیروانو او د افغانستان پر اولسونو باندي واچوي. د پنجشنبې په ورخ یې په کابل کي د خپلو طرفدارو محصلینو مظاهره را وایستله او ژمنه یې کړې ده چي د شنبې په ورځ به د مظاهره کونکو شمیر سلو زرو تنو ته ورسوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چي« ښاغلي عبدالله د پنجشنبې په ورځ په خپل خبري کنفرانس کي وویل چي هغه ته اشرف غني، د انتخاباتو کمیسون او جمهوریس حامد کرزي په ګډه دسیسه کړې ده. دې مسلې سیاسي حل په ټپه درولی دی او څرنګه چي د انتخاباتو کمیسون، د شکایاتو کمیسیون او جمهوریس د افغانستان د خلکو د غوښتنو په مقابل کي هیڅ عکس العمل نه دی ښودلی نو د راتلونکو پیښو مسولیت به هم د هغوی په غاړه وي… متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د دغو لاپو شاپو او تبلیغاتو په مقابل کي له دواړو کاندیدانو څخه وغوښتل چي، د افغانستان د قانون سره سم، د انتخاباتو له جریان سره همکاري وکړي.»
د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي « د ښاغلي عبدالله سیاسي او شخصي هدف څرګند نه دی. د افغانستان حکومت، ملګرو ملتونو او بالاخره د امریکا خارجه وزارت ټولو غوښتي دي چي د انتخاباتو جریان دي، د عبدالله د مقاطعې او نه همکاری سره سره، د پلان سره سم دوام وکړي. ده، په حقیت کي، هغه یوازینی جریان او لاره چي دی به یې، په قانوني توګه جمهوریس کولای، رد کړې ده.»
که څه هم چي ښاغلي عبدالله وویل چي ده د افغانستان د خلکو د حقوقو د ساتني لپاره دا فیصله کړې ده او په دې کي هیڅ ډول شخصي ګټه نه لري!!! او له خپلو طرفدارانو څخه غواړي چي په هر ډول وضع کي د افغانستان قانون رعایت کړي؛ خو نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چي« په داسي یوه هیواد کي چي د قومونو د ویش په اساس داخلي جنګونه پکښي سوي دي، او که څه هم چي عبدالله د پښتنو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ځان پښتون تراشلی دی، خو اوس یې هم اکثریت رايي له تاجیک نشینو سیمو څخه ترلاسه کړي دي او ځینو لویدیځو مقاماتو اندیښنه ښودلې ده چي، په پراخه پیمانه، حتی سوله ایزي مظاهرې ښايي په داسي یوه هیواد کي چي څه باندي یو نسل یې په جنګونو کي تیر کړي دي د تشدد او ناکرایو سبب سي.»
زه نه سم ویلای چي ښاغلي عبدالله به په دې دیارلسو کالو کي څومره پیسې جیب ته کړي او د څومره جایدادونو خاوند سوی به وي، خو داسي یو څوک چي د شلو زرو ډالرو په ارزښت دریشي اغوندي، د نیم میلون ډالرو په ارزښت ساعت ترلاس کوي او د کمیسونو د لستوڼو لپاره د قیمتي جواهراتو څخه جوړو سویو غوټو بشپړ کولکسیون لري، حتما به یې د افغانستان د نورو جنګ سالارانو، داړه مارانو او بانکي غلو په څیر په داخل او بهر کي ښې شته منی ترلاسه کړي وي.
زه یقین لرم چي د افغانستان اولسونه، په تیره بیا ځوانان، چي په هیڅ ډول جنایتونو کي یې لاس نه دی درلودلی، او د عبدالله تاریخ ښه ورته معلوم دی، یوازي د هغه د خودخواهی او د وینو د ویالو د تندي ماتولو په منظور ځانونو، ښارونو او کورونو اورته وانه چوي. او تر دې چي را تیر سو زه یقین لرم چي عبدالله او د هغه سره ملګري جګړه ماران او غله، چي ټول په کابل او هر ښار کي بنګلې لري، بیا دي د ۱۹۹۰ د لسیزي جنګونو د بیرته پیل کیدلو لپاره زړه ښه کړي.« څوک چي په شیش محلونو کي کښیني د بل کنډوالو ته ډبري نه ورغورځوي» عبدالله، که هر څومره لاپي شاپي وکړي، بیا هم هوښیار دی؛ خپلي بنګلې په لوی لاس نه سوځوي، ځکه ځنګل چي اور واخلي وچ او لانده ګډ سوځوي. او زه پوره باور لرم چي نه یې څه په وس پوره دي او نه به څه کولو ته لاس واچوي. د هغه وروستی تهدیدونکي ویناوي د کندهار په اصطلاح د پروتي لغتي دي او د فارسي په اصطلاح مذبوحانه تلاښ دی. د لویدیځو مقاماتو دا خبره پر ځای ده چي عبدالله په دې توګه د قانوني جمهوریس کیدلو لپاره خپل چانس په لوی لاس وسوځاوه او که بل ځل د کاندید کیدلو جرأت وکړي نو زه باور لرم چي په سلو کي پنځه رايي به هم ونه ګټي.
د افغانستان خلکو داکتر اشرف غني ته رایه ورکړې ده. هر څوک چي دا رایه نه مني هغه د افغانستان د خلکو ارادې ته سپکاوی کوي. په افغانستان کي د بشپړو شفافو انتخاباتو انتظار نه چا درلود او نه یې لرلای سي. که عبدالله د اشرف غني پر کمپ باندي د درغلیو کولو تورونه لګوي نو د عبدالله کمپ ټول له ملایکو څخه جوړ سوی وو؟ لومړی ځل رایه ګیري په کوم بل هیواد کي سوې وه چي عبدالله د درغلیو نارې نه وهلې او که د رایه ګیری څخه د عبدالله مطلب یوازي د ده ګټه وه او کنه نو په جنګ به یې ګټي. دا منطق یوازي د هغه کس دي چي د افغانستان په ورانولو، اولسونو په وژلو او د غلا او غبن په پیسو د جیبونو د ډکولو او حتی اخلاقي کمزوریو سابقه او حال یې د افغانستان ټولو اولسونو ته څرګند دی. دا ځل به یوازي پاته وي او نه یوازي به یې د هري ناوړي احتمالي پیښي بشپړمسولیت په غاړه وي بلکه د حساب ورکولو په وخت کي به یې مخ تور وي. هغه یوولس زړه ور افغانان به دهیڅ چا هیر نه سي چي د رایو ورکولو په ګناه یې ګوتي پرې سوې. افغانانو خپل دا حق په قربانیو ګټلی او تر شخصي ګټو به یې قرباني نه کړي.

- بېرته شاته