(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.6.14 بې ننګي دځوانانو../ د ښارونو توپیر

د ښارونو توپیر
خپل ښار خپل کور
 
دنړی د پرمخ تللو هیوادونو خلګوته دخپل ښار په نامه سره یو ډول ملی مفکوره او ریښتنۍ احساس پیداکیږی داځکه دنړی د مخ قدمه هیوادونو اوښارونو خلګو ښاری رسالت پیژندلی دی ښاری اصول یی زده کړی دی او دخپلو ښارونو سره دومره مینه لری چی حتی بغیردښاروالۍ څخه خپل ښار دخپل کور حیثیت ورته لری اوهم تل په دی هڅه کښی وی چی خپل ښار دنوری پرمخ تللی نړی سره په مثبت رقابت کښی واچوی .
خوپه افغانی ټولنه کښی حالات برعکس وه دښارونو دښکلاسره نااشنایی ښاری رسالت ته رسیدګی نه کول اوځینی نور ښاری اصول وه چی باید افغانی ټولنی لا له وړاندی درک کړی وای خو داچی دمختلیفو ملهوظاتوله مخی پر افغانی ټولنه جنګ تپل سوی وو.اودښارنوخلګوخوڅه چی په ښاری ژوند پوهیدلای ددی پاک نعمت څخه بی برخی سوی وه نو په همدی موخه مو ښاریان له بیلابیلو ښاری ستونزو سره مخ وه چی تر دم ګړیه هم له یادو ستونزو څخه کړیږی .
په یوه سیمه کښی چاپیریال ته نه توجع ،د پلو او عامو لارو بندول ،دکثافاتو یاخځلو بی ځایه غورځول او ځینی نوری هغه ښاری ستونزی دی چی د خلګو په مخ کښی پرتې دی .
خوکه افغانی ټولنه په اوسنیو وختونو کښی دنړی سره مقایسه کړو ترپخواڅه ناڅه ستونزی حل سوی دی دافغانی ځوانانو سفرونه بهرنیو هیوادونو ته هغه مهیم ټکی دی چی له برکته یی ښاریان یوڅه دښاری فرهنګ سره بلد سوی دی خوبیاهم په افغانی ټولنه کښی دښاری فرهنګ اسانترینی لاری دادی چی له نړی یی زده کړو او پخپلو کښی ورزده کړوچی په دی سره به مو خپل هیواد په ښه توګه دپخوا سره مقایسه کړی وی او دپرمختګ څرک به مو اخیستی وی اوهم به مو نړی ته دا په ډاکه کړی وی چی افغانان په ښاری لحاظ هم تر چا کم نه دی اونه هم خپل تمدن تر نړی کم بولی .خو ډیر ژر امید دی چی ددې ورځی شاهدان واوسو
زمری څرګند

 

24.06.2014: که څه هم موږ تل دا داوه کړې ده چي ځوانان داور قوه ده دژوند بدلون دی دخوښۍ تخم شیندونکي دی او دبدمرغۍ په وړاندي ریښتنۍ مباریز دی او ورسره په څنګ کښي دنړۍ ستر سالاردی داځکه دده مرحله هغه مرحله ده چي تل د ډیرو کلکو او فولادي حرکاتوڅخه ډکه ده نو ځکه هرڅه کولای سي .

خوپه ځینو ځینومواریدو کښي داټول څه خوبونه ډیرمنفي تعبیریږي ډیربدعواقب لري اوبیخي سړي دځوان دنامه سره نااشناکوي داځکه داهغه ډله ځوانان دي چي خپله خوښۍ دنورو په برمختګ کښي لټوي خپل څه دنورو په کارونوکښي ترلاسه کوي ولي دی خپله کارنه کوي پرخپل ځان باورنه لري او په ټولنه کښي داولسونوپه منځ کښي ځان دنورو په پاته شوني پایي چی ددې ډول ځوانانو داکار په حقیقت کښي دیوې ډیري لویي منفي کړني په منعي دی .
نوددې لپاره چي ځوان پیش رفت وکړي کاروکړي او خپله ځواني چي داورقوه ده په ثبوت ورسوي چی دټولني لپاره یي په حقیقت کښي خولې توي کړي دي نولازمه ده چي لومړي باید دټولني هغه حقوق درک کړي کوم چي ترډیره ځایه یي مسولیت ځوانانوته راجع دی او ورسره په څنګ کښي دټولني په وړاندي خپل مسولیتونو ته ډیرځیرسي او په دقت سره یي ترمطالعه کولو وروسته کاري چاري پیل کړي او داثابیته کړي چی په ریښتیاسره هم ځوان دټولني سترګه ده ځوان دټولني په وړاندي خپل اصول پيژندلي دي او ځوان ضمأ دا درک کړې ده چي دټولني اصلي حقوق پرځای کړي چي په دې سره ویلای سو چي ځوان لکه څرنګه چي داور قوه ده همدا سي هم ده .
ولي ددې ټولو برعکس کوم ځوانان چي دټولني ددرد احساس ونلري دخپلو شریفو خلګو ژوند مهیم ونه بولي دخپل تاریخ او فرهنګ په ساتلوکښي پاته راغلي وي نو داډول ځوانانوته ځوانان نه سوویلای داځکه بي ننګي دځوانانو مرګ دی او دبي ننګي کلیمه په ډیرڅه موږ نه سو استعمالولای ولي هلته یي استعمالولای سو چي ځوان دخپل فرهنګ ،خپل اولس ،خپلي ټولني او خپل کلتورپه وړاندي پړراسي نو ځکه ترې ګیله مند کیږو نو خدای مکړه ځوانان باید ددې اجازه ځانته ورنکړي چي د دنورو په نیوکه مرته کیب سي او نه دي هم ځان دومره ارام احساسوي چي نور ووایي چي ځوان خونو هوساخوړلې ده نوباید کاروکړي اوترمرګه یي وکړي او بیخي دستړیااحساس ونکړي

- بېرته شاته