(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.6.14 دوېم پړاو ټولټاکنې او ډاکترعبدالله

  ليكونكى: جمال خان

25.06.2014:  كله چې په افغانستان كښې د ولسمشري د څوكي دپاره د لومړي پړاو ټولټاكني وشوي ګڼ شمير افغانانو پكښې ګډون وكړ چې د نړۍ والو له خوا د افغانانو په دومره لويه كچه رائي وركولو او د ولسي او ډيمو كريسي سره د دوي مينه دومره وستايل شوه چې نړۍ ټولو ميډياو او رسېنو په وارو وارو ليكنې وكړي او خبري اتري په وكړي خو د بده مرغه هغه څوك چې هميش يې د شاتر دروازو ځانونه و واكمني او څوكيو ته رسولي دي او په تياره يې هر څه غوښتي دي هغو د بشپړه افغانانو دهغه نړۍ وال ارزښت او وياړ دلاسه وركړي دا نه چې افغان ملت خپله دهغه پيرزوينه دلاسه وركړي ده بلكې هغه چاچې په دي خوب كښې وو چې ارومرو به د افغانانو ولسمشر جوړيږي دهغه دلاسه د هر څه وشو په لومړي وار كښې هم د دهغه چا دا هيله وه چې ارومرو به دي ولسمشر جوړيږي كه په درغليو وي يا كه د بلې لاري كه څه هم كټونكي بل څوك وو خو په لومړي پړاو كښې د ولسمشري و څوكي ته ډېرو ځايونه نوماند كړي وو نو يوه هم دا هڅه نه كوله چې دې دي و مخ ته شې ولي پنځوس په څه بالا په سلو باندي رائي چانه شوي خپلولي خو بيا هم يوه نوماند داهڅه وكړه چې ځان تر ټولو وړاندي ښكاره كړي چې په دويم پړاو كښې دي په افغانانو اغيزه وكړي چې ارومرو به بريالي كيږي كه څه هم په لومړي پړاو كښې دده سيال زياتي رائي وړي وي او كه هم دهغه ښاغلي او نورو ګډوډي دوړي او باران نه وي غوښتي نو د دويم پړاو ټولټاكنو ته د سره څخه حجت او اړتيانه وه.
​په لومړي پړاو كښې چې كومي درغلي وشوي كه هري خوا وكړي خو نه د افغانستان د ولسمشر ښاغلې حامد كرزي لخوا نه د ټولټاكنو د خپلواك كميشن لخوا كلك ګامونه پورته شول نه قانون په حركت كښې راغلې نه نړۍ والي ټولني څه غبرګون ښكاره كړي په كار خو دا وو چې هغه د ټولټاكنو د اداري كار كونكو د چا دپاره او په كومه كچه او په كوم ځائي كښې درغلې كړي ده...؟ كه قانون په افغانستان كښې پولي شوي وي نن به د دويم پړاو د ټولټاكنو وروسته دهغه ناخوالي نه رامخ ته كيدي اوس چې د ټولټاكنو د اداري د چارواكو په وينا چې خپل درې زره كار كونكي د كارو څڅه ګوښه كړي دي دا د لانجې هواري نه دي دوي په كار وو چې محكمئي ته سپارل شوي وي او افغانانو ته ورپيژندل شوي وي چې دوي د كوم كوم د ولسمشري د نوماند دپاره د څه په بدل كښې څومره درغلي كړي ده نو به ددې څخه هر چا ادر او درس اخستي وي.
​اوس چې د دويم پړاو ټولټاكني وشوي او يوواربيا يوه بله لانجه رامخ ته شوه چې ټول افغانان يې اټاله كړل ددې سره سره چې افغانان د لومړي پړاو په پرتله په ډېر لوئي شمير د رائي وركولو مركزونو ته ووتل او يوواربيا د نړۍ والو لخوا وستايل شول  خو د تېرواروارو يوواربيا هم هغه چا په دهغه وياړونو كښې لغته ووهله په رښتيا هم د افغانانو څڅه دا وياړ چانه دي وړي خو مسئول هغه څوك دي څوك چې د ورځي د ولسمشر كيدو خوبونه ويني يا د ټولټاكنو د اداري چارواكي دي يا خپله ولسمشر او دده ملګري دي چې د دوي د ناوړه كړو څخه هيواد بيا د بې باوري سره مخامخ كيږي نوماند ډاكټر اشرف غني هم دي هغه هم داخبره كوي چې درغلي شوي دي په كاردي چې د ټولټاكنو د اداري دواړي څانګي ددې سپناوي وكړي ولې چې چا ډېري درغلي كړي دي هغه و هر افغان ته څرګندي دي څوك چې د هري لاري ځان د افغانانو ولسمشر جوړول غواړي خو دهغه څ،ك دي چې دوي ښاغلي ضياءالحق امرخيل ته ګوته ونيوله چې دده د سيال دپاره يې درغلي كوله خو هغه پوليس افسر ظاهر يې يا دنه كړي چاچې دا لوبه وكړه او په زراو افغانان يې د رائي وركولو څخه برخي كړو ولي هغه په زراو كسان چې د ښاغلي دپاره يې په دواړو پړاونو كښې په لويه كچه درغلي كړي وه هغه ده ته په نظر ورنه غلو خو نه د افغانستان ولسمشر نه بل څوك دننه راجګ شو چې دلته قانون شته كه ځينو خلګو وينا قانون ده عجبه خو داده چې كله عبدالله عبدالله دا غوښتنه وكړه چې نړۍ وال دي د دويم پواو د ټولټآكنو تيش په نامه جوړه كړي لانجه هواره كړي هم هغه وخت ولسمشر حامد كرزئي دده دهغه غوښتنه ورغبرګه كړه پوښتنه داده چې ولسمشر د اساسي قانون ساتونكي دي كه ماتونكي دي چې د ټولټاكنو خپلواكه داره د افغانستان د اساسي قانون په چوكاټ كښې كار كوي نو بيا د ملګروملتو څه كار په لومړي پړاو كښې چې د دويم پړاتو د ټولټاكنو په پرتله په لويه درغلي شوي وه ولې هم دهغه ښاغلي د ملګروملتو څخه د مرستي خواست نه كاوي ولسمشر كرزي هم پټه خوله وو هم په دهغه انتخابي كميسون ښاغلي ډاكټر عبدالله عبدالله بشپړه باور لرلي خو ۴۸ ساعته د ټولټاكنو نه وو تېر شوي چې د افغانستان چاري په دا بله خو د را اړولو هڅه وشوه د دارلانشاء مشر ښاغلي ضياءالحق امرخيل چې په سينه كښې د يوه رښتني افغان زړه لري هغه بيله د څه پوښتني د خپلې څوكي څخه ځان ددې كبله ځان ګوښه كړي كه چيري دده دلاسه ناخوالي د منځ څخه وځي خو په دهغه دوه پړاو ټولټاكنو كښې چې چاچا د خپلې دندي څخه پورته كار كړي وي آيا دوي به په خپل وجدان سره د خپلې دندي څخه ځان ګوښه كړي خو كه رښتيا هم افغان ولسمشر د اساسي قانون ساتونكي دي نو دي ښاغلي امرخيل وارو هغه ټول چې درغلي يې كړي ده او هغه كمندان چې د امر خيل سره شخړه جوړه كړي وه هغه و څارنوالي ته مخامخ كړي هم دا دده يو لوئي امتحان دي د ښاغلي امرخيل په اړه پخپله ددي كميسون مشر ښاغلي ډاکتر احمد يوسف مورستاني  په ډاګه ويلي وو چې ښاغلي امرخيل يو داسې تورنه شته چې دي موږ د خپلې دندي څخه بې برخي كړو يا د چا بيځايه غوښتنه ومنو.
​ټوله افغانان په دي رسيدلي دي چې په لومړي پړاو كښې  هم اشرف غني احمدزي بريالي شوي وي او په دويم پړاو كښې خو ښاغلي ډاكټر اشرف غني دومره رائي وړي دي چې ښاغلي ډاكټر عبدالله عبدالله څومره بيځايه لاس و پښي وغورځوي په خپل سيال پسي نه شې رسيدلي خو خبره دلته نه د بنده افغانان چې د ۳۵ د جګړو او خواريو د څنګه كومه پوهنه او شعور پيدا كړي دي هغه د ستايني وړدي نن چې په سيمه كښې څه روان دي په هغه باندي د هر افغان نظردي په عراق كښې څه روان دي په سوريه كښې څه روان دي ايران چې ځان يې د امريكا لوئي دښمن ګاڼې نن هغه ايران و امريكا ته بلنه وركوي چې د يوې ځانګړي مذهبي فرقي په ضد دي د زوره څخه كار واخلي خو په سوريه كښې ددي مخالف طرز عمل دي دلته په ننې نړۍ كښې چې څه كيږي په هغه خو هر څوك خبريږي خو د پردي وشاته چې څه كيږي په هغه ډېر لږ كسان خبر وي خو سياست مداران او رڼ انده په دي ټولو نظر ساتي په ګاونډ پاكستان كښې چې څه روان دي او بيا په قبائيلي سيمه كښې چې څه كيږي چې تر پنځه لكه زيات خوار قبائيل په دهغه سره هاړ كښې د خپلو كورو څخه بې كوره كيږي او د بل ځائي خاوري په يا دوي دا ځكه چې دوي په خاوره باندي اورپكي سره راټول دي ددې سره سره چې دهغه ياغيان د دمخه څخه د دهغه ځايو څخه وتلي دي خو زور يې ياتاو يې د خوار قبائيل ولس څخه استل كيږي د هغه اورپكي څوك وو چا دلته ميشته كړي وو د چا په ګټه يې كار كاوي د ځان ته پوښتني دي.
​ډاكټر عبدالله عبدالله چې د افغانستان يو پيژندل شوي څوك دي او دي د هيواد په دننې او باندنيو چارو ښه پوه او خبر دي او دوي په دي هم هره ورځ خبريږي چې په افغانستان كښې د تېرو د ولس كلو څخه ځان وژونكي بريدونه چاودني او مخامخ جګړي دومره بې شمير شوي دي چې شمير يې نه كيږي دوي چې د شوو ټولټاكنو د ټولټاكنو د خپلواكي اداري په ضد خپلو پلويانو كوم لاريونونه او مظاهري پيل كړي دي ددې سره سره چي دوي دا وائي چې سوله ايزه مظاهري دي خو دوي دوني باور لري چې دښمن به داسې ورانونكي بريد نه كوي كه دي په دهغه عمل ډاډه دي او دا باور افغانانو ته وركوي چې وراني او تخريب به نه كيږي نو خو بيا ډېره ښه خبره ده چې لاريونونه دي كيږي ولي چې اساسي قانون ددي اجازه وركوي كه د نوموړي دا خيال دي چې دښمن يوه موقعه هم دلاسه نه وركوي چې څومره افغانان څوريږي نو بيا ډاكټر عبدالله عبدالله ته په كاردي چې په دهغه مظاهرو كولو يوواربيا غور وكړي كه چيري دښمن د پخوا وارو چې اوس هم نه دي لاس په سر شوي يو خو نړي هڅه وكړه نو ددې مسئوليت به د چا په غاړه وي دده په غاړه كه د ولسمشر حامد كرزي په غاړه يا كه د نورو چارواكو په غاړه..؟
​ښه خبره به داوي چې عبدالله عبدالله د ټولټاكنو و پريكړو ته و دريږي كوم شكايتونه چې دوي لري هغه د ټولټاكنو و خپلواك كميسون ته وړاندي كړي چې د بريالي نوماند اعلام وشې ستر محكمه شته كه دده حق وو هيڅوك دا حق دده څخه نه شې وړي ولسمشر نه يو كس جوړه وي شې نه يې يو ډله جوړه وي شې نه يې چارواكي جوړه وي شې ټولټاكني او انتخابات په ټوله نړۍ كښې هم ددې دپاره كيږي چې يواځي او يواځي ولس دي چې دهغه لوئي پريكړي كوي چې دوې پريكړه وكړه بيايې څوك نه شې ماتولي كه څوك د ولس پريكړه نه منې نو هغه بايد خلاته ولاړشې د افغانستان ولس په پټورايو خپله فيصله وركړي ده په كاردي چې ټول غاړه ورته كښيږدي هغه ولسمشر حامد كرزي دي كه ډاكټر اشرف غني دي كه ډاكټر عبدالله عبدالله دي يا كه نور كورني دي ياباندنيان دي..

- بېرته شاته