(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژوند دخاطرو سره

منظم پلان اوښایسته قضاوت

25.06.2014: ښه می یاد دی چی د ۱۳۸۷کال د سرطان دمیاشتی د دوبی شپې او ورځی وې چی کلنی درې میاشتنی روختی مو هم وه چی د کندهار ارغستان اولسوالی ته می درې ورځنۍ سفر درلودی چی هلته دسفر پرمهال دداسی خاطرې سره مخ سوم چی دانسان پرژوند یی مستقیم اغېز نغښتی دی هغه دا چی دسفر ددریمی ورځی ماځیګر وو او غوښتل مو چی د خپلو ملګرو سره کوم چی کوربانه وه د طبیعی منظرې په موخه غره ته ووځم یا هم دباغ دښایسته ګلانو تماشه وکم خو کله چی د کوربه دکور څخه راووتو سمدستی مو سترګی دکوربه دڅارویو پرهغه سرای ولګیدې کوم چی کوربه دڅارویو لپاره جوړ کړی وو اوخپل څاروی یی هلته درول .

نو ومو غوښتل چی دڅارویو سرای له نږدی وګورو ولی چی ضمنآ می طبیعی مینه ورسره درلوده خو کله چی یاد څړځای ته ورغلو ډیر تعجب یووړم هغه داچی داهل حیواناتو له جملې څخه پسه او مرغومی په یوه اخوړ کښی سره تړلی وه بل طرف ته چی ګورم آس او غوایی یی بل طرف ته تړلی وه چی دې ډیری جالبی خاطرې یو په دوه حیران کړم هغه داچی مختلیف حیوانان یی په یوه اخوړ کښی تړلی وه.
چی تر دی لیدنی وروسته مو وغوښتل چی دسرای دمالک څخه چی زموږ کوربه هم وو دیاد سرای په باره کښی معلومات وغواړم خوکله چی مو کوربه پیداکړاو بیا هم مو دیادی کیسې په اړه توضیحات ځینی وغوښتل چی مختلیف څاروی یی څنګه او دڅه هدف لپاره یی په یوه اخوړ کښی تړلی دی چی ددی سوال په اوریدلو سره کوربه تبصم وکړی اوبیا یی وویل :
کوربه ـ: لکه څنګه چی انسان ازاد ژوند لری نو باید دژوند څخه مثبته ګټه واخلی او ژوند ژوند وبولی او کوم څه چی انسان لری باید منظم پلان او ښه قضاوت یی خپله دانسان د ضمیر سره ارتبات ولری ماچی مختلیف څاروی په یوه اخوړ کښی تړلی دی هدف مو دادی چی ټولو ته ځان یوشان ثابیت کړم هغه داچی لکه څنګه چی انسان اشرف المخلوقات دی باید لکه نوم چی پاک دی همداسی پاک ژوند ولری او دانسانانو سره په څنګ کښی باید پرحیوانانو یا (څارویو)هم رحم وکړی مادستی خبره ورغبرګه کړه چی انسان خو اشرف المخلوق دی خورحم باید دانسانانوسره په څنګ کښی پرڅارویو باید وی چی په دې کار سره انسان ځان ریښتنی ثابیتولای سی چی کوربه راته په تبصم سره وویل .
کوربه ـــ: زه هغه قاضی نه یم چی خلګ سره بیلوی په فیصلو کښی څوک خواشینی کوی او څوک خوشحالوی خپله یو دوست نه لری خو داسی خبری کوی لکه ټوله اولس چی ټیکه کړی وی خوماچی دانسانانو ترمنځ منظم قضاوت کړی دی ددې سره می په څنګ کښی په خپلو څارویو کښی هم دا پلان عملی کړی دی ترڅو ټولو ته په یوه نظر سم او انسانی نړی ته دا ثابته کړم چی ژوند داتفاق ژوند دعدل او ژوند دعزت ښه ژوند دی .
کوربه ــ: نوژوند هغه وخت ښه ژوند وی چی انسانان یی په قدر پوه سی او ژوند ژوند وبولی

- بېرته شاته