(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.6.14 پښتانه پسونه دي

  26.06.2014: په لومړي سر کې بايد روښانه کړم، چې دا د غر خبره نه بلکه د ولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله خبره ده، ځکه چې نوموړي ويلي دي چې موږ د پسونو رايي يانې د(( پکتيا، پکتيکا، خوست، غور، لوګر، کندهار، زابل او......)) نه منو او بايد رايي حساب نشي.
که لږ غصه سره را کمه کړو، له رښتيا سره تير نشو، او په تيرو ۱۳ کلونو کې پر پښتون شوي زياتي ته وګورو نو تر پسونو والله که کم هم وي، دا ځکه چې:
الف: لسو طالبانو وکولای شوای په ډيره اساني له دوی زده کړې، پرمختګ، په دولت کې ګډون، سياسي حق، نوماند کيدل،کاروبار، پاخه سړوکونه، جوړ پلونه، سوکاله ژوند، په زده کړو سمبال ځوانان او پيغلې ترې واخلي او په بدل کې ورته، خام سړکونه، بې تعليمه، په ايران، پاکستان، سعودي او نورو هيوادونو کې ورک بچيان، له دولت څخه لرې ولسونه، بې نومانده ولس، د الوتکو او شپنیو عملياتو سره يو ځای ژوند، بې تعليمې پيغلې او ځوانان ور په برخه کړي.
ب: پښتو بايد د جګړو، طالباني ترانو، شخړو، په فلمونو کې د منفي رول، له دفتر څخه ويستل شوې ژبه وي او هغه کس چې په دې ژبه خبرې کوي، په دې ژبه ليکي او ددې ژبې ويونکی وي بايد د ضياالحق امرخيل په څير په اکثريت قوم کې خاموشي غوره کړي، استعفا ورکړي او نور په کور کيني ځکه که په کور نه شي نو د ګور به شي.
ج: په تيرو ۱۳ کلونو کې د پښتنو محروميت ته په کتو سره په ټولو دولتي ادارو کې په تدريجي ډول کم شول، د کموالي لاملونه يي څو دي:
۱ـ بيا هم طالبان: ځکه چې طالب به په دولت کې په هر پوست کار کونکی پښتون لومړۍ تښتاوو بيا به يي واژه او يا به يي لکه بهرنی وګړی د جزيي په بدل کې خوشې کاوو، خو خوشې کولو يي شرط درلود او هغه دا چې بايد له دندې تير شي ان تر دې چې ښونکي مو و وژل شول او وژل کيږي، ښونځي وسوځول شول، څو ورځې مخکې د پوهنتون ۳۴ استادان او محصلين وتښتول شول، چې دې کړنې هم د هرې ورځې په تيريدو سره پښتانه په تدريجي ډول څنډې ته کړل، او نن يي په ډيرو ادارو کې په نشت شمارلی شو او که په يوه نيمه اداره کې وي هم هغه به په دري خبرې کوي په دري به ليکي او د پښتو او پښتون نوم به نشي اخیستی او که په دفتر کې ترې پوښتنه وشي چې رايه دې چا ته ورکړې نو کس ته به ګوري بيا به وايي چې احمد يا محمود ته.
۲ـ د قومي تعصبي څيرو له لوري ورته پراخې کندې ويستل: په ډيرو ادارو کې د پښتنو د انزوا لپاره مخامخ لارې چارې نه بلکه د طلوع ټلويزيون په څير ورته دسيسې جوړې شوي، په قومي تعصب تورن شول، وروسته ان تر دي چې پوليسو او امنيتي ادارو يي پر ضد دسيسې جوړي کړي دي او يو ډول انزوا ته کش شوي، نيول شوي، ګواښل شوي، له دندو لرې شوي دي.
دا کندې يوازې د امرخيل په کچه نه دي بلکه په ټولو ادارو کې په سيستماتيک ډول پښتانه ځپل کيږي، هغه چې پښتو وايي پښتو ليکي له بيلابيلو لارو تخریب کيږی او يو ډول په ډيرو ادارو کې شته پښتانه مشران هم خپل پښتون کارکونکي ته خبرداری ورکوي څو په پښتو ليک ونکړي ځکه دا خو تعصب دی، حال دا چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې تعصب نه لکه ژوند، آزادي، شخصي حريم يو مدني حق دی.
اوس اوس چې خبره تر ټاکنو پورې راغلي که په ريښتوني ډول راشو نو پښتون د سرونو اکثريت خو د وړتيا اقليت دی، چې د دوی په همدې اقليت ډيری کړۍ پوره پوه دي او نن يي حقې رايي هم ناحقې، او کړۍ کار يي هم له پسونو سره تشبيي کوي ياني انساني کړنه بايد حيواني شي، د بل ولايت ښځه دې متمدنه وي خو د هلمند ښځې دې نامتمدنې، وي، د پکتيکا ښځې دې اوس هم د غلامې په څير کار وکړي او رايه دې نه ورکوي.
دوی دا تشبيي د ټوکې يا د امرخيل د منسوبو خبرو په خاطر نه کوي، بلکه تر دې مخکې هم ددوی د ډيرو مشرانو دا ډول ويډيوګانې خپرې شوي دي چې پښتانه يي نه دي منلي او تل يي د نابودۍ هڅه کړې، همداسې عبدالله خيلو ته نيږدې رسنيو لکه طلوع تل پښتانه، وحشيان، نامتمدن، پردي پالي، په ټوپک مين، د سولې دښمن بللي دي.
څه موده مخکې به مو له همدې طلوع څخه د ننګرهار په شينوارو کې داسې يو راپور لیدلی وي چې پکې ويل شوي و چې پښتانه خپلې ښځې خرڅوي، په لومړي سر کې لږ لږ غږونه پورته شول، خو طلوع يو ستر او پتمن قوم ته د سپکاوي له امله هيڅ سزا ورنکول شوه او نه هم دې رسنۍ بيرته بخښنه وغوښته.
طلوع اوس په پښتنو او د عبدالله په خبره په پسونو ښه پوه شوې، چې د کار خلک پکې نشته، حساس او له جديت ډک قوم نه بلکه يو ويده، ژر په غصه کيدونکی خو په تشه خولو خندا پخلاکيدونکی قوم دی، که يي نه منۍ د چارو ادارې ته ورشۍ، چې کله صادق مدبر ورته يوه پياله شين چای ورکړي هيڅ کار هم ورته ونکړي خو د باندې پښتون وايي:(( والله دا مدبر خو ډير ښه سړی دی، ډير ښه سړيتوب يي راسره وکړ)) خدای دې بيخ وباسه چای څه کوې ستا چای څښلو، ويده توب، شملو،هغو دغو خو شته نسل تباه کړی دی او بل به هم تباه وي.
زه د امرخيل ننګه نکوم، زه د امرخيل کوم کارکونکی، نيږدې خپل، يا بل څه نه يم او په والله باالله ثم تاالله قسم کوم چې له نيږدې مې هم نه دی ليدلی، خو پر امرخيل شوی زياتی به کله هم تاريخ هيرنکړي، تاريخ به په امرخيل، د امرخيل په ملګرو هم قضاوت وکړي، ځکه امرخيل يوازې پښتنو ته نه بلکه ټول افغانستان ته منسوب سړی دی، ټول افغانستان ته يي کار کړی دی، د ټول افغانستان لپاره يي هڅې کړي دي او د ټول افغانستان د ټاکنو کمیسيون د دارالانشا مشر و نه د پښتنو د دارالانشا مشر، زه منم چې امرخيل استعفا ورکړه، خو استعفا ته اړ ويستل شو، مګر د عبدالله په پسونو افسوس راغی، ځکه امرخيل په ډير ډک زړه استعفا ورکړه، کورته ولاړ، په خپله ژبه يي خبرې وکړې خو هيڅ افغان يي په اړه له فيسبوک پرته مدني غږ پورته نکړ.
په طلوع کې د امرخيل له لري کيدو سره سم چکچکې شوې، د عبدالله په ناسته کې د امرخيل ناستو وروڼو عبدالحنان حقويون، جبار شولګري، فضل الرحمن اوريا، غازي نواز تڼي، محمدخان، طوفان وزيري، زلمي رسول، ګل آغا شيرزي، جاويد جان فیصل(( جان ځکه ورته وايم چې وړوکی ماشوم دی خو خولو يي ډيره غټه ده)) کله چې د خپل ورور د استعفا خبر واوريد نو د الله اکبر ناري يي پورته کړې او دوی ته امرخيل اسراييل او د ټاکنو کمیسيون ورته فلسطين ښکاره شو.
د پکتيا يو استازي عبدالحنان حقويون چې زه يي په ګرديز کې له درملتونه بيا تر نوماندۍ، د عمر له کموالي بيا تر جعلي تذکرې، کم عقلۍ او...... پورې پيژنم را پورته شو او د عبدالله په ننګه يي خپل قوم ته د پسونو خطاب تاييد کړ، د زابل استازی حميدالله توخی هم ډير خوښ و، ځکه توخي ته به شونې ده د پسونو نوم ورکول د وياړ خبره وي، جاويد فيصل هم د عبدالله د فتوا ننګه وکړه، طوفان وزير هم د هو سر ورته وخوځاوو.
په پای کې که په ۲۱ پيړۍ کې د ټکنالوژي، علم، پوهې، پرمختګ، کيمياوي وسلو او سمستماتيکې جګړې په ترڅ کې دا پسونه همداسې ويده پاتې شي، نن خو ښه ده بيا هم د حلال حيوان نوم ورکول شو، او ډير به وايي چې ځه خير ده (( پسه خو د جنت مال دی)) خو لرې نه ده چې بله ورځ به همدا قوم ته خلک د خره، سپي يا بل څه خطاب وکړي.
دوستانو په فيسبوک نه کيږي، لارو ته را وتل په کار دي.
په تشو خبرو نه کيږي، د طالب، آی اس آی او نورو پردي پالو ډلو مخنيوی په کار دی.
د ښځو مخنيوی او خرڅول نه بلکه د زده کړې، رايي او ژوند حق ورکول په کار دي.
ځوان محروم ساتل نه، بلکه بايد درس پرې و ويل شي، ليسانس او ماسټر شي.
که موږ ويده پاتې شو، د پاکستان له لوډسپيکر طالب څخه وډار شو، خپلې سيمې په خپله خوندي نکړو، په خپله لاس په کار نشو، نو نن پسونه خو سبا به د حلاليدو وړ يو او که حلال نشو نو د ډيرې بې سوادۍ، بې شعورۍ، تپل شوې جګړې له امله به د وزيرستان، پيښور، سوات په برخليک اخته شو، او زموږ کډې به هم د وزیرو،مسيدو او نور په څير په شاه وي، خو بيا به خوست، پکتيکا، پکتيا، لوګر،کندهار، بدخشان، باميان او غور نه وي چې کډې پکې واړوه بلکه نور به د ځمکې له مخه ورکيږو او ډير ژر مو د نسل وژنې يا((genocidio)) لړۍ هم پيل شي او په وزیرستان او مقبوضه پښتونخواه کې خو لا کلونه مخکې پيل شوې.
ما د ولسمشر له مشاورینو، بیا تر سناتور، وکيل، والي، وزیر، رييس، کارکونکي او... پورې يو پراخ نوملړ جوړ کړی دی او زه به ټول هغه پښتانه چې موږ يي تر پسونو هم بدتر کړي يو، په مستند ډول تاسو ته افشا کړم، څو بیا افسوس ونکړۍ او ليکونکی تاريخ پرې قضاوت وکړي او راتلونکی نسل ته پاتې شي.
نور بيا.. 
 سورس: benawa.com/fullstory.php?id=599

- بېرته شاته