(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او...

لیکوال  : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
 
د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتنو ایډیالوجیک بنسټ
دریمه  برخه 27.06.2014  .Fr
د پښتونولۍ  د حقوقي نورمونو ټرمینالوجیک مهم منل شوي کاڼسپټونه
 
افغانیت  د افغاني دودیزه ټولنې د حقوقي نورمونو، د ټولنیزو ارزښتونو او اصولو یوه منل شوي لرغوني ټولګه ګڼل کیږي . پښتونولي د پښتنو قبایلو یا د پښتون  ولس ترمنځ یو حقوقي، سیاسي، ټولنیز ، کولتوري او د قومي هویت یو نه ماتیدونکي نسلي تړون دی . پښتنه ټولنه کې د پښتونولۍ حقوقي نورمونه او ټولنیز ارزښتونه د څو پیړیو راهیسې ترنننه د پښتون افغان ستر ولس د سیاسي، حقوقي، ټولنیز او کولتوري  سولیز ګډ ژوندکړو وړه  سره سمبالوي . د پښتونولۍ د حقوقي پوهې بنسټ په  پرلپسې توګه د خپل  عصر او زمان د حقوقي ژورې پوهې خاوندانو، د مخوارو مشرانو، تجربه لرونکو متنفذومشرانو، باوجدانه، باضمیره  او سپین خولې انسانانو په کولکټیفي پوهه باندې ایښودل شوي دی .                                         دوی د پښتونولۍ ارونه، حقوقي نورمونه او ټولنیز ارزښتونه په یو شمیر کاڼسپټونو کې په نالیکل شوي  توګه د یو ولسي  ټولنیز تړون   په څیر مشخص کړي دي . د پښتونولۍ  په  فلسفه او فکري نړۍ کې د ستر پښتون   افغان ولس د شخصیت پيژندنې هر اړخیز انځور، د پښتونتوب تعریف، تفسیر او د یو پښتون  د پیژندګلوي خورا مهم توکمي عنصرونه پراته دي .                                                                                                                                 د لوی افغانستان  د خپلواکۍ  لپاره  د پښتنو سیاسي حماسي  مبارزو ډول،  ډول  ایډیالوجیک  اړخونه، د افغان پښتون  د ځانګړي دروند شخصیت ځانګړي  صفات او  پیژند په سړیتوب، ځواکمنتوب، ننګیالیتوب، توریالیتوب، میړنتوب، غښتلتوب، ژمنتوب او زړورتوب   د پښتونتوب په دودیزه  نارینتوب کې نغښتي دي . د دې ځانګړي خصویاتو په مقابل کې یو ننګیالی پښتون ته  د سلیم عقل، پوهې، فهم، زغم ، ننواتي او ټولنیز ولسي مسوولیتونه ولاړ دي . د ژوند په  دغسي یوه خورا حساسه سیاسي لار کې  یو اصیل پښتون افغان خامخا منځلاریتوب ، نرمښت او انحطاف پذیري ته مجبوريږي . پښتون ولس د پښتونولۍ په دودیزه قانون  او کاڼسپټونو کې خپل ټولنیز عالي ایډیالونه، خپل نړیوال لید، خپل حقوقي نورمونه، خپل ټولنیز اصول ، ارزښتونه، نرخونه، دودونه او معیارونه ټاکلي دي .
د همدې لاملونو  پر بنسټ پښتون  افغان ولس ته افغانیت د کولکټیفي مدني  غوښتنو، تمو او هیلو یو بنسټیز  تاریخي  رسالت   ګرځیدلي . پښتونولي خپل حقوقي نورمونه، ملي ارزښتونه، خپل اصولي نرخونو او غوښتنې د خپلو غړو او د خپلو وګړو څخه لري . دا هغه  زاړه  حقوقي نورمونه او ټولنیز ولسي ارزښتناکه ارزښتونه  دي، چې درست  پښتانه افغانان یې  د بشریت   تاریخ د لیکلو له پيل څخه د یو واحد خپلواک  ولس په څیر  د خپل  ملي هویت، سیاسي، ټولنیزو او کولتوري چارو پیژندګلوي په  برخه کې  په یوه اوږده تاریخي  مزي  باندې سره یو ځای ټینګ ګنډلي دي .                                                                                                         
پښتنو د پښتونولي حقوقي نورمونه او تولنیز ارزښتونه د لرغوني  اریانا  د مدنیتونو تاریخ په بهیر کې  د خپل ځان لپاره ټاکلي او رامنځ  ته کړي  دي . په  لومړۍ ځل پیر روښان خیرالبیان په پښتو ژبه ولیکلو او ورسره جوخت د اسلام د سپیڅلي دین فلسفه او د پښتونولۍ فلسفه  یې په ګډه وڅیړله . له همدې مهاله د پښتنو افغانانو د ملي تاریخ  د فلسفي لیکلو پیر پيل شوي دی .                                                                                                   د پښتو او پښتونولي حقوقي لرغوني  نورمونه او ټولنیز ارزښتونه نه پردي ، نه بهرني ، نه دولتي او نه تاریخ تیر زړي ورسته  پاتي  خبرې دي . پښتونولي  نه کوم مستعبد  ډیکټاتوري سرزوري سیستم  دی، نه  د ظلم زیاتي، نه  د غلا غدې، نه  د تبعیض، تعصب ، تحقیر ، نه د ښکنځلې  او سپکاوې کولتور دی، نه   د شر ، بدمرغۍ  او نه بدبیني لار ده .                                                                                                                                                                                   پښتونولي د افغاني ننګ  او غیرت  یو عالي لوړ احساس دی . پښتانه  له  دغي انساني پاک احساس  څخه د خپل ژوند په ورځنېو  چارو کې کار اخلي . نن ډیرې  پښتانه مجبور شوي دي، د خپلو پلرونو او نیکونو په شان د نن ورځ په نړیوال کلي کې د خپلي فردي خپلواکۍ څخه، د خپل خپلواکه ستر ګډکور لوی افغانستان څخه، د خپل  ملي یووالي څخه ، د خپل ملي احساس څخه، د خپل ملي هویت  افغانیت ، اسلامیت او د دیني مقدساتو، صفاتو او ارزښتنو څخه په پوره  میړانه او زړورتیا ساتنه او دفاع وکړي . افغانان مجبور دي، د خپل سپیڅلي  دین اسلامیت او د افغانیت د مقراتو او هدایاتو په رڼا کې د خپل ملي ولسي بیرته  یووالي په لاره کې یو بل ته د ورورګلوۍ لاسونه ورکړي او د یو روښانه  هوسا سباوون په  لور په ګډه روان شي.
پښتونولي د لرغونو زمانو څخه تراوسه په پښتنه ټولنه  کې د اړتیا په صورت کې د خپل عصر او زمان مطابق تل په خپلو کاڼسپتونو کې په  ولسواکه  ټوګه  د ټولنیز  عدل، انصاف، سمون،  رغون ، بدلون راوستو په لاره کې د بحث ، خبرې اترې، د نوی مدني انساني تعریف، تفسیر د  رامنځ ته کیدو لپاره حجرو، جرګو، ډیرو، جوماتونو او ان ګردي مېزنو ته لار ې خلاصي پریښي دي .                                                                                  د ساري  په  ټوګه، نن په افغاني مدني ټولنه کې  په کومو حالاتو کې او څنګه  د ننګ ، سیالي او د بدل له  کاڼسپټونو څخه کار اخیستل کیدايشي . د پښتونولي قانون  د پښتنو په  ټولو سیمو کې یو شانه  نه پلې کیږي، د پښتنو په یوه  او بله سیمه  کې لږ څه توپیر لیدل کیږي . د بیلګې په ډول لویه  پکتیا  کې ښځه  د یوستر جرم په  بدل کې په بدو کې ورکول کیږي . په  لوی ننګرهار کې په عیني جرم کې  ښځه په دبدو کې نه ورکول کیږي، بلکې  د جرم په بدل کې نغدې پیسې ورکول کیږي . یولامل ښایي د خلکو اقتصادي  بد حالت وي . بله خبره کله چې د پښتونولۍ دودیزه قانون په چوکاټ کې یوه سمه انساني، افغاني او دا سلامي حقوقو پربنسټ  حقوقي  پریکړي  وشي، دغه پریکړه یا فیصله دیوې قاعدوي  پریکړې په ټوګه د یو نرخ  په څیر  په  ټولو پښتنو کې  په متوازنه ټوګه نه خپریږي  او د یوي معیاري  پریکړې په څیر په نورو قضیو کې ترینه کار نه اخیستل   کیږي .  د پښتونولي قانون یا د پښتنو د جرګې دغسي پریکړې په لیکلي شوي  بڼه په ارشیفونو کې  هم  نه ساتل کیږي .
داسي نوري  مسلې، موضوعګانې  د خبرو اترو،  د سم  تفسیر، تعبیر او عامه  پوهوې  لپاره  د پښتنومشرانو او روڼ  اندو مخي ته  پرتي  دي .
پښتونولي له یوې خوا د خپلي حقوقي، جغرافیایي سختو شرایطو، د خونړيو تاریخي ناورینونو، د بهرنیو زبرځواکو هیوادو یرغلونو، پیچلي ټولنیزه کړکیچونو، کورنۍ جګړه ییزو حالاتو اونورو لاملونو له امله یو تصوفي، تصوري، خیالي، بي جسمه، بې حرکته ، بې کلبده، بې چوکاټه قانون  دی . سربیره پر دې  بیا هم پښتونولي د خپلو لرغوني منل شویو کانسپټونو سره د پښتون ولس یو وچ کلک نالیکل شوي بنسټیز قانون ګرځیدلي دی . په ټولیزه ټوګه پښتونولي د خپل ټولنیز، حقوقي، سیاسي، فلسفي پرنسپونو پربنسټ  د افغانانو خپله  نګه پښتني، ملي، سیاسي ټولنیزه فلسفي ایډیالوجۍ ده .                                                                      د پښتونولي دودیزه قانون او حقوقي نورمونو او ټولنیزو ارزښتنو د  علمیتوب  په اړه د افغانستان په پوهنتونونو، د علومو اکادیميو، پښتو ټولنه، د پښتنو مخورو پوهانو، حقوقي شخصیتونو، روڼ  اندو، حقوقپوهانو، ټولنپوهانو او اکاډیمیکو پوهنتوني مرکزونو کې ډیرې لږ ې علمي اکاډیمکې څیړنېزه  لیکنې، سیمینارونه تر سره شوي  دي . د پښتونولۍ په اړه په افغاني ټولنه او ډلیزو رسنیوکې د عامه پوهاوې، د اصلاح ، سمون، ګوت نیوونکي   اند جوړونې په اړه خبرې اترې، بحثونو ته  هیڅ ځای او  وخت نشته .
جګړه یو استسنایي بیړنۍ ځانګړۍ حالت دی . افغانان پښتانه نږدې څلویښت کاله  په یو بیړني استسنایي جګړه ییز بد حالت کې ژوند کوي . د اسلام سپیڅلي مکمل دین  د پښتونولي قانون ټولې حقوقي نیمګړتیاوې او کمښتونه ور پوره کړي دي . افغانان پښتانه او پښتونولي ویاړي، چې په دوی کې د اسلام د سپیڅلي دین روح ، سا او دسپیڅلي ارزښتونو صفات شته دي .                                                                                                                                د پښتونولۍ مهم  پرنسیبونه   سیالي او میلمستیا په پښتنه ټولنه کې  د انسانانو تر منځ د مشروع سیالۍ له لارې ټولنیز، اقتصادي پرمختګ او د ژوندي پاتیکیدو په ستراتیجیکې کې اغیزمنه  همکاري او همغږګې رامنځ ته کوي  . پښتونولي کې د افغاني ټولني د ځانګړو شخړو،ستونزو، افغاني لانجو، حقوقي کړکیچونو او دعووې د هواري مهم عنصرونه  شته دي . پښتونولي کې د سولې او پخولا ینی،  د ورور والۍ او عزیزګلوۍ ښکلي انساني پرنسیبونه او ارزښتونه  شته دي . پښتونولي نه یواځې د لرغونو زمانو څخه د یوې خپلواکۍ مدني  ټولنې  پرنسیبونه  په  خپل  ټولنیز سیسټم کې لري ، بلکې پښتونولي په افغانانو کې د خپل ګران هیواد خپلواکۍ، د ملي نوامیسو  او ملي ګټو څخه   د فاع  اراده او د ځواکمنتوب یو ګډ ملي احساس  را ویښوي . 
پښتونولي  د خپل ځواکمن ځواک درلودلو سره د پښتني افغاني کولتور، افغاني اسلامي هویت  او د پښتني ټولنې د ټولنیزو اصولو یوه لرغوني ایډیالوجۍګرځیدلي ده . لرغوني پښتونولي لاتر اوسه د پښتني ټولنې په ټولنیز جوړښت، ملي کولتور راویښولو او ټولنیز سیاسي چاروکې  یوه ځواکمنه  پخه کاري ښکارنده ده . پښتونولي  د پښتنو په ټولنه کې ډول، ډول حقوقي، دولتي، سیاسي، اقتصادي،کولتوري او تاریخي   چاروکې پرفیکټ ریفورمونه  او بدلونونه رامنځ ته کړي دي . پښتونولي د خپل تاریخ  په  بهیر کې ورو ورو د یو شمیر حساسو تاریخي مرحلو څخه په تیرویدو سره  د پښتنو بنسټیز قانون ته وده کړي .
پښتانه پوهیږي، چې دوی ته د پښتونولۍ د جرګو مرکو، د خبرو اترو او د زغم ستر کولتور ي  سیسټم له پلرو او نیکو  څخه په میراث پاتي دی . دوی اوس مجبور دي، د خپلو پلرونو او نیکونو د میراثي ارزښتنو څخه په میړانه، ننګه، پالنه او ساتنه وکړي . پښتانه مجبور دي ، د خپل د سر دبقا، ارتقا لپاره دغه ټولنیز  مهم اصول او ارزښتونه د خپل  ورځني سیاسي، ټولنیز ژوند کې نوره جوت او ښکاره کړي او د خپل  افغان ملي اسلامي  دولتونو کورنۍ او بهرني سیاست  په افغانیزه کولو کې پوره ونډه  واخلي . تر څو ایرانیانو ، پنجابیانو، نور مغرزو بهرنې او کورنۍ غلیمانو ته پته ولګیږي، چې دا افغانستان دي او لوی افغانستان د ټولو افغانانو پښتنو د ملي ارزښتنو او دودونو ګډ سوله ییز کور دی .  
د نړۍ  په تاریخ کې دا ثابته خبره ده، چې پښتانه افغانان  په خپل دین ، مذهب  او د خپل    هیواد خپلواکۍ باندې پښتني ننګ ، غیرت کړي او کوي . د مقدوني ستر سکندر او د فارس د  داریوش له امپراتورۍ څخه را نیولي، بیا کله چې د انګریزانو په  امپراتورۍ کې لمر نه ډوبیده او همداسي پخواني شوروي اتحاد شپاړلس جمهوریتونه یا اسلامي هیوادونه  لاندې کړي وو . نړۍ کې  داسې اسلامي  یا غیر اسلامي هیواد او  ولس نه وو، چې د انګریز انو د ښکیلاک او د شوروي کمونیستي نړیوال زبرځواکونو په وړاندې لکه  د افغان باغیرته، با توره،با شهامت ولس په څیر وسله وال  مقاومت  پيل کړي او د خپل هیواد د خپلواکۍ جهاد په  بریالي توګه   ترسره کړي . هیڅ  څوک  د افغانستان  د خپلواکۍ ګتلو  په  سترو  حماسی تاریخي معرکو  کې د اسلام سپیڅلي دین  د ایمان  جزبات او د پښتونولي  د ننګ، غیرت  او د پښتنې د تورې ګډ ځواک او ارزښتونو رول  له  پامه نشۍ غورځولي .
د پښتونولي قبایلي حقوقي نورمونه، حقوقي تصورات   او ملي ازادي  بښونکې ارزښتونه اصلأ پردې بنسټ رامنځ  ته شوي دي، چې د هر پښتون سړی خپلواکه انفرادي شتون او مدني ازاد ژوند تضمین شي . د هر پښتون  افغان د  درني کورنۍ ستر، عزت، پت ، پرده او بشري  حقونه غوندي وساتل شي. د هرې پښتنې قبیلې قبایلي جوړښت څرګند او  یو د واحد ملت په  وجود کې سره را غوندي  وساتل شي . هره پښتنه قبیله باید د خپلې سیمې واک او اختیار د یو واحد ستر افغان ملت درامنځ ته کیدو لپاره په خپل  لاس کې ولري . پښتانه پوهیږي،  چې دوی د خپل توکمې  او قبایلي ځانګړي جوړښت له  امله تل د پښتون ولس وجود، د پښتنو پاکه خاوره ، د پښتنو افغاني ملي کولتوري، ټولنیز ارزښتونه د ناځوانه  سپین سترګي د ښمن د بریدونو او ګواښونو لاندې  راغلي  دي . د پښتنو افغانانو کورنۍ او بهرنۍ دښمنان  هڅه کوي، چې د پښتنو افغانانو د همدې توکمې او  قبیلوي جوړښت، بې اتفاقي، ځانځاني، د پښتنو ګډوډیو، ناپوهې او د پښتنو د مشرانو  مرکزیت  نشتون  اویا عملآ پښتانه مشران  په یوه واحد مرکزیت  د نه راتولیدو له امله او د یو پوهه متفکر پښتون افغان د تشې له امله ،دپښتنو ملي مشر تابه جرګې د نشتون له امله، ځینې بې ننګه ،نا پوهه، بې خبره ، بي غیرته، بې عزته او د پیسو  وږي  پښتانه د دښمن لخوا په  څو روپیو په کرایه اخیستل کیږي . دښمن دغه ناپوهه خلک د پښتون در په دره ولس په وړاندې د خپلو شومو موخو لپاره استعمالیوي او  بالاخره دښمن د پښتون افغان ولس د هري کمزورې څخه ګټه اخلې او خپل بې  شرمه ، ناځوانه، بې رحمه بریدونه  تر سره کوي .
د پښتونولۍ د ننګ،غیرت، پت، پردئ، ستر، حیا، شرم او اخلاقو لرغوني ټولنه
لوی افغانستان  د پښتونولۍ د حقوقي نورمونو، ټولنیزو ارزښتنو او عرفي قوانینو یوه  ستره  نه ماتيدونکي دودیزه  لرغوني کلا یا  ماڼۍ ده . افغاني ټولنه کې افغانانو ته پښتنې حقوقي نورمونه، ټولنیز ارزښتونه، اصول، دود او دستور ځکه  منل شوي دي، چې دا  ارزښتونه د ولس په فکرونو، زهنونو او زړونو کې خپلي ژورې  ریښې لري . افغاني  دودیزه  ټولنه  کې د افغانیت  نالیکل  شوي عرفي قوانین  ټولنیز اخلاقي قوانین دي، چې د لرغونو  زمانو څخه د ولس په ضمیر، وجدان  او زهنونوکې  خپلي ژورې ریښې ځغلولي دي  .
د پښتونولۍ حقوقي نورمونه الزامي  قوانین دي، چې ولسي وګړو ته د خیر ښېګڼې او د ټولګټي عامه  چارو په برخه کې لارښووني کوي  او له  دغو حقوقي نورمونو څخه  د شخړو، دعووې  په حلو فصلولو کې د مرکچانو له  خوا په  جرګو او مرکو  کې کار اخیستل کیږي . پښتنه ټولنه کې که څوک  د پښتونولۍ قانون نه مني او یا مخالفت ورسره کوي، دی  د پښتني له ټولنې څخه شړل کیږي ، یا دی  په پښتنه ټولنه کې خامخا د ټولنې هر  غړي  ته  د یو بې اصوله  سړی  په  څیر په  سپکه  سترګه کتل کیږي .
د ټولنې ساتنه، په ټولنه کې د خیر ښېګنې او د ټولنېز پیوستون  چارې د یوې   ټولنې د ملا تیر  جوړوي . له همدې امله پښتني ټولنه کې نارینوو ته په  ماشومتوب کې د ننګیالیتوب او توریالیتوب دوه ګوني ایډیالونه  او ارزښتونه ورزده کول کیږي . هر  اصیل پښتون  ته په کور دننه او په ټولنه کې د  همدې ارزښتمندو ارزښتنو په  چوکاټ  کې ښوونه او روزنه  ورکول کیږي . تر څو په ټولنه کې هر نارینه سړی  یو  ریښتنې ننګیالی او توریالی پښتون افغان واوسي . یو پښتون په پښتنه ټولنه کې هغه مهال  یو ننګیالی سړی  پیژندل  کیږي، کله چې دی  د پښتي یا د افغانیت په عالي ارزښتنو او اصولو کې روزل  شوي وي . د پښتنو په پښتني مفکوره کې یو ننګیالی سړی یوسپیڅلي، سوچه، شریف، با عزته، ممتاز ، دروند صفته، یو ریښتنې هودمن او  اصولو ته ژمن انسان دی . یو ننګیالی  سړی تل د کمزوري ، بې وسه انسانانو مرستي ته و دانګې، همداسي دی د ښځو او ماشومانو څخه  په  میړانه  ساتنه او دفاع کوي . یوننګیالی د خپل کلي د بې وسو، نېستمنو، بې وزلو، فقیرانو ، ناییانو، ډمانو، هنرمندانو او مساپرو څخه  ساتنه  او  په میړانه د سر  په  بیه دفاع کوي . ځکه  دغه ډله  خلک په  ټولنه کې بي وسلې، بې دفاع او زر ز یانمن کیدونکې خلک پیژندل شوي  دي .
یو ننګیالی  سړی  تل  ځان  وجدانآ  د ټولنې یو خدايي خدمتګار بولي، دی د خپل سر په بیه په  ټولنه کې  د الله (ج)  د رضا  لپاره  د خیر ښېګنې ټولګټي چارې  تر سره کوي . یو ننګیالی اصیل  پښتون  خپل ځان  ته زیان مني ، خوهیڅ کله خپل قام زیان او د ټولنې ملا نه ماتوي ، دی  په خپله خوښه  له ځانه zivilcourage   یا ولسي  جرآت  ښیي . ولسي جرآت  د انساني ژوند یو مهم اساس دی ، چې  په  یوه  خپلواکه  ټولنه کې سړی پرته له ویرې او زورزیاتي څخه خپل نورمال   ژوند وکړي .                                                                                                                                                                                                            یو زړور تګړه توریالی  غیرتمن  جنټرمین اصیل پښتون پوهیږې، دی  څنګه په خپله وسله  د خپلي کور نۍ غوندیتوب ، د خپل عزت ، د خپلو خپلوانو، دخپل کلي، د خپل پټی، د خپلي سیمې، د خپل ولس، د خپل اسلامي هیواد  د کولتور ي ارزښتنو  څخه ساتنه  او دفاع  وکړي . دی په دې هم پوهیږي ، چې دی خپله توره   څنګه  د بې انصافي، بې عدالتي، د ظالم  او تیرې کوونکې په وړاندې بریالي استعمال کړي . نن د پښتنو په سیمو کې  د اوږدې جګړو له امله د کلاشینکوف او ډالرو کولتور  خپورشوي دی . د دغې ناوړه او پښتني ضد کولتور له وجهي ورور خپل ورور بې ګناه  وژني، جوماتونه ، جنازې او ښوونځې  په بمونه کې  الوزي . د کلاشینکوف  او ډالرو کولتور د رامنځ ته کیدوسره افغاني ټولنه کې مادي او معنوي ارزښتونه  په له منځه  تللو دي . د دې  ناوړه  دود او ناوړه کولتور او د دغي خطرناکه ویروس د لمنځه وړلو یو اځني لار پوهه ، د پښتو او پښتونولي اصیل اصول بیا ژوندي کول دي .
پښتانه میلمه پال خلک دي . پښتني ټولنه کې  نه یواځې د میلمه پالنې  سپیڅلي حق یا رښت شتون لري ، بلکې د یو محتاج  او د پناوړونکې انسان د بنسټیزو  حقونو د ساتني حق هم شته دی . کله  چې څوک  د کلي  یو خان یا مخور مشر ته پنا ه وروړي، دکلي خان  مجبور دی،  د خپل پښتني ننګ، غیرت، نام او نښان  دساتني لپاره د پناور وړونکې سړی  د ژوند څخه د خپلي ویني په بیه ساتنه وکړي . د اړتیا په صورت کې د میلمه پال لخوا د پناوروړنکي سړی څخه تر امن سیمې پورې  بدرګه  هم  کیږ ي .
پښتني  ټولنه کې د حساسي  ملي  مرکزې  مهمو  ټولنیزې  چارې او د انفرادي  ټولنیز ملي مسوولیتونو  په ترسرکولو کې څوک  چا ته پیسې یا  اجوره نه ورکوي، بلکې د پښتنو د مشرانو له  لوري   ده  ته د قدر، عزت،  درنښت   او د سړیتوب غیرتمن درانه القاب  ورکول کیږي ، خلک ده ته په درنه سترګه ګوري ، ده ته د عزت او ګرانښت معنوي اجوره ورکول کیږي او  ده ته د قا م  د مشر  په  ټوګه  پټکې ور په سر کیږي . دي تل  په میړانتوب  او ښه نومونو  باندې ستایل او نازول کیږي .  په بله وینا، ده ته  په  ژوند  کې دنیوي  او اخروي  معنوي   حق الزحمه ورکول کیږي  . پښتانه  د چا ښه  او بد نه هیروي .                                                                                                  افغانانو خپل  امن ، نظم  او سولیز ګډ ژوند ته په  دوه مهمو  پرنسپونو کې د ننګ  او شرم   په  کانسپټونو  کې لار ه موندلي شي . پښتنه ټولنه کې که څوک د خپلو مسوولیتونو او ټولنیزو چارو په تر سره کولو کې پاتي راشي، دی  د سر ټیټوالي، شرم ، بې عزتي او بې ننګې سره مخامخ کیږې . دی  د ټولنې څخه   د ویستل کیدو  په سزا هم محکوم کیږي . پښتنو کې د پښتونولي  مرکزي  مهمي  ټولنیزې  چارې  په  دودیزه  توګه د پښتونولۍ د حقوقي نورمونو او مذهبې اسلامي عقایدو په  چوکاټ  کې  د اسلامي  قانون او مورال  پر بنسټ   ټاکل او فیصله کیږي . له دې لارې   د پښتنو مشرانو او په ټولنه کې د اغیزو خاوندانو پریکړېو ته نوره  حقوقي، عدالتي، مذهبي،اعتبار ، ثبات  او حیثیت ور بښل کیږي .
پښتون ولس او پښتنه ټولنه کې عزت ، درنښت  او مشرتوب  هغي چا  ته ورکول کیږي، کله چې  یو څوک د پښتونولي ارزښتونه او نورمونه عملآ  په خپل ژوند کې عملي وښیي او په افغاني ټولنه کې د ولس  په چوپړکې د خیر ښیګنې او ټولګټي مهم  مثبت رول  ولوبوي . کوم سړی  چې  په ټولنه کې  د خپلو ټولنیزو چارو په ترسره کولو کې په ښکاره توګه پا تي یا ناکامه شي، دی د شرم  سره مخامخ کیږي . د ټولنې څخه  ایستل کیږي او حتا په ځینو مواردو  کې دی په مرګ  هم محکوم کیږي .
د پښتنې ټولنې  د ننګ ، غیرت، ویاړ  او د شرم  ارزښتونه د  نارینه  او ښځینه وګړو په روح او زهن کې یو شانته او په برابره  توګه چلښت لري . د ټولنې  په ټولنیز و چارو کې د ننګ  او شرم کولتوري  ارزښتونه   ښځینه او نارینه جنسیت  ته په کتو سره د دوی  ځانګړو چارو رول او په  ټولنه کې د دوی د مسوولیت منلو او وڼدې سره تړاو لري .  پښتنه ټولنه کې نه یواځې په ملي  او نړیواله کچه پیژندل شوي  ننګیالي اتلې  ښځې لکه د میوند او سوات  ملالې شتون لري ، بلکې  ډیرې  بې نامه او بې نښان ننګیالي، توریالي، غیرتمنې اتلې  پښتنې  ښځې شتون  لري .
کله چې پښتنه ټولنه  یا یوه  پښتنه کورنۍ کې د نارینه کمښت احساس یا رامنځ ته شي، یا نارینه  په جګړو یا کومه بله طبیعي پیښه کې لمنځه  لاړ شي . پښتنه ټولنه کې داسي هم پیښ شوي  دي  او دا  شوني ده ، چې  پښتنې ښځې په  ډګر او جرآت سره د نارینوو چارې په خپله غاړه واخلي . پښتنې ښځې  په پښتنه نارینه سالاره  ټولنه کې د نارینوو د ننګ  او غیرت  چارې تر سره کوي . په دې مانا، پښتنه ښځه د نارینه جامي اغوندې، پښتنه ښځه د نارینه پټکي او یا هم خپل ټکري په سر کوي . ښځې د وسلې سره ګرځې، ښځه   وسله استعمالوي شي . که څه هم پښتنه ټولنه یوه  نارینه پاله  ټولنه ده، یوه پښتنه ښځه کولي شي، چې د نارینه  په شان   ژوند وکړي . په همدغه نارینه سالاره  پښتنه  ټولنه کې ښځي ته د نارینه په څیر درنښت کیږي .کله  چې پښتنه ټولنه کې پښتنې ښځې په  پښتني  ستر او اسلامي حجاب کې د نارینه په رول کې په درناوې ،په درنښت او عزت کې ستایل او نازه ول کیږي . ښځې د دې  اشرافي عالي ارزښتونو څخه ، کوم  چې د ننګیالیو  نارینوو د شان او شوکت  لپاره اعتبار او  چلښت لري، خوند اخلي . دا پښتنې ارزښتونه د دې لپاره ښځينه جنسیت نه ورکول کیږي،چې ښځه ده ،بلکې د یو انسان شخصیت یا ښځینه شخصیت ته ورکول کیږي، کوم شخصیت  ته چې د ټولنې د ساتنې لپاره ،  دیوې سترې ګواښمني ملي  ټولګټي دندې تر سره کولو او د خپل ولس د چوپړ او ساتنې او په ټولنه کې د یو مثبت  رول لوبولو لپاره ملا تړلي ده ، ورکول کیږي .
پښتنې ټولنه کې مرکزي مهمي  ټولنیزې چارې د دودیزه حقوقي نورمونو او مذهبي عقیدوي چوکاټ کې تر سره کیږي . په  ټولنه کې د  همدې  دووې  حقوقي لارو له  لارې    مکافات  او مجازات پلي  کیږي .
پښتنو کې  امن، نظم  او ګډ سولیز ژوند پر دوو عنصري پرنسیبو یا د ننګ او شرم پربنسټ باندې تنظیم شوي دی . عزت او درنښت د هغي چا په نصیب او په برخه کیږي، چې دی خپل ټولنیز مسوولیت ادا کړي . شرم هغي چا ته متوجي کیږي، چې دی په ښکاره ډول د یوانفرادي شخص په څیر ناکامه شي او د خپل  ولس  ملا ماته کړي .
پښتانه پوهیږي ، چې دوی په یوه  نړۍ کې چې له دښمني او تربګني څخه  ډکه ده، ژوند کوي . پښتون مجبور دی، د خپل فردي  شتون لپاره ، د خپل خود مختاره  ژوند لپاره، د خپل ولس د بقا او ارتقا د دعوه لپاره  په ګډه د دښمن د ناروا بریدونو په وړاندې ودریږي . تر څو دوی خپل ځانونه دښمن د ګواښونوڅخه وساتني، ورسره د خپلي قبیلي د هر یو غړي خپلواکي یا خود ارادیت جوت وساتلي شي . د اړتیا په  صورت کې دوی مجبور دي، چې د دښمن څخه  په متناسبه ډول خپل بدل واخلي . که یو پښتون داسي ونه کړي، دی په خپله قبیلوي ډله او ټبر کې خپل عزت ،حیثیت ، خپلواکۍ او ټولنیز  پرستیژ له لاسه ورکوي . 
پښتانه پوهیدلي او په  دې فکر کې دي ، چې ټوله نړۍ د دوی سره په دښمني، بدي او تریګنې کې بوخت ده. د نړۍ څخه د یو داسي تربګنېزه،کړکیچن او له  دښمنیو څخه ډک انځور لرلو په چوکاټ کې، په کوم کې چې یو قبایلي پښتون افغان نارینه غړي ژوند او حرکت کوي ، پښتون دې ته مجبور یږي، مخکې له دې چې دی د یو غیرتمن، هوډمن او یو میړنۍ سړی ښه نوم وګټي . دی باید په ټولنه کې دیوعزتمن ، غیرتمن او ژمن سړۍ  په توګه خپله خپلواکۍ په پوره  ډول په خپل واک او اختیار کې  ولري . تر څو دی ځان ته د میړنتوب ، سرښندني یا سړیتوب په ځانګړو او صافو او صفاتو کې لکه د پښتني ننګ، افغاني غیرت، تورې او توریاليتوب  ښه نومونه ځانته انعام او ډالۍ کړي . یو ریښتني اصیل پښتون افغان په دي باور او مفکور کې دی، چې دی په  نړۍ یواځې د یوداسي ښه نوم ، عالي انساني  ارزښتونو د ګټلو لپاره ژوند کوي . 
د پښتونولۍ په رسمیت نه پیژندل شوي  حقوقي نورمونه
حقوقي نورمونونه د حق او قانون مهمي برخې جوړوي یا د حقوقي سیسټم نه بیلیدونکې مهم توکې دي .                    نورم  یا norme  یو لاتیني تورۍ دی او د یوې زاویې واحد مانا  ورکوي . حقوقي نورم  هغي قاعده ته  ویل کیږي، چې حق یا قانون په کې شتون ولري . په دې مانا، حقوقي نورم باید یو مشخص عمل یا  کړنې څخه ممانعت وکړي او یوې کړنې یا عمل  ته اجازه  ورکړي . په عمومي ډول حقوقي نورمونه  او  ټولنیزو نورمونه د یو بل سره توپیر لري .
حقوق د حق یا ریښت   جمع  ته  ویل کیږي . حقوق د قوانینو مجموعه او یو ټولنیز نظام دی، چی د انسانانو له طبیعت څخه الهام اخلي او هغه څه تثبیتوي، چي انصاف او عدالت ورته ویل کیږي .                                                         په  لنډه توګه حقوق د یو شمیر قوایدو او مقرراتو مجموعي ده، چې د وضع شویو مقرراتو له لارې په ټولنه کی د انسانانو ترمنځ د یو بل سره اړیکی لري او د دوی  اړیکي د نورو عالي اورګانو سره تنظیموي . دغه قواید او مقررات د قانون یا حقوقي نورمونوله  لارې ټاکل کیږي، ښودل کیږي او پلي کیږي . په همدی ترتیب سره په ولس کې  یا د وګړو ترمنځ دودونه، نرخونه او رواجونه، د یوي اوږدې مودي په بهیرکې ورو ورو دود کیږي . دا دودونه، نرخونه او رواجونه د دودیزه قانون یا عرفي حقوق په نامه پیژندل کیږي او په  ټولنه کې له همدې نرخونواو نورمونو څخه استفاده کیږي . په بله وینا، حقوق د یو شمیر قواعدو او مقرراتو ټولګې ته ویل کیږي، چی د تاریخ په یوه معینه زمانه کي پر خلکو باندې مسلط او حاکم شوي وي او خلک مجبور وي، چې دغه وضع شوي قواعد او مقررات راعایت کړي .                                                                                               د نړۍ د نن ورځ په اصولو ولاړه حقوقپوهنه،حقوقي سیستم ، د حق یا د حقونو مجموعه، پایله او منځ زړي په ټولنه کې د چلیدونکې حقوقي نورمونو څخه که هغه لیکل شوي  او یا نالیکل شوي نومونه دي،  رامنځ ته شوي . حقوقي نورمونه، معیارنونه او قاعدې د یو انسان  دکړه وړه او یا د یوې انساني ټولنې لپاره رامنځ ته کیږي . حقوقي نورمونه د دې لپاره رامنځ ته کیږي، چې انساني مدني ګډ ژوند په انصاف او عدالت کې سمبال شي . حقوقي نورمونه ټولنیز کړکیچونه حلو فصلوي او په ځینو اضطراري حالاتو کې د زور څخه هم په کې کار  اخیستل کیږي . لکه د پښتونولي د جرګو پریکړې او فیصلې د اربکیانو یا قومي لښکر لخوا هم پرخلکو باندې د زور  د استعمال  له لارې  تطبیق شوي دي .
پښتنه ټولنه کې د پښتونولۍ حقوقي نورمونه او ټولنیز اصول هم د همدې  نړیوالو منل شویو حقوقي پرنسیبونو پر بنسټ رامنځ ته شوي دي .
حقوقي نورمونه حقوقي  معیارونه  دي  او په ټولنه کې د وګړو د کړو وړو لپاره یو قاعدوي کرکټر لري . د دولت  لخوا ګرانټي شوي، منل شوي  حقوقي  کړه  وړه  او د حقوقي نورمونو ټولګه  او پایلي  ته  رسمي حق  یا په  رسميت پیژندل شوي  حقوق  ویل کیږي .
د حق مفهوم  هغه عمومي نورمونه او قاعدې احتوا کوي، کوم چې د دولت لخوا ګرانټي شوي  وي، تر څو د انساني مدني ژوند او د انساني ژوند د لانجواو شخړو هواري د قضایي پریکړو له  لارې په دولتي  چوکاټ کې تر سره شي . په عمومي ډول نورم  یو الزامي معیار یا  (باید معیار ) ته ویل کیږي .                                              حقوقي نورمي معیارونه خپل مخاطب  لري او د لیک اخیستوونکې پته یې مالومه وي .
د پښتنو د پښتنونولي قانون او حقوقي نورمونو د جرم  د پیښیدو څخه  مخکې ټاکلي، چې څوک په کومو حالاتو کې برآ ت اخلي او یا څوک  په  کومه سزا محکوم او یا  نه محکمیږي، یا یو څوک څنګه  د ګواښ په  حالت کې ساتل کیږي او یا  پناه ورکول  کیږي . یو چا ته څنګه د یو ناوړه عمل په  بدل کې سزا ورکول کیږي . یو څوک څنګه په قتل محکوم کیږي . یو څوک څنګه نغدي جریمه ته اړ ایستل کیږي، یا  یو څوک څنګه خپله پیښيمانې، ګرموالي، پړوالي مني او یو څوک په څه  ډول ننواتي کولي شي . پښتنې ټولنه کې چې هر څوک یو حقوقي نورم یا نرخ  مات کړي ، پرته   له دې چې د جرمي عمل انګیزه  وڅیړل شي، هغه یو تیرې کړي  دی او د پښتونولۍ یو نرخ یا حقوقي نورم   یې مات  کړي دی .
د حق منبع ، سرچینه   او بنسټ  تل  یوه  حقوقي ټولنه  وي، په کومه کې چې خلک  ژوند کوي .
که څه هم تر اوسه  د افغانستان قضایي او عدلي سیسټم د پښتونولي حقوقي نورمونه په رسمیت نه دي پیژندلي . بیا هم  د پښتونولي د نالیکل شوی ا و غیر رسمي قوانینو یوه  برخه د افغانستان  په رسمې  قوانینو او  دولتي جوړښت کې  لیدل کیږي . د افغانستان  په تقنیني قوانینو کې دود، دستور  یا عرف  اعتبار لري او ځای ورکړل شوي دی . د افغانستان  په مدني قوانینو کې راغلي، کله  چې حکم  په قانوانینو کې، د اسلامي شریعت احکام او د حنفي فقي په اساساتو کې شتون ونه لري . محکمه کولي شي د عمومي عرف ، دود او دستور مطابق  حکم  صادر کړي . شرط دا دی، چې عرف  د قانون د احکامو، اساساتو او عدالت سره په ټکر کې نه وي .
د افغانستان د معاصر قوانینو یا د عدلي او قضایي نظام جوړونې سیسټم  د ۱۹ پیړۍ په نیماي کې د امیر شیرعلي خان د دویمي دورې څخه را پیل شوي دی . دافغانستان  حقوقي سیسټم یو پلورالیستي سیسټم دی . که موږ  د افغانستان د قوانینو مجموعه په یو هرم یا مثلث کې د سلسلي مراتب په بڼه ولیکو، لومړۍ د افغانستان اساسي قانون راځي، دوهم د قران قانون یا داسلامي شریعت قانون، دریم د افغانستان د جزا‌ْ قانون، همداسي د افغانستان مدني  قوانین، د افغانستان د جزایي اجراعاتو قانون ، دپولیسو، د ترافیکو د جادې قانون ، نړیوال منلي شوي قوانین او نور .   د ټولو قوانینو لاندې  او د افغانستان د قوانینو په بنسټ  کې د افغاني ټولنې حقوقي نورمونه او حقوقي تعاملاتي  دودیزه قانون راځي .  دغه دودیزه قانون او حقوقي نورمونه باید د افغانستان په ټولو قوانینو کې منعکس شي او څرګند واوسي .                                                                   تر څو هر ځوان افغان او هرې پیغلي افغانه ښځي  ته دا احساس پیدا شي، چې دغه افغاني قانون زما لپاره  دی، دغه قانون   زما د ټولنیز ژوند د کړو وړو چوکاټ تعیننوي  او بالاخره یو افغان  باید باور ي شي، چې دا  قانون زما په ګټه  دی . افغانستان کې د قانون  حاکمیت  نشتون  ډیر لاملونه لري ،یو لامل  دا دی، خلک  قانون ته ځکه  درناوې نه کوي، چې دوی خپل  ملي منل شوي ارزښتونه   او دودونه  په قانون کې نه وینې .       پښتونولي د افغانستان یو نا رسمې  حقوقي سیسټم دی . دغه نا رسمې بنسټونه یا دسیمه ییزو جرګو سیسټم د اوسني رسمې قانوني سیسټم څخه مخکې  شتون  درلود. کله چې د پښتنو یا د پښتنو په سیمه کې لانجې، شخړې یا اختلافونه  رامنځ ته کیږي . دعوه یا قضیه  د دواړو دعوا  ګیرو  غاړو له  لوري په خوښه محلي جرګې  ته وړاندې کیږي .
همدا اوس د افغانستان رسمې حقوقي قضایي سیسټم د څولسیزو د جګړو له امله  فلج او د لمنځه تللو په حال  کې دی . کلیوالي خلک د خپلو لانجو  د حلو فصل په برخه کې نا رسمې بنسټونو ته په ځانګړي ډول محلي جرګو ته مخه کوي .  د افغانستان   په کلیوالي سیمو کې نږدې او یا سلنه  شخړې او دعووې د پښتونولۍ  قانون  او سیسټم له مخې هواري کیږي .
 افغانستان  کې  نن  د نافذه قوانینو  په  ځای  د پښتونولي حقوقي  نورمونه  او  عرفي  قوانینو عملي کیږي .
جرګه یا مرکه د قبیلې د مشرانو، د مخورو سپین ګیرو او د ټولنې د اغیزناکې څیرو غوڼده ده ، چې شخړې، اختلافونو ته افغاني حل مومي  او یا د یوې مهمې موضوع په هکله د پرېکړې نیونې لپاره دیوې لوی  ډایرې په بڼه سره جرګه ګیږي . دا نا رسمې بنسټونه د شخړو په  حل کې د افغانستان مدنې او یا جزایې قوانین نه پلې کوي، بلکې  اسلامې قوانین، قبیلوې  دودیزه قانون، د لویانو، مخورومشرانو، سپین ګیرو جمعی عقل، تجربو او د انصافي پوهې ترکیب ته یوه عملي بڼه ورکوي .
غیر رسمې قوانین د ساده یا غیر اصولي او یا بې مسلک، مفاهیمو سره باید ګډ نه  کړل شي . د پښتونولۍ سیمه ییزه عدلي او قضایي سیسټم پر یو نالیکو ل شوي عرفي مدني قوانینو او پښتنې حقوقي نورمونو باندې  ډډه  لګولي ده . د بیلګې  په توګه  د پښتونولي قانون   پر بنسټ   په معمولي سیمیزو جرګو او مرکو  کې  پریکړې د اخلاقو، انصاف، عدالت او د ریښتینولي څخه په ښه درک کې ترسره کیږي .
پښتنه ټولنه په دودونو نرخو ولاړه ټولنه ده . لویه پکتیا د پښتونولي د جرګو او مرکو ستر ټاټوبی دی .  
په ۱۹۷۵ کال کې الماني حقوقپوه ښاغلي ویلي ستیول Steul Willi دخوست  په  ولایت کې د پښتونولي د جرګو او مرکو په ستر تاریخي  ټاټوبی کې د پښتنو او پښتونولي  حقوقي نورمونو څخه  له نژدې  لیدنه  او کتنه کړي . ښاغلي  ویليستیول   د پښتنو  په حقوقي دعووې  او شخړو  کې په خپله  ناست  او برخه اخیستلي  ده. الماني څیړونکی د پښتونولي حقوقي نورمونو قضیې د نړیوالو حقوقي نورمونو او معیارونو په تله کې تللي، څیړلي ،تجزیه  او تحلیل کړي  دي . د پښتنې  د حقوقي  نورمونو د څیړونو او کتنو څخه ورسته دی دې  پایلي ته رسیږي، چې  د پښتونولي حقوقي نورمونه د نړیوالو حقوقي نورمونو سره برابر نورمونه  دي او په نړیواله کچه پیژندل شوي حقوقي نورمونه دي . ده د پښتونولي  حقوقي نورمونه د نړیوالو  حقوقو نورمونو سره  برابر  ګڼلي  دي . ښاغلي څیړونکی  لاندې حقوقي نورمونه د یو شمیر مهمو ځانګړو حقوقي دعووې ، شخړو او کړکیچنو نه ، چې د پښتونولي د حقوقي نورمونو څخه  په کې استفاده شوي ده، د حقوقپوهنې  په  رڼا کې ښه ژور تحلیل او څیړلي دي .                                                                                                                                                                 ښاغلي ویلی ستیول Steul د پښتونولي حقوقي نورمونو په   ډیر شمیر حقوقي دعووې کې له نژدې څارلي  دي . ښاغلي څیړ نوال  د پښتونولۍ حقوقي نورمونه  د حقوقي  زاویه له اړخه  د کتنو، تحلیلونو او  څیړنو څخه ورسته په پنځه کټګوري کې ویشلي دي .  ده  د پښتنو د ډیرو مهموو حقوقي نورمونو ماتول  یا د پښتونولي په حقوقي نورمونو باندې تېرې د نړیوالو حقوقي نورمونو سره پرتله کړي دي  او په لاندې ډول لیکلي دي .
۱ . د یوانسان عمدي یا قصدي وژنه یا د یو انسان د وژنې هڅه، که د هغه ګنا ه وي اویا هغه بې ګناه وي . (۱)
۲ . یو انسان په قصدي ټوګه جسمآ ټپي کول یا د یو چا  د  ژوبلو هڅه ، په دې مانا، کله چې  یو انسان ته په داومداره او یا لنډ مهاله توګه په خپل جسمي فعالیت کې محلولیت یا محدویت ورپیښ کړل شي . (۲)
۳ . د یو انسان د ناموس بې عزتي او یا د یو چا د ناموس بې عزته کولو هڅه ، په دې مانا، که یو څوک یو بد یا ناوړه  عمل تر سره کړي او دغه کړنه د خبرو له لارې   په شفاهي ډو ل اثباتي اسناد شي، یا د یو شخص په ټولنیز مورالي ژوند کې شک رامنځ ته شي یا د  قبیلي او توکمي  ټولنې ترمنځ درز، شک را پیداکاندي . (۳)
۴ . یو تر سره شوي ناوړه ناروا ناجایزه  جنسي عمل  یا د یوې ښځي یا د یو سړی  په حق کې د جنسې اړیکو له لارې د بې عزته کولو هڅه وشي او یا تېرې ورباندې وشي . (۴)
۵ .  د یو انسان پر شخصي ملکیت، ځمکه یا پر  شخصي جایداد باندې  برید او یا د برید هڅه وشي . (۵ )
ښاغلي  ستیول   په خوست کې د خپلو څیړنو په ترڅ کې د ې پایلي ته رسیږي، چې  پښتونولي د پښتنو د عزت کوډکس، د پښتني حقوقو پوهنې بنسټ  او د پښتني ټولنې د ټولنیزو اخلاقو بنسټ ایښودلي دی . دی لیکي، دا وضح خبره ده،چې د پښتونولي حقوقي پوهه په  ټولنیزو حقوقي مورالې ایډیالونو باندې څرخیږي . څیړنوال  لیکي په ډیر خواشینۍ سره پښتانه   افغانان  او  پښتنه  ټولنه تر اوسه په دې نه ده توانیدلي، چې په پښتنه ټولنه کې یو باثباته،  دایمې، منظم ، تنظیم او  لیکل شوي حقوقي افغاني اسلامي رسمي سیسټم را منځ  ته کړي، په کوم  کې چې د پښتنونولي حقوقي نورمونه  راټول شوي وي او د پښتونولي حقوقي سیستم ته په  دولتي کچه رسمآ وده، ټینګښت او اعتبار ورکړل شي . 
پښتانه  پښتونولي  د یو حقوقي او قانوني بنسټ   په  توګه  پیژني . جرګه د افعانانو د ځانګړو حقوقي چارو لپاره یو ه  مهمه موتبره مرجع او بنسټ دی . پښتونولي یو حقوقي سیسټم دي، چې خپله په خپلو پښو ولاړ دی او پښتونولي په خپله له ځانه سره مرسته کوي . کله چې یوه دعوه رامنځ ته  شي ، جرګه رابلل کیږي . سیمه ییزه جرګه  کوم منظم تنظیم شوي دایمي ادارې تشکیلات نه لري . جرګه  په ځانګړي حالت  کې، یوه دعوه یا  د پښتونولي  قانون ، د اصولو، د نورم ماتولو او د تیرې په حالت او قضیایو کې رابلل کیږي . جرګه کوم قانون نه پلي کوي، بلکې جرګه یا مرکچیان د دعوه دوواړ و غاړو ترمنځ د خبرو اترو له لارې د منځګړيتوب یو ه  با اعتباره موتبره مرجع ګرځي .
جرګه  د حقوقي محکمه  له حالت سره مطابقت لري، اروپايي حقوقپوهان، څارونکي او څیړونکې په دې اند دي ، چې د جرګې بهیر د محکمې له جریان   او بهیر سره ډیر مطابقت  لري .  دوی وایي، محکمي ته د جرګې ورتووالي د جرګې په ناسته، ډ ول، بهیر او اجرااتو کې لیدل کیږي او جرګه بهیر تر ډیره بریده د یو حقوقي مرجع په حیث د نړۍ  او اروپا یي  عدلي او قضایي  اسا ساتو تصوراتو  سره سمون خوري . د جرګې دنده د پيښې  په  اړه  رښتیا وموندل دي، تر څو په قضیه کې مجرم ،ګناهکار ، ملامت و ګرم او یا  پړه غاړه  مالوم شي . کله کله د ګناهکار  او بېګناه سړی د مالومولو او  ثبوت  لپاره  د جرګې په بهیر کې د مرکچیان لخوا  یوې او یا بلې غاړې ته   په قران کریم قسم ورکول کیږي . جرګو او دعووې کې د قسم ورکولو دود یو مشرع   توکې دی . ځکه پښتانه  په خپلو دیني مذهبي اسلامي  عقیدتي چوکاټ او حقوقي فلسفي مفکورکې په دې فکر او باور دي ، چې که څوک په  دوروغو  لوړه کوي یا قسم خوري ، دی  به د الله ( ج ) د قهر سره خامخا مخامخ کیږي . که څوک په دورواغو قسم  خوري، دی د مرګ  سزا  سره هم مخامخ کیداي شي . 
دغه ډول  جرګې، مرکې  په تیره بیا په قومي سیمه  ییزو لانجو، شخړو او دعووې  کې راغوښتل کیږي . د شخړي  موضوع  اکثرآ  د ملکیت، مځکې ،ځنګلونو ،لرګیو او داسي نورو ګټه اخیستوونکې شیانو په اړوند وي .
د پيړیو پیړیو را هیسې  د درست پښتون  ولس او د پښتنې ټولنې  سیاسي، ټولنیز   فورم  او توکمې جوړښت  پرته له  مرکزیته، دولتي  چوکاټه  او یا د یوې مرکزي  سر مشریز ه جرګې له خوا ایښودل  شوي  دی . له  همدې امله  پښتني ټولنه  کې دغه  خورا مهمې  حقوقي چارې د سیمه ییزو  جرګو د مشرانو په لاس ورکړل  شوي  دي.
د جرګې د رابللو شرط دا وی، چې د جرګې د راغونډ یدو څخه مخکې د پښتونولي د اصولو سره سم چا بدل نه وي اخیستي او دوواړه غاړي  په خوښه او غوښتنه  د شخړي هواري د جرګو  له لارې وي .
پښتونولي د خپلو حقوقي دعووې   د بهیر  د لیکلو لپاره لاسوندونه  او زیرمتونونه یا ارشیفونه  نه لري، چې مرکچیان د اړتیا په صورت کې هغي  زیرمتونونو ته مراجعه وکړي . جرګه وال یواځي په شفایي دول د پښتني تولنې  حقوقي نورمونه او ټولنیز ارزښتونه ته پام کوي او وده ورکوي .                                                                                د  دریمي  برخي پای       
اخیځلیکونه  :
1 Steul, Willi: Paschtunwali. Ein Ehrenkodex und seine rechtliche Relevanz. Franz Steiner Verlag: Wiesbaden, 1981: 137
2 ibid.: 141. ,,Frauen" und ,,Land" gehören beim Paschtunen zum namus. Namus beinhaltet u.a. ,,Ehre, Ruf [und] Würde" des männlichen Paschtunen. (Janata, A. und Hassas, R.: Ghairatman - Der gute Pashtune. Exkurs über die Grundlagen des Paschtunwali. In: Afghanistan Journal, 3, Graz: 1975: 83-97. zitiert in Steul: 140.)
3 vgl. Steul: 141.
4 vgl. Steul: 143-147.
 
5 ibid.: 152.
 
 
 
 
 
 

- بېرته شاته