(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.6.14 وزيرستان شرمښانو ته غورځول شوی

ليک: خان زمان کاکړ
 28.06.214: کله چې په افغانستان کې هغه د ولي خان خبره “اصل جهاد” روان و، ملا د ملا په ضد ټوپک رااخستی و، کابل په زمکه ننواته نو رحمت شاه سايل يو شعر وئيلی و:
بيا پېښور ته د کورونو لوښې خرڅ ته راغلو
لکه چې بيا کابل چا نوي مسلمان ونيو
اوس وزيرستان چا نوي مسلمان نيولی دی، د پاکستان مسلمان پوځ شمالي وزيرستان ته له خپلو درنو وسلو سره رسېدلی دی او هغه خلک چې پښې سپکولی شي، پر سره زمکه په يبلو پښو يو او بل طرف ته ځغلي، پېښور ته بيا د کورونو لوښې خرڅ ته راغلي دي.
سايل د “اصل جهاد” په هغه وخت کې يو بل شعر هم وئيلی و:
د کابلو پېښتنو خويندې افغانۍ ملالې
خپل پېښور ته چې راځي نو هم په ورکه راځي
خو نن د وزيرو، مسيدو او داوړو پښتنو خويندې د پاکستان يوه ځای ته په ورکه هم نه شي تلی، د پښتونخوا صوبې خپله تاريخي او جغرافيايي مجبوري ده، نورو ټولو صوبو خپلې دروازې بندې وساتلې، د شمالي وزيرستان نفوس د پنځو څخه تر ووه لکو په منځ کې ښوول کېږي او د رسنيو مطابق تر څلور لکه زيات انسانان بې ځايه شوي، دا پښتانه له ګڼ شمېر زړه چاودونکو مشکلاتو سره مخامخ دي، د بقاء له ستونزې سره لاس و ګرېوان دي، افغانستان ته د زرګونو په تعداد کې کډوال تللي، هلته يې ډېر دروند استقبال شوی، درناوی ورکول شوی، مرسته ورسره کېږي، دا د پرون د پېښور او د نن د کابل فرق دی يا په نورو ټکو دا د پېښور او کابل د حثيت فرق دی، کابل آزاد دی، پېښور غلام دی، پېښور ته چې افغان کډوال راغلو نو ضياء الحق ځان ته “انصار” او هغوی ته مهاجر ووئيل، کېمپونه يې ورته جوړ کړل چې د جماعتِ اسلامي پرته بل هيڅ يو چاته دا اجازه نه وه چې دې کېمپونو ته لاړ شي، خو کابل نن د وزيرستان ځپلو بې کوره شوو خلکو ته دا ډول هرکلی وايي لکه يو ورور چې و بل ته وايي “راغاړه وځه!” خو وخت ډېر بدل دی، نن کابل ته پښتانه مشران د پاکستان د ځانګړو استازو په حېث لېږل کېږي او د پاکستان يو نوی الزام، نوې ګيله تر افغان چارواکو زموږ په خوله رسول کېږي، افغانستان له دېرش کلنې غميزې ايله ځان راوباسي، ايله د خپلو ګاونډيانو د مداخلې د مخنيوي جوګه ګرځي خو پاکستان تور لګوي چې افغانستان د طالبانو ملاتړ کوي، خاوره يې د پاکستان خلاف استعمالېږي، د شمالي وزيرستان پوځي عمليات د هم دې سوچ او پاليسي لاندې کېږي چې په افغانستان کې جمهوري پروسه داسې پړاؤ ته ونه رسي چې د سټراټيجکي ژورتيا پاليسي ته پکې هډ‌و د غوړېدلو چانس پاتې نه شي او ددې ملبه پر پاکستان د سفارتي تنهايي او بين الاقوامي بدنامۍ په توګه راونه لوېږي.
*************‎
د دروېش دراني يو شعر دی:
وطن زموږ مخ ته وچ دېګ دی پر اور باندې پروت دی
د دوی دپاره ترې ووه رنګه خواړه راخېژي
د تاريخ جبر يې وګڼو که د جغرافيايي موقعيت ستونزه به وي، خپل ناکامه سياست به وي که د استعمار او ګاونډيانو جارحيت خو حقيقت دا دی چې په خپل ټول تاريخ کې مو ښې ورځې، د سولې او سوکالۍ ورځې ډېرې لږ ليدلي دي، وطن موږ ته د وچ دېګ په مثال ثابت شوی دی، پر اور باندې پروت دی، موږ پکې ايشېږو، موږ پکې د استوګنې د جبر او د پايښت د مسووليت له کبله خوټکېږو، له وسايلو، نعمتونو او معدنياتو مالامال دې زرخيزه شتمنه خاوره کې موږ وږي، تږي، در په در، د ژوندي له بنيادي ضرورياتو بې برخې پاتې يو، موږ له خپلې دې شتمنې زمکې سره د رزق رشتې ډېرې لږ لرلي، موږ ته خپله دا پراخه زمکه اوس د استوګنې او اوسېدنې لپاره هم ځای نه راکوي، غلامي پر سړي خپله زمکه هم داسې تنګوي، خپل کور په دوزخ داسې راته بدلوي، زموږ آقا هغه څوک دی چې موږ ته هيڅ ضرورت نه لري بلکې زموږ زمکې ته ضرورت لري، زموږ وطن يې د وچ دېګ په مثال پر اور باندې ددې دپاره ايښی چې د دوی دپاره ترې ووه رنګه خواړه راخيژي، دېګ يې د خپلو دفاعي ګټو هومره ژور ساتلی دی، دا دېګ د يو داسې تور غار په مثال دی چې څه هم ورځي پکې ورکېږي، بنيادي انساني حقوق پکې تر يوه پېړۍ زيات ورک وساتل شول، فاټا هغه د چا خبره د “وچ لرګي” په مثال وساتل شوه، هيڅ ډول کرنټ نه ترې تېرېږي، يوه ډېره خطرناکه خطه ترې جوړه کړل شوه.
**************
چې په نوم پښتون غوڅېږي پرې خوښېږي
اورنګزېب داسې باچا دی د اسلام
دا خوشال بابا دا شعر يوه ورځ محترم افراسياب خټک د پنجاب او پښتنو د تعلق د وضاحت په وخت په داسې انداز ووايه چې زما په شمول به ډېری پښتنو له ځانه سره وئيلي وي چې کاش داسې وضاحت زموږ د سياست همېشني عملي برخه پاتې شوې وې. که داسې شوي وای نن مو ښايي دا زړه چاودونکی او وژونکی حالت نه وای لېدلی. ولې دې خلک په فکري ستړو وخوړل شي؟ رښتيا او صفا خبره د هم دې پورتني شعر په مصداق ده، په افغانستان او بيا په محکومه پښتنه سيمه کې د ټول جنګ و جدل بنيادي مقصد هم دا دی چې په نوم پښتون غوڅ کړي، د مغل ځای د طالب نظرياتي او معاشي نهال خانې او د پوځي عملياتو سياسي عکسري سرچينې نيولی دی، په دې ټول عمل کې د قبايلي سيمو د پښتنو هيڅ رايه او ګډون شامل نه دی پاته شوی، ټول څه پنجاب فېصله کړي، د پنجاب په خوښه روان دي، د پنجاب د ګټو لپاره روان دي، د خاورې زامن شرمښانو ته غورځول شوي، بې آوازه کړل شوي دي، د دنيا جهان ترهګرو ته حواله کړل شوي دي، دا ټول څه رياست د خپلو دفاعي ګټو په خاطر کړي، رياست انسانيت له يوې لوې غميزې سره لاس و ګرېوان ساتلی.
**************
اندېش شمس القمر وايي:
ته به د زړه په وطن لوبې کوې
او هنګامه و انقلاب به نه وي؟
له دېرشو کلونو مو د زړه په وطن د اور او وينو لوبې روانې دي، خو نه څه هنګامه شته نه د انقلاب نخښې!! خلک سياسي بې چينۍ پړمخ ويشتلي دي، جبر داسې يوې کچې ته رسېدلی چې ولس مايوس، ناآرامه، بدزړی او بدګمانه دی خو د مزاحمت توان پکې نشته، د مزاحمت لپاره د توان پېدا کولو سياست پکې نشته، خلک لږ تر لږه دومره اوس پوهېږي چې پارلماني سياست سړک، نالۍ او ټېنکۍ خو پخولی شي خو د لويو جنګ پرستو مټ کله هم نه شي نيولی.
*************
د پښتو يو متل دی:
“چې هوسۍ نيسي د هغو تازيانو خولې تورې وي.”
په سياست کې د ولسونو لويې لويې هيلې او د مشرتابه لويې لويې دعوې هم کله يو داسې وضعيت راپېدا کړي چې بيا پکې ځمکنيو حقايقو ته د جدي پاتې کېدلو رويه ټينګه پاتې نه شي، لږ تر لږه د يو اوږد تاريخي تسلسل په پام کې ساتلو سره د خپل قامي سياست دومره ادراک خو پکار و چې دا سياست د پښتنو د ژوند د پرمختګ او حقوقو سياست خو دی لېکن د خپلواکۍ سياست څه بل ډول سياست وي، د هغه داسې انداز، تنظيم او داستان خو نه وي، له يو داسې سياست څخه د قامي “خپلواکۍ” غوښتلو هيله به لوی ظلم نه وي چې هغه تر اوسه له رياست سره د خپل قام د تعلق په وضاحت کولو کې هم ناکام پاته شوی دی؟ دا سياست د وخت په تېرېدلو سره نور هم  confirmatory behaviorخپلولو طرف ته روان دی، يو ډېر زړه چاودونکی co-optation يې ارمان دی.
**********
له بلوڅ قامه يې بايد زده کړو چې هر څه ته په سياسي نظر ګوري، زلزلو، سېلابونو او ناروغيو ته هم په سياسي نظر ګوري.
په شمالي وزيرستان کې د رياست طالبانو او پوځ راپېدا کړې لويه غميزه بې شکه يوه بشري غميزه ده، بشريت پکې له لويې بربادۍ سره مخامخ دی، بشري ټولنه بايد دې ته په يوه بشري او اخلاقي نظر وګوري، د بشري حقوقو له زاويې يې وګوري، خو موږ چونکې د خاورې زامن يو، ددې خاورې خاوندان يو، موږ ددې غميزې لپاره بشري او اخلاقي زاويې نه شو تراشلی، موږ به دې ټولې مسئلې ته په يو ژور سياسي قامي نظر ګورو، موږ به يوازې د خپلو ځپل شوو خلکو مرسته نه کوو بلکې خپلو ځپل شوو خلکو ته به دا هم ورښيو چې له موږ سره دا څه کېږي څوک يې کوي؟ موږ به خپل يو سياسي او قامي پوزيشن لرو، موږ به خپله يوه دعوه او مقدمه لرو، د خپلو خلکو پر سر د ننګ سياست به کوو، دښمن ته به دا ثابتو چې موږ د خپلو خلکو په طرف ولاړ يو، د دښمن د لاس د غبرګولو په کار کې مصروف او د ولسي پاڅون په تياري کې يو، موږ د خپلو ځپلو شوو خلکو په طرف راروانو ټولو “خيراتي ادارو” ته هرکلی نه شو وئيلی ځکه چې موږ پوهېږو چې په دې کې شر پنځوونکي تنظيمونه هم رارسېدلي دي، پنجاب مېشت جهادي تنظيمونه هم له خيراتي کڅوړو سره رارسېدلي دي، پنجاب ته دا پېغام ورکول پکار دی چې موږ ځينې “خيراتي کڅوړې” څيرلی شو، موږ ته ځينې خيراتي توکي د وژونکو ترخو زهرو په مثال دي، موږ دا زهر له اټکه راپورې نه شو پرېښوولی.
*************

د وير او فرياد وخت نه دی بلکې دا د تاريخ يو داسې پړاؤ دی چې د مسووليتونو تعين به کېږي، څو مهمې فېصلې به کېږي، له خپلې خاورې سره د تجديدِ وفا وخت دی، د خپل قامي سوال نوی وضاحت به کول وي، له پاکستاني رياست سره د خپل تعلق وضاحت به کول وي، نور پر بل پړې نه شو اچولی، نور به خپلو ګرالبو، خپل ګرېوان ته سر کښته کول وي، قامي دښمن ته به نېغه ګوته نيول وي، يوه خبره به ډېره پاکه کول وي چې زموږ د دښمن نوم پاکستان دی او زموږ سياست ددې خلاف دی.

- بېرته شاته