(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

3.7.14 ملي مشارکت اوسهامي شرکت

ګران صیام الدین پسرلي پوښتلی یم : 
((ډېر قدرمن لیوال صیب، یوه پوښتنه چې له ډېرو خلکو سره پیدا شوي، هغه دا دی، چې دا ملي مشارکت او سهامي شرکت څه شی دی.؟ ایا یو له بل سره کوم فرق لري؟ ستاسو په نظر په اوس وخت کې د ملي مشارک طرحه منل به پر ځای کار وي. ؟
په ډېر ادب))
ځواب : 03.07.2014
( سهامي شرکت ) هغه اصطلاح ده ، چې په تېرو دیارلسو کالو کې دموجود حکومتي جوړښت لپاره کارول کېده ، دا ډول جوړښت ، له بده مرغه ، چې دبن دغونډې میراث دی او پر اوسمهالي نظام تپل شوی دی . هلته یوشمېر ټوپکوالې یا سیاستوالې ډلې سره کیناستې او حکومت یې ترلاسه کړ . ټوپکوالو ډلو ورو وروـ دخپلو تېرو جګړو په مزد کې ـ نظام او هېواد یرغمل کړل؛ داصلاحاتو ، تخصص سالارۍ او دملي مشارکت پربنسټ حکومت جوړولو مخه یې په دې ونیوله ، چې که دوی ته په قدرت کې ونډه ورنه کړای شي ، نو جګړه به پیل کړي او وضعیت به خراب کړي . په دې یرغمل نیونه کې دوی هرې ډلې ځانته یوه ونډه ( سهم ) ترلاسه کړ ، په وزارتونو ، معینیتونو ، ولایتونو ،سفارتونو، ریاستونو ... کې ددوی ونډه وربېله شوه . هرې ډلې به خپل کاندید وروپيژنده ،ډلمشر به له کاندید سره لا پخوا قرارداد کړی و، چې دې څوکۍ ته دې رسوم او ته به له دې څوکۍ څخه دومره روپۍ ګټې ، په دومره روپیو کې به یې دومره سلنه ماته راکوې اونورې یې ستا . 
په دې توګه فساد بنسټي شو او هرکاندید دخپل مشر دلګښتونو پوره کولو لپاره باید ټاکل شوې اندازه پیسې ګټلې وای ، چې له مشروع لارو یې ګټل ناشونی و . دڅوکیو سهامي ونډو بله ستونزه هم رامنځته کړه ؛ هر مقام له هغه چا څخه هدایت اخیسته چې دی یې په سهمیه کې واک ته رسیدلی و، نه دهېرارشي ( سلسله مراتب) پراساس له جمهور ریس یا خپل آمر څخه ، چې دې پيښې په حکومت کې دخدماتورسولو ، تولید ، او ښې حکومتولۍ چارې کمزورې کړې ، موږ ګورو چې په تیرو دیارلسو کالونو کې دفساد او کمکارۍ یو اصلي لامل همدغه دسهامي شرکت جوړېدل او وسله والو ډلو ته دحق السکوت ورکول و. بله ستونزه دا وه چې ددغو وسله والو ډلو استازیو یو له بل سره سلیقوي ، سیاسي او پوځي دوښمنۍ او سیالۍ هم درلودلې ، ځکه دوی کلونه کلونه یوله بل سره جنګېدلي وو، اوس نو سخته وه چې په یوه کاري ټیم کې سره راټول شي ،ځکه خو یو ځواکمن ،متخصص او کاري ټیم رامنځته نه شو. دوی به ددې پرځای چې یو له بل سره کارو کړي ، وخت او اینرژي یې یودبل په تخریب لګېده ، له دوی څخه ځینو یې له بهرنیو او سیمه ییزو استخباراتي کړیو سره خپلې پخوانۍ اړیکې هم ساتلې ، ځکه خو دبهرنیانو کار ماتوونه هم ددوی په مرسته روانه وه . 

ملي مشارکت څه ته وايي : ملي مشارکت هغه حکومتي جوړښت دی ، چې په کې دهر قوم ، هرې ژبې ، هرې سیمې ، هرمذهب ، هر ګوندي ، فکري یاسیاسي جوړښت داسې استازي، دټاکل شوي جمهور ریس په خپله اراده ، شامل وي ، چې دکار اهل وي ، متخصص وي او دکاري ټیم په توګه یوله بله سره مرسته وکړای شي ، ټول له حکومتي مشر ( په افغانستان کې جمهور ریس ) څخه اطاعت وکړي او یوله بل سره ګډ کارو کړای شي . په داسې جوړښت کې هرڅوک خپل استازی هم لیدلای شي ، خدمات هم ترسره کیږي او دخپلمنځي شخړو مخه هم نیول کیږي ، تر ټولو مهمه داچې دفساد کچ راټیتيږي ، او حکومتي هېرارشي حاکمه پاتې کیږي ، ځکه ټول جمهورریس ته وفاداره وي ، نه بل چاته . 
له بده مرغه لاهم ولس د ټوپکوالو ډلو له یرغمل څخه نه دی خلاص، ځکه خو ډیر خوشبینه نه یم ، چې ډیر ژر دې له دې ملي ستونزې څخه خلاص شو دا کار په ګوند محوره سیاست جرئت ، قاطعیت ، زړه ورتیا ،ښه مدیریت ، فعال سیاست ، پوهه او لازم احتیاط سره ورو ورو ترسره کېدای شي ، خو په دې شرط چې راویښ شوی هوښیار ولس یې هراړخیز ملاتړ وکړي .

- بېرته شاته