(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګلمرجان او پوليس


يو ډرايور د پولیس په وسيله ودرول شو
سړی: څه ستونزه ده؟
پوليس: سرعت دې ډير وو
سړی: ښه دا خبره ده
پولیس: لايسنس دې راوښايه
سړی: در کړی به مې وو، خو راسره نشته
پوليس: ښه نه يې لرې
سړی: نه، څلورم ځل مې دې چې د ډيرې نشې د کبله را څخه اخيستل شوی.
پوليس: ښه پوه شوم. کولای شم د موټر جواز سير دې وګورم؟
سړی: دا هم نه شم کولای.
پوليس: ولې؟
سړی: ځکه چې دا موټر مې غلا کړی دی.
پوليس: څه موټر دې غلا کړی دی؟
سړی: هو، په خاونده مې ورله لومړی تجاوز وکړ او بيا مې ووژله.
پوليس: څه تا څه وکړل؟
سړی: هغه په ټول بکس کې ده که ګورې يې.
پوليس د دې په اوريدو سړي ته وکتل او په شاتګ يې شروع وکړه او د مرستې لپاره يې بل پوليس راوغوښت. په څو دقيقو کې د دې موټر نه د پوليسو ۵ موټرې چاپير شوې. يو لوړرتبه پوليس په داسې حال کې چې يو لاس يې په خپله تفنګچه ايښی وو، ورو دې سړي ته ورنيږدې شو.
دويمي پوليس: د موټر نه مو راکوز شئ! سړی د موټر نه راکوز شو.
سړی: څه ستونزه ده صيب؟
دويمی پوليس: زموږ يو پوليس موږ ته خبر راکړ چې دا موټر تا غلا کړی او خاونده دې ورله وژلې؟
سړی: خاونده مې ورله وژلې؟
دويمی پوليس: هو، ټول بکس دې خلاص کړه.
سړي د موټر ټول بکس خلاص کړ، خالي پروت وو، هيڅ شی په کې نه وو.
دويمی پوليس: ښاغلی، دا موټر ستا خپل دی؟
سړی: هوکې، دا يې هم جواز سير
پوليس حيران شو.
دويمی پوليس: زموږ يو پوليس ادعا کوي چې ته د موټر چلولو لایسنس هم نه لرې؟
سړي خپله جيب بټوه ولټوله، لایسنس يې ترې راويست او پولیس ته يې ورکړ. پوليس لايسنس وکوت او په تعجب کې شو.
دويمي پوليس: ډيره مننه ښاغليه، يو زموږ د پوليسو ويلي وو چې ته لايسنس نه لرې، موټر دې غلا کړی، او په خاونده دې ورله تجاوز کړی او بيا دې وژلې ده.
سړی: شرط درسره وهم چې دا حرمونی ډير درواغ وايی، مخکې يې ما ته هم وويل چې سرعت دې ډير وو.

 

- بېرته شاته