(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

6.7.14 غرب د جمهوريت دعوه دار

 ليک: محمد نعيم كاكړ 06.07.2014 
په افغانستان كښې دواړه وار ټولټاكني پخپل وخت تر سره شوي لكه د نړۍ نور وروسته پاته ملكو وارو څه ګډوډي ارومرو په كښې كيږي خو تر كومه  چې د افغانانو غوښتني دي په دي دوه واره ټولټاكنو كښې دوي وښووله چې په خپل هيواد كښې لومړي سوله او جوړجاړي غواړي او په هيڅ صورت ودي ته تيار نه دي چې د هغه اوږده جګړه دي نور دوام وكړي د افغانانو د ولسمشر په دواړو پړاونو په ټولټاكنو كښې  دا هم څرګنده كړه چې دوي په خپل هيواد كښې داسې بدلون غواړي چې نه يواځي هيواد يې پرمختيا وكړي بلكې د نړۍ سره په هره څانګه كښې همكاري وكړي او بل دا چې نزدې د څلورو لسيځو څخه چې كوم چاپيرچل په افغانانو (Scenario) كښې بشپړه بدلون راوستل شې او هغه زورځواكي چې خپل ځاني او ډله ايزه ګټو ته ولس او د هيواد په پرتله زياته ارزښت وركوي دهغه څخه په بشپړه خپل هيواد او خپل ملت راوباسي چ د هر سړي د خپلواكي د څنګه د ملت هم خپلواكي په برخه شې او هغه باندي لاس وهني چې د كلو كلو څخه د دوي په هيواد كښې پخپله ځينو افغانانو په مرسته لاسونه را اوږده كړي دي هغه اوږده باندني لاسونه غوڅ كړي او كوم افغانان چې د نورو د ګټو دپاره كار كوي و هغو ته هم درس  وركړي او هغه زورځواكي چې د كلاشنكوف په شپيلي يې تراوسه حقونه وهل هغه مهار كړي او په افغانستان كښې څومره ژبي كلتورونه او د دوي دودونه چې د څو كلو څخه يې مخ نوي شوي وو دهغه بهير د هميش دپاره خاتمه وكړي. د ولسمشر د دوي پړاونو ټولټاكنې چا وګټلي په دي باندي هر څوك رسيدلي دي ځكه چې افغان مدني ټولنه او عام وګړي نن دا غوښتنه كوي چې د دوي د رائي درناوي وركړي ولي چې د ډېرو ګواښونو ناخوالو او كړاونو سره سره به دواړه وارنارينه او ښځي خپلي رائي د روكولو دپاره د رائي مركزونو  ته ورسيدل د خپل رائي درناوي غوښتنه د يوې ځانګړ سيمي يا ډلي لخوا نه كيږي بلكې هر  يو هم دا غوښتنه لري بيله دهغه چا كه چيري داوږد د سياسي چاپيريال يا سيناريو بدليږي چې ارومرو به بدليږي د دوي ګټي د خطر سره مخامخ كيږي خو ځكه داسې څوك دوړي او باران غواړي چې د دوي ګټي او لوټ مار د نور څه وخت دپاره دوام وكړي.
​افغانانو په دواړو د ولسمشر په ټولټاكنو كښې و نړۍ والو ته وښووله چې د دوي په خمير كښې ولسواكي او جمهوريت نخښتي دي خو هميش ددې ملت څخه زور ځواكو په يوه او بل نامه ګرځولي دي افغان ولس د نړۍ والو ته خپل پيغام وركړي خو بيرته هم ځان خوښو ودي پروسي ته زيان ورساوي چې په رښتيا هم افغانانو هر څه وګټل خو ماته هغه چا وخوړه چاچي ناحقي كوله دلته ويل كيږي كه ځانګړي نوماند خبره ونه منل شوه نو دا به وشې هغه به وشې كه لوئي څښتن غوښتو هغه به كيږي د چا په خوښه څه نه كيږي ګټه هميش رښتيا كوي نو ځكه چې اوس به هم رښتيا بري وړي.
​معلوماتي ټيكنالوجي چې د ځان سره كوم وياړونه راوړي دي او د نړۍ چې كوم رخ او سمت ټاكلي دي په هغه باندي ډېر لږ څوك پوهيږي خو دا يوه خبر هر چاته څرګنده ده چې زړي پوتي او درواغونه او د خلګو تېراستنه او نور چلونه واره نه خوري د افغانستان يواځني لانجه داده چې ځيني ډلي اوس هم غواړي چې د پخواوارو د خلګو په سترګو كښې خاوري ور دوړه كړي او و ځانګړي څوكي ته ځان ور ورسوي خو افغان ولس ودي ته تيار نه دي نه نړۍ وال چاپيريال داسې جوړ دي چې د ولس غوښتني يا پريكړي تر پښو لاندي شې كله چې د ولسمشري دويم پړاو ټولټاكني تر سره شوي نو نړۍ والو او اروپائي ټولني او ملګروملتو او ناټو د افغانانو ستاينه وكړه چې د لومړي پړاو په پرتله د اواردومره درغلي نه دي شوي د ډاكټر اشرف غني او ډاكټر عبدالله عبدالله لخوا يو ډول نيوكه رانخله خو كله چې د ټولټاكنو د بهير و پائي ته ورسيدي او د هر يوه نوماند د استاځو و مخ ته د شمېرني بهير پيل شو او د هر يوه نوماند ترلسه كړي ټولي رائي ورته معلومي شوي نو د نوموړي د پښو لاندي مځكه ولړځيده او لاس دلاسه يې داسې ناټك او ډرام جوړ كړي چې لومړي يې د نوك د ځائي جوړولو هڅه وكړه خو اوس يې د سوك ځائي جوړ كړي خو د ولس پريكړه يې تر پښو لاندي كړه.
​د ولسي او جمهوري حكومتو خپله يوه لاره او اصول وي چې هر څه د ولس په خوښه كيږي چې دهغه پرمخ تللې نړۍ اروپائي ټولنه ملګري ملتونه ډېر ښه په پوه دي په جمهوريت كښې مصلحت ځائ نه لري لكه څنګه چې د افغانستان په اړه د ائتلافي حكومت خبره هم كيږي خو لومړي به د ټولټاكنو كميشن د ګټونكي ولسمشر او دهغه د ډلي اعلان كوي بيا دهغه وروسته كه ائتلافي حكومت راځي هغه د ګټونكي ډلي په خوښه وي خو د مصلحت ځائي او نوم په جمهوريت كښې نه شته نه د ائتلافي حكومت هغه هم د دوو ډلو تر منځ ولي چې په ولسي واكمني كښې يوه حكومتي ډله وي بله مخالف ډله چې په حكومتي ډلي ټينګ نظر ساتي او حكومت چې كومي تېروتني كوي په هغه نيوكي هم كوي او بلې خواته د حكومت دهغه تېروتني د بل وار د ټولټاكنو په دوران كښې د خپلو رايو د زياتولو دپاره په كار راوړي.
​كه په رښتيا ورته وكتل شې په افغانستان كښې د ولس واكي او جمهوريت دپاره ډېر په زړه پوري چاپيرال جوړدي يوه خواته ګټونكي ډله ده چې هغه ته حكومتى ډله او بلې خواته بايلونكي ډله ده چې د اپوزيشن كردار تر سره كوي شې او كه دواړه ډلي و غواړي دوي سياسي ګوندونه هم نوميدل شې او نو ددې دپاره اړينه ده چې نړۍ وال د څارونكي په حيث د دويم پړاو د شوو ټولټاكنو څارنه وكړي كه څه هم ددې اړتيا نه وه ولې چې دا ټوله چاري افغانانو به د دويم پړاو د شوو ټولټاكنو څارنه وكړي كه څه هم ددې اړتيا نه وه ولې چې دا ټوله چاري افغانانو په خپله مخ په وړاندي وړ يوې هر يو چې د وركړل شورايو په خواپاكي شميرني كټونكي ډله اعلان كړي او هغه ته دي بلنه وركول شې چې حكومت ونوموي د ائتلافي حكومت يا په ټولټاكنو باندي په كاردي چې مصلحت د سره ونه شې ولې كه د مصلحت خبره وي نو بيا دا دوه پړاو د ټولټاكنو ضرورت څه وو چې د ومره خواري خوار و افغانانو په ځان يو وړي نړۍ واله ورو روپي چې د افغانستان  په بيارغونه كښې ډيري قرباني وركړي كه د ټولټاكنو پايلي د اساسي قانون په رڼا كښې اعلان شې او دواړي خواوي يوه په حكومت كښې او بله په اپوزيشن كښې پاته شې دا به د نړۍ والو د يارلس كلو تر ټولو لويه لاس ته راوړنه وي او كه دوي څه پلمه غواړي يا چې چا بايلات كړي دي او د ولس و پريكړي په غاړه نه ايږدي بيا نو د ولسواكي خبره نه بلكې بل څه د پردي وشاته روان دي.

- بېرته شاته