(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشحال خان او قوم پرستي

قوم پرستې يعنې نيشنليزم په اوسنې وخت کښې څه داسې فلسفه نه ده چې څوک ئې په مطلب نه پوهيږې . قوم پرستۍ دورځنې سياست يوه برخه جوړه شويده . ددې قوم پرستۍ په وجه په تيره شلمه پيړۍ کښې دوه نړيوال جنګونه وشول . اونن هم دقوم پرستې چغې اونعرې دنړۍدګوټ ګوټ نه پورته کيږې مونږ اوتاسې ئې په مجلو اواخبارونو کښې لولو اوپه راديو ګانو اوتلويزنونو کښې ئى وينو اواورو . زما په نظر هغه څوک قوم پرست دې چې دخپل ملت اوهيواد دخوشحالۍ دپاره کار کوى دنورو دظلم څخه ئې ژغورى اويا ورته ازادى اخلى . دغه هلی ځلی که ژبنى ، اقتصادى ، سياسى . اومذهبى بڼه ولرې نوپه ساده ژبه دې عمل ته قوم پرستې وئيل کيږې . هر هغه څوک چې دقوم پرستۍ اونسل پرستۍ ترنوم لاندې نور قومونه لوټې اوتباه کوې . ددوې کلتور ، اقتصاد ، ژبه اوپيژندنه له مينځه وړې دې عمل ته negative نيشنليزم وئيل کيږې چې اروپائې قومونو تر دې نوم لاندې اول نړۍ لوټ کړه . بيائې مستعمره کړه اوورپسې ئې دصتعتى انقلاب نه وروسته دخامو موادو اومنډې تر نوم لاندې تر سينې لاندې کړه چې تر ننه پورې غير صنعتې هيوادونه ددوې داقتصادى ادارې اودټيکنالوجۍ په زورمحتاج اوغلامان دى . مګر دخوشحال بابا دقوم پرستۍ چغه دخپل ملت دمغل نه دخلاصون يوه نسخه وه چې دغه نسخه درې نيم سوه کاله پخوا [ ٣٥� ] بابا وړاندى کړى وه چې په اوروپا کښي د فرانسى د انقلاب او ورپسى د ناپليون بنا پارټ د غوبل نه وروسته خوره شوه . فرق صرف دومره وه چې د باباد قوم پرستۍ چغه صرف چغه پاتى شوه ، ځکه چه پښتانه په قومى ، ژبنى ، او اقتصادى توګه دومره نه وه رسيدلى چې د بابا په چغه پوه شوى وې ، بابا د خپل وخت نه ډير وړاندى په غلط وخت ، غلط ځائى او غلط قوم کښى پيدا شوى وو . مګر ددې په مقابله کښى اروپاي قومونه دی فلسفى ته تياروو ځکه دوى ترى ګټه واخسته اروپاي زمکه د قوم پرستۍ تخم او فصل ته وتره يعنى کيږوه ددى نه مخښکى چى زه د بابا د قوم پرستۍ په نظريه خبرى وکړم غواړم چى لږ دلوى او سترى پښتونخوا لوى افغانستان په جغرافيائي پروتووالى وغږيږم . دغه څرګنده او جوته خبره ده چې افغانى خاوره د اسيا زړه او دهند دروازه ده . هند ته د سروزرو د مرغۍ نوم ورکړ ی شويدی په غير د اروپايانو نه چې هند ته د اوبو د لارى راغلى وو ، نور ټول قومونه او قبيلى د شمال غرب له اړخه د پښتونخوا په درو هند ته ننوتى دى چې دغه عمل تر پرون روسى پرغل ٢٧ددسمبر مياشت ١٩٧٩ ع کال پورې جارى و کله به چې په منګوليا او سائيبريا ترک مغل نسله نيم وحشى قبيلې وګړې ډير شول اويا به وچکالى او يا نور قدرتى آفاتونو په مخه کړو نو دغه وحشى منګول به اول په چين ورغلل د چين اقتصاد ،کلتور،کور او کلى او زراعت به دوى ويجاړ کړ او ځائى اوسيدونکى خلق به ئي کډه کول ته مجبور کړل او يا به ئى د تيغه تير کړل که په چين کښى حکومت زورور وه نو ددوى چپي به ئي په څټ وتمبولى په اخر کښى چين په دوى وحشيانو پسى د چين مشهور ديوال جوړ کړو چې تر ننه ورځ پورى موجوددیکله کله به دغه نيم وحشى ترک مغل نسله قبيلى په مرکزى اسيا .را ماتى شوى ....د موجوده .ايران ، افغانستان او هند سره چى دوى هغه چل وکړو لکه د چين سره چى دوى به اباد شول ښارى او زراعتى ژوند سره به بدل شول کلتور به په ټوکيدو شو نوددوى پاتى وحشى خپلوانو يو بله چپه به راغله هر څه به ئى د سره روان او ويجاړ کړل لکه د ملخانو په شان به ئې شنه باغونه او فصلونه به ئي د مخه تباه کړل د دغه نيم وحشى انسانى چپى تقريباً هر پينځه سوه کاله پس زمونږ په خاوره راغلي دى په دې چپو کښى د چنګيز خان او هلاکو خان چپى ډيرې مشهورى دى چې په کال ١٢٢٨ ميلادى کښې زمونږ خاورو ته راورسيدی بلخ ، قندهار ، هرات ، غزنى ، باميان ، چنګيز خان د خاورو سره سم کړ د پښتنو او مغلو بدى هم د همدې ځايه پيل کيږى ١٢٢٨ميلادى نه تر ١٥٢٦ميلادى پورى د افغانانو د سياسى اقتدار مرکز خپله خاوره نه بلکه هندوو ددوى په خاوره د چنګيز خان اولاد قابض وه مګر وروسته مغل د لوى پښتونخوا نه دهند په لورى هم لاړل . دالغ بيګ مغل او د يوسفزو بدى څه افسانوى خبره نه ده دبابر نامى نه جوته کيږى چه دپښتنو او مغلو بدى څومره وه او بيا په ١٥٢٦کښې مغل بابر د پښتنو د بى اتفاقى نه فايده واخسته دپانى پت په دوهم جنګ کښى ئې د لودهى پښتنو بادشاهى په هند کښې ختمه کړه کومه سلسله چى د افغانانو خلاف چنګيز خان په ١٢٢٨ ميلادى کښى پيل کړى وه هغه د با بر مغلى په لاس په ١٥٢٦ ميلادى اخرى مرحلى ته ورسيده پښتانه په خپله خاوره او هند کښې بي واکه شول که څه هم شير شاه بابا دڅه وخت لپاره په هند کښې د افغانانو ننګ په ځائى کړ . مغل همايون دبابر زوى ئى دهند نه وشړلو او دپارس اصفهان کښې ئې د صفويانو سره پناه واخسته چې ايرانى صفوى کورنۍ هم په اصل کښې مغل ترک نسله ؤ ددوى دحکومت دوره د 1501 نه تر 1722 م پورى دوام درلود. وروسته دسورى شهزادګانو دکورنيو شخړو او بى اتفاقيو څخه همايون فايده واخسته دصفويانو په کومک سره ئى هند بيرته ونيوه دهغه مطابق پښتونخوا دهندى سنى مغلى سلطنت او صفوى ايرانى شيعه سلطنت تر منځ سره ويشلى ؤ . چې پيښور ، جلال اباد ،کابل ، مزارشريف او تر غزنى پورى علاقى دمغلو تر لاس لاندى او هرات ، قندهار ، او کوئټه ، چمن علاقى د ايرانيانو تر لاس لاندى وى قندهار ددو ى دزور ازماينى ميدان ؤ . پښتانه او مغل په دى سيمه کښې سياسى رقيبان ؤ . نو پدى پس منظر کښې دمغلو او پښتنو بدى ته کتل پکاردى ، چې دغه بدى دخوشحال خان دپاڅون نه پخپله څلور سوه کاله زړه وه . زمونږ خاوره دمختلفو تهذيبونو او مذهبونو ټا ټوبى پاتى شويدی چې دقديم اثارو په برکت ثبوت ته رسيدلی دی. ځکه لرغون پوهان زمونږ هيوا لوى افغانستان ته دتهذيبونو د کټور ى نوم ورکړی دی يعنى THE MELTING POT OF CIVILIZATIONS او څوک ورته دڅلور لارى خطاب هم کوى the CROOS ROAD OF CIVILISATION S ددې کلتور اخرى نشانه دلوى ګوتم بدهـ وجود و چې دمارچ په مياشت کال 2001 ميلادى کښې دطالبانو دضد کلتور terrorism ښکار شوه دغه تاريخى ميراث وهابيانو په جلاټين دوړه دوړه کړه چې هر چا په تلويزون وليد . دا يو داسى عمل ؤ چې دبښنى وړ نه دی. زمونږ بدهـ مت په دور کښې ډير لوى لوى عالمان پيداکړى چې په هغى کښې دوه پيښورى وروڼه ډير مشهور دى چې ديو نوم ( آسانګه بابا ) او دبل کشر ورور نوم ئى ( وسو باند ؤ ) وسو باندؤ په بدهـ مت کښې دومره لوى عالم ؤ چې چين او جاپان کښې ده ته هغه مقام حاصل دی لکه امام ابو حنيفه (رح)) ته چې په اسلام کښې حاصل دی اوس به راشو دمغلو او پښتنو بدۍ ته : پښتانه دمغلو خلاف په يو معلوم تاريخى پړاؤ کښې دغورځنګ په شکل اول دبا يزيد روښان تر مشرۍ لاندى راپورته شول او وروسته ئى اولادونه بيا دمغلو خلاف جنګيدل . دروښانيانو اخرى حمله په پيښور باندى په کال 1630 ميلادى کښې شويده چې دې غورځنګ داول ځل دپاره پښتو ته پام وکړو په پښتو کښې نثر او نظم دواړه په ميراث کښې پريښودل . دخوشحال بابا دزيږيدو نيټه ١٦١٣ ميلادى ده، دروښانيانو د حملې په وخت په پيښور باندې خوشحال خان اولس کلن زلمی وو، دې به ضرور ددې حملې څخه خبر شوی وى. روښانيانو خوشحال خان ته ادبى او سياسى پانګه پرې ايښى وه، داسې نه وه چې د مغلو خلاف پاڅون تنها د خوشحال خان برکت وو، صرف دومره فرق دی چې ده ژبې او سياسى هلو ځلو ته د خپل قابليت په وجه څرګند شکل ورکړو، کله چې دې د مغلو خلاف راپورته کيده د د کنڼ ساپيان، مومند، شنوارى، اپريدى ، ملاګورى او نور ګڼ پښتانه د ايمل خان مومند او دريا خان اپريدى تر مشرۍ لاندې د مغلو خلاف جنګيدل، دغې ته قدرتى پيښه او يا اتفاق ووايو چې په ١٥� ١ کښې په پاريس کښې صفوى کورنۍ په قدرت راغله او په ١٥٢٦ کښې مغل په هند کښې په قدرت راغلل، دپښتنو دوه لوى کورنۍ تقريباً په يو وخت د صفويانو او مغلو په خدمت کښې داخلى شوى ، کله چې لوې عباس په ١٥٨٧ کښې د اصفهان په تخت کښيناستو، دوه کاله پس ئې ملک سدو چې وروسته ئې اولاد په سدوزى ونومول شو د هرات نه تر قندهاره پورې د لارې د ساتنې او ژغورنې ملکى ورکړه، تقريباً په همدې وخت کښې ملک اکوړ خان خټک د اټک نه مقام د اکبر پاچا سره ليدنه کتنه وکړه، چې د اټک نر تر نوښاره پورې ئې د لارې تاڼه دارى او جاګيردارى ورکړه، د تاريخ عجيبه اتفاق وه چې سدوزى د افغانى هيواد په جوړولو کامياب شول مګر ژبه ئې وه بائيلله. اکوړ خيل په سياسى توګه ناکام شول مګر د پښتو ژبې او ادب ته ئې بنسټې خدمت وکړو دا چې دوى سياسى ولې ماتې وخوړه دا ځان ته علتونه لرى چې دلته پرې مونږ د وخت د کمى له وجې نه غواړو بحث وکړو. د اکوړ خان سراى په داسې لاره پروت وو. چې د مرکزى ايشيا او هند ترمينځ لويه لاره وه او نن هم لويه لاره ده، ددې ځائې مطابق بابا پخپله داسې وى شعر رحمت په اکوړى ښه چې ئې ونيوه سرائې چې ښه فهم په وکړى باور وکړه ځاى دې ځائى پرې لازه لويه لار د هندوستان او خراسان ده ګذرئې د اټک دی چې ترې ترس کاشاه ګدائى هر فيض دی د جهان څه چې ياديږى پرې را درومى که ملک ئې بارانى دی څه بهار لرى هائى هائى ((کليات خوشحال خان خټک شير شاه ترخوى)) ددې نه جوته شوه چې بابا د اکوړى سرائ په فوځى، سياسى او اقتصادى اهميت پوه وو د هند او خراسان لاره پرې تيريده، چا چې په ډهلى او په کابل حکومت کول غوښتل بايد دی لارې او ددې سيمې افغانانو ته ډير متوجه وی. څرنګه چې مغل د موجوده ازبکستان د فرغانه د وادۍ اوسيدونکى وو ددې ځايه څخه دوى اول مرکزى ايشياء لاندې کړه، بيا ئې افغانستان او ور پسې هند، د دوى د اصلى ټاټوبى او هند په مينځ کښې پښتانه پراته وو. دوى هغه درو او لارو کښې پراته وو چې هند او مرکزى ايشياء ته تګ راتګ پرې کيده، صرف دغه خبره نه وه بلکې دوى سياسى او فوځى رقيبان وه. مغلو تازه تازه په کال ١٥٢٦ ميلادى کښې د پښتنو نه قدرت اخستى وو او دوى سره خطره وه چې پښتانه دوى د هند نه يو ځل بيا داسې ونه شړى، لکه شيرشاه بابا چې شړلى وو. نو مغل افغانانو ته ډير متوجه وو. د دوى سره ډار و چې که مونږ هم د افغانانو نه غافل شو نو واک به مو د لاسه داسې لاړ شى لکه لوند صابون چې دلاس نه کش وهى. تر بابره پورې د مغلو سياست د پښتنو سره فوځى وو، چې څه وخت اکبر پادشاه شو ده هم اول دزور نه کار واخست، څه وخت چې يوسفزو دده مشهور جنرال بربل ته په يوسفنامه کښـې ماتې ورکړه، او دی قتل شو نو ددې سره اکبر خپل سياست بدل کړو، نوى نظريه او پاليسى ئې دا وه چې د منصب او دولت په زور افغانى قبيلې په مينځ کښـې جنګ واچوى. د همدې پاليسى لاندې مغل د يوسفزو خلاف خټک ملګرى کړل چې دغه پاليسى تر شاه جهان پورې کاميابه ه وه، مګر وروسته اورنګزيب اودکابل د صوبې بيرو کراسى ځنى داسې کارونه وکړل چې اکوړ خيل چې مشر ګرى ئې اوس د خوشحال خان په لاس کښې وه د لوى پاڅون سبب شول. مګر کرکه او نفرت د مغلو او پښتنو ترمينځ د ١٢٢٨ نه موجود وو. هغه د پښتنو خبره چې خوشحال بابا د روښانيانو د ايمل خان او دريا خان په تاوده تناره ډودۍ پخه کړه، ددې پاڅون بانې خوشحال خان نه وؤ صرف دومره امتياز ده ته ورکولى شوى چې ده دغه پاڅون په ليکلى توګه مونږ ته او تاريخ ته وسپارولو. وروسته ئې ځنې جګړو کښې برخه واخسته خو د مغلو سياست د پښتنو متعلق د غوړى مړۍ او لوړ بنسټ ولاړ وو. د خوشحال بابا کورنۍ د اټک د لارو محصول د مينځه يوړ، وروسته صوبه دار ، صوبه ئې کابل سيد امير خان خافى په شيطانت دغه ١ ٥کلن خوشحال بابا اورنګزيب په کال ١٦٦٤ کښې بندى کړ او د ارباب مستجاب مومند تر څارنې لاندې ئې هند ته بندې ورسولو. ددې پيښې متعلق د خوشحال بابا لمسى افضل خان په تاريخ ئې مرصع کښې داسې ليکى:( مطلب د امير خان هم دا وو چې که يو لوى سړی بندې کړم چې نور پرې وويروم چې همدې منعه کړم، او که نه په بل رنګ به پښتانه دا کار ونه منى) د صوبه کابل والى سيد امير خان خافى او د هند شهنشاه اورنګزيب ترمينځ ددې موضوع په اړوند افضل خان خټک مخکښې داسې ليکى:( بادشاه چې ورغی بادشاه ورته ووئيل چې د لارو ساتنه دې منعه کړيده،ورته ئې التماس وکړ چې هسې نه منعه کيږى تر څو چې د زبر دستۍ عمل و نه کړم. بادشاه ورته ووئيل چې ته ولې د زبر دستۍ عمل نه کوى وئې وئيل چې دلته همدا زميندار دی بى دې ته د حکم په هغو زبردستى کولى نه شم. بادشاه ورته ووئيل ما حکم درکړى دی هر طور چې دې ته کار کيږى هسې کوه په داسې شان مبهم عرض وکړ. او جواب ئې بيا وموند) "on a foreign approach to khushal" (D.M.K. Mohmand) دوست محمد کامل مومند. بابا، عالم، پوه ، لوستی ، خمودار او مغرور پښتون ( افغان ) وو، څه وخت چې صوبائى ګورنر او دده پښتنو انډيوالانو په سازش، دسيسه، او په منصوبه خوشحال بابا بې ګناه بندې، ستړی ، په عذاب او بې عزته شو، نو ده کښې د غيرت او ننګ رګ را پورته شو، مغلو ته د سلامتۍ په ځاى پاڅون ته تيار شو، که څه هم دغه پاڅون په اول سر کښې د مرورتوب او ګيلې په شکل کښې وو، مګر ورو ورو ئې ملى او فوځى مخه خپله کړه او د دې شعر په وئيلو مجبور شوه د افغان په ننګ مې وتړله توره ننګيالی د زمانې خوشحال خټک يم اورئې پورې په منصب په نوکرۍ ښه چې تر فهم وتر نظر د مغل کلک يم که وګره د پټو شته په شړومبو سپينه دمغلو پولاو پاتې ډير په ډک يم مګر دغه صرف د بابا د نا اميدۍ خوټکيدل نه وو اوس په آتش فشان چاوديتو ته نږدى وو،خاص ډول د اکوړ خيلو غټ پرابلم دا وه چې دوى د مغلې هندى سلطنت پيداوار و چې دوى ئې خدمت کړى وو. د داسې سلطنتى کورنۍ خلاف راپورته کيدل په ليکلو او وئيلو کښې اسان مګر په حقيقت کښې دا ډير ګران کار دی دوى په نفسياتى توګه پرمغل روزل شوى وو. دوى ملى روزنه نه درلوده، د مغلو سره حلوا وه خود ملى پاڅون په قيمت د جوارو او ګره هم نه وو، نه حلوا پريښودل او اوګرى ته مخه کول څه د ټوقى خبرې نه دى، دا د هر چا د وس پوره نه وى، څرنګه چې اکوړ خيل د مغلى سلطنت د لوى مشينرۍ يوه پرزه وه همدغه وجه وه چې د خوشحال بابا د صوبې کابل ګورنر محمد امين خان سره په جلب کښې وو همدغه وجه وه چې د خوشحال خان بابا د پريکړې پاڅون تقريباً اته کاله وخت واخيست د )١٦٦٤-١٦٧٢) پورې، دا ځکه چې خوشحال خان بابا د صوبې کابل ګورنر محمد امين خان سره په جلب کښې وو، چې څه وخت په پسرلى کښې د پيښور څخه کابل ته تلل،پښتنو د ايمل خان مومند او درياخان اپريدى تر مشرۍ لاندې په موجوده خيبر ايجنسۍ لنډى کوتل او لواړګى کښې څلويښت زره مغلو ته په اپريل ١٦٧٢ کښې ماتې ورکړه، صوبه دار محمد امين په منډه پيښور ته راغلی و هر څه ئې بائيللى و، خوشحال خان خټک او ارباب مستجاب مومند هم دواړه د تاترې په لاره خلاص شوى وو، چې څه وخت ملى پښتنو مغل وټکول نو د سرکارى يعنى د مغلى سلطنت نوکرانو پښتنو کښې بيانور نور خيالونه را پيدا شول، اوس به خوشحال بابا پخپله واورو چې په ١٦٧٢ کښې د لنډى کوتل د مغلى ماتې متعلق څه ليکى ، ده ولې د صوبه دار بدرګه کړی وه، افضل خان په تاريخ مرصع کښې ليکى: ( دی محمد امين خان په تلاش د رتنبور له کوټه د خداى په عنايت خلاص شو) مخکښې نور ليکى: چې وخت د محمد امين خان د کوچ شو، شنوارى،مومند، چې د خيبر حدودو د دوى دې په جمعه ئې لښکر جوړ کړ په خيبر کښې يې د غريب خانې غاښی ونيوه، نور پښتانه هم کم کم ور سره وو، محمد امين خبر شو ، ملک مستجاب ارباب د پيښور او نور سرداران د پښتنو د اپريدو د اورکزو چې ورسره و واړه يې په مصلحت وه پشيدل په سبب د محمد امين خان د غرور عالم واړه راځى وو چې که چشم زخم ده ته ورسى اوله ملاحظې هم هغه وئيل چې دده د مرضۍ موافق وو پس ته ئې خان علين مکان تنها خلوت ته وباله، پوښتنه ئې وکړه چې څه مصلحت دی هغه اوان کښې خان علين مکان قيد و، محمد امين خان نيکى ور سره کړی وه چې دا صوبه کښې چې و په سبب د شرم دست ګرفتګۍ رعايت ئې ورسره کولو، ځنې راضى وه دا ئې ورته ووئيل که با هيچ نه داشت کشتى مګير ريبى فرستش که طاعت کند کنه ستا په شان د ديو سره دمقابلى نه دی ،نه بويه، دوى سهل عالم دی څه ساعت ئې وغولوه، چې له لارې تفرقه شى چې بيا تر خيبره تير شى، هغه چې پوهيږى هغه وکړه بيا اراده دالهى څوک جار ايستى شى دده په زړه دا تدبير بد ولګيده ورته ئې ووئيل چې خوشحاله يو سړی وو چې سردى وهلى مار ئې په توبره کښې واچوه چې ګرم شو بيا هغه سړې وچيچه . مادتا سره نيکې کړې وه تا ماو ته داهسې مصلحت شئې . زه بادشاه ته ځواب کوم چې له دې هسې بدو سګانو هراس وکړم دې هم له خپل هراسه له هغې خبرې واوخت . له دهشته ئې ورته ووئيل چې هرګاه ته داراځې ئې نو زه دوړاندې ته راپسې ،اخر ئې کوچ وکړه ) افضل خان مخکښې ليکې : هسې تورې ووهلې پښتنو چې عالم غيب پرې افرين وکړو . يوه ورځ تمام جنګ وشوه، اما هيڅ برې مغلو په پښتنو نشوه کولی ، اپريدى ، ورکزى ، چې سرداران ئې دمغلو سره په جلب کښې وو، داهم ځنې کناره شو ل ، خان علين مکان له خپل عالمه سره ښه تردد وکړو دمغلودلوريه ، اماچو طالع نه باشد تهور چې سود . چې لښکر روان شه وتهترو ته نور غرق شه . خان علين مکان هم په هزار مشقت له څو فرزندانو سره دتهترو دبلا نه پيښور ته راورسيد . محمد امين تر دپخوا پيښور ته رسيدلی وو ، دامعامله دمحمدامين خان په سن يوزر اودرې اتيا (١� ٨٣) کښې ؤ . صوبه دار صوبه ئې کابل نواب محمد امين خان دخوشحال بابا سره په هند کښې دبند په دوران کښې ډير کومک کړې و نوځکه خوشحال بابا په (١� ٧٤) هجرې کښې دده صفت داسې کړې افرين دمير جمله په زويه باندې چې نن دی دې مير بخشې په استقلال که هزار تورې جمدر غشې وريږې ده نيولی دې زما په سر خپل ډال مير بخشې دمنصب نوم ؤ چې دنن صبا په ژبه ورته خزانچې وئيلې شې . نواب محمدامين خان دکابل دصوبهدار نه مخښکې مير بخشې وه . دده دپلار نوم مير جمله و ، چونکه دبابا سره ئې ښيګړې کړې و نوځکه چې دې وروسته دصوبه کابل ګورنر شو نوخوشحال بابا دده تر منت لاندې وه مګر دغه جلب دمغلو سره نه بلکښې شخصًا دنواب محمد امين خان ګورنر صوبه ئې کابل سره وو ، چې په غم .شرم . ماتم او دمغلو دپوځ په يو پناه سر ته ورسيدو. دخوشحال بابا روزنامچې يعنې ډايرۍ نه دده لمسې افضل خان خټک داسې رانقل کوې : چې په غره دمحرم سن ١� ٨٣ زر درې اتيا لښکر دمحمد امين خان په خيبر کښې ډوب شو زه اومستجاب دواړه ورسره وه دتهترو په لارې راووتو پيښور له راغلو محمد امين خان دڅو سورو سره دعلې مسجد په لارې پيښور له راغلو تمامه خيلخانه حشم ئې پاتو شول . مور ، خور . لور ، خادمان واړه بندې شول ، عورته ئې ومړه ، زوې او اخشې ئې ومړل ، زه سخت بيمار وم دتهترو په غرونو کښې کله پلې اوکله سور راتلم ، ډير په ځان شوم . اشرف خان مې محمد امين خان لره واستوه . خوار وزار حيران ناست وه . اشرف نه ئې پوښتنه وکړه . ورته ئې وويل چې زما سلام هم په پلار وايه . چې شه شوه چې روغ راغلې دبيمارۍ دې خداې صحت درکړې که څه وخت لرې ترماپورې راشه ، زه ډير بې طاقته وم له شرمه له عذره مې هم فکرشه .ورنه راغلم په کټ باندې پروت وم . اشرف خان همروزه ترکوره ورسولم . په نوښار کښې په بيړۍ کښې کښيناستم . عالم سره درهم برهم شه . دمغل پښتانه سره اعتبار ولاړ قصيده په هغه وخت داوه چې دانا ترنادان لاوژنې بتر مګر نه دې داژوندون څه معتبر مستجاب وته مې په خيبر تهترو کښې ؤچې زورو کار پيښ شو راشه يو مصلحت سره وکړو . دانا قباحت فهم وو . دائې وويل چې شه بيا به سره وکړو دابيت په اخرددې قصيدې دی مستجاب مهمند که چرګه دمغل ده زه خوشحال خټک خو باز يم ځاي مې غر ارباب مستجاب مومند دمغلو لوې جاګير دار . ارباب اومنصب داره وو دقوم پرستۍ اويا دمغلو خلاف دپورته کيدو ئې نه جرات درلوده . نه خواهش اونه څه پلان دمغلو دحلوا تال دومره ورلنډ وه چې بوې ئې تر يوازى پورې رسيدو . دقوم پرستۍ حلوا به چيرته پخيده چې هغه هم غير يقينې و نه ئې دسوجې شکرې اوغوړو درک وو اونه دديګ ، ځکه ئې بابا ته وئيلې وه چې بيا که سړیېژور و رته ځير شې دملې پښتنو لکه ايمل خان مومند اودريا خان اپريدې اوسرکارې پښتانه لکه ارباب مستجاب مومند او خوشحال خان خټک ددوې تر مينځ داعتبار وړ رابطه نه وه دلواړګې په جګړه کښې ملې مشران لکه ايمل خان مومند اودريا خان اپريدى دمغلو خلاف ارباب مستجاب مومند اوخوشحال خان خټک دمغلو پوځ سره په جلب کښې و، دخوشحال بابا دخبرو نه داسې معلوميږې چې دسرکارى مغلې پښتنو اوملې پښتنو مشرانو ترمينځ هيڅ داسې رابطه ، منصوبه يا سکيم نه وه چې دمغلو دماتې اويا دبرى په صورت کښې به سرکارې اوملې پښتانه مشران څه کوې ، هرڅه په توکل روان و خوشحال بابا دمستجاب سره دمصلحت خبره کوې ، ځان باز ګڼې اوارباب مستجاب دمغلو چرګه ، مګر دماتې نه مخکښې خوشحال بابا هيڅ پلان نه درلوده زړه نازړه و دمغلو نه خفه و مګر څه وکړې دغه پلان ورسره نه و ارباب مستجاب څرنګه دومره ژر په خوشحال خټک باور کړې وی چې دې چل کوې اوکه رښتيا وائې داځکه چې دواړه کورنۍ مغل دوسته وې ، بايد خوشحال خان بابا دارباب مستجاب مومند اونورو پښتنو سرکارى اوملى مشرانو سره پخوا رابظه ساتلې وی ، اوبل ددوې بنسټې روزنه دقوم پرستۍ په بنسټ نه وه ! بلکښې قبائيلې اومغلوته دفادارۍ په بنيادشوې وه اوبل داچې خوشحال خان خټک دلواړګې دجګړې په وخت کښې يو شپيته کلن و ، تر دې پورې دې دمغلو خلاف پاڅون ته چمتوو داځکه چې دسرکارۍ مغلى پښتنو مشرانو دسره دغه طمعه چې ګوندې قبائيلى لښکر به دمغلو منظم څلويښت زره پوځ پناه کوى دخوشحال خان اوارباب مستجاب مومند اوپخپله دګورنر دغه خيال و چې ايمل خان اودريا خان زماجيب ته چل جوړ کړی دی چې څه روپۍ به ورکړې لښکر به ړنګ شې اوکه جنګ وشې مونږه ئې ګټو کله چې ملې لښکر دمغلو پوځ تيت پرق اوتباه کړ بيا دلته دخوشحال خان هغه خفګان په پاڅون بدل شو دپا څون دپاره ئې دملې مشرانو سره بيا رابطه ټينګه کړه او که ملې لښکر دمغلو نه ماتې خوړلې وی بيابه خوشحال خان څه کول ؟ ددې جواب تنها دلوې خداې سره دی ،خوشحال خان بابا چې کوم خيالات وو اوپه پښتون خوا کښې ئې چې کوم اصلې حالات وو ددواړو ترمينځ زمکىاسمان فرق و، دبابا ملې مسايلو ته approacheډير لوړاو intellectual وو دپښـتنو ټولنه هغه وخت خو پريږده نن هم دخوشحال بابا ملې مسايلوته approacheباندې نه رسيږې اوبل بابا چې څه غوښتل هغه ته ئې دorganicationدنقطه ئې نظر هيڅ ground workنه وو کړې دده دجنګ په ورځ اسپ سربه وو دايمل خان مومند اودريا خان اپرېدې هم دولجې نه پس سياسى پلان راته تت ښکارى اوپالی بيخى نه وو. خوشحال خان بابا دمغلو دماتى نه پس هم داخلاقو او سياست په جال کښې ګير دی د to be or not to be په چکر کښې دی ، يوى غاړى ته ئى مغولو ته قهر کيږى ، بلى غاړى ته ئى دوفاداراى او پښتونولى په چکر کښې ګير دی ، پريکړى نشى کولى ، دى افغانان بر غواړى مګر په عمل کښې دځنو مغلو منصبدارانو سره د نمک حرامۍ کار ته زړه نه ښه کوى ، اخلاق او سياست دواړه په يو وخت سرته نه رسيږى يابه يو پالى او يا بل دې دپښتنو د بربنډ متل غوندى دزوى سر غټ غواړى اوميرمن ته هم خير غواړى . دبا با دخپلو ليکلو نه څرګنديږى نو ر که هر څو مغلو بللم نه ورتلم ، ورته وى ووئيل چې زما اولس هم واقعه طلب دى ، چرى به فساد وکړى دخپل اولس په بندوبست مشغول يم ، اشرف خان د وه ځلى پيښور ته ورغلی و ، محمد امين به ډيره مهربانى پرى کوله زه په نظام پور کښې ناست ؤم ، په دا مينځ کښې فدائى خان خزانه راوړه ، زما او لس راته ووئيل چې خزانه به وهو ما ورته ووئيل چې د مغل او پښتانه خواعتبار پاتى نه شو زه اول هم دمغلو داغونه په زړه کښې لرم چې بى تقصيره ئى پرى قيدى کړم ، ولى نمک حرامى کيږى ؟ څلور پنځه پوښته ما د مغلو نمک خوړلی دی، خزانه به وهم ، القيصه فداى خان لره ، اشرف خان داټک ترسيند پورى ورغی خزانه ئى ورسره پورى کړه پيښور ته ورسيد ، داشرف خان تعلق ئى ډير وکړو سر وپائ ورکړو رارخصت کړو چې فداى خان پيښور له ورغی . مستجاب ئى واژه ، ملکان دمومند و ماله راغله ،بازيد خان دده تره ورسره ، ما هم په ننګ دپښتانه زاهو زاد له سرايه راوويست نظام پور لره مى راوست ، قصد مى داټک دنيوو وکړو ، چې اټک به ونيسم لار به د پيښور بنده کړم ، مغل به خود هلاک شى ، په دا مينځ مومند واړه بيا مغل له ورغلل =چې اوس بوچه خان د مستجاب مومند تره په خدمت په دولت خواهى دمغلو ملاوتړله ، زه حيران شو م ) ددې نه جوته شوه چې دبابا دپښتنو په نفسياتو سم نه پوهيده ده غوښتل چې دافغانان دمغلو دجغ نه ازاد کړى ، مګر بلى غاړىته دمغلو خزانه ورته نمک حرامى ښکار ى دخټکو مشوره سمه وه ، که چېرى خوشحال خا ن بابا دفداى خان خزانه لوټ کړى وی نو ده کولی شول چې ننګ جمع ئى فداى خان خزانه سره يوځاى کړی دپښتنو لښکر تيار کړى بايد پدى غور کړى وى چې پښتنو کښې يوڅو کسان په ننګ راپورته کيږى عام پښتانه دولجى په چکر کښۍ وى خوشحال بابا دولجى اړخ دپامه غورځولی وو تش ئى دننګ ډوهل وهلو همدغه وجه وه چې په غير دولجى نه نور پښتانه خو پريږده خپل اولاد ئې په لاره نه تلو دده سلوک دمغل فداى خان سره وو او مغل چې خزانه سلامته پيښور ته دخوشحال خان د زوى اشرف خان په کومک ورسوله بيا دمغلو سلوک ته ګوره چې مستجاب خان ارباب ئى قتل کړو دپښتون سلو ک دمغلو سره او دمغل سلوک دپښتون سره څومره فرق لرى خوشحال خا ن چې خبريږى چې ارباب مستجا ب ئى وواژه بيا دې د اټک دنيولو قيصه کوى خزانه تيره وه په تش اټک باندى بيا خټکو څه کول چې خزانه بيا نمک حرامى وه چې خزانه لاړ ه بيا داټک نيول ولى دغه نمک حرامى نه وه سره دټول عزت او respect بايد دا وايو چې خوشحال بابا هيڅ پلان نه درلوده شش او پنج کښې ګير وو چې څه وخت دارباب مستجاب تره بازيد خان راځې دده پاڅون ته اراده کيږى چې بيا خبريږى چې بوچه خان بيادمغلو دحلوا په تال کښيناستو بيا صرف حيران کيږى عمل نه کوى چې څوک ملت ته ازادى اخلى هغه بايد ددښمن سره هر چل وکړى ترڅو چې خپل ملى مرام ته ورسى سياست او محبت کښې هر شی جايز دی مګر بابا ديواو بل ددښمن رول لوبوى اومغل ورسره سياست او چل کوى با با مخکښې ليکى ( ( محبت خان صوبه بيا مونده ددهلى نه راروان شو بيا ئى مالره ئى کښل او راوستل وو چې زه دستا په ملګرى نازيږم مالره په مخه راشه چې دملک دبندوبست مصلحت سره وکړو ما خو يو په زړه کښې نيولی وو دمغل دنوکر مزی مى په زړه کښې شلولی وو ورته مى هر چې راست درست وو کښل او دا رباعى مى ورته په فارسى کښې وکښه ګفتم که مغل شوم به شمشير زدن افغان راکه بس بريدم ګردن اخر نه شدم مغل همان افغان ام هيف است نه کس کوشش بيجا کردن با با په محبت خا ن باندى داځکه چې اربا ب مستجا ب مومند حال ئى ليدلی و و چې فداى خان قتل کړو څه عتبار وو که محبت خان صوبيدار دغه چل دبابا سره کړی وی دبا با يو لوى صفت دغه دی چې يوځل پورته شو بيا ئى دمغل په پل پل کښينښود که چرې با با په پنځه ويشت کلنۍ کښې دمغلو خلاف شویؤ نو زما داخيال دى چه ده په ډير څه دخپلى انرژۍ په زور کړ ی وی مګر دې يو شپيته کلن وو چې ګوريلا ئى جنګ ته ئى ملا وتړله چې دغه ډير ناوخته و و مګر دده او ايمل خان او دريا خان پاڅونکى که څه هم پدی بر نشو چې پښتنو ته سياسى واک وګټى مګر د مغل سلطنت ته ئى دومره تاوان ورساه چې داورنګزيب دمرګ سره په زوال شو چې دبابا دناکامۍ يو څو جوتى وجى دى 1. پښتانه په سياسى ، اقتصاد ى ، اوعلمى توګه دومره رسيدلى نه وو =چې دبابا دننګ چغى ته ئى سم جواب وئيلی وی 2. دبا با ملى مسائيلو ته approache ډير لوړ وو او پښتنو دپوهى سطحه ډير ټيټه وه 3. با با يو واضحه سياسى او فوځى پلان دمغلو خلاف نه درلوده په تيورى او عمل کښې ډير فرق وو 4. دې ددرست افغان داټک نه تر قندهار ه پورى نارى وهى مګر عمل کښې دوى دصفويانو او مغلو سلطنتونو په مينځ کښې ويشلى وو 5. بابا ډير intellectual وو دپښتانه صرف په ننګ راټولول که دننګ سره ولجه شامله وی نو زما خيال دى چې پښتانه به بابا سره ملګرى شویوی 6. بله وجه دده نجيب خوى او کرکټر وو چې دده ټيټ کار او نمک حرامى دده دښمن سره هم نه کوله چې سياست کښې دغه نمونه خوى ډير فايده نه کوى بلى غاړى ته ميرويس نيکه دپښتنو په روحياتو ډير ښه پوهيده دصفويانو خلاف پاڅون ئى تر اخرى حده پورى ئى سوچ او پلان کړی وو دې هم خو به دخوشحال خان بابا په څير بندى اصفهان ته په زولنو کښې وړل شوى وو ګورګين داميرخان خافى نه ډير ظالم وو خوشحال خان دبند په دوران کښې دمغلو خلاف دپاڅون هيڅ پلان جوړکړى نه و و دمرور توب تر حده پورى خبره وه تر وروسته ئى پاڅون وکړ مګر دغه پلان شوى نه وو په توکل روان وو بلى غاړى ته ميرويس نيکه په ډيره سړه سينه خپل کارپيل کړ دګورګين خلاف ئى دربار او بادشاه مشکوک کړل او دپښتنو په روحياتو دومره پوهيده چې حج ئى وکړ بيائى دشيعه او سنى په بنسټ دپاڅون متعلق په مکه او مدينه کښې د عالمانونه فتوى تر لاسه کړچې ده پښتانه پيژندل چې دجنګ په ميدان کښې به دوى دشمن داسلام په نوم غولوى نو ددې علاج ئى کړی وو بيا چې څه وخت قندهارته راغلو هيڅ بى وخته جذباتى قدم ئى دګورګين خلاف پورته نکړپه خپل سکيم ئى په قدم عمل وکړو همدغه وجه وه چې په 1709 کښې دقندهار دګورګين په وينو سور کړ او پښتانه ئى تر ننه ورځى پورى دايرانيانو دغلامۍ نه خلاص کړ داځکه چې ميرويس نيکه ننګ جمعه ئى ولجه سره يو ځاى کړه سياست اواخلاق ئى جداکړ ل ګنى ده هم دخوشحال خان غوندى وئيلى شول چې په دربارکښې بادشاه راسره ښه وکړل ، نمک حرامى ده قسما قسم پلمى ئى ځان ته جوړولى شوى ، مګر ده جوړى نکړى داځکه چې دى پدى شعور ى رسيدلی وو چې دپښتنو دغمونويو علاج دی چې هغه دصفويانو نه ازادى ده . ميرويس نيکه دمرض تشخيص وکړ ، بيائى دمرض علاج وکړو داځکه چې عملى مشر وو ، خوشحال خان صرف په تيور کښې حز خوشحال بابا ولجه نه غواړى صرف ننګ وائى افريدوشنوارو يوپه ولجه کښې زړه خوشحال کړ ايمل خان مومندپه ننګ په ولجه دواړه دخوشحال خټک په برخه خو يو ننګ دی تر نظره پورى ئى هيڅ ده دنيا واړه زماپه نظر په نژدى وخت کښي په افغانستان کښې دکمونستۍ سيستم په ماتى کښې بنيادى رول ولجې جمع اسلام افغانى ننګ لوبولى دی داځکه چې ډالرجمع اسلام جمع افغانى ننګ داسى يوه نسخه ده چې د زورور نه زرورو سيستم پرى دوړى دوړى کولی شى چونکى مغل مسلمانان وو نو ددوى خلاف بايد خوشحال خان با با ننګ او ولجه سره يو ځاى کړى وائى نوکيدیشو چې ددې مجردى نسخى په ذريعه ئى مغل ټکولی وای . - بېرته شاته