(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

9.7.14 خاطره

لیک : زمری څرګند   09.07.2014
دلېوني میني له برکته په انګورو کښي دپټ دوښمن ښکارسوم.
په ژوند کي دډیرو خوږو اوښو خاطرو ترڅنګ کله ناکله ترخې خاطرې هم ښه وي داځکه ترخې خاطرې موهم تریوخته مجلس خوږ ساتي .
چي دخپلو ترخو خاطرو پراساس مو یوهم ۱۳۸۵کال و چي دهرکله په څېربه چي کومومېلوته دملګرو سره تلو نو هغه مېله به مو خورا په جوش سره لمانځل ولي چي یو دمېلې خوندو اوبل دملګرو ښه مجلس و چي په هغه مېله کښي به موزیات سات تیروچي له جملې یې یوهم په ۱۳۸۵کال کښي دانګورو وخت و چي دموسمي تغیراتوپراساس وخت دې ته اماده و چي باید باغونوته ولاړ سو او دانګورو مېله وکړو چي پرهمدې اساس ملګرو مي راته ویل چي دانګورو وخت شروع سو نو موږ باید یوه دجمعې ورځ وټاکو او ولاړ سودکندهار ښار  ددامان داولسوالۍ دخوشهاب باغونوته چي انګورښه په پېخر دي ولي که څه هم زه زړه نازړه په دې وم چي باید دباغونو مېله په ښه توګه ترسره کړم خو څه وخت چي ملګرو راته دباغونو دتګ ویل څه امادګي مي نه درلودل خو ملګروته مي دناچاري څخه هوکړه وکړه نوداچي داوونۍ له سره دشنبې په ورځ موږ دراتلوونکي جمعې ورځ وټاکل چي باید ولاړ سو نو ټولو ملګرو مي اماده ګي ونیول چي کله دجمعې ورځ راغلل نومودکندهار ښار له دوراهي څلورلاري څخه حرکت وکړ او مخ ددامان داولسوالۍ دخوشهاب د کلي پرخواروان سولو خو په لاره کښي ترټوکوټکالو وروسته ښه په مجلس سره دخوشهاب کلي ته ورسیدو چي هلته زموږ دملګرو باغ وچي له ورایه یي لا دباغونو جوو ځانګړې ښکلاطبیعت ته وربخښلې وه او مینان دورایه لاورته په عشقونوراتلل خوکله چي باغ ته ورسېدو دانو دسهار ۱۱بجې دي چي دستي دهغه باغ باغوان دخپلي انساني میني سره سم دجوړ په خېروروسته دانګورو ښه مسته جانانه پیاله راوړه اوښه کیشمیشي ژړاوزرغونه انګور یي راوړه خو سربېره پردې چي باغوان انګورراوړه موږ غوښتل چي خپله جووته کښته سو او دانګورو ترښکولو وروسته دانګورو دجوو څخه لیدنه وکړو او دهغه بزګر کوم چي دطبیعت خوارنماینده دی دکارونو څخه لیدنه وکړو چي بزګرپه څومره ستومانیو باغ ترداغه حالته رارسولي دی خو کله چي زموږ په ګډون یوشمیر ملګرو ددې اراده وکړه چي باید باغ ته ولاړ سو او جوې له نږدې وګورو نو بزګر راته وویل چي تاسو ته مي انګور دلې راوړي دي بېسده یي وخوري اما جووته مه کښته کیږي چي خدای مکړه ماریا لنډي موونه خوري خوموږته دبزګر خبري هڅي یوه افسانه ښکارېدل ولي چي دانګورو په عشقونو کښي ډوب تللي وو چي په همدې موخه موږ جووته کښته سولو اما ملګروموڅه وسایط لکه خښي اونوردځان ددفاع په موخه راخیستي وه ترڅو هغه پټ دوښمن چي مار یالنډی ده   په لیدولو سره یي سم دستي ځای پرځای کړي خو موږ خبرنه و چي دانګورو دلېونۍ میني له برکته دوښمن یوتربل بدتر دي نو کله چي مي ملګرو په جووکښي تګ شروع کي دستي مي یوه ملګري ږغ و کړ چی دادی ستره انګور په جوه کښي څومره ښه ایسي کاشکي یي دنمونې په ډول راسره یوسو چي موږورته وویل چي نه دابه داغه یوښاخ وي چي سره انګور ولري ولي که بل ښاخ موترسترګوسو چي سره انګور لري نو بېله دې چي مشوره پکښي وکړو دستي به یي دنمونې په ډول راسره یو سو چي ترډیرتګ وروسته مو سره انګورښه په خوروار ولیدل چي بیخي ډیرواښکیان یي وه چي ملګرو موبې مشورې ورلاس کړه اویوښه دانګورو واښکی یي دپټ دوښمن( ټنډو غالبوزو) په بدرګه راوښکوی چی ورسره سم ټنډی غالبوزي دومره ډیری سولې چی بیخي یي چیرګیني وو دلته دانګورو په کونج کښي چي دورایه نه معلومیدي چي ترمامي ملګري ورنږدې وه هغوته یي دزهرو دومره ښه میلمستیاورکړه چي بیخي یي رنګ دپېژندولو نه وو اماموږته یي هم څه جانانه زهر راکړه خو ډیرکم ولي چي څه ځیني لیری وم او په ځغاسته څه تیز وم چي ترڅه ګړی وروسته مي ملګری دباغ هغه لومړی خارګاه یا مناته راوستل کوم چي باغوان وختي راته انګورراوړي وه نو کله چي خالګاه ته راغلودانوداخت دی چي خواربزګر زموږ انتظارباسي ګورو چي باغوان ناست دي او زموږ دامید په تمه دي چي کله به دوی راسي کله چي یي زموږ دملګرو حالت ولیدي چي ټنډوغالبوزو مېلمستیا ورکړې ده دستي یي دکلي ملاته ورږغ کړ چي ترلږ ګړی وروسته دکلي ملاراغلی او ښه دمونه یي پروکړه چي ترڅه ګړي وروسته بیرته دښار پرخوارارهي سو لو ملګرو مو بیخي دمایوسۍ احساس کاوه او ډیره پښيماني یي څرګندول چي موږبیاهم ورته دا توصیه درلودل چي پټ دوښمن باید تل په نظرکښي ونیسو ولی که هروخت سیده لاره اخلو باید هغه نور طرفونه یي هم په نظرکښي ونیسو چي په دې سره به بیا بښيماني نه کوو نوپه ژوندکښي دسمي لاري اخیستل شرط دی خو ورسره په څنګ کښي یي باید هغه نور طرفونه هم په نظرکښي ونیول سي ترڅو په دې سره مو خپل پاک او مقدص هدف په ښه توګه تی کړی وي

- بېرته شاته