(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.7.14 موازي حکومت یا بله سقاوي

11.07.2014:  داسې ښکاري چې د افغانستان له تېر تاریخه، عبدالله او ډلې يي یوازې د سقاو د واکمنۍ څپرکی لوستی او زده کړی وي او غواړي یوه پېړۍ روسته همداسې واکمني هغه هم په ۲۱ مه پېړۍ کې یوځل بیا پر افغانانو وتپي، خو دا ځل د موازي حکومت په نوم !
څو لسیزې وړاندې، د سقاو پر محور څو لنډه غرو او غلو د هغه مهال د ښکیلاکګرو اومذهبي توندلارو په لمسون او ملاتړ، اماني غورځنګ چې د افغانستان د ودانۍ او د افغانانو د سوکالۍ لوړ انساني ارمانونه او تګلارې يی درلودې، په وینو ولمباوه. د اماني غورځنګ له ځپلو روسته، سقاویانو د خپلې واکمنۍ یوازې نهه میاشتو کې، افغانستان د یوه اوږدمهال لپاره د پرمختګ او نویتوب له کاروانه په شا وتمبوه. هغه مهال هم سقاوي واکمني د افغانانو د وینو بیالې بهولې وي.
د ډاکټر نجیب الله په پیر کې هم د سقاو لارویانو او لمسیانو د نظارشورا په بڼه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سولې او دیموکراسۍ بهیر شنډ کړ او د یوه پراخ بنسټه ملي حکومت د جوړیدو مخه يي ونیوله. دوی هغه وخت په خونړۍ کودتا سره، کابل کې د تنظیمې جګړو د بنسټ ډبره کېښوده، ۷۰ زره کابلیان يي شهیدان کړل او د افغانستان پلازمېنه، کابل يي په کنډواله بدل کړ!
په ۲۰۰۱ کال، افغانستان ته د امریکا او لویدیځ په راتګ سره د سقاو لارویانو وغوښتل په یوه شپه، خپله څېره بدله کړې او د دیموکراسۍ او قانونیت چپنه واغوندي. په سبايي دوی داسې اکټونه پيل کړل چې ګنې اوس هغه پخواني غله ، لنډه غر او داړه مار نه دي. بویه غله او داړه مار یوازې د سقاو پر شاوخوا ددوی پلرونه او نیکونه وو چې نن د هغوی کیسه وړیا شوې او دوی د هغو لمسیان او لارویان نه دي.
دوی حتی د ۹۰ لسیزې د کابل جنګونو په سبا چې لاسونه يي د افغانانو په وینو لا ککړ وو، ځان هېرکړ او له حالاتو سره سم يي د ورځې په نرخ د قانونیت او دیموکراسۍ دوه سره ډول غاړې ته واچوه!
خو ټاکنې د پخواني سقاولارویانو او نویو سقاویانو د پېژند لپاره داسې محک وګرځېدې چې اوس د سقاویانو پلار هم له افغانانو نه شي پټېدلای!
د افغانستان په هرځل ټاکنو کې دوی د خپل لنډه غرتوب او جګړه مارۍ داسې ریکارډ ښودلای چې ددوی د سقاوي ماهیت زړی جوړوي!
لومړی د ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې دوی د خپلې درغلۍ پړه پر ښاغلي حامدکرزي وراچوله او له ټاکنو یې یو لوی شرغوبل جوړ کړ چې روسته ددوی په بلنه او د لویدیځ په مرسته، افغانانو له هغه شر څخه خلاصون وموند.
خو داځل د ټاکنو دوهم پړاو کې د ډبل عبدالله د رایو په نسبت د ډاکټر اشرف غني د څه باندې یو میلیون رایو ډېرښت او په دې اړه د افغانانو عمومۍ خوښۍ، عبدالله او د هغه نظارشورا داسې وارختا اوسربداله کړل، بېله دې چې د خپل چلند روستۍ پایلې وسنجوي او یا د قانوني لارو په لټه کې شي، سمدلاسه په سبايي د لويي جرګې خیمه کې د موازي حکومت په نوم خپل غبرګون وښود.
د ټاکنو د قانوني بهیر په وړاندې چې تر اوسه لا د شکایتونو کمیسیون د ټاکنو د دواړه غاړو شکایتونه نه دي څېړلي او هره شېبه د ټاکنو په ابتدایي پایلو کې بدلون او تغییر پېښېدلای شي، د عبدالله او د نظارشورا وارختايي او د موازي حکومت چیغې، د دیموکراسۍ او قانوني حکومت په وړاندې یوخوا ددې ډلې د ژمنتیا اکټونه او پېښې په اوبو لاهو کړې او بلخوايي افغانانو ته یوځل بیا ددې ډلې سقاوي ماهیت په ډاګه کړ!
ټاکنې یو دیموکراتیک او قانوني بهیر دي چې د خپلو منل شویو اصولو او تګلارو په چوکاټ کې پلې کیږي. ټاکنې په زور، کوتکمارۍ او بغاوت نه ترسره کیږي او نه د ټاکنو پایلې څوک، په زور او بغاوت پر ولسونو منلای شي. هغه حکومت چې د ټاکنو پر بنسټ رامنځته کیږی، ستنې او ریښې يي هم یوازې قانون کېدای شي.
د لويي جرګې د خیمې په تالار کې ترټولو خندنۍ ننداره دا وه چې د اصلي سقاویانو په غویمنډ کې، څو څېرې په اصطلاح پښتنې سقاویان هم یوځای نڅېدل. هلته مې د ګوشتې فریدون مومند ولید چې د عبدالله د خوشحالۍ لپاره يي د مومندو د ستر قوم شمله پر ځمکه وغورځوله.
کله چې مې عبدالله ته د فریدون مومند په زاریو او ننواتو ګډه، وینا اوریدله، په ماسکو کې مې روتڅکوی ته د مولوي محمد نبي تضرع رایاده شوه. هغه لیکنه چې هلته مې د مولوي محمدنبي وینا لوستې وه، داسې وه « محترم فضل الرحمان فاضل خواهر زادۀ برهان الدین ربانی و عضو هیئت مجاهدین در سفر تاریخی جهادیان مؤرخ20 ـ 24 عقرب 1370 به مسکو ،گزارش مستند و مفصلی را از جریان این سفر تحت عنوان « مجاهدین در مسکو ـ مذاکرات با روسها » نشر نموده است . در صفحات 19 و20 این گزارش میخوانیم که:
برهان الدين ربانی در مورد «برچيدن بساط... رژيم نجيب» تماس گرفته، روتسکوی را مخاطب ساخته ميگويد: «شما بايد درين مورد همکاری کنيد».
بعد از برهان الدين ربانی، «حجةالاسلام سيد رحمت الله مرتضوی سخنگوی حزب وحدت اسلامی»، که رئيس هيئت مجاهدين مقيم ايران در هيئت مجاهدين نيز بود، ضمن صحبت خويش، روتسکوی را مخاطب ساخته، در زمينه چنين ميگويد: «شماوقتی دل ملت ما را بدست می آوريد که رژيم کابل را که ملت ما آنرا نميخواهد، از ميان برداريد...»
به تعقيب او نوبت به «مولوی صاحب محمدنبی محمدی امير حرکت انقلاب اسلامی» ميرسد و او با تضرع و التماس، چنين ميگويد: «از روسيه در جهت از ميان برداشتن رژيم کابل، آرزومنديم و بايد نا اميد نشويم. بايد اينطور گفته نشود که ما در امور کابل مداخله نميکنيم،... اين کار مداخله گفته نمی شود.»
پورته خندنۍ یادونه مې ددې لپاره هم راواخیسته چې داځل بیا هم نظارشورا، جمعیت او ځیني درواغجن مجاهدین لکه د پخوا پشان د ټاکنو په وړاندې د کودتا لپاره د پردیو مرستې ته سترګې نیسي!
دا ځل د روتڅکوی پرځای د ښاغلي جان کیرې مرستې ته په تمه دي!
دلته د محمدنبي محمدي پرځای فریدون مومند، محمود کرزي، شیرزی او نورو څو سرځوړو پښتنو ، د لويي جرګې په تالارکې نه یوازې د ټاکنو د پایلو په وړاندې بلکې د افغانستان په وړاندې په کودتا کې برخه واخیسته او اوس به د نظارشورا د نورو لنده غرو سره یوځای د جان کیرې ملاقات ته روان وي.
بلخوا د نظارشورا لخوا د موازي حکومت اعلان یوازې په حکومت، واک او ټاکنو پورې محدود نه دی، دلته موازي حکومت د افغانستان هویت، تاریخ ، ملي ګټو او ارزښتونو ته په نښه شوی دی!
موازي حکومت یوازې د واک او حکومت په وړاندې کودتا نه ده، بلکې هغه د افغانستان په وړاندې کودتا ده!
همداراز نظارشورا غواړي د موازي حکومت په نوم د تېرو دیارلس کلنو بریا او لاسته راوړنې د افغانانو له لاسونو وشکوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي وویل چې که امریکا د افغانستان له ملاتړه لاس واخلي نور هیوادونه به هم د امریکا په پښه – پښه کښېږدي چې له کبله به یې د افغانستان پر حکومت سخت اغېز وشیندل شي او د پرمختګ لپاره به د افغان دولت وړتیا اغېزمنه شي.
له بده مرغه دا هغه څه دي چې نظارشورايي په لومړي ګام کې د پلیتوب په انتظار کې ده!
د ۲۰۱۴ کال د جولای ۱۱ مه

- بېرته شاته