(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.7.14 د باچا خان مفکوره

18.07.2014 Deewa: د امریکې پنسلوانیا پيټسبرگ پوهنتون کې امريکایانو ته د کنفلیکټ ربزولوشن( د شخړو حل) په موضوع د شېر عالم شېنواري د پریزنټیشن مین پواینټ (مرکزي نقطه) دا وه چې پاکستان کې د امن امکان د باچاخان د فلسفه عدم تشدد په نفاذ کې دی هم په دې روانه میاشت کې ښاغلي رازق فهيم د امریکې د بوسټن ټف پوهنتون فلیچر سکول کې دغه شان ېو تربیتي پروگرام کې دامن لاره د عدم تشدد فلسفه گرزولی وه، د ایروزونا سټېټ یونیورسټۍ سره تړلي میکېن انسټي ټیوټ کې ظهير عباس محسود هم د شخړو حل په موضوع زدکړو کې د عدم تشدد په موضوع یو څیړنه کوي
شېر عالم شينوارې د پښتو ادب، تاریخ او کلتور مبصر، استاد او د انگرېزۍ ژبې اخبار ډان په پېښور کې کارکونکی دی.
رازق فهيم د College of youth activisim and development (د ځوانانو فعاليت او پر مختگ موسسې ) مشر ، سکالر او شاعر دی.
ظهير عباس محسود ایروزونا سټېټ یونیورسټۍ سره تړلي میکېن انسټي ټیوټ - واشنگټن کې زده کونکې سکالر دی.
د دغه درې واړو پوهانو امريکې ته سفر د هغه پروگرام برخه ده چې دلته په امريکې کې د شخړو په حل د پوهیدو لپاره روان دی، دلته په دې لړ کې ډېرې لوړې کچې تحقيق، علمي مباحثې او څېړنې شوي او وس دغه مضمون د نړۍ تکړه ځلمو ته په بیلو بیلو ځایی امریکایی ادارو کې ښودل کېږي.
د شخړو د حل سټراټيجي څه وي؟
کله چې د یو تن په ذهن کې په څه خاص وجه د خپل حق اخستو لپاره تشدد وټوکېږي او بیا د هغه د ذهن دغه د تشدد یا جگړې ماده په منطقي مکالمې سره په عدم تشدد بدله کړې شي دغه خبرې ته د شخړو د حل لاره یا سټراټيجي وايي.
باچا خان (1890-1988) پښتون قام پرسته مشر او په جنوبي ایشیا کې د عدم تشدد د فلسفې ښوونکې ؤ، د هغه مفکوره دا وه چې د اولس د زهن نه تشدد نچوړ کړي او ددغه کار په خاطر یی د 33 کالو قید تیر کړې – د باچاخان په رنگه د عدم تشدد د لارې د قامي گټو مبارزه په 19مه پېړۍ کې د هندوستان عظيم ليډر مهاتما گاندي، په شلمه پېړۍ کې د امریکې تور پوستکي سياست مدار مارټن لوتهر کينگ جونير او دافريقه عظيم ليډر نیلسن منډیلا هم کړې وه او د پښتنون مشر په پرتله ېې مبارزه په گټه تمامه شوې وه- د پښتنو په ټولنه کې نن هم تشدد موجود دی او قامي غوښتنې لا منل شوي نه دي.

شېر عالم شېنواري وایی"باچا خان دپښتنو یوا ځينې داسې مشر ؤ چې اولس ته به یی د تعليم او پوهې تر لاسه کولو تبليغ کؤ. او په دغه خاطر ېې زحمتونه زغمل.. خو دهغه کار لکه د نورو یادو شوو مشرانو په رنگه دوام داره نه شو پاتې یا کامیاب نه شو".
وجه څه وه؟
د پاکستان جوړیدلو پس په هیواد کې قانو ن او منطق باندې مذهبي رنگونه وپاشل شول او ېو داسې طاقتوره پوځ تخليق شو چې د ژوند په هر ډگر یی د سخت دريزه مفکورو پرچار وکړو او په نړي واله کچه یی د اسلامي ټولنې سر خيلي په اهدفو کې شامل شوه.
د باچاخان او هغه ملگرو او فلسفې خلاف ددغه پوځي تصور په سیوري کې منفي پروپیگنډه وشوه، د ملت او مذهب د سپکاوي تورونه د قامي پریس نه نشر شول او داسې قانونونه پاس شول چې مخالفت یی کول یی د مذهب سپکاوې او هیواد سره غداري گڼل کیدله .د باچاخان فلسفه عدم تشدد په پاکستان کې په غېر اعلانیه او غیر محسوسه توگه ختمه کړې شوه او په سرکاري توگه د نصاب په لاره د کرکې نظریه په زهنونو کې وکرل شوه او او غیر سرکاري تنظيمونو ته په تعليمي ادارو کې د جگړې د تبلیغ اجازت ورکړې شو، یو شمیر سیاسي مذهبي تنظيمونو په ښارونو او غریئزه سيمو کې د جهاد تربیتونه ورکول شورو کړه- نن نتيجتأ پاکستان په قامي کچه د ډیرې ژورې جگړې او کرکې ماحول نه تیریږي دا وخت د پاکستان حکومت په هیواد کې د پنځوست نه زیاتې ډلې غیر قانونه گرزولي او د تېرو دولسو کالو نه د تر هگرو خلاف جگړه روانه ده او پنځوست زره پاکستانیان پکې وژل شوي ----- د شیر عالم شينوراي په گډون د گڼ شمیر څیړونکو خیال دی که د عدم تشدد فلسفه شعورأ ختمه کړې شوې نه وی نو نن به پاکستان کې امن وی.
رازق فهيم وایی چې" په امريکې کې د شخړو حل په مضمون د پوهې په مهال د عدم تشدد د نړيواله سیمبولز په تواتر سره نومونه اخستل کیدل چې باچاخان هم پکې شامل ؤ"- ښاغلې فهيم وایی چې د امريکایانو لپاره دا خبره په خپله د توجه وړ وه چې پښتون مشر باچاخان د ژوند مقصد هم دا ؤ چې اولس ته د حقونو د گټلو لپاره دجگړې په ځایی د سياسی مکالمې چل ورایزده کړي- باچاخان چې کومو حالاتو کې د عدم تشدد فلسفې پرچار کؤ هغه ورځو کې هم د حقونو گټلو لپاره جگړه روانه وه-
رازق فهم خوش فهمه دی چې نن سبا حالاتو کې یو وار بیا په سيمه کې د امن لپاره د عدم تشدد فلسفه کامیابه کیدې شي خو یو اوږد مهاله زغم یی شرط بولي-
ظهير عباس محسود وایی "پښتانه خو په بنیادي توگه په تاريخ کې د مکالمې خلق پاتې شوي دي او تل یی خپله شخړه په مکالمه (جرگه مرکه) غوڅه کړې ده"- خو وایی وس نوي نسلونو ته په دغه لاره د تگ کولو تلقين پکار دی چې د خپلو غوښتنو لپاره تشدد ضروري نه وي. ښاغلې محسود خپله ځلمې دی او د خپلو نسلونو دجرگو مرکو د روایتونو په زوال فکر منده دی- هغه ددغه زوال یوه وجه دا گڼي چې د پښتنو په ټولنه کې د ښځې کردار ډیر محدوده کړې شوې دی. د باچا خان د تحريک په بنیادي ښوونو کې یوه دا هم وه چې تر څو ښځی په ټولنه کې کردار ادا کولو کې برخه ونه لري ترقی ممکن نه ده-
د عدم تشدد فلسفه وس عملي کیدې شي؟
ښاغلې شینواری، ښاغلې فهيم ، ښاغلې محسود او د کنفلیکټ ریزولوشن( د شخړو حل) ښوونکي ټول په دی صلاح دي چې دا وخت په پاکستان کې د روان تشدد ژرړې غوڅول هله امکان لري چې د باچاخان د عدم تشدد فلسفه بیا خپله کړې شي – د دویی خوش بيني په خپل ځایی خو زمکني حقيقتونه ښایی پاکستان کې د یو لوی قام پنجاب گټې د نورو وړو قامونو لکه پښتنو، سندیانو او بلوڅانو د گټو سره سمون نه خوري- لکه د بنگال په شان اوس هم د وړو قامونو تاوان د لویی قام گټه گڼل کېږي – بله دا چې پاکستان کې دتشدد ختمولو لپاره د ذهنونو نه کرکه لرې کولو اصلاحي ادارې د نشت برابر دي او کوم خلق چې ددغه فکر ملگری وو زیاتره اوژل شول او د امن په ډيمانډ (غوښتنه) شکونه کیږي – دا وخت زياتره سياسي مشران په پاکستان کې د معاشي، مذهبي، او صنعتي انقلاب راوستو دعوې لري خو د پوهانو په خیال د زهنونو نه د کرکې نچوړولو اصلي منصوبه نه خو د کوم سیاسي گوند او نه د طاقتوره پوځ په کتابونو کې شته دی

- بېرته شاته