(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.7.14 وزیرستان:سترګو لیدلی حال

  Mashaal/Deewa 24.07.2014:  پوځ د خلکو لسګونه کورونه ړنګ کړي د شمالي وزیرستان د بویه تحصیل یو اوسېدونکی شاکر الله وايي، د عملیاتو تر پیلېدو وروسته افغانستان ته ولاړ او له هغه ځایه بیا کلي ته ستون شو او اوس په بنو کې دی.

دی وايي، په ډېرو سختو حالاتو کې له خپل کلي ووت او کډه یې وکړه.
له مشال راديو سره د خبرو پر وخت د شمالي وزیرستان د عملیاتو عیني شاهد شاکر الله وویل، دوی یوازې ضروري شیان واخیستل او نور یې کورونه ډک پرېښودل.
دی وايي، تر کډوالۍ شاوخوا دوه اوونۍ وروسته یې غوښتل چې په خپل کلي کې خپل او د خپلوانو کورونه وګوري.
زیات ظلم چې شوی دی [له څارویو] سره شوی دی. ځناور [او څاروي] مړه پراته [ول]، سخت بوی یې کاوه. اوبه ورته نه مېلاوېدې. ځینې د اوبو [نشتوالي] له وجې مړه ول او ځینې په توپونو ویشتل شوي ول.
د وزیرستان اوسېدونکی شاکر الله وايي، تر څلور ورځې سفر وروسته بیرته دته خېلو ته ورسېد او بیا یې دوه ورځې په غرونو کې پلي مزل وکړ او خپل کلي ته ورسېد.
دی وايي، د شپې په ډېر تکلیف خپل کلي ته ولاړ ((په پرې سر – موږ خپل سر بایللی وو.)) د ده په خبره، کورونه یې چې ولیل زښت مایوسه شو.
((موږ ډېر غټ خاندان [لرو شاوخوا] ۴۰ کورونه یو.)) د ده په خبره، ټول کورونه په بمبارۍ کې ړنګ کړل شوي ول.
مخکې هم موږ ځپلي وو، اوس هم او چې بېرته درومو بیا به هم ځپلي یو
دی وايي، ده ته ښکاري چې ټول کورونه د ټانکونو او توپونو په مرمیو ویشتل شوي او ړنګ کړل شوي دي.
هغه وزیرستاني کډوال چې افغانستان ته تللي دي هغوی ډېر خوښ دي. [له] ملي اردو، ملي پوځه ډېر خوښ دي. [زموږ] ډېر احترام یې کړی وو.
شاکر الله وویل، دی نه پوهېږي چې په عملیاتو کې به وسله وال وژل شوي وي او یا به یې پټنځایونه او مرکزونه ړنګ شوي وي او که نه؟ خو د ده په اند، د کورونو ړنګېدو له کبله شاوخوا د هر کور له ۵۰ تر ۸۰ لکه کلدارو یا روپیو پورې تاوان شوی دی.
شاکر الله وايي، هغه وزیرستاني کډوال چې افغانستان ته تللي دي هغوی ((ډېر خوښ دي. [له] ملي اردو، ملي پوځه ډېر خوښ دي. [زموږ] ډېر احترام یې کړی وو.))
دی وايي، افغان چارواکي هره ورځ کډوالو ته خواړه او نور شیان ورکوي. (([ولسي] خلکو [کډوالو] ته صحبتونه جوړول، ډوډۍ یا مړۍ یې کولې د احترام لپاره.))
شاکر الله زیاته کړه چې د پاکستاني پوځ له خوا په پوځي عملیاتو کې تر ټولو زیات تاوان ولس ته رسېدلی دی. ((ټینک چې راځي د عوامو کور ولي، جېټ [الوتکې] چې راځي د عوامو کور ولي. مخکې هم موږ ځپلي وو، اوس هم موږ ځپلي یو، چې بېرته درومو نو بیا به هم ځپلي یو.))

بلخو
د پاکستان بشري حقونو کمیشن په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملیاتو په وخت د اولسي وژنی په خبرونو سخته فکر مندي ښودلې ده. د ډيوه ریډیو سره مرکې په وخت د کمیشن شريک مشر کامران عارف ویلي ( مونږ په دې خبرونو جې وایی عام اولس وژل شوې سخت تشويش ( فکر مندي) لرو خو سيمې ته د تلو اجازت نشته نو مونږ یی پخلې نه شو کولی.
خپله د اېچ آر سي پي رپورټ د کډوالود خولې ليکي په شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په ضد روان ضرب عضب پوځي عمالیاتو کې دماشومانو او ښځو په شمول گڼ شمېرعام اولس وژل شوې. ولې د پاکستان پوځ وایی هلته وژل شوي زياتره خلق تر هگر وو او د پوځ او هیواد خلاف په جگړه کې بوخت وو.
کامران عارف غوښتنه کړې چې سيمې ته دې، د بشري حقونو کارکونکو له لاره ورکړې شي چې بې پلوه ننداره او څیړنه وکړي . د عمل یاتو شورو کیدلو ورستو د حکومتي پابندو په وجه سيمې ته نه خو اذاد خبریالان او نه د بشري حقونو کار کونکي تلې شي. کامران عارف وایی د حکومتي عملدارۍ قائمولو مخا لف نه دی خو وایی د بې گناه انسانانو وژل د قبول وړ نه دي او حکومت له پکار ده چې د عامو خلقو وژلو نه بچ کیدلو قوي گامونه پورته کړي.
دغه راز د ۲۰۱۴ ع کال د جولاې په ۲۴ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ یو شمېر خوستوالو او وزیرستانیو قومي مشرانو او دیني عالمانو په یوه ګډه ناسته کې تیارۍ څرګند کړ، چې د پولي په دواړه غاړو کې پراته قومونه او ولسونه به د سولې او امن په ټینګښت کې د یو بل سره همکاري او ګډې هلې ځلې کوي.
ناسته کې چې د ډیورند د کرښې د دواړه غاړو د بیلابیلو قومونو او خیلونو ګڼو مشرانو برخه اخیستې وه، ویناوالو په خبرو کې دا ډول ګډې ناستې د یادو ولسونو په منځ کې د بې باوریو په ختمولو او د دوی په سیمو کې د ترهګرۍ په ګډون د نورو شته ستونزو په هواري کې ګټورې وبللې او تمه يې وښوده، چې د تېر تاریخ په شان به یو ځل بیا د دې قومونو تر منځ یووالۍ او وروري ټینګښت مومي، دوی یو بل ته په کلکه د یووالي او اتفاق لاس ورکړ.
د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو سره په خبرو کې د یادې ناستې په تړاو وویل:
((موږ ډېر خوشبینه یو، هر کله چې دا ډول ولسي غونډې د کرښې د دواړه غاړو د خلکو له خوا جوړیږي، هغه پخواني سوء تفاهمونه چې پخوا د اهریمنو د تبلیغاتو له کبله د یو بل پر وړاندې موجود ول، هغه به ورو، ورو ختمریږي، د واړو غاړو وروڼو قومونو تر منځ به صمیمت، ورورګلوي، د سولې او ثبات په برخه کې او د پرمختګ په برخه کې ډیریږي.))
د وزیرستاني قومونو یو تن مشر عمرخان وزیر وویل، پښتون ښه بهادر او غیرتي قوم دی، خو د دوی په منځ کې دکلک اتفاق د نه شتون له کبله د پردیو لاسته لویدلي دي، نو دا ناسته د پښتنو د اتفاق په موخه رابلل شوې وه:
که اسلام دی په پښتنو کې دی، که غیرت دی په پښتنو کې دی او موږ پښتانه یولاس او یو موټي یو، د هغه با وجود موږ دومره کمزوري شوي یو، چې پردیو خلکو موږ د جنګ خواته داخل کړي یو، یو ته وايي، چې ته پلانی یې، بل ته وايي چې ته پلانی يې، درې وروڼه يې مخالف کړي یو، موږ درې وروڼه یو، یو ورور کډه مې ولاړه دیره اسماعیل خانه ته، د بل ورو رزمک ته ولاړه او زه افغانستان ته راغلم، خبره صرف د اتفاق موضوع ده.
یو تن وزیرستاني ځوان هم مشال راډیو سره په خبرو کې دا ډول ناستې د اهمیت ډکې وبللې او ویې ویل، چې په دې سره د پولي د دواړه غاړو د ولسونو په منځ کې رامنځته شوې فاصلې له منځه ځي:
زه خالد خان دا خبره کوم، نن چې کومه غونډه وشوه، دا یووالۍ راولي، دا نزدیکت راولي، محبت راولي په منځ کې فاصلې ختموي، موږ چې کله کوز په پاکستان کې وو، موږ دا خلک کافر ګڼل، موږ ته دا تبلیغات کېدل چې دا ټول خلک امریکا ته وراوښتي دي، خو کله چې ما دا علاقه وکته، نو ماته دا مالومه شوه، چې دا خلک زما نه ښه مسلمان دي او زما نه ښه پښتانه دي.
خالد خان هغو پښتنو ته هم د سولې او د افغانستان په ابادۍ کې د ګډون پیغام ورکړ، چې دا مهال د افغان حکومت پر خلاف جنګیږي او د حالاتو نه په بې خبرۍ کې دي:
کوم خلک چې په غرونو کې دي، جنګ کوي او دوی ته سهي مالومات نه رسیږي، هغو ته زه دا پیغام ورکوم چې د خپل مسلمان ورور خلاف جنګ مه کوه، د خپل مسلمان پښتانه ورور خلاف جنګ مه کوه، راشه امن ته غاړه کېږده، سولې ته غاړه کېږده او د افغانستان د ترقۍ په چارو کې ونډه واخله.
یاده دې وي، د تېرې چارشنبې په ورځ د وزیرستانیو او خوستیو قومي مشرانو او دیني عالمانو تر منځ په یاده سیمه کې د شته ستونزو او مشکلاتو د حل له پاره یوه ګډه جرګه ګۍ هم جوړه شوه، چې تر دې وروسته به په خوست کې د اړتیا پر مهال ګډې ناستې، جرګې او سلا مشورې ولري او ستونزو ته به په ګډه حل لارې پیدا کوي.

- بېرته شاته