(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.7.14 ژور خفګان

26.07.2014: دوستانو ضرور یی وګوری او نورو سره یی شریک کړی ګټور مطلب دی او ډیری خویندی ورونه دا ستونزی لری
د ژور خفګان (Depression) ناروغي
ژور خفګان يا ډيپرېشن يوه روحي ناروغي ده چې په ټوله نړۍ او په خإص ډول زمونږ په هېواد کې ډېره زياته ليدل کېږي. 
د روغتيا پوهنې په اند دا ناروغی هغه وخت منځ ته راځي چې د چاپېريال او حالاتو سره د انسان د توافق توان لږ او يا له منځه لاړ شي پدې مانا چې انسان نشي کولی چې د هغه ګرد چارپېر حالاتو سره ځان عيار کړي او ددې توان هم نلري چې هغوی ته بدلون ورکړي لدې امله هغه ته روحي ستونزې او په پايله کې د ژور خفګان ناروغي پيدا کېږي.
د ژور خفګان نښې نښانې 
دا ناروغې ډېرې زياتې نښې نښانې لري بې ځايه به نه وي که وواېو چې ډيپرېشن د نښو نښانو يوه پراخه ټولګه (سېنډروم) ده چې د ټولو يادول دلته د امکانه لرې ښکاري خو هڅه به وکړو چې تر څه حده ددې ناروغۍ په نښو نښانو باندې په لاندې ډول رڼا واچوو. 
· خفګان: په ژور خفګان اخته ناروغ په دوامدار ډول خفه وي او زړه ېې نه خوشحالېږي.
· زړه تنګوالی: زړه ېې تنګ وي، په ټيټ اواز او ورو ورو خبرې کوي، ډېر ځل داسې احساسوي چې زړه ېې چا په موټي کې کلک نيولی ده.
· دا ناروغان په عمومي ډول غلی (خاموشه) وي او د خوشحالۍ په ځايونو کې ېې زړه نه لګېږي. يواځې اوسېږي. خبرې او ورځنی کارونه په مات زړه کوي، ورځني کارونو سره ېې زړه نه لګېږي له همدې امله يا کار نکوي او يا نو که کار کوي نو لکه څوک ېې چې په زور پرې کوي او ډېر اسانه کار هم ورته سخت ښکاري. 
· په اسانه ژړا ورځي، زړه ېې ډک ډک کېږي او کله کله له ځان سره ژاړي.
· نهيلي: له ژوند څخه نهيلي او مايوسه وي، تل د نهيلۍ خبرې کوي او زړه ېې له ژوند او دنيا څخه موړ وي. 
· ډېر ځل دا ناروغان پخپل ژوند پورې تنګېږي او ځان وژنه کوي، داسې خيالات ورته راځي چې دا څه ژوند ده راځه ځان مړ که لدې ژوند نه خو مړينه ښه ده. ديادونې وړ ده چې دا ناروغان هسې هم له ژوند څخه نهيلي وي او مرګ پخپل ژوند غوره ګڼي له همدې کبله ډېری دا ناروغان ځنې وخت د مرګ د بديل په ډول نشه ايزو توکو ته لاس اچوي او په نشو راځي.
· دا ناروغان د تصميم نيولو توان هم له لاسه ورکوي، ډېر ځل د يو کار لپاره تصميم نيسي خو بېرته ترې پښېمانه کېږي او په نيمه لار او يا حتې د کار په نيمایی کې ترې بېرته راګرځي او نوموړی کار پرته د سرته رسولو په نيمايي کې پرېږدي. 
· د خوب ګډ وډېدل: ډېر ځل دې ناروغ ته خوب يا هېڅ نه ورځي او يا کم او په مشکله ورځي خو ځنې وختونه داسې هم کېدای شي چې ناروغ ژورخفګان هم ولري او خوب ېې هم ډېر زيات وي. 
· په کوچنۍ خبره ډېره غوسه ورځي، جګړه کوي، غږ پرې بد لګېږي، کوچنۍ خبره ېې بار بار په زړه کې راتاوېږي او قهر ورځي. 
· ډوډۍ ته ېې زړه نه کېږي لدې کبله لږ خوراک کوي او ناروغ کمزوری کېږي.
· دا ناروغي د بدن په بېلابېلو سيستمونو اغېزه کوي او ډېر ځل داسې پېښېږي چې ناروغ د زړه د ناروغۍ، د معدې د ناروغۍ، د کولمو د ناروغی، تبې او داسې نورو ډېرو ناروغيو په لوحه ډاکټر ته راځي خو ډاکټر ېې چې پلټنه کوي هغه ناروغي اًصلا هېڅ موجود نه وي بلکه ناروغ ته د ډيپرېشن له کبله دا ناروغی پېښه شوې وي او د ډېپرېشن په درملنې سره نوموړې ناروغی هم ښه کېږي.
د ژور خفګان لاملونه(علتونه)
اقتصادي ستونزې
 بېکاري او د کار په پيدا کولو کې ستونزې
 ناوړه سياسي حالات
 نا وړه جغرافيوي حالات ( بې وطني او کډوالي)
 د کوم خواږه او نژدې دوست (پلار، ورور، د ژوند ملګري او داسې نورو) له لاسه ورکول
 په محبت کې ناکامي 
 نا وړه ټولنيز حالات (په ټولنه کې ظلم او بې عدالتي)

د ژور خفګان درملنه
ډول ډول درمل شته چې د ناروغ د شکايتونو او تکليف د ډول سره سم ېې ډاکټران د ناروغ لپاره توصيه کوي. نوموړو درملو ته د خفګان ضد درمل يا Antidepressants واېې او تر ډېره حده د ناروغ د تکليف په کمولو او حتې له منځه وړلو کې مرسته کوي.

- بېرته شاته