(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

30.7.14 د الفت په شعرونو کی د ازادی او غلامی مانا

فکر کی خیال په خیال کی فکر نیول       معنی ته رنګ رنګ ته معنی ورکول

د شاعر کاردی  شـاعری  وګــڼــه          د زړه  په سترګو خوب په ویښه لیدل

30.07.2014: د زړه په سترګو خوب په ویښه لیدل یا د زړه دهلیزکی مینی ته کور جوړول، او د سر په ستر ګو فکرته لار ورکول، یا پاس په دماغ کی د فکر پوهی روزل د ځوانکی ګل پا چا نه دالفت اووتلی علمی او ادبی شخصیت د جوړیدو لاروه. نو ځکه یی د ټولو شعری او نثری لیکنو رنګ او مانا، جمال او کمال دګل پا چا په وجود کی دالفت او علمیت، لوړخیال او ژور فکر د یوالی پایله ګڼل کیږی. «الفت» نه یوازی د ګل پاچاد ظاهری هویت بلکی تر هر څه دمخه دده دزړه سوانده او لوړ انسانی شخصیت ښکارندوی دی. ځکه چی مینه یی د زړه په دهلیزونو کی پاللی ،له وینی سره ګډه شوی او رګ رګ ته ننوتلی ده. د ګل پاچاالفت په مینه کی انسان، د هغه حقوق، کرامت، پت او عزت تر هر څه او چت ځای لری او ازادی ددی ټولو بنسټ جوړوی.

    پت عزت دژوندانه ازادی بویه      بیله دی وی ژوند ذلیل،خواروحقیر

    ازادی دتن او غړو څه په کارده      چـی دی وی فکر تړلی په ځنـځیر

    چی ازاد فکرلری په جیلخانه کی     دی ازا د نه دغلام غوندی وزیر

الفت دغلامی ټکی په پراخه مانا کاروی یانی هر څوک چی دفکر او یا د ارادی ازادی ونه لری غلام ګڼل کیږی.دتا ریخ په اوږدو کی ډیر داسی پیښ شوی دی او لا هم پیښیږی چی یو هیواد په بل تیری کوی، هغه نیسی،واک تری اخلی او ولس یی له ډیرو بنسټیزو حقوقونه هم بی برخی کوی او یو ډول غلا مان تری جوړوی.ګل پاچا الفت سره له دی چی دزور،انسان وژنی او جنګ نه سخته کرکه کوی خو دازادی دتر لاسه کولواو دهغی د ساتنی لپاره توری ته لاس کول نه یوازی روا بلکی ضرور هم ګڼی.دی دازادی دلاری  په شهیدانو او اتلانو ویاړی او د هغوی یادونه او درنا وی کوی او لیکی چی:

ملی حــمــا سـه نه وه بی تا ثیـره

ملالی چی  میوند کی شعارونه ورکول

مضمون دازادی زموږ په سرو وینورنګین دی

زموږ وینو تاریخ ته عنوانونه ورکول

په تورو،نه په تورو موږ تعلیم نورو ته ورکړ

بی زړونو ته مو ځان په شانی زړونه ورکول

موږ هغه وخت مات کړی استعماردپرنګیانو

چی نورو په دوه لاسو خرا جونه ورکول

دالفت په نظر توره د خپلواکی یاازادی حق نه لری،هغه دانسان دازادی غوښتونکی ارادی او دحق او قا نون تابع دی. توره هدف نه دی بلکی دازادی دګټلواو حق ته درسیدلو وسیله ده. دازادی غوښتونکی حماسی هدف هم زور ازمویل یا دمقا بل لوری سر ټیټی نه دی،انسان وژل اویا دبل ولس ازادی او انسانی حقوقو ته تاوان رسول هم نه دی.هدف خپلواکی ده،دظلم او مظلومیت،دتبعیض او توپیر ورکول او دولسونواو هیوادونو تر منځ حقوقی برابری ده دګل پاچا الفت غو ښتنه داده چی:

نژادی تو پیر هیڅ نه وی په دنیاکی

نه په شرق اونه په غرب او امریکا کی

استقلال منلی حق د هر ملت وی

خو قا یم په ملتونو کی اخوت وی

دخپلواکی دګټلو او ساتلو لپار ه توره هم هغه وخت اغیزناکه وی چی دیو موټی شوی ولس په لا کی وی.په هره اندازه چی ولس دیوه جوړجاړی پ چوکاټ کی سره یو او یو موټی وی په همغه اندازه یی خپلواکی ډاډمنه او بسیا وی.دملی یوالی د کمزور تیا په اندازه ازادی هم کمزوری کیږی او هغه وخت د سخت ګواښ سره مخامخ کیږی چی ملی یوالی ړنګ شی.دالفت په نظر ازادی:

په ملی قدرت لاسته را غلی

په ملی قدرت متکی  د ه

هر څومره چی ملت متحد وی

خپلواکی یی هغومره قوی ده

ګل پا چا الفت وایی چی دیوه هیواد دازادی هدف باید یوازی د څو تنو ازادی نه وی،ازادی دټول ولس او دهغه دهر وګړی حق دی.رښتیا هم دادی چی د خپلواکی دترلاسه کولو په لارکی یوازی څو تنه نه بلکی ولس قربانی ورکوی،نو ځکه نه یوازی څو کسان بلکی ټول ولس او دولس هرفرد دازادی او دیوبل سره دحقوقی برابری حق لری.دیو څو تنو زورواکی او ټولواکی دخپلواکی دملی ارادی سره ټکر خوری او هغه کمزری کوی.الفت لیکی:

چی وطن او ملک ازاد وی کله ښایی

چی یی خلک دڅو تنو وی اسیر

باداری دزوراوزروچی کړی ورکه

ده همدغه ازادی وړ دتقدیر

په کوم هیواد کی چی دحق او قا نون په ځای زر او زور حکومت کوی ولس یی ازاد نه دی،دڅو تنو زور واکانواسیر او غلام دی.زورواکان او دزرو لیوالا ن دانسان دازادی او حقوقی برابری سرسخت دښمنان دی،دانسانی غرور،انسانی کرامت،پت اعزت سره جوړجاړی نشی کولی،ځکه زور او انسانیت ،زوراوحق نه سره جوړیږی او د زور واکانو په حکومت کی قانون کله چلیږی.ځکه:

حکو مت چی قانونی نه وی ښخصی وی

د آغا آغازاده او دبی بی وی

کورنی او خیلخانی پکی خانی کا

قندیګل شاګل ما ګل پکی خوندی وی

په زورواکه او ښخصی حکومتونو کی خو قند یګلو، شاګل، ما ګل خوندی وی،د بډو ازادی وی ،فسادونو پریمانی وی، خو دولس برخه خواری او پریشانی وی.ګل پاچا الفت چی ټول ژوند یی دقلم او عمل په ډګرکی د حق او قا نون دپلی کولو لپاره  په مبارزه کی تیر کړی دی په دی عقیده دی چی:

هغه ځای وی دژوند ون واړه خوندونه

چی څوک نه وینی څه زجر بی قانونه

اطمنان دروح اوفکر هله بویه

چی اصواو قوانین کوی حکمونه

د زور او زرو غلامی په پراخه مانا دغلامی یو شکل دی خو الفت په خپلو لیکنو کی دغلامی نور ډولونه هم په ګوته کړی دی او په یوه شعرکی یی د هغی تاریخی لړی داسی بیان کړی ده:

په جهان کی چی مر دوده باداری شوه

روحانی رنګ یی راووت پیــری شوه

دپیری او مریدی بازار چی زوړ شو

سیاسی رنګ یی پیداکړ لیــډری شوه

دلته د باداری ټکی په خاصه مانا کارول شوی دی چی بل اړخ یی غلامی دی.باداری بی غلامی اوبادار بی غلامه وجود نه لری.دبادار او غلام تر منځ په اړیکو کی غلام دبادار مال دی او بادار دغلام قا نونی څښتن دی.با دار کولی شی چی غلام وپیری اویایی وپلوری،بل چاته یی په کرایه ورکولی شی او هم یی له بل چا په کرایه را نیولی شی.کله چی بادار مړشی غلام یی اولاد ته په میراث پاتی کیږی.د پیر او مرید تر منځ داړیکو په هکله دڅه لیکلو اړتیا نه وینم ځکه چی الفت په یوه بل شعر کی تر ټولو ښی څرګند کړی دی.دی لیکی چی:

پیر که خس دی بیا هم خپل مرید ته بس دی

مریدان دی ډیر کسان که پیر ناکس دی

له مریده بنده ګی دخدای مه ِغواړه

که له خدایه ورته ګران پیر یو په لس دی

دبا داری،پیری او لیډری تر منځ شریک ټکی دادی چی یو یی هم ازادی،دانسان  خپلواک فکراو خپلواکه اراده نه پیژنی.دسیاسی لیډر،رهبر اویا لارښود او دهغه دپیروتر منځ په اړیکو کی پیرود خپل لیډر مال نه دی، خو ازاد هم نه دی.په دی اړیکوکی پیرو خپل سر، خپلی ارادی او خپلو سترګو ته اړتیا نه وینی،دلیدر یا لار ښود په سر فکر کوی،د هغه په سترګو لار وینی او په ارا ده یی خوځیږی.خپل سر، سترګی او اراده یی په کار نه لویږی،شنډ پا تی کیږی او ورځ په ورځ ګمزوری کیږی،تر دی چی نور دازا دی دهیلی او هوس نه هم بی برخی کیږی او پایله یی مطلق اطاعت،مطلقه بنده ګی یاغلامی ده چی دسیا سی غلامانو په برخه کیږی او د لیډر نه هم یو مطلق فرعون جوړیږی.

سیاسی غلامان په غلامی کی خوښ وی

، په ازادی پسی نه ګرځی او دومره ِغواړی چی دیو څو نورو غلامانو څارونکی شی.دا دنده یا نی دنورن غلامانو څارنه یوازی او یوازی دوتلو او په غلامی کی د ازمو یل شوو غلامانو په برخه کیدای شی. دڅارنی دا مقام داسی یو مقام دی چی پکی یو غلام په یو څو نورو غلامانو یو ډول باداری کوی نو ځکه کیدای شی چی په دی سسټم کی غلامی او باداری دیوه تن په وجودکی سره یو شی یانی دا چی دا تن په یوه وخت کی دیو چا غلام وی او په یو څو نورو با دار وی.ګل پا چا الفت دی ځای ته درسیدو لار داسی بیان کړی ده:

ځان چرته غلام کړه که په نورو باداری کوی

سر ټیټول زده کړه که کارونه سرکاری کوی

هلته زورور ته په ګونډه لاس په نا مه اوسه

دلته که فرعون غوندی پر موږ کلانکاری کوی

کیدای شی چی دغلامی او باداری په دی سسټم کی دهیرم څوکه یانی دزور او زرو وروستی سر چینه کورنی ټولواک او یا کوم بهرنی ځواک وی.دټولنو په تا ریخ کی ددواړو بیلګی شته دی.ګل پا چا الفت ټینګار کوی چی د زرو او زورواکی سسټم خپلواکی،سیالی، حقو قی برابری،انسانی غرور او سرلوړی نه پیژنی.دا سسټم په سرټیټی او غلامی ولاړ دی،دلته به همیشه لاس په نام او په ګونډه اوسی.که چیری په دی هنر کی دمهارت لوړو درجو ته ورسیږی نو کیدای شی چی په ځینو باندی دفر عون په شان کلانکاری هم وکړی.دغلامی په لار با داری ته رسیدلی غلامان دفرعون په شان کلانکاران وی، په وحشت کی ساری نه لری،دانسانیت او ازادی سر سخت دښمنان دی.الفت لیکی چی:

بــد ل  شــو ی ا ســــا  ســـونـــه  د هســتـــی       ځکه لـوړ مقـام ته رسی په پستی

ډیر څه کړی ترماسه چی له ډیرو شیو تیرشی       غلاما کړی خانان خان پرســتی

هغه څه چی تر لاسه کوی یی سرکاری مقامونه او منصبونه دی،ډک جیبونه او بانکونه دی، غټی ګردی خیټی اوتور زړونه دی،کلکی سپینی سترګی ټیټ سرونه دی.او هغه څه چی له لاسه یی ورکوی ازادی ده،پت دی او عزت دی،ایمان او اعتباردی او دانسان سره مینه او محبت دی.د ګل پاچا په فکر دانسانی ژوند منځپانګه مینه او محبت دی،پرمختګ اوحرکت دی چی بیلابیل خوندونه اورنګونه لری خو غلامی او یا داری دا ټول له منځه وړی ځکه چی دمینی او محیت ځای کینی او تبعیض ته ورکوی او دانسانانو تر منځ دوروری او برابری بنسټ له منځه وړی.دی لیکی چی:

ژوند قوت دی حرکت دی مخکی تګ دی محبت دی

دژوندون دباغ بلبله شپه او ورځ دغه ناری کا

ژوند چی هر څرنګ وی ښه دی هرڅوک غواړی چی ژوندی وی

مګر ژوند دغلامی دی خدای یرباد خاوری ایری کا

که نور هیڅ نشی کولی وچ او شنډ شی غلامانو

غلا مان چی پیدا نشی باداران به بیچاری کا

با دار ځکه بادار دی چی غلام غلام دی که غلامی نه وی نو باداری به هم نه وی.غلامی او باداری په ګډه داړیکو یو سسټم جوړوی چی دځان په نه پیژندنه ولاړ دی.انسان چی بل انسان ته سر ټیټوی ځان ڼه پیژنی او په ځان باور نه لری او څوک چی دبل زور او زرو  ته سجده کوی دایمان په مانا نه پوهیږی.دبل جاه او جلال ته سرټیټول او زر پستی بی ایما نی ده.ګل پا چا الفت لیکی چی:

که د ځان په شان انسان ته دریدلی یی سرکوزی

ځان دی نه دی پیژندلی دخپل ځان سره اشنا شه

که د چا جاه وجلال ته په سجده باندی نسکوریی

بی ایمانه راته ښکاری له ایمان سره اشنا شه

کله چی ګل پا چا الفت ظلم کول او دظلم زغمل،زور کارول او زور ته سر ټیټول،په حق تیری او له حقه تیریدل بی ایمانی.زور او زرپرستی او په انسانیت باندی بی با وری بولی نو دا هم نه غواړی چی کمزوری دی زورور او زورور دی کمزوری شی،غلام دی بادار اوبادار دی غلام شی بلکی غواړی چی دانابرا بری دانسانانو حقوقی برابری ته ځای پریږدی.دی لیکی چی:

که مزدور خان شی او خان مزدور      مجبور جا بر شی جا بر مجبور

ظالم بدلیږی خو  نه ور کــیږ  ی         نه حا صلیږی اصلی  منظور

اصلی منظور له هر ډول غلامی،بی عدالتی، ظلم او زور نه دانسان ازادی ده ځکه چی لوی پروردګار ازاد اومختارپیدا کړی دی او ارزښت یی دهغی ازادی له مخی ټاکل کیږی چی لری او ترلاسه کوی یی او دهغی ازادی له مخی ټاکل کیږی چی ورکوی او منظوروی یی او دواړه خواوی هغه وخت دانسانیت معراج ته رسیږی چی په برابرحقوقی بنسټ اوږه په اوږه او څنګ ترڅنګ ودریږی.

پخوا مو وویل چی دګل پاچا الفت په نظرغلامی ډیر ډولونه لری چی موږ دلته ټول نه بلکی یو څو هغه ډولونه په ګوته کړل چی لا ملون یی دټولنی په اقتصادی،ټولنیز،سیاسی او حقوقی سنبالښت پوری اړه لری.په دی صورت کی دِغلامی لاملونه دفرد له وجوده یهر په ټولنه کی پراته وی.خو الفت داسی غلامی هم په ګوته کړی ده چی لاملونه یی دفرد په ذهنی او روانی حلت کی لټول کیږی.د پیلګی په توګه لیکې چی:

یو غلام  دی داوهـا مــو خرا فـا تــو    بل درسم اورواج اوعنعنا تو

په دنیا کی خو سل رنکه غلامی شته     دشهرت غلام بنده دمخلوقاتو

اوپه بل ځای کی لیکی چی:

د رمان مکان په قید کی اسارت دی     محدود مه اوسه هر ګوره لامکان سره اشناشه

دبندی فکر خاونده د وهمونو نظربنده     که ذهنی ازادی غواړی له عرفان سره اشناشه

اوهام،خرافات،رسم،رواج،عنعنات اوعرفان دا ټول دکلتور برخی دی او ښیی چی هر کلتور ښه اوبد،ګټوراو زیان رسوونکی او بلاخره ازادی بخښونکی او غلاموونکی اړخونه لری.که اوهام اوخرافات اویا ځنی رواجونه اوعنعنات دپر مختک او د انسان دذهنی ودی اوازادی مخه نیسی نوعرفان چی دلته ګل پاچا الفت دعقلی پوهی په مانا کارولی دی،دهغوی مخالف دریځ غوره کوی، خو پوهه دکلتور سره پریکړه نه کوی،د کلتور له منځه سر راپورته کوی،دهغه دښننی او چڼونی ابتکار ترلاسه کوی،له اوهامو او خرافاتو یی خلاصوی،انسانی فکرونه او ذهنونه ازادوی او په دی ډول دکلتور دودی او پر مختګ په لار کی خنډونه له منځه وړی.داوهامو او خرافاتو نه ازاد شوی فکرونه او ذهنونه علمی فکرونه او ذهنونه دی چی دزمان او مکان دزاړه چوکاټ نه ځان ازادوی او دودی په لور د ټولنیز کلتور لار ښونه کوی. پوهه نه یوازی فکرونه او ذهنونه ازادوی یانی دانسانی ژوند د معنوی کلتور شتمنی ډیروی بلکی د ټولنیز ژوند د مادی کلتور په وده او شتمنی کی هم ټاکونکی رول لوبوی. الفت وږی او بل ته اړ انسان، وږی او بل ته اړ هیواد ازاد انسان اوازاد هیواد نه بولی او دا  چی پوهه نن سبا دمادی شتمنی دتولید تر ټولو مهم عامل ګرځیدلی دی نو کولی شی چی فرد او ټولنه دلوږی او بل ته د اړتیا نه هم ازاد کړی. لنډه دا چی د پوهی په برکت په ځان باندی دانسان او انسانی ټولنی د باورکچه لوړیږی،دکار ځواکونه یی وده کوی او اغیزناک کیږی،وزګار تیا پر له پسی کمیږی،ټولنه او وګړی یی دفقر او نورو اړتیاوو نه خلاصیږی. نن سبا خو همدا پو هه ده چی د ذهنی ، سیاسی، ټولنیزی اواقتصادی غلامی ځنځیرونه ماتوی، ازادی ساتی اود پر مختګ په لار کی هر ډول کلتوری او طبیعی خنډونه له منځه وړی.نو ځکه وینو چی په پوهه یانی ډول ډول مسلکونو، کسبونو او هنرونو سنبال ولسونه ازاد ولسونه دی، شتمن او اباد ولسونه دی. د دوی په ازادی هیڅوک تیری کولی نشی،دسوکالی او پر مختګ لار یی نیولی نشی.

- بېرته شاته