(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.8.14 موږ د خپلو ناخوالو ...

موږ دموږ د خپلو ناخوالو خپله مسئول يو خومشران؟
محمد نعيم كاكړ

 15.08.2014: يو ورځ يوه ادبي غونډه كه جلسه ورته وويل شې هم څه فرق نه راوړي ما په خپل واړي ودي غونډي ته وويل چې د پښتو ژبي سره ډېر زياتي روان دي پښتو ژبه په افغانستان او پاكستان دواړو كښې تر ښكيلاك لاندي ده كله چې دهغه جلسه د څه مهال (دچاو څښلو) دپاره وځنډول شوه زه هم د ملګرو سره راووتم نو دوه كسان چې يو ډېر لوئي شاعر دي او بل ښه غټ سياست مداره دي ماته وويل چې تاته نه وو په كار چې پښتو په افغانستان كښې د پاكستان وارو تر ښكلاك لاندي ده ما ورته وويل چې زه رښتيا وايم او په رښتيا باندي يو ډول راكړه وركړه او مصلحت نه كوم نه سترګي په پټولي شم كه څه هم دوي ماته څو ثبوتونه راكړو خو ما ورته وويل چې ځما هم هغه خبره ده بيا يو بل لوئي سياست مدار يوه ورځ داخبره وكړه بلكې بيانيه يې په ورځپاڼي كښې راغله چې اوس داسې وخت راغلي دي چې لږكي به په ډېر كيو حكومت كوي كه څه هم نوموړي ځان يو لوئي وطنپاله او د ولسي واكمني مبارز ګڼې خو د خپلو ګټو په خاطر دوي د ولسي واكي بشپړه نظر تر پښو لاندي كوي او ددې دپاره په درواغو باندي د خپلې وداني تاداوايږدي.
​دادوه مثالونه او بيلګي مي ددې كبله وړاندي كړي چې پښتانه هميش د مصلحت په خاطر تر خپل حق تېر شوي دي كه يوه خواته د نورو قامو كركي او تعصب دي وبلې خواته خپله ځموږ پړي دي چې د خپل ولس او قام سره يې كوو ځموږ كه د مشر دي كه كشر هميش شپ شپ لري خوشفتانو يې په خوله نه راځي او كه دهغه حالات روان وو او موږ هم په دهغه لار روان وو نو به تر دي هم زياته بائيلات ځموږ په برخه وي كله چې د افغانستان د ولسمشري ټولټاكني شوي دي او پايلي د ګډوډيو سره مخامخ شوي دي دهغه وخته څخه تراوسه پوري دومره ناخوالي او شوي د سيسي رامخ ته شوي دي چې څوك ګوته په غاښ كښې ورته پاته كيږي چې په رسنېو او ميډيا كښې په دي اړه ډېر معلومات ترلاسه كيږي خو كه په وخت باندي و هر ناوړه عمل ته ګوته نيول شوي وي او ولس ته وړاندي شوي وي نو نن به د داسې ناښودود اوريدلو موقعه نه راتلې هم دا ډول د كرښه و لمرخاته چې كوم رښتيا په پښتنو باندي څرګنده شول هغه هم دنه منلو دي هو ځيني پوه او رڼ انده د ډېره وخته څخه د ډېرو په اړه خپل نظر لرلي خو عام پښتون په دي نه وو پوه چې په دي كښې بيرته هم ځموږ تېروتنه ده چې موږ يا خو د چا خوا نه بده وو يا د خپلو وړوكو ګټو دپاره ټوله قام په اور كښې غورځوو يا بيا ځموږ دا دستور او عادت ګرځيدلي دي چې موږ خپل سياسي مشرانو ته بېلا تبشپه د پيغمبر ټاكلي دي چې د دوي څخه د سره څخه تېروتنه نه شې كيدي ډېر خو داسې هم شته چې دوي د سره څخه د خپل مشر په اړه چپه خبري اوريدو ته نه رسيږي ځما ددې ليك د سره څخه دا مطلب نه دي چې خدائى(ج) دي فضل وكړه چې زه د چا سپكاوي يا دهغه نوم بدي كوم خو دا خپله دنده په يو داسې حالت كښې تاسو ته وړاندي كوم چې موږ په بشپړه پښتون قام په ډېر بزنونكي ځائي او مقام دديدلي يو چې د وتلو لاره يې هيچا ته نه ښكاره كيږي مشكلات او ستونځي دومره پله و ډلي دي چې سړي غړۍ ورته اچوي موږ پخوا هم ويلي وو چې د كله څخه چې د پښتانه په سينه باندي توره كرښه كړل شوي ده دهغه وروسته داقام روغه ورځ نه ده ليدلي او په را روان وخت كښې هم نه شې په برخه كيدي تر كله چې دهغه توره كرښه د منځ څخه وي پوه پناه شوي پښتون افغان ددې بشپړه سيمي يو لوئي ځواك دي خو دا ځواك هغه وخت جوړيدي شې چې دوي په يوه ولكه او جغرافيه كښې راشي او دا ددوي بشري حق دي چې څوك يې نه شې بې برخي كولي خو د بده مرغه ډېر د خپل دهغه بشري حق غوښتنه هم نه كوي ولي چې په يوه نه يوه ډول د دوي پنځه سره ګوتي په غوړيو كښې دي خو ددې د څنګه داسې مشرتوب چې هغه د نن ورځي د نړۍ او سيمي په كړكيچن سياست پوه وي او په خپلو قامي ګټو يو ډول راكړي وركړي ته تيار نه وي خپلې ځائي ګټي يا خپلو ټوله ايزه ګټو ته د قام د ګټو په مخ كښې څه ارزښت نه وركوي څوك به داسې پوښتنه كوي چې داسې څوك د كومي سپوږمكي يا سياري څخه راوستل كيدي شې تروت ځواب هم دا كيدي شې چې ولسواكي او جمهوريت يواځني نړۍ واله لاره او اصول دي چې ددې لارې موږ سپيڅلي مشران او لارښودان مخ ته ټاكلي شو.
​نن چې پښتون افغان د كومو ناوړو ستونځو سره مخامخ دي هغه د چا  څخه پټ او وډر نه دي خو ځيني سترګي په پټوي مصلحت وي يا دومره جرآت او توان نه لري چې په دهغه ناخوالو باندي بشپړه كام راټول كړي دا وخت كه يوه خواته غير خلګه دي او بلې خواته په لوئي شمير پښتانه دي چې د دښمن سره لاس ټينګ كړي دي په يوه او بل نامه باندي پخپله خپل پښتانه ځپي د هري لاري خپل كام او هيواد ته داسې زيان رسوي چې دښمن په كور كښې خوشالي ورته كوي دا عمل د ډېره وخته څخه را روان دي خو ځما ددې ليك موخه هم داده چې يواځي به په رسنېو او ميډيا باندي د نورو ليكونه لويويابه ګورو يا دا چې خپله به ماته ګډ ليك كووو رسنېو ته به وركوو دا ډول به خپل ځان ته ډاډوركوو چې زه خو د كام په غم كښې خپله ونډه تر سره كوم او بس.....؟ خو خبري او ليكنه هغه وخت ارزښت مومي چې هغه باندي عمل وشې نو دهغه عمل ته به ولس څوك راږغوي داسې خو دهغه دنده د سياسي مشرتابه او لاښودانو وي چې په كار وو چې ډېر پخوا دوي د دهغه ناخوالو د مخ نوي دپاره راجګ شوي وي خو دوي داسې ونه كړل شول ولي چې د پښتانه سياسي مشران هغه نظر نه لري نه په سياست پوه دي او كيدي شې چې دوي د پښتانه د دهغه ناخوالو د مخ نوي دپاره ډېر پخوا مبارزه پيل كړي وي ولس خو د دوي بشپړه ملاتړ وكړي كومي تش په تامه نعري او شعارونه ولس ته وړاندي كول خو په غمل كښې دهغه مشرتابه په ځائي ددې چې كام د دهغه ناورين څخه خوندي كړي د دوي بې عملي نور هم ولس به عمله كړي د تېرو ديش پنځه ديش كلو د دوي سياست ځموږ و مخ ته دي ولس هم ښه په پوه شوي دي.
​نزدې درې نيمي لسيځي كيږي چې په بشپړه پښتون افغان خاوري باندي جګړه روانه ده په لكاو پښتانه افغانان د نورو په دهغه جګړو كښې ووژل شول ژوبل شول معذوره شول ټاټوبى كښې چې هر څه وو هغه په دا بله خوا راواړول شول خو ځموږ هر اړخيزه مشران كه هغه سياست مداران دي كه انقلابيان وو يا مذهبي او جهادي مشران يا طالبان دوي د دهغه دومره ناخوالو څخه يو ډول زده كړه ونه كړه نه يې و دا كام ته يوه داسې تګ لاره په ګوته نه كړه چې هغه دا خوار ولس د دهغه ناورين څخه راوباسي د نورمحمدتركي څخه نيولي بيا د اوسنې ولسمشر حامد كرزي پوره هر ورځ ځموږ سړي وژل كيږي آن دا چې د توري كرښي په هغه خواميشته پښتانه هم داسې وژل كيږي خو تراوسه يوه مشر و د خپل كام ته داونه ښوول چې دوي ولي وژل كيږي څوك يې وژني او تر كله به وژني..؟ نه يو څوك په دا ولس كښې راپور ته شو چې هم دهغه پوښتنه يې د دهغه مشرتابه څخه كړي وي و خوار كام  او ولس ته خو دا ويل كيږي چې دا جګړه د باندنيو يللغرګرو په ضد ده يا دا چې دا جګړه د تهره ګري په ضد دي خو خبره دومره ساده نه ده د پردي وشاته نور څه روان وي خو خبري په بل شي كيږي ځموږ مشران د سره څخه يا خو ه سياست پوه نه دي يا دوي په هر څه پوه دي خو هغه خوهر خدائي پاك نه دي وركړي د نه پوهنه په بل شې كيږي ځموږ مشران د سره څخه څخه يا خو په سياست پوه نه دي يا دوي په هر څه پوه دي خو هغه جوهر خدائي پاك نه دي وركړي د نه پوهنه خبره داده چې نودي كام او ولس ته تر ټوله زياته اړتيا او غوښتنه ده خو  ځموږ سياست مداران په بل لوري روان دي دوي شې كولي چې خپل ولس ته رښتيا خبره وښائي خو كله چې دغاړي وخوله ته و درسيږي بيايې كام او ولس په ددشي دا ځموږ هر يو مشر تر دهغه آزموينو تېر شوي دي خو بيا يې هغه لاره خپله كړي چې هغه ځموږ دوراني او بربادي ده دوي په دي هم خبره نه دي يا يې  ځان ناخبره اچولي دي چې ځموږ د بشپړه كام دصباون خبره ده موږ هر څه دلاسه وركړي دي ولي چې د هر څه د لرلو سره سره موږ هيڅ نه لرو دا ځكه چې  بشپړه كام بې واكه او بې اختيار شوي دي د ناپوهي د سياست د كبله يې هر څه د نورو په لاس كښې وركړي دې و موږ ته تش درپدري كډوالي او نورو ته د مجبوري په چپه بل څه نه دي راپاته ځموږ هر څه په اومه سيمني پيلي دي او بس.،.؟ آيا موږ كښې به داسې فكر را پيدا شوي چې خپل هر څه د نورو د ګټو په خاطرونه پلورو..؟ اوس چې پښتنو افغانانو خوارو خلګو دومره سرشندني او قرباني وركړي دي د دهغه هر څه وروسته د قام پرستو كه د انقلابيانو كه د مذهبي ګوندو مجاهدينو(جهاديانو) يا كه د طالبانو څخه پوښتنه وكړي چې ددې مسئوليت په چا راځي ولې چې څوك په نورو باندنيو باور كوي چې دوي به سوكاله كړي د داسې چا څخه بل ناپوه او جنايت كار نه شته په زياته بيا د پښتانه دپاره او د پښتانه په اړه داسې خبري كړي چې د سړي كالبوت لر زيږي كله واتي چې تاريخي هيواد يې تجزيه كيږي اوس بيا په كتابو كښې دا خبري ددې تاريخي كام په اړه كيږي چې مړ كيدونكي  (DYING NATION) خو د هر څه د هر اړخيزه مشرتابه د ناوړه كړونو پايلي دي ځكه چې وائي چې مشر يې غږوي اختر به ماځيګروي خو ولس ژوندي دي داسې ارمان به د چا پوره نه شې خو مبارزي ته بايد هر وګړي تيار شې د خپل او د پريدي توپير وكړي..
محمد نعيم 
يو ورځ يوه ادبي غونډه كه جلسه ورته وويل شې هم څه فرق نه راوړي ما په خپل واړي ودي غونډي ته وويل چې د پښتو ژبي سره ډېر زياتي روان دي پښتو ژبه په افغانستان او پاكستان دواړو كښې تر ښكيلاك لاندي ده كله چې دهغه جلسه د څه مهال (دچاو څښلو) دپاره وځنډول شوه زه هم د ملګرو سره راووتم نو دوه كسان چې يو ډېر لوئي شاعر دي او بل ښه غټ سياست مداره دي ماته وويل چې تاته نه وو په كار چې پښتو په افغانستان كښې د پاكستان وارو تر ښكلاك لاندي ده ما ورته وويل چې زه رښتيا وايم او په رښتيا باندي يو ډول راكړه وركړه او مصلحت نه كوم نه سترګي په پټولي شم كه څه هم دوي ماته څو ثبوتونه راكړو خو ما ورته وويل چې ځما هم هغه خبره ده بيا يو بل لوئي سياست مدار يوه ورځ داخبره وكړه بلكې بيانيه يې په ورځپاڼي كښې راغله چې اوس داسې وخت راغلي دي چې لږكي به په ډېر كيو حكومت كوي كه څه هم نوموړي ځان يو لوئي وطنپاله او د ولسي واكمني مبارز ګڼې خو د خپلو ګټو په خاطر دوي د ولسي واكي بشپړه نظر تر پښو لاندي كوي او ددې دپاره په درواغو باندي د خپلې وداني تاداوايږدي.

- بېرته شاته