(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

20.8.14 د افغانستان د استقلال ورځ

 20.08.2014: د زمري ٢٨مه نيټه، د افغانستان د استقلال ورځ، يا په حقيقت کې افغانستان کې د انګريزانو د ماتې ورځ، د هغه انګريزانو چې په امپراطورۍ کې يې لمر نه پريواته، خو په افغانستان کې يې له ماتې ورسته د امپراطورۍ لمر په ډوبيدو شو.
انګريزانو ته ماتې ورکول يوه بې ساري ميړانه او د تاريخ يوه معجزه وه، بالکل همداسې لکه روسانو ته ماتې ورکول. خو دا دواړه پيښې يو ستر توپير هم لري، ملت هم د انګريزانو په وړاندې جګړه کې داسې اتلواله وښوده چې نړۍ ورته ګوته په غاښ شوه او هم د روسانو په وړاندې.
د انګريزانو په وړاندې زموږ د ولس غزا زموږ د خلکو لخوا، خپله زموږ په رهبرۍ او زموږ په وسايلو او امکاناتو وشوه، نو ځکه د انګريزانو په وړاندې د جګړې هر غازي او هر شهيد ملي اتل دى او د ملت د هروګړي د زړه سر. ترننه يې بچې او لمسي په وياړ يادوي او په يادونو يې وياړ کوي.
له بده مرغه د روسانو په وړاندې جهاد د سيمي ا ونړۍ د استخباراتو په جګړې واوښت مشري د ايي ايس ايي او سي آيې اى او بلا نورو استخبارتو لاس ته ولويده او ډير شمير مجاهد او مجاهد مشران دسيمې او نړۍ استخباراتوپه لومو کې ونښتل او نتيجه دا شوه چې د روسانو پرضد جګړه بالاخره په کورنې جګړې واوښته او د ملت وحدت اواستقلال يې د اوږود مهال لپاره زيانمن کړ.
دا جګړه اوس هم کله د تودې جګړې په بڼه او کله د سړې جګړې په بڼه ادامه لري، اوس يې هم هماغه استخبارات شاته دي، څيرې او نومونه بدليږي. مجاهد، طالب، شر او فساد،القاعده پاکستاني طالبان، امريکا ، روسيه...... خو څه چې نه بدليږي د افغانانو وژنه ده، پرون هم افغانان وژل کيدل، نن هم وژل کيږي او صبا او بل صبا خداى خبر تر کومه به لا په دې ناولې اوپردې جګړې کې د افغانانو وژنه ادامه ولري.
د استقلال ورځ زه ټولو افغانانو او د نړې ټولو د آزادۍ مبارزينو ته مبارکي وايم، له لويه خدايه غواړم چې يو ورځ د فلسطين ملت، کردان، بلوچان، کشميريان( له هند او پاکستان دواړو څخه) او په نړۍ کې چې چيرته چيرته محکوم ملتونه دي خپله ازادي او په ازادۍ او لوړ سر په نړۍ کې د ژوند کولو حق ترلاسه کړي، خو يو څو ټکي نور هم يادول غواړم.
د اسد ٢٨مه مبارکه ورځ، په دې ورځ مو انګريزانو ته ماته ورکړه او خپلواکي مو ترلاسه کړه، خودا خپلواکي بشپړه نده. ترڅو هغه ټولې سيمې چې انګريزي استعمار له افغانستان څخه نيولي او اوس د پنجابي استعمار په لاس کې دي، بيرته افغانستان سره يوځاى نشي، ترڅو کابل اوپيښور سره يو نشي د افغانستان استقلال بشپړ نه دى نيمګړى دى. افغانستان نيمګړى دى، ملت نيمګړى دى، افغان نيمګړى دى.
او لا تر دې مهمه اوس خو لا دا نيمګړى استقلال هم په سترګو نه ښکاري، پريږدو به دابحث چې اوس د يو انګريز پرځاې څلويښت انګريزان دلته دي، زموږ انتخاباتي کړکيچ اوبيا د جان کيري په مشرۍ د کانديدانو ترمنځ توافق د ازادۍ او استقلال رنګ لا کمزورې او تت کړ، لکه د روسانو پرضد د جګړې په شان زموږ خلکو په پوره ميړانې او زړورتيا انتخاباتو کې ګډون وکړ، په تيره بيا د انتخاباتو په دويم پړاو کې_ خو زموږ انتخابات د دسيسو او توطيو ښکار شول، قصداً بدنام کړاى شول، د جګړې ګواښونه وشول، خلک سرکونو ته راووتل او د موازې حکومت او خداى نخواسته د افغانستان د تجزيې خبرې وشوې، نه کانديدانو وکولاي شول خپلو منځو کې سره کوم توافق ته ورسيږي او نه حکومت وکولاي شول دا غوټه خلاصه کړي خو جان کيري راغى دواړه کانديان يې سره يوځاى کړل او د سياسي توافق په نوم يو داسې توافق يې پرې تحميل کړچې د افغانستان د اساسي قانون خلاف دى، د ديمکراتيکو اصولو خلاف دى او د خلکو په رايه معامله ده.
نو اوس زه حيران يم دې استقلال ته څنګه استقلال ووايم. زموږ خلکو رايه ورکړه چې خپل برخليک پخپله وټاکي خو د جان کيري په مشرى کانديدان د خلکو د رايو پراساس د حکومت جوړولو پرځاى د خلکو په رايو معامله کوي، د انتخابي حکومت پرځاى د ملي وحدت حکومت مطرح کيږي او د ملي وحدت د حکومت په نوم په حقيقت کې يوه داسې ډله چې په افغانستان کې يې د کورنۍ جګړې بنسټ ايښې، يوه داسې ډله چې افغانستان او افغان هويت نه مني، په غير قانوني او غير ديموکراتيکه توګه په قدرت کې ورته شرکت ورکول کيږي، بلکې قدرت ورسره ويشل کيږي، او په دې توګه افغانستان کې بې ثباتي بنسټيزه کيږي. ډاکټر عبدالله چې د موازې حکومت کوم ګواښ کاوه، هغه عملي کيږي، يو حکومت به د جمهور رئيس وي، يو کمزوره اوبې واکه حکومت او بل حکومت به د اپوزيسيون د مشر او اجرايې رئيس وي
نو د اسد په ٢٨مه د انګريزانو ماته افغانانو ته مبارک وايم خو ترڅو چې لر اوبر افغان يو نشي او ترڅو د جان کيري يا بل چا په مشرى د توافقونو او مصلحتونو پرځاي پخپله افغانانو ته د خپل سرنوشت ټاکلو اختيار او امکان ورنکړاى شي ، استقلال مانا نلري.

- بېرته شاته