(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

30.8.14 د کره پښتو په موخه

30.08.2014:                                 د بیول او وړل کړنومونو ( مصدرونو) په اړه، یوه لنډه څرګندونه

یو شمېر لیکوالان او رسنوال د غونډلو ( جملو) د جوړښت او لیکنې په وخت له بیول او وړل دواړو کړنومونو څخه د مهالکړ( زمانه) په جوړونه کې ستونزه لري. دلته د بېلګې پتوګه  د یوه لیکونکي د لیکنې په یوه برخه کې لولو:

«دوی د ټاکنو له کمیسیون او نړیوالو څارونکو غواړي چې د تفتیش بهیر په شفاف ډول پر مخ بوزياو د خلکود رایو او اساسي قانون درناوی وکړي.»

که پورته غونډله سمه ولیکو، هغه به په دې ډول وي:دوی له ټاکنو کمیسیون او نړیوالو څارونکو غواړي چې د تفتیش بهیر په شفاف ډول پرمخ یوسي او د خلکو د رایو او اساسي قانون درناوی وکړي. دلته د پرمخ بوزي پرځای، پرمخ یوسي سم ګڼل کیږي.

بیول او وړل دواړه ( لام ــ والا ) کړنومونه دي. دواړه بېلارې (Irregular verbs) او بلخوا لیږند کړنومونه (Transitive verbs) دي.

کله چې بېلارې کړنوم یادوو، هغه په دې مانا چې د ځینو مهالکړونو (زمانو) په جوړښت کې قاعده نه تعقیبوي او پکې بدلون پېښيږي.

بیول: د ساکښو (انسان او ژوی) د لیږد لپاره کاریږي. او وړل بیا د ناساکښو یا بېسا وو شیانو د وړلو لپاره او یا هم که ناساکښ شیان په غونډله کې د کړند (فاعل) دنده ترسره کړي، کاریدلی شي.

دلته به له دواړو کړنومونو څخه د ځینو مهالکړونو (زمانو) د جوړښت بېلګې ولیکو:

۱ ــ له بیول کړنوم څخه:

نابشپړ وسمهالکړ:

زه ننګیالی کورته بیایم......... موږ ننګیالی کورته بیایو

ته ننګیالی کورته بیايې.......... تاسو ننګیالی کورته بیایۍ

هغه یا دا ننګیالی کورته بیايي....هغوی یا دوی ننګیالی کورته بیايي

بشپړ وسمهالکړ:

زه ننګیالی کورته بوځم......... موږ ننګیالی کورته بوځو

ته ننګیالی کورته بوځې.......... تاسو ننګیالی کورته بوځۍ

هغه یا دا ننګیالی کورته بوځي....هغوی یا دوی ننګیالی کورته بوځي

امکاني وسمهالکړ:

زه ننګیالی کورته بیولی شم......... موږ ننګیالی کورته بیولی شو

ته ننګیالی کورته بیولی شې.......... تاسو ننګیالی کورته بیولی شۍ

هغه یا دا ننګیالی کورته بیولی شي....هغوی یا دوی ننګیالی کورته بیولی شي

امرکړ:

نابشپړ امرکړ: ننګیالی کورته بیایه!

بشپړ امرکړ: ننګیالی کورته بوځه !

نابشپړ تېرمهالکړ: ( په لیږند تېرمهالکړ کې، کړ د مفعول تابع وي)

ننګیالي زه کورته بیولم....... ننګیالي موږ کورته بیولو

ننګیالي ته کورته بیولې........ ننګیالي تاسو کورته بیولۍ

ننګیالي هغه، یا دا کورته بیوه ( بیوله )... ننګیالي هغوی یا دوی کورته بیول( بیولې)

بشپړتېرمهالکړ:

ننګیالي زه کورته بوتلم....... ننګیالي موږ کورته بوتلو

ننګیالي ته کورته بوتلې........ ننګیالي تاسو کورته بوتلۍ

ننګیالي هغه، یا دا کورته بوته ( بوتله )... ننګیالي هغوی یا دوی کورته بوتلل( بوتلې)

امکاني تېرمهالکړ:

ننګیالي، زه کورته بیولی شوم....... ننګیالي موږ کورته بیولی شوو

ننګیالي ته کورته بیولی شوې........ ننګیالي تاسو کورته بیولی شوۍ

ننګیالي هغه، یا دا کورته بیولی شو (شوه)... ننګیالي هغوی یا دوی کورته بیولی شول (شوې)

یادونه: له هغه ځایه چې بیول کړنوم په بېلارې یاIrregular verbs  ډلې پورې اړه لري، نابشپړ وسمهالکړ يي د بییل (بیایم، بیایو، بیايې، بیایۍ، بیايي) او بشپړ وسمهالکړ يي د بوځل (بوځم، بوځو، بوځې، بوځۍ، بوځي) په مټ ګردانیږي، همدارنګه بشپړتېرمهالکړ يي د بوتلل (بوتلم، بوتلو، بوتلې، بوتلۍ، بوت، بوتله، بوتلل، بوتللې) په مټ ګرادانیږي. همدارنګه کړ ستاینوم (فعلي صفت) يي بیولی او امر کړ يي، بیایه او بوځه! راځي.

بلخوا په هغه کړنومونو کې چې د کړنوم نښې (مصدري علامې) مخکې يي (ت) توری راغلی ولي، له ډېرو کړنومونو څخه د وسمهالکړ په جوړښت کې (ت) توری په (ځ) توري بدلیږي، لکه:

له تلل څخه ځم ..... له بوتلل څخه بوځم

له ننوتل څخه ننوځم.... له کېوتل څخه کېوځم او نور

۲ ــ له وړل کړنوم څخه:

لکه څنګه چې مخکې وویل شول وړل کړنوم د بېسا شیانو د لیږد لپاره کارول کیږي او یا هم که ناساکښ شیان په غونډله کې د کړند (فاعل) دنده ترسره کړي، کاریږي. د مهالکړ ځینې بېلګې يي دلته رااخلو:

نابشپړ وسمهالکړ:

زه سودا کورته وړم......... موږ سودا کورته وړو

ته سودا کورته وړې.......... تاسو سودا کورته وړۍ

هغه یا دا سودا کورته وړي....هغوی یا دوی سودا کورته وړي

بشپړ وسمهالکړ:

زه سودا کورته یوسم......... موږ سودا کورته یوسو

ته سودا کورته یوسې.......... تاسو سودا کورته یوسۍ

هغه یا دا سودا کورته یوسي....هغوی یا دوی سودا کورته یوسي

یادونه: داسې غونډلې زیات وخت د پوښتنې او شک په وخت کې کاریږي.

امکاني وسمهالکړ:

زه سودا کورته وړلی شم......... موږ سودا کورته وړلی شو

ته سودا کورته وړلی شې.......... تاسو سودا کورته وړلی شۍ

هغه یا دا سودا کورته وړلی شي....هغوی یا دوی سودا کورته وړلی شي

امرکړ:

نابشپړ امرکړ : وړه!

بشپړ امرکړ: یوسه!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ-

نابشپړ تېرمهالکړ: ( لکه پخوا چې مو وویل، په لیږند تېرمهالکړ کې، کړ د مفعول تابع وي یانې که مفعول یوګړی او یا ډېرګړی وي، فعل هم یوګړی او ډېرګړی راځي. د نرګړو او ښځګړو نومونو لپاره هم دا قاعده، ورته حکم لري )

ما سودا کورته وړله....... موږ کتابونه کورته وړل

یا دغه بېلګې:

زه خوب وړلم............. موږ خوب وړلو

ته خوب وړلې............ تاسو خوب وړلۍ

هغه، دا خوب وړ(وړه).... هغوی، دوی خوب وړل (وړلې)

بشپړتېرمهالکړ:

ما سودا کورته یوړله....... موږ کتابونه کورته یوړل

یا دغه بېلګې:

زه خوب یوړلم............. موږ خوب یوړلو

ته خوب یوړلې............ تاسو خوب یوړلۍ

هغه، دا خوب یوړ(یوړه).... هغوی، دوی خوب یوړل (یوړلې)

امکاني تېرمهالکړ:

ما سودا کورته وړلی شوه....... موږ کتابونه کورته وړلی شول

یا دغه بېلګه:

زه خوب وړلی شوم............. موږ خوب وړلی شوو

ته خوب وړلی شوې............ تاسو خوب وړلی شوۍ

هغه، دا خوب وړلی شو(شوه)...... هغوی، دوی خوب وړلی شول(شولې)

یادونه: دلته هم وړل بېلارې کړنوم یاIrregular verbs  ډلې پورې اړه لري، بشپړ وسمهالکړ يي د یوسل (یوسم، یوسو، یوسې، یوسۍ، یوسي)  او بشپړ تېرمهالکړ يي د یووړل (یووړم، یووړو، یووړې، یووړۍ، یووړ، یووړه، یووړي) په مټ ګردانیږي.

همدارنګه امر کړ يی وړه او یوسه، راځي لکه،

نابشپړ امرکړ: وړه، لکه کتاب وړه!

بشپړ امرکړ: یوسه، لکه کتاب یوسه!

د ۲۰۱۴ کال د اګست ۲۸ مه

سرلوڅ مرادزی

- بېرته شاته