(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

1.9.14 دپاکستاني سياست څېړنه

01.09.2014:  سياست د خپل حق دترلاسه کولو،په خپلووسائلو داختياراو په طاقت اواقتدار کي دبرابري د حاصلولو نوم دی ـ هم ددې سياست له لاري دهرقام سياستمداران دخپل قام دسوکالۍ، خوشحالۍ او پرمختګ دپاره کار کوي ـ دپاکستاني سياست څېړنه موږ ته دارا ښئي چي ددې ترشاهمېشه دمقتدره حلقې يا اسټېبلشمنټ لاس پاته شوی دی ځکه په دې کي ډيري لوړي ژوري راغلي دي او هغه قامونه هروخت ترفشار لاندي پاته شوي دي چي دوسائلوپه اړه شتمن خو دآبادۍ په لحاظ کم دي ـ ولي چي دلته د آبادۍ په لحاظ زيات قام دوسائلو هم زياته برخه ترلاسه کړې ده او له دې کبله نورقامونه،هغه که پښتانۀ دي که بلوڅ او که سندهيان، هروخت له پنجاب سره په سياسي توګه په تضاد کي دي او هم دې تضاد په پاکستان کي دقام پرستۍ سياست ته جواز وربخښلی دی ـ
په يوۀ مضمون کي دپاکستان د ټولو قامونودسياست جاج اخيستل ممکن نه دی نوځکه زۀ دلته غواړم چي دپښتون او بلوڅ قام پرسته سياست په اړه خپله تجزيه له لوستونکو سره شريکه کړم ـ وس به کوم چي ددې دواړو قامونو دسياست ترميان په توپير باندي خبره وکړم او هغه عوامل په ګوته کړم چي زده کړه ځيني کېدی شي ـ
اول به د پښتنو خبره وکړو . دلته پښتانۀ په درې برخو وېشل شوي دي ، خېبرپښتونخوا، قبايلي سيمه (فاټا) اودبلوچستان شمالي سيمه چي د خېبرپښتونخوا په جنوب کي راځي نوځکه جنوبي پښتونخوا هم ورته ويل کيږي ـ په جنوبي پښتونخوا کي پښتونخواملي عوامي پارټۍ اکثريتي قام پرست ګوند دی چي په ټوله پښتني سيمه کي وجود لري ـ عوامي نېشنل پارټۍ هم دلته شته خو څۀ ډيره منظمه نه ده ـ هم دغسي ددې سيمو زيات پښتانۀ له جمعيت علما اسلام که څۀ ملګري نۀ دي خود کليوالوزياته برخه يې ووټر ضرور دي . ددې مذهبي ګوندسره تړلي پښتانۀ صرف اوصرف د اسلام دسرلوړي دپاره کار کوي او ترپښتون زيات په عرب مين دي ـ له دې سره سره د پښتنويوڅۀ برخه له مرکزي ګوندونو سره هم تړلې ده ـ په دې سيمو کي پښتانۀ نورهم سره وېشل شوي دي ، دلته پرته هره قبيله ديواتحادياګوند په شکل کي رامنظمه کړل شوې ده چي زما په خيال ترشادهغه مقتدره حلقو مرسته لري چي پښتانۀ په سياسي توګه يو کېدو ته نۀ پرېږدي ـ
په قبايلي سيمه کي خودآئين له رويه ددې ځای وميشته پښتنو ته بېخي اوس کال دوۀ له مخه له سياسي ګوندونو سره دځان دتړلوحق ورکول شوی دی او دا به لاډېر وخت غواړي چي دلته دقام پرستۍ سياست خپل بنياد مضبوط کړي البته دنام نهاد جهاد د مرکزدپاته کېدو له کبله مذهبي ګوندونه دلته اوس هم زيات اثرلري 
په خېبرپښتونخوا کي اې اېن پي اکثريتي قام پرسته ګوند دی . پښتونخوامېپ هم دلته وجودلري خودلته د پښتونخوامېپ هغومره اثردی لکه څومره چي په جنوبي پښتونخوا کي د اې اېن پي دی ـ په دې صوبه کي قومي وطن پارټۍ هم اوس د جديد قام پرستۍ مبهمه نعره اوچت کړې ده خودا ګوند هم داسي ښکاري لکه د اسټېبلشمنټ نه رازېږېدلې ده چي د شيرپاؤ ترڅنګ ځيني هغه خلک هم پکي شامل دي چي زاړۀ کامرېډ دي اودخپل مسلسل ګروهي کردار له وجي په يوه قام پرسته ګوند کي نه دي ځای شوي او ځکه زۀ ورته د قام پرسته ګوندونو Reactionaries وايم او دا مبهم جديدنېشنلزم سلوګن دپښتنو دمزيد تقسيم کولوهڅه بولم ـ بله مسئله داده چي په دې سيمه کي د سياسي شعورکمي ده او لامل يې دا هم دی چي دپنجاب پس ددې سيمي پښتانۀ دپاکستان دنظام لوی اسټېک هولډرز دې ځکه خوکله مسلم ليګ، کله پيپلزپارټۍ، کله مذهبي ګوندونوته خپله رايه ورکوي او دا وخت د تحريک انصاف د “بدلون” پلويان کړل شوي دي ـ
اوس به راشودبلوڅ قام پرسته سياست و جاج ته ـ په بلوچستان کي بلوڅ او براهوي که څه هم دخپلوجرړونوله کبله جلاجلاقامونه دي خودسياسي مفاداتودپاره براهوي هم ځان بلوڅ ګڼي ـ هم دغسي مېنګل،زهري،رئيساني او ځيني نوري قبيلې په بنيادي توګه که څۀ هم پښتون قبيلې دي خوداوخت ځان براهوي او بلوڅ ګڼي او هم ددي قبيلودبلوڅ سياست قيادت کوي ـ دبلوچستان په بلوڅ مشرقي سيمه کي پرتې زياته قبيلې سندهي ژبه وايي،داسيمه په جعفرآباد،نصيرآباد،جهل مګسي او ځيني نوروضلعومشتمله ده ـ هم دغسي دخضداردوډهه وروسته سيمه چي لسبيله (اوتهل،حب) پکي راځي دلته هم زياتره خلک سندهي ژبي ته ورنزدې دي ـ په منځني سيمه مستونګ،قلات او خضدار کي براهوي ژبه ويل کيږي . په خاران،آواران،واشک،چاغي کي بلوڅي ژبه ويل کيږي،هم دغسي په مري او بګټي سيمو کي بلوڅي ده ـ په مکران (تربت،ګوادر،پنجګور) کي آباد خلک دګوادرپه بندرګاه دپاته خلکونسل بلل کيږي او دوئ چي کومه بلوڅي وايي هغه زياته دفارسي تر اثرلاندي ده ـ ددې جائزې دوړاندي کولو مقصد دادی چي په سيمه اوژبه کي ددومره لوی توپير باوجود داټول خلک ځان ته بلوڅان وايي او د بلوڅ قام پرسته سياست برخه دي ـ په دې کي په مکران، خاران،او آواران په سيمو کي نېشنل پارټي مضبوطه ده (داوخت يې عبدالمالک بلوڅ وزيراعلی دی)، داخترمېنګل بلوچستان نېشنل پارټۍ ترخضدار او ځيني نورو سيمو پورې محدوده ده . دبلوچستان نېشنل پارټۍ عوامي په نوم يوګونډ هم په مکران ډويژن کي څه اثر لري . هم داسي ځيني نور کوچني کوچني ګوندونه هم شته چي د قام پرست سياست دعوې کوي . خو په مشرق او جنوب کي و سندته ورنزدې سيمو کي هيڅ يوسياسي ګوند اثر نه لري اوځکه په دې سيمو کي د قام پرسته ګوندونو اثر کم دی او هلته نوابان او سرداران هروخت ووټونه ګټي او هم دغسي په مري او بګټي سيمو کي داسټېبلشمنټ زيات اثر له وجي هروخت هغه خلک داقتدار برخه جوړيږي چي وفاداري يې تر قام زياته له حاکم وخت سره وي ـ هم دا يوه وجه ده چي د بلوڅ وسله والو قيادت مري او بګټي ځوانان دا وخت کوي ـ خودابلوڅ وسله وال په ټول بلوڅ سيمه او خصوصي توګه په مري،بګټي سيمو کي او په آواران اومکران کي موجود دي او له رياست سره په جنګ اخته دي اوتر آزادۍ کم په هيڅ توګه بل څه ته تيار نه دي ـ بلي خواته په بلوڅ سيموکي اوس په ډيري تېزۍ سره مذهبي اثر خورول کيږي، په هره ضلع کي جوړتبليغي مرکزونه، دعربو په فنډونو خورېدونکي مدرسې او جماعتونه له دې موخه سره په مخ وړل کيږي چي د مذهب له لاري دبلوڅ نېشنلزم جرړونه ووهي ـ په پښتون سيمو کي آزمويلې داکاميابه تجربه اوس په بلوڅ سيمو کي په کارول کيږې – دلته داخبره هم دغوروړده چي هرکله په دې صوبه کي چوڼ شوی دی نوله پښتني سيمو نه داسمبلۍ دپاره و مذهبي ګوند ته برخه ورکړل شوې ده او بيا دا مذهبي ګوند د سېنيټ دپاره بلوڅان ټاکلي دي چي دا عمل هم ددې ستراتېژي برخه ده چي په بلوڅو سيمو کي مذهب زيات خور کړي ـ او اوس خوپه دې صوبه کي دفرقه وارانه تنظيمونو مشرۍ هم بلوڅان کوي ـ
ددې دومره کړکېچن اومختلف النوع صورتحال باوجود دبلوڅ قام پرستۍ سياست آواز ډير لوړ دی ،دمختلفه ګوندونو او تنظيمونو سره د تړاؤ باوجود چي کله د بلوڅ د حق خبره راشي نو هغه وخت د نېشنل پارټۍ او بي اېن پي دمشرتابۀ نه زيات په مسلم ليګ،پي پي يا بل ګوندکي شامل بلوڅ ملګري زيات په جوش د بلوڅ کاز دپاره آواز پورته کوي ـ بلوڅ وسله وال دبلوڅ د حق دپاره مسلح جدوجهد کوي ، بهر مېشته په ډير کم تعداد کي موجودبلوڅان کله د واشنګټن په کېپټل هل، کله د لندن په ډاؤننګ سټريټ ، کله په نيويارک کي داقوام متحده دهېډکوارټر و مخ ته او کله په جېنوا کي د بشري حقوقوکميشن و مخ ته احتجاج کوي، په دې ښارونو کي مختلفه تهنک ټېنکس د بلوڅ د پېښي په اړه بين الاقوامي سيمينارونه او کانفرنسونه کوي ـ هم داسي يو ماماقدير راوځي له کوټي کراچۍ ته او بيا له کراچۍ اسلام آباد ته لانګ مارچ کوي اودبلوڅ و پيښي ته ددنيا توجه را اړوي . په صوبې کي دننه که بلوڅ په اقتدار کي دی او که په اپوزيشن کي،دبلوڅو سيمو دپاره مشترکه ګټي وړي او هغوئ په صوبايي،مرکزي او بين الاقوامي سطح باندي يومضبوط آواز لري 
وبلي خوا ته چي موږپښتانۀکوم دوه قام پرسته ګوندونه لرو هغوئ ترخپل ميان دتحمل ماده له لاسه ورکړې ده، ـ په ځای ددې چي ددواړوګوندونوترميان يومضبوط اتحاد جوړوای ددې ګوندونويوعام کارکن لا ددې بل ګوند له غړي سره دناستي دپاره نه دی پرېښوول شوی نوبياخودااميد کول عبث دی چي دادواړۀ ګوندونه به دپښتون قام دګټي دپاره ګډآواز اوچت کړي ـ کوم پښتانۀ چي له مذهبي ګوندونو سره تړلي دي دهغوئ دپاره خودپښتون قام خبره کول کفردی او هغوئ دامت مسلمه په نوم دعربودپاره کار کوي . څوک چي په مسلم ليګ کي دي هغوئ د قائداعظم دقامي يکجهتي خوب په پوره کولو بوخت دي او د هغوئ دپاره د پښتون قام خبره کول له ملک سره د غداري برابر ده ، کوم پښتانۀ چي له پيپلزپارټۍ سره دي هغه د بهټو مشن په مخ وړي – قبليوي اتحادونه خوهسي هم دپښتون قام د يووالي په خلاف راپورته کړل شوي دي ـ
دپښتون غميزه دبلوڅ ترپيښي ډيره لويه ده ، اوس په موجوده بلوچستان کي چي دبلوڅ څومره کل آبادي ده تردې زيات پښتانۀ په دې څلورولسيزوکي وژل شوي دي خوبيا هم نه چرته پښتانۀ ورته يوشوي دي او نه چرته بهرمېشته پښتنودنړۍ د طاقتونو په مرکزونوکي آوازپورته کړی دی اونه دپښتنوداغميزه کله په صحي معناونړۍ ته وړاندي کړل شوې ده – دپښتنو پر پيښي باندي په سلګونوبهرنيانوپه ميلينونوډالروګټل خوبيا يې هم د پښتنوپيښه په صحي توګه رابرسېره نه کړه،هيڅ يوپښتون په دې پيښه دهغه معيار ليک و نه کړوچي دپښتون کېس يې ددې له حقيقي شکل سره وړاندي کړی وای –
زموږپښتون قام پرسته سياست دخپلي خپلي سيمي دکوچنيوګټودپاره کارکوي ـ پښتونخوامېپ په پښتون بلوڅ صوبه کي د اقتداردترلاسه کولوهڅه لويه ګټه بولي، اې اېن پي دصوبې د نوم و ګټلوته لويه کاميابي وايي، دا په خپل ځای بې شکه ښۀ ګټي دي خودپښتون کاز دپاره دا ډيري کوچنۍ ګټي دي ،ددې له وجي دپښتون ديووالي ګټه نه تر لاسه کيږي ـ که موږغواړويووالۍ وګټونوبه له يوۀ پلېټ فارم نه دلراوبريوه خبره کوؤـ په صوبائي سطح داګټي دقدروړدي خوزموږقام پرسته دواړه ګوندونه بايد داګټي منزل نه وګڼي داخودمنزل يووړوکی پړاؤ دی ،اصل منزل خولاډير لري دی او هغه منزل ته درسېدودپاره ويوبل ته لاس ورکول اولنئ شرط دی ــ

- بېرته شاته