(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

5.9.14 ياسمين خان دپښتو فلم لومړنۍهيروئن

لمړۍ قبائيلي ميرمن ياسمين خان د پښتو فلم اولنۍ هيروئن

05.09.2014:  ياسمين خان د پښتنو د قبائيلې سيمې خيبر ايجنسۍ  د اپريدو د قبيلې سره تعلق لرونکې د پښتو فلمونو اولنۍ هيروئن ده چې  خواوشا په دريوؤ سوؤ پښتو اؤ اردو فلمونو کې يې کار کړى اؤ پخپلو غوره فني صلاحيتونو يې د پښتنو زړونه گټلي دي.

دهغې خپل نوم شمشاده ؤ خو فلمي نړۍ کې وروستو د ياسمين خان په نوم مشهوره شوه.  کله چې دهغې مور پلار په ياسمين خان شمشاد نوم ايښودو نو ورته معلومه نه وه چې دا خډلۍ جينۍ به وروستو د فن په دنيا کې لکه د شمشاد دغر هومره لوړ نوم پيداکوي.

ياسمين خان چونکې يوه ساده باده نالوستې پښتنه وه همدغه وجه ده چې هغې د خپل ژوند حالات پخپله نۀ دي ثبت کړي خو هغې چې دخپل شخصي ژوند په هکله په مختلفو محقلونو کې دمختلفو فنکارانو يا متعلقينوسره کومې خبرې شريکې کړې وې د هغې له مخې يې په کال 1950 کې د معين خان کره په جمردو تحصيل کې  سترگې غړؤلې وې . د مور نوم يې سيده بي بي ؤ.

دياسمين خان ټول ژوند کاميابۍ دپاره د يو نۀ ستړي کيدونکي جدوجهد نه عبارت دى ،فلمونو کې د اداکارۍ  ترڅنگ هغې د گلوکارۍ يا سندرو په څانگه کې هم تجربه کړې اؤ گڼ شمير سندرې يې وئيلې وې خو په سندرو کې يې کوم اهم مقام پيدا نۀ کړى شو.

دياسمين خان د وينا له مخې لا  د څلورو کالو  وړه ماشومه وه چې پلار يې مړ شو اؤ ياسمين خان مور ته يتيمه پاتې شوه.

د هغې دپلار د مرگ څخه وروستو  يې مور د عاقل خان نومې يو بل سړي سره وادۀ وکړو چې د پيشې په لحاظ سوداگرؤ .اؤ ياسيمن خان يې خپلې مور ته وسپارله .   دياسمين خان نيا وروستو دخپل اولاد سره د خيبرايجنسۍ څخه دپيښور د قيصه خوانۍ ترڅنگ محله جهنگي ته منتقل شول.

دغلته د څه مودې تيرؤلو وروستو د ياسمين خان  يو ماما خپله مور اؤ ياسمين خان کراچۍ ته بوتلل اؤ هلته ميشته شول.

د پښتو فلمونو د نوميالي ايکټر امان له مخې کراچۍ ته د تگ نه وروستو د ياسمين خان په کور کې ډيرې بدې ورځې شروع شوې ځکه چې د کور دساتنې يې هيڅوک نۀ ؤ .

امان وايي په دغو ورځو کې ياسمين خان ښۀ جټه پيغله شوې وه اؤ د خپل ماما  په وساطت سره هغه  ترلاهوره راورسيده اؤ دلته يې په فلمونو کې د کورس يعنې ډله ايزې گډاگانې پيل کړې .

دفلمسټار امان د وينا په اساس ” هغې چې کله کورس سندرې کولې نو په دغه زمانه کې د پښتو لمړى فلم کله خزان کله بهار هم جوړيدو چې ددغه فلم هيرو زۀ وم ، د فلم ډائريکټر شيخ نظير ياسمين خان وليدله ، خو زړۀ ته يې پرې نۀ وته اؤ خپل فلم کې يې د هيروئن په توگه وانۀ خسته .

امان وايي وروستو ياسمين خان په يو فلم کې د نورو جينکو سره ډانس کولو چې د فلمسټار ساقي نظر پرې پريوتو اؤ د هغۀ په کوششونو يې بيا په 1970 کې د هيروئن په توگه يوسف خان شيربانو فلم ته لار پيدا کړه اؤ په لمړي ځل يې دغه فلم کې بدرمنير سره دهيروئن په توگه کار وکړو.

ددغه فلم سره ياسمين خان دومره مقبوله شوه ، چې د پښتو د هر فلم ضرورت وگرځيدو.

فلسمازانو به ځکه هغې ته پخپل فلم کې کار ورکولو ترجيح ورکوله چې يو خو ياسمين خان سوچه پښتنه وه اؤ د ډبنگ په وخت به ياسمين خان ته هيڅ مشکل نه پيدا کيدو، بل دهغې ښائست ، فلمي کردارونو کې حقيقي رنگ اچول، اؤ د ډانس هنر د هغې خاصه گڼل کيده.

نوميالى فلمي ايکټر امان وايي”  ساقي چې د کله نه ياسمين خان ليدلې وه نو زړۀ يې پرې بائللى ؤ ، همدغه وجه وه چې وروستو ساقي هغې سره وادۀ وکړو اؤ دخپل ژوند ملگري يې جوړه کړه. 

د امان د وينا له مخې د ساقي اؤ د ياسمين خان د وادۀ رشته ځکه ډيره پياوړې ثابته نۀ شوه چې ياسمين خان جينۍ وه اؤ ساقي عمر خوړلى ؤ ځکه نو ددواړو تر مينځه به اکثر په وړو وړو خبرو اختلافات راتلل اؤ اخر خبره دې حد ته راغله چې يوه ورځ ساقي ما اؤ اصف خان سره مشورې ته کښيناستوساقي راته وويل چې نور زمونږ ژوند يو ځايې نۀ شي تيريدلى څه وکړم ؟ اؤ مونږ هم د هغه وخت په مناسبت سره مناسبه مشوره ورکړه

امان چې دياسمين خان د څو نزدو ملگرو څخه دى وايي ساقي ياسمين خان ته طلاق ورکړو اؤ دهغې نه وروستو ياسمين خان خپله ټوله توجو خپل کيرئير جوړولو ته وگرځوله“  

د امان د وينا له مخې ساقي نه د خلاصيدو وروستو ياسمين خان دومره کامياب فلمونه جوړ کړل چې هغه د پښتو فلم اڼدسټرۍ ضرورت وگرځيدو اؤ هر هغه فلم به کاميابي ترلاسه کولى شوه چې ياسمين خان به پکې هيروئن وه .

د امان په وينا د ياسمين خان دغه د عروج دور ته په کتلو سره د لاهور د باري سټوډيو د مالک ځوي خرم دستگير باري ياسمين خان سره د يارۍ مزي وغځول خو زما په فکر دغه ياري د محبت په اساس نۀ بلکې دکاروبار په اساس ولاړه وه ځکه چې ياسمين خان د پښتو فلمونو دکاميابۍ ضمانت گڼل کيدو اؤ باري پخپله هم د سټوډيو مالک ؤ چې زياتره پښتو فلمونه به باري په سټوډيو کې جوړيدل ځکه نو خرم دستگير باري ياسمين خان وادۀ ته راضي کړه اؤ ياسمين خان هم دغه وادۀ ځان دپاره بهتر وگڼلو اؤ دغسې دواړه يو نوى ژوند پيل کړو.

خو امان وايي چې د کاروباري مقصدونو دپاره شوى دغه وادۀ هم پائيداره ثابت نۀ شواؤ کله چې دسوات سره تعلق لرونکى يو پښتون ځلمى عارف الله د ياسمين خان ژوند ته ورننوتلو نو هغې د خرم باري څخه طلاق واخستو اؤ دعارف الله سره يې وادۀ وکړو .

عارف الله چونکې ديوې  روايتي پښتنې کورنۍ  سره تعلق لرلو اؤ هغه نۀ غوښتل چې ښځه دې يې په فلمونو کښې کار وکړي ځکه نو ياسمين خان د خپل خاوند د خواهش په اساس د فلمونو نه لاس پسر شوه اؤ بيخي ديوې سوچه حياء دارې پښتنې ميرمنې پۀ څيريې دکور اؤ انغري ژوند شروع کړو.

عارف الله ته دنزدې سرچينو په بنياد عارف د يو مالداره اؤ مال حاله پلار ځوئ ؤ ، ياسمين خان يې په فلمونو کې ليدلې وه اؤ په هغې ورک ليونى ؤ ، دياسمين خان دپاره به دمينگورې نه لاهورته تلو اؤ په لکونو روپۍ به يې په هغې الوځولى ، ياسمين خان ډيره زړۀ سواندې اؤ د حياء په ژوند مئينه پښتنه وه ځکه نو دعارف په دغه تاوانونو خفه کيده اؤ غوښتل يې چې د يو دروند پښتون سره په کور دننه د حياء اؤ پردې ډک ژوند وکړي هم دغه وجه وه چې عارف سره يې وادۀ ته غاړه کيښوده 

خو د عارف الله د کورنۍ دغه سرچينه چې خپل نوم ښودل مناسب نۀ گڼي دا هم وايي چې د عارف په دغه وادۀ د هغه کورنۍ بيخي رضا نۀ وه اؤ نۀ يې غوښتل چې د فلمونو يوه ايکټره دې دهغوئ د کورنۍ دغړې په توگه ياده شي، همدغه وجه وه چې د عارف الله کورنۍ ياسمين خان هغه سره په مينگوره کې د کور دننه اوسيدو ته قبوله نۀ کړه اؤ مجبوراً دغه دواړو ښځې اؤ خاوند د پيښور په محله جهنگي کې استوگنه پيل کړه.

عارف الله سره له وادۀ کولو وروستو ياسمين خان په مکمله توگه فلمي نړۍ ته په مخه ښه وويل اؤ تر دې چې د هغې نزدې فلمي ملگري اصف خان اؤ امان هم وايي چې د وادۀ نه وروستو ورسره ياسمين خان هډو رابطه ونۀ ساتله .

خو بيا په کال 1999کې په 15 مئ يو ناساپه خبر خپور شو چې ياسمين خان د خپل کور دننه ووژلى شوه.

هغه په تمانچه په سر ويشتى شوې وه .

قرت العين د هغې لور هاغه لمړۍ ماشومه وه چې دخپل کور دننه ورته د خپلې مور مړ وجود ميلاؤ شو.

دهغې د وژنې د پوسټ مارټم کيدو پرته دهغې خاوند عارف الله ياسمين خان ښخه کړه خو دپوليس لخوا ددغه قتل د تفتيش سلسله کې له ښخيدو پينځلس ورځې وروستو پوليسو هغه بيا د قبر نه راوويسته اؤ پوسټمارټم يې ورله وکړو.

پوليسو دهغې دقتل په تور کې د هغې خاوند عارف الله ونيولو اؤ دريځ يې اختيار کړو چې عارف الله په ياسمين خان پسې په حق مهر کې يو کور ليکلى ؤ اؤ عارف د جوارۍ عادت ؤ دغه کور يې د جوارۍ دپاره دياسمين خان نه غوښتو چې د هغې لخوا د انکار صورت کې خپل خاوند هغه ووژله ، خو د څو کاله بند تيرولو روستو عارف الله د عدالت لخوا په ضمانت خوشې کړل شو.

دياسمين خان لور نن پيغله شوې اؤ په جهازونو کې د کوربنې يا ائيرهوسټس په توگه دنده ترسره کوي.

دهغې وادۀ په کراچۍ کې د يو کاروباري شخصيت سره شوى چې د ډير کوشش باوجود هم قرت العين دخپلې مورپه هکله څه وئيلو ته تياره نۀ شوه.

ياسمين خان خواوشا درې سوه د پښتو فلمونو کې د هيروئن په توگه کار کړى ؤ چې په هغې کې مشهور فلمونه دادي( يوسف خان شيربانو، ادم خان درخانۍ،عجب خان اپريدى، اوربل، دهقان، ديدن، ټوپک زما قانون،زرتاجه، جرم اؤ سزا، خانه بدوش،موسي خان گل مکئ ، بنديوان،جاگير، اقرار، ميلمه، شپونکى، ليونۍ ، مجاهد، خبره دعزت ده، مقدر، دا گز دا ميدان،انصاف ،جاگير وغيره)

د پښتو فلمونو نوميالى ايکټر اؤ د ياسمين خان سره په ډيرو فلمونو کې د هيرو په توگه کردار ادا کوونکى اصف خان د ياسمين خان په هکله وايي ماسره هاغه الفاظ نه شته چې دياسمين خان د شخصيت احاطه وکړى شي ځکه چې هغه د يوې ښې فنکارې سره سره  يوه ډيره درنه پښتنه ميرمن هم وه.نه يواځې دا چې دپښتو فلمونو اولنۍ هيروئن وه بلکې دومره شانداره اؤ جانداره فلمي کردارونه يې ادا کړي دي چې تر عمره عمره به د پښتنو په زړونو اؤ ذهنونو نقش وي

اصف خان زياتوي  سره ددې چې ياسمين خان ډير لويې نوم پيدا کړى ؤ خو د هغې نه فلمي مقام خپل د انسانيت مقام کله هم نۀ ؤ هير کړى، هر چا سره به يې مينه کوله،حتي چې پخپلو ملازمانو به يې هم شفقت کولو ، دغريبو اؤ ضرورتمندو خلکو به پکار راتله اؤ چې چاسره به يې هم راشه درشه وه نو داسې تاثربه يې ورکولو لکه چې يوه لويه فلمي ايکټره نۀ بلکې د هغوئ دکور بنيادمه وي

دهغې يو بل نزدې فلمي ملگرى امان وايي  ماسره يې په ډيرو فلمونو کې کار کړى ،هيروئن مې هم راغلې اؤ زۀ يې ولن هم راغلى يم ، خو رښتيا خبره داده چې د ياسمين غوندې لويه فنکاره ما پخپل اوږد فني ژوند کې نه ده ليدلې

امان زياتوي ياسمين خان چې کوم فلمي کردارونه ادا کړي هغه مصنوعي نۀ دي گڼل پکار، په دغو کردارونو کې به ياسمين دومره ډوبه وه چې عن لکه د خپل ژوند دپاره کله بنده په سوچ کې ډوبيږي

هغه وويل ياسمين خان چې څنگه پخپل ژوند کې ساده باده اؤ مخلصه کردار لوبولو همدغسې به يې فلمي کردارونه هم د تصنع نه پاک وؤ.

امان هغې سره خپله يوه فلمي خاطره داسې بيانوي کله چې د وخت بادشاه فلم ريکارډنگ مونږ کولو نو يو سين کې زۀ ړوند شم ، گوله جوړوم ، ياسمين خان مې مخې ته لاسونه ووهل ، راووهل خو ما پرې پرواه ونۀ کړه کله چې دغه سيند ريکارډ شو نو ياسمين مې خواله راغله اؤ راته يې ووي اوس دې منم چې فنکار يې ! ماوې هغه څنگه ؟ راته يې ووې کله چې ستا مخې ته ما لاسونه وهل نو ما وې ته به اوس مخ زما لاس پسې راستون کړې خو تا هډو غم غرض ونۀ کړو لکه څنگه چې ړوند لاس نۀ ويني داسې تا زما لاس په بينا سترگو ونۀ ليدو

امان وايي ددې نه ماته په ډاگه شوه چې ياسمين يواځې فنکاره نۀ بلکې د فن يوه بهترينه استاده هم ده.

ياسمين خان سره نزدې پاتې شوى پښتون نوميالى سياستمدار اؤ دپښتونخوا د اطلاعاتو پخوانى وزير ميا افتخارحسين هم ياسمين خان يوه عظيمه فنکار گڼي اؤ وايي  دپښتو فلم تاريخ د ياسمين نه بغير نيمگړى دى ، خو افسوس چې زمونږ پښتانۀ خپل فلمي هيروگان په سکرين خو ويني خو په عام ژوند کې دهغوئ نه وي خبر چې ايا دا فنکار دومره لويې مقام ته څنگه ورسيدو؟ 

هغه وويل د بشير بلور خپلې سنيماگانې وې ياسمين خان به راتله اؤ زمونږ به ورسره ليدل کتل کيدل ، هاغه ټول تکليفونه اؤ سختې يې راته پخپله خوله وئيلې وې چې فلمي نړۍ کې ددومره لويې مقام ترلاسه کولو دپاره يې زغملې وې

ميا افتخار زياته کړه هغه يوه سوچه دينداره پښتنه وه اؤ فلم انډسټرۍ ته د تگ نه وړاندې به يې د خپل چم محلت جينکو ته د قران شريف زده کړې کولې اؤ کله چې فلمي دنيا ته هم لاړه نو د پښتونولۍ خوئ بوئ اؤ روايات ترې نۀ وؤ تلي.

نوموړي زياته کړه په پښتو فلمونو کې ډيرې هنرمندانې راغلې دي اؤ ډيرې به نورې هم راشي خو دياسمين خان ځايې نيول ډيره گرانه خبره ده

- بېرته شاته