(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

9.9.14د بد اخلاقۍ په مقابل کې د زغم ...

د بد اخلاقۍ په مقابل کې د زغم واکسین – پغمان او رسنۍ

09.09.2014: ليکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

په کابل کې ډیره مشهوره ولسوالۍ پغمان ده، له هره پلوه دا ولسوالۍ شهرت لري، د دي ولسوالي  اړوند  د کمونسټانو لارښود حفیظ الله آمین ؤ، په جهادي رهبرانو کې يې مشهوره څیره استاد عبدالرب رسول سیاف یادولای شو.

تر ټولو مهمه ماته په پغمان کې د  طاق ظفر (د کاميابۍ څلی) دی، هلته چې د هیواد د خپلواکۍ د مينانو شهیدانو په ویاړ څلی ولاړ دی. پرته له شکه همهغه شهیدان به نن په ګور (قبر) کې شرم احساسوي، هغوئ به نن وايې چې کاش زموږ په یاد څلی په داسي سېمه کې وای چې خلکو يې زموږ ویاړ، ازادي، خپلواکې اوزموږ پتمن کلتور ساتلای شوای.

پغمان د جهاد پر مهال داسي ننګيالي مجاهدین او شهیدان درلودل چې تاریخ به يې د همیش له پاره په خپله غیږ کې ژوندي وساتي.

يوځل د پغمان ولسوالي ګرده مجاهدین د جهاد پرمهال د کمونسټانو د فشار له امله د میدان وردګ جلریز ولسوالي ته وکوچېدل، هلته يې خپل مرکزونه جوړ کړل، يوه شپه په پټه ۴ تنه مجاهدین چې زړور ځوانان ؤ د شپې پر مهال خپلې ولسوالي او د پغمان کلیو ته راغلل، هغوئ هغې سېمې ته هم ورننوتل چیرته چې د کمونسټانو زور او واک ډیر ؤ، يوې کورنۍ ته ننوتل، هلته يې په غالب ګومان د کورنۍ خلک ووژل ( داخبره تاید کیدل غواړي) او یا خو يې په بېل اطاق کې وتړل او بندیان کړل، په دغه کورنۍ کې څلور پېغلې نجوني وې، ۴ تنه مجاهدین ؤ، له نجونو څخه يې د بدکارۍ غوښتنه کړي وه، نجونو يې په مقابل کې مقاومت ښودلی ؤ، د خپل ځان د پت ساتلو له پاره يې  تر مرګه له ۴ ځوانانو سره مقابله وکړه، شورماشور يې جوړ کړ، چېغې يې وکړي، له مجاهدینو سره يې لاس واچاؤ، کله چې کورته د ټوپک په زور ننوتلي مجاهدین پوه شول چې نجوني ددوئ شوم اغراض نه مني، دوئ خپل جنسي اغراض نه شي اشباع کولای، په بي رحمې سره یې پء معصومو نجونو د ټوپک شپيلۍ ورواړولي، ۴ پتمنې پېغلې يې شهیداني کړي، الله ج دي دهغوئ روحان خوشاله اوارام لري.

هرڅه دلته ختم نه شول، ددي له پاره چې دوئ مجاهدین ؤ او نجوني کمونسټاني يا داچې د کمونسټ دولت تر واک لاندي سېمه کې يې ژوند کاؤ. د نجونو د شهادت خبره د پغمان د هر وګړي تر غوږونو ورسیدله، داخبره هم کیدله چې د مجاهدینو له خوا له دې امله شهیداني شوې چې د خپل پت پلورل يې نه غوښتل. دغه خبره ډیر ژر په جلریز کې د پغمان مجاهدینو ته هم ورسیدله، دپېښې اړوند يې پلټنه پېل کړه، میاشت وروسته يې هغه ۴ تنه وپېژندل چې په کومه شپه پغمان ته ننوتي ؤ هلته يې معصومې پېغلې شهیداني کړي وي، مجاهدینو په هره سېمه او هره لویه جبهه کې مفتيان درلودل، د جرم له ثبوت څخه وروسته يې څلور سره ځوانان (مجاهدین) په جلریز کې د مجاهدینو او عام ولس په مخ کې اعدام کړل، داسي اعدام چې دهغو شهیدانو د کورنۍ ورثه يې له پغمان څخه  جلریز ته ورسول،اوهلته د شهیدو نجونو وارثانوقاتلان ووژل.

د پغمان د شهید عبدالواحد خان کیسه هم ډیره مشهوره ده، هغه عبدالواحد خان چې له انقلاب مخکې يې په پغمان کې د بدمعاشو او  لوټمارو ځانګړی ګروپ درلود، کله چې کمونسټانو کودتاه وکړه او جهاد پېل شو، عبدالواحد خان په ایران کې ؤ، هلته يې  کار کاؤ، بیرته خپلې سېمي ته د جهاد په موخه راستون شو، خپلو بدمعاشو ملګرو ته يې وویل چې نور په کار نه ده چې موږ د خپل ولس په مقابل کې بدمعاشي وکړو، له دي وروسته به د کمونسټانو او روسانو سره جهاد زموږ تر ټولو مهمه بدمعاشي او موخه وي، بيا يې په خپل سېمه کې هیڅ بدمعاش اولوټ مار ته اجازه ورنه کړه، تر هغه وخت پوري د کمونسټانو او روسانو په مقابل کې وجنګيدی تر څو شهید شو.

کاش نن د پغمان د ډاکټر عبدالله پر ځای يې ورور عبدالواحد خان ژوندی وای (مګر ښه ده چې په هغه وخت کې شهید شو، اوس ممکن دی هم د نورو مجاهدینو په ډول وای، ممکن انحراف به يې کړی وای،  الله رحم پری کړی چې په هغه وخت کې شهید شو) هغه به کله په جنسي تجاوز ککړ پغمانیان حکومت ته سپارلي وای، هغه به دغه مجرمین خپله د پغمان په چوکونو کې په درا ځړولي وای، کاشکې د پغمان د خلکو په منځ کې نن عبدالواحد شهید او يا د جلریز شهیدو قومندانانو شتون درلودلای ،ډیری پغمانیان  اوس هم زړور دي، دینداره دي، داسي نه ده چې هغوئ ګردو لاره ورکه کړي، مګر هغه مزدور او غلام خلک چې نن ټوپک په لاس کې لري د يرغلګرو په زور او مټ د پغمان په خلکو حکومت کوي، اود پغمان دینداره ولس يې برمته کړی، مګر موږ يوه نرۍ ګیله لرو، دوئ ولي دغه د جنسي تیري کوونکو څو کسیزه ډله په هغه شپه کې اعدام نه کړل، ويې نه وژل، یقینا چې د پغمان د سېمې له پاره د تاریخ له پاره دغه کړنه لوی شرم پاتې شو.

داسي پېښې په تیرو دیارلس کلونو کې ډیرې شوې دي، مګر رسنیو خوله پرې پټه کړي، تر ګردو لومړی د باګرام  دیرغلګرو په آډه کې په هلوکانو د امريکایانو له خوا جنسي تیری ؤ، په هغه وخت کې هیچا هم په هغې پېښې خفګان ښکاره نه کی، سمه ده چې حکومت خو غلام ؤ، ولس خو ګرده غلامان نه ؤ، مګر هیڅ ونه شول،ممکن بېلابېل لاملونه به يې لرل، ولس به چا ږغ پورته کولو ته نه پريښودی، دا هم مهمه ده چې پر افغان ترجمانانو د جنسي تیري خبره خپلو امريکایانو افشاء کړه.  دا ډول په مختلفو ولایتونواوسېمو کې په نجونو او هلوکانو په زور سره جنسي تیری وشو، بهرنيانو فکر وکړ چې نور نو افغانان د بدلمنۍ، په نجونو او هلوکانو د جنسي تجاوز په مقابل کې واکسین شوې، دا ځل يې د واکسین بله قوي نمونه وکاروله تر څو د افغان ولس عکس العمل وويني، په پغمان کې په ۴ نجونو ډلئیز جنسي تیری زما په آند يو پلان شوی کار ؤ، ددي کار له پاره به ممکن ځینو مشرانو په ميليونو ډالر اخستي وي، اوس هم زه شک لرم چې اصلي مجرمین  به ارام ناست وي، هغه کسان چې په دغه جرم کې به شریک وي، او د نیول شو کسانو مربیان ؤ.

هلته د پېښې ځای ته نږدې په قرغه کې د پغمان يوه پخواني نوموتی قومندان د فحشاء له پاره رسمې ځایونه جوړ کړي، په دومره توپیر چې زناکاران په خپله خوښه هلته ورځي او شپه يا مازیګر له کباب او شراب سره تیروي، په پغمان کې نور هم داسي عجیب او غریب ښکلي ځایونو د تفریح اوپارکونو په نوم رسټورانټونه جوړ شوې چې اصل هدف پکې فحشاء ته لاره هوارول دي، بوستان باغ د هر کابلي په خوله يادیدی، مګر د پغمان هغه پټ د فحشاء تفریحي ځایونه  نه پخواني مجاهدین ويني او نه يې د پغمان دینداره ولس ويني. که په پغمان کې د تفریحې پارکونو تر نوم  لاندی د فحشاء مرکزونه همداسي ودان او اباد پاتي وي، ځوانان او پېغلې په رڼا ورځ پکې زنا  او بدلمني کوي، موږ به د ورته نورو پېښو شاهدان هم يو.

سمه ده چې په نجونو جنسي تیری وشو، ښه دا وه چې د پغمان ولس دغه خلک حکومت ته نه وای سپارلي په خپل لاس يې اعدام کړي وای چې بيا بل چا  په پغمان کې د جنسي تجاوز جرائت نه وای کړی.

رسنیو له همدې پېښې ډنډوره جوړه کړه، هره ورځ څو ځله هره رسنۍ دغه بد، ناوړه او په خلکو بد لګیدونکی خبر په تکرار سره خپروي او نشروي يې، نړيوالې او کورنۍ ږغيږې رسنۍ، نړيوالې او کورنۍ  تصوري رسنۍ، نړيوالې او کورنۍ چاپي رسنۍ ددي له پاره د غرب په اشاره افغان ولس ته دغه بد او ځوریدونکی خبر خپروي تر څو افغان ولس ددغه ډول راتلونکو واقعو په مقابل کې واکسین شي او تر څو د دا ډول پېښو واقع کيدو او رسنیز کیدو سره عام ولس عادي شي.  ما په لومړيو ورځو کې هم دغه ډول لیکنه کولای شوای، مګر له همهغه لومړۍ ورځي پوهیدم چې لویديځ غواړي د اخلاقي فساد په مقابل کې د زغم واکسین له دغه ډول لارو څخه په افغان ولس کې پېچکاري کړي، ولي اوس چې خبره رسنیزه شوه چې ما ددي په ډول بله هیڅ پېښه دومره رسنیزه په تیرو دیارلس کلونو کې ونه لیدله، دلته هره ورځ شهیدان کيږي، بمباردونه کيږي، پوره کورنۍ له منځه ځي، پوره کلي خرابیږي، په کلیوالو سېمو کې ډیری نجونی د درنده ګانو د جنسي تجاوز قرباني کيږي، اوهمدا اخلاقي فساد ترویجول يو له مهمو اهدافو د لویدیځ څخه ده، بیا نو کومه اړتيا وه چې د پغمان پېښه دي دومره رسنیزه شي؟

اوس هم افغان ولس چانس لري، افغانان او په ځانګړي ډول د پغمان دینداره ولس دي له حکومت څخه په کلکه وغواړي چې د لویدیځ د اهدافو له پاره زموږ معصومې نجوني قرباني نه کړي، دا ډول ناخبره ځوانان د خرڅ شوو مشرانو د شومو اهدافو او پيسو ترلاسه کولو قرباني نه شي، ښه به وي چې همدغه مجرمین له خپلو مشرانو او بادارانو سره يوځای د پغمان په چوک  کې د طاق ظفر تر څنګ په عام محضر کې اعدام شي، لا هم وخت شته، نن د بشر دحقونو کاڼو او ړندو د محکمې د اعدام پریکړه غندلې ده، ممکن دغه څو تنه به اعدام شي، یا به د تيښتې زمینه ورته مساعده شي، یا داچې  مشران به يې داځل شفاعت وکړي، وبه وایې چې ځوانان دي تېروتنه يې کړي، بیا به دا ډول جرم نه کوي، ولي قوي احتمال شته چې اعدام به شي، مګر د جرم اصلي طراحان به لاهم چړچې او مزې کوي،د کابل بې واکه اداره اود پغمان مظلوم ولس به ننګوي.

Nazar Mohammad Mutmaeen

- بېرته شاته