(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

19.9.14 پښتو او شاعران

19.09.2014:   پښتو ژبه په پښتنو شاعرانو اديبانو ژوندۍ ده ..په دې کښې هيڅ شک نشته.

خو په دې کښې هم يوه ..خو.. ده ..او هغه دا چې اکثر شاعران لکه زما نه په بله ژبه کښي ليک کولے شي او نه لوست..نو مجبور دې چې په پښتو کښې ليک اوکړي او هم لوست..خو داسې هم شاعران اديبان دي چې بيخي د دې ژبې په مينه مست دي او تل يې د ژبې د پاره په هر فورم اواز پورته کړے دے
ما ته ښه ياد دي چې پي ټي وي پيښور کله د پښتو په مقابله کښې د هندکو ژبې خپروونو ته زيات وخت ورکړو نو هم دا شاعران اديبان راپورته شول .لار يون يې اوکړو د پي ټي وي پيښور مخې ته يې چغې او وهلې نو په دويمه ورځ پښتو ته خپل جايز وخت ورکړے شو..
د پښتون خوا تير حکومت يو لويي کار کړے وو چې پښتو ژبه يې په سرکاري او پبلک سکولونو کښې تر دولسم جماعته د لازمي مضمون په توګه شامله کړے وه..
په پښتو ميينو حلقو کښې د حکومت دا کار ډير ستاييلے شوے وو او دې اميد هم وده موندلي وه چې که خداے کوي اوس په پښتانه بچي د خپل تاريخ او کلتور نه خبر شي..پښتانۀ بچي به خپل اتلان اوپيژني...او پښتانه بچي به د خپلې ژبې سره د نزديکت په وجه د خپلې ژبې او کلتور اصلي روح نه خبر شي..
خو الميه دا اوشوه چې د پښتون خوا موجوده حکومت پټ په پټه پښتو ژبه د دولسم په ځايي تر پينځم جماعته را کوزه کړه او هغۀ هم د اختياري مضمون په توګه..يعني زده کونکي ته اختيار دے چې زده کوي يې او که نه؟؟
د ټولې نړۍ د تعليم ماهرين. او د بچو د نفسياتو ماهران په مورنۍ ژبه کښې د تعليم د افاديت قايل دي...
د پښتون خوا موجوده وزير تعليم صيب په کوم دليل او په کوم منظق پښتو د نصاب نه اوباسي؟؟؟ آيا د پښتنو بچو د پاره ښه نه ده چې خپله ژبه زده کړي؟؟
آيا خپله ژبه زده کول د بچو د پاره کوم تعليمي خنډ را مينځ ته کوي؟؟؟
آيا بچي چې خپله مورنۍ ژبه زده کوي نو ذهني صلاحيتونه يې کميږي؟؟؟
دويي سره نه خو څۀ دليل شته او نه يې دا بل د پښتونخوا د موجوده اسمبلۍ نه پاس کړے دے..بس د تعليم وزارت پټ په پټه په پښتنو بچو دا جبر روا کړو
وزير تعليم صيب ستا دې د خپلې مور په سر قسم چې تا ته يې پښتو در زده کړے ده..تا ته يو ځل هم خپل ضمير د ملامتې پيغور در نه کړو چې کله دې دا حکم امضا کولو؟؟ ستا د خپل پښتون پلار په سر قسم وي..يو ځل دې هم په زړه کښي دا خبره در او نه ګرځيده چې ته د پښتنو بچو نه د هغويي حق تروړې؟؟
د تعليم وزارت لويي جبر اوکړو.....اوس خبره دا ده چې شاعران او اديبان چې د دې محرومې او بې وزله ژبې ساتندويه دي ولې خاموش دي؟؟؟
نه لاريون شته؟؟؟ نه احتجاج شته؟؟؟ نه په سوشل او پرنټ ميډيا کښې تر اوسه چا څۀ او وييل..دا ولې؟؟؟ 
زه د اماراتو پښتو ادبي تولنې مرکز دبې په نمايندګۍ په پښتون خوا کښي په شاعرانو اديبانو او ادبي تنظيمونو غږ کوم...چې نوره خاموشي به مونږ هم د هغه خلقو په قطار کښې اودروي چې پښتو صرف او صرف د خپلو تبليغاتو د پاره کاروي..او نور يې هيڅ په قصه کښې نه دي...ملګرو را پاڅۍ په سوشل ميډيا ..په پرنټ او اليکټرونک ميډيا د دې ازار ګټلي فيصلې خلاف خپل مهذب او پر امنه احتجاج ريکارډ کړۍ...ګني راتلونکي نسلونه به مو هم خپله.ژبه، کلتور. او خپل اتلان نه پيژني..او تل به يې د پرديو سندرې په خولو وي....او مونږ به کله هم د قامي ننګ خاوندان نه شو..........ممتاز اورکزے

- بېرته شاته