(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

22.9.14 د قلم مزدور او د امن پيامبر

 22.09.2014  ليک: نذر بړيڅې، کوټه

د ليکوال مجلې تر نظارت لاندي شهيد وطن، شهيد ډاکټر نجيب الله د شهادت ورځ هر کال د يو خاص سر ليک لاندي لمانځل کيږي؛ په دغه ورځ د شهيد د ژوند خدمات او قربانۍ را برسېره کيږي او د شهيد د ژوند يوه داسي کارنامه ، اعظيم خدمت ليکوالان د خپل د قلم تر څوکي لاندي راولي او قام ته يې ورپه ګوته کوي. سږ کال هم د قلم مزدور تر عنوان لاندي د شهيد ورځ په دې ارمان او هيله لمانځل کيږي چي، د قلم مزدور خپل قام او د وطن کوم خدمتونه کړي دي، هغه نن قام ته د يو کړن لاري او سباوون لائحه عمل په توګه سياسي ديني قيادت د خپل تحريک خپل مرام ګرځولاي دی. په تاريخ کښي چي چيري د افغانستان پشتون ذکر راځي حلته ته د شهيد ډاکټر صاحب ذکر به خامخا راځي او چيري چي د ډاکټر صاحب ذکر راځي هلته به افغان ثور انقلاب او د انقلاب هغه ټول جريان به خامخا راځي چيري چي د ثور انقلاب د راتګ وجوهات او د انقلاب اثرات او په دغه انقلاب کښي د نرۍ کردار بلخوص د افغانستان ګاونډي هېوادونو ملل متحد او د افغانستان په حقله د هغه استازي او د شهيد ډاکټر نجيب الله شهادت برته به دغه ټوله نيمه پېړۍ تاريخ به نامکمله وي.

                په افغانستان مسلط شاهي رجيم په خلاف ويښ زلميانو څخه را نيولي، خلق پارټۍ د ثور انقلاب راتګ او بيا جهاني مداخلت د هغه مداخلت مخه نيول بلکې د مداخلت لاره اوارولو کښي د بين الملل متحد د هيچا څخه پټ نه دی . بلکې دا خو د پښتو فطرت دی، چي خپل دوست او دښمن هيڅ کله نه هېروي، که څه هم په عارضي توګه در ګوزر ورسره کوي. خو پور به يې تر اخيستلو پوري پور وي. په دغه ټولو واقعاتو کښي د ملل متحد او د هغه استازی بينن سيوان کردار به افغان تاريخ هيڅ کله هېر نه کړي. دغه پور به ملل متحد هيڅ کله هم ادا نه کړي.نړۍ چي د افغان سره څومره ظلم کړی دی د هغه ظلم سرپرستي ملل متحد کړې ده. د ثور انقلاب د بريالي کيدو شپږ مياشتي وروسته په لومړي ځل شيطان او د افغان تاريخي دښمن د ګورګين اولاد او د هغه نسل ايران په لومړي ځل په هرات کښي په يو سازشي بغاوت کښي پيل کړل. که څه هم هغه بغاوت شنډ کړل شو. خو مکرو شيطان ايران نړۍ ته د مداخلت لاره پيل کړه. او په لومړي ځل يې د انقلاب په ضد د پښتو فارسي جګړه او په فارسي کښي دننه د شعيه مسلکي د جګړي بنسټ کښېښود. په تهران کښي جهادي مذهبي او شعيه مسلک قوتونه را ټول کړ او اوه تنظيمونه صرف د شعيه مسلک په نوم تربيه کړه. مراعات او سازشي پلان يې ور تيار کړ. د ګورګين د بدل اخيستلو دپاره پر افغان خاوره، کلتور، عقيده او په تاريخ باندي حمله اور شو. د دغه ځای څخه د افغانستان په خلاف د جهاني مداخلت او سړه لوبه پيل شوه چي. په دغه لوبه کښي نور جهادي قوتونه مذهبي انتهاپسند، پنجابي، عرب تازي، امريکه او د نړۍ نورو استعماري سامراجي قوتونو خپله خپله ونډه په کښي واخيسته او په افغان باندي نه ختمکېدونکي دائمي جګړه پيل کړه. يوې خواته جمهوري انقلابي افغانستان بلي خواته د امريکې په بغل کښي کميونسټ چين څخه نيولې ټول عرب اسرائيل، کفر او اسلام سره ملګري شول،په سوشلست بلاک باندي يې دائمي جګړه مسلط کړه. خو بيا هم ټول نړۍ يې خواته جمهوري انقلابي افغانستان بلي خواته چي يواځي متحده سويت يونين يې ملګری وو. د تاريخ غير اعلانيه دريم جنګ عظيم (سړه لوبه) افغان په خاوره پيل شوه. خو د افغانستان انقلابي پارټۍ دغه جګړه په ډېر همت سره وګټله. د ملل متحد لخوا جينوا امن معاهده منځ ته راغله چي روس به د افغانستان څخه خپل فوجي قواووي باسي، امريکه او د هغه بغل بچيان پنجابی، عرب تازي، مکرو ايران او نور شيطاني قوتونه خپل مداخلت او جاريت بندوي. روس د خپلي معاهدې مطابق چي کله خپل وطن شتون شو. انقلابي افغانستان اولني څخه نيولې تر وروستي روسي عسکر ته په ډېره ښکاره او اعلانيه توګه د افغانستان څخه د وتولو په هکله خدای په اماني وکړی. کله چي روسي فوجونه په مکمله توګه د افغانستانه ووتل نو پنجابي، سعودي عرب تازي، مکرو ايران خپله قبضه ګري او مسلکي جنګ په افغانستان باندي لا نور زيات کړل. چي په نتيجه کښي يې نام نهاد مجاهدين (اشرار) ته هر ډول تکنيکي، مالي کومکونه ورکول. پاکستان ايران او سعودي عرب چي د مجاهدينو مرکزونه نور فعاله شو. د افغانستان په داخلي چارو کښي د انارکي پيداکولو د افغانستان قيمتي اثاثې، تاريخ، لرغوني اثار او ادارې تباکولو بشپړه پلان جوړ کړ. چي مقصد يې داوو چي افغانستان لوټي لوټي کړي چي تفصيلات يې د اختر عبدالرحمن، برګيډئير يوسف او جنرل حميدګل پلي کړي اثار کښي نن هم موجود دي. چي د ټولو يو مقصد دا وو چي:  "ہم افغانستان کا اینٹ سے اینٹ بجا دینگے"  دغه د دوی مشترکه شعار او مرام وو. د روس تلو پس شهيد وطن په ټول افغانانو باندي ژغ وکړ او د ملي روغي جوړي په نوم خپل ايجنډه ټولو افغانانو ته کښېښودله د عامي معافي اعلان يې وکړ چي راشي خپلو مرورو وروڼو په خپل مابين کښي سره جرګه شو مرکه شو يو ملي حکومت سره جوړ کړو. ملي يو والی را پيدا کړو دلته روس تللی وو امريکه خپل کار وکړ خپله لوبه يې سړه پرېښوده خو پنجابی، عرب تازي او ايراني اخوندانانو دغه لوبه ختمول د خپلي بقا او پناه سره وتړل، د يو نوي پلان سره او د نوي جنګ په پيل سره په لومړي ځل په افغان دارالحکومت کابل باندي د څلورو اطرافو څخه بريدونه پيل کړل. افغان کمانډر جنرل شاه نواز تڼی د ځان سره ملګری کړ او په افغانستان انقلابي کمان کښي يې بغاوت وکړ او د پنجابي عرب ملګری شو. په انقلابي افغان حکومت باندي د يو خون خوار لېوه په شان بريد وکړ خو افغان انقلابي عسکرو د خپل ملي قهرمان شهيد ډاکټر نجيب الله په مشري کښي د خپل کابل او د افغانستان هغه دفاع وکړه چي جنرل شاه نواز تڼی، د پنجابي عرب او د ايران په بغل کښي د پنجابي پای تخت اسلام آباد ته را وتښتېدی. دغه کوته تا کښي انقلابي حکومت په خپل شعار او عقيده چي سر ورکوو خو سنګر نه ورکوو، "وطن يا کفن" لاندي د افغان دښمنانو ته ماته ورکړه. د دې ماتي پس عرب پنجابی او ايراني اخوندانان د يو نوي پلان په چمتو کولو کښي بيا لاس پوري کړ او هغه وخت يې بيا خپل شيطاني کار وکړ کوم وخت چي د ملل متحده لخوا د بينن سيوان په مشري کښي د دائمي جګړې د ختمولو دپاره مذاکرات پيل کړ. چي په افغانستان کښي دغه روانه دائمي جګړه ختمه شي . د مجاهدونو ګډ حکومت د جوړولو پلان جوړ کړ د شهيد ډاکټر نجيب الله هم دغه ارمان وو چي په افغانستان کښي دائمي جګړه ختمه شي سوله او امن راشي که څه هم دغه امن زما د سر په قيمت هم وي. د ملل متحد د چوکاټ لاندي په مذاکرات کښي دا پريکړه وشوه چي ډاکټر نجيب الله به حکومت پرېږدي او د مجاهدينو به ګډ حکومت جوړيږي. دلته ډاکټر نجيب الله استعفیٰ ملل متحد ته په حواله کړه دلته ملل متحد ناکامه شو. مجاهدينو ته يې د کابل حکومت په صحيح توګه حواله نه کړ د انقلابي حکومت ټول کارکوونکو ته يې تحفظ نه کړی ور. ډاکټر نجيب الله د ملل متحد سياسي مېلمه شو. کله چي مجاهدين و کابل ته د راتګ وخت راغلی دلته بيا مجاهدين په خپل منځ کښي د اقتدار او د مراعات اخيستلو کښي د يو بل د وينو تږي شول چي پنجابي دغه غوښت. دلته د افغان دولت د سلګونو کلونو ادارې د زرګونو کلونو لرغونی تاريخ مجاهدينو د پنجابي، عرب  او ايران په خوښه چور کړ. د نړۍ په مارکيټونو کښي نيلام يې کړ. افغانستان په اندروني خانه جنګي کښي بدل شو. څو کاله دغه جګړه روانه وه. تر څو چي پنجابي يو نيوی پلان تياروی آخر پای د جنرل نصير الله بابر په مشري کښي د وسطي ايشيا رياستونو سره د تجارت په نوم د کوټي څخه د پنجابي عسکرو قافله روانه کړه. چي په مخ کښي يې د پاکستان حکومت وزير داخله مشهور بد نامه زمانه جنرل نصير الله بابر د مخه په سپين بولدک باندي ورداخل شو. کله چي دغه پاکستان قافله سپين بولدک ته ورسېده دلته يو مشهور کمانډر منصور د قافلې مخه ونيوله چي تاسو څوک ياست دکوم هېواد ياست، تجارتي اسناد لری؟ دلته د طالب په نوم ږغ پورته کيږي او د منصور څخه د جګړي پيل کيږي. چي په نتيجه کښي يې منصور په ټينګ باندي دار رسيږي دغه د استعماري مداخلت لومړی شهيد او د مداخلت مخه راګرځولو لومړی اوعظيم مجاهد منصور وو. د دغه دمخه هم د پښتو يو منصور په هکله شاعر وايي: چي رښتيا خو منصور وويل چي په دار شو. د منصور د شهادت سره يې پنجابي و ټول افغان ته دا پيغام ورکړ که هر څوک زموږ و مخ ته دريږي د هغه انجام به د منصور په شان وي. هم په دغه ځای کښي د ملا عمر او طالب په نوم يو نوی لښکر په زاړه ارمان او ارادو سره په افغان تاريخ او تمدون باندي حمله اور کيږي. مشهور او باني طالبان کرنل امام پنجابی د مخه طالبان په پسې په ټول افغانستان کښي د افغان د غير مصلح کولو پلان عملي کيدل پيل شو او افغان خاوره په دائمي توګه د پنجابي تر تسلط لاندي راوستل په غير اعلاميه توګه پيل شو دلته يو ځل بيا ځيني پښتنو سياسي تېروتنه بلکه ګمراهي وکړه. طالبان ته يې په دې هرکلی وکړی چي طالبان خو پښتانه دي بلکه په پاکستان کښي د ډاکټر نجيب الله سياسي ملګري قام پرستو هم طالبانو ته د پښتانه ويلو او د هغو د مخالفت څخه ډډه وکړه. چي په هغه کښي د طالبانو ځيني ملګري هم په دې فکر سره د طالبانو سره ملګري وو چي موږ خو پښتانه يو خو د پښتانه ملګرتيا دپاره د طالبانو سره ملګري يو. د طالبانو قافله چي مشهور کمانډر د ملا بورجان په مشري کښي کله چي کابل ته ورسيده نو د هغو تر منځ په دغه خبره هم تاو تريخوالی راغلی چي ډاکټر نجيب الله به صحيح سلامت د ملل متحد په دفتر کښي به پاته کيږي. خو کابل ته د رسېدو سره سم ملا بور جان په ملا کښي شا د خوا په ګوليو سوروی کړل شو، شهادت يې په نصيب شو کله چي طالبان کابل ته ورسيدل په لومړي ځل يې د ملل متحد په دفتر بريد وکړ. چي هلته د افغان ملي قهرمان ډاکټر نجيب الله او د هغه ورور شاپور احمدزئی په ډېره ناترسۍ سره شهيد کړل شو. د دغو شهيدانو څومره بې حرمتي وکړه هغه د انسانيت په تاريخ کښي هيڅ کفر د اسلام سره هم نه ده کړې. د ډاکټر نجيب الله شهادت به افغان تاريخ هيڅ کله هېر نه کړي. د اريانه چوک کابل به د افغان د ازادۍ د څلی په توګه په تاريخ کښي يادوي دا هغه تاريخي چوک دی چي زما د قام نازولي قهرمان د بدن بې حرمتي کيدله او د قام بې حيسه بچيانو د هغو څه رنګه ننداره کوله څومره بې هڅي، څومره وهشت وو، چي زما لالی په دار زړېګي او بچيان يې په ښکاره فرياد هم نه شي کولای . که هر څومره غمجن ځای وو خو د غم اظهار کول په خپله په دار زړېدل وو دلته د شهيد روح پر قام په ډېر ناترسۍ ږغ وکړ چي:

په پوښتنه مي را نه غلې                                      په جنازې پسې مي ژاړه مينه

د شهيد د شهادت پس چي نړۍ خصوصاً افغان څومره و لړځيدی د هغه په نتيجه کښي اسمانونو د شهيد د ينو خوشبو په خپل لمن کښي ونيوله په نتيجه کښي يې د نائن اليوان 9/11د پيښي په شکل پر افغان باندي يو اسماني زيری وشو. پښتانه وايي چي خدايه هغه ښه پيش کړې چي زمان په کښي خير وي. د دغي واقعه پس پښتون افغان په دائمي توګه د جهاني وهشت سره د خلاصيدو پيل وشو. نن دغه حالت دی چي په تاريخ کښي افغان په لومړی ځل په ډېر جمهوري توګه خپل حکومت وټاکی اوسنی افغانستان چوڼ چي نړۍ ورته حيرانه شوه. هغه ډول انتخاب وکړ چي د نړۍ ډېرو جمهوري دولتونو هم نه دی کړی. دغه د شهيد ډاکټر نجيب الله د ويني او قربانۍ برکت دی چي، نن افغانان د خپل سر نوښت او د سباوون پريکړي کوي. دغه د شهيد ارمان وو. په کار دی چي نن افغان حکومت د ډاکټر نجيب الله د ستر خدمتونو او قربانيو په وجه د شهيد ورځ په سرکاري توګه ولمانځي او د ډاکټر شهيد نجيب الله ملګرو ته په کار ده چي يو ځل بيا خپل ګوند را فعاله کړي . قام منظمه کړي او د شهيد ارمانونه سرته رسولو دپاره عملي توګه کار وکړي. چي د قلم ، علم او شعور پر بنسټ خپل اولس په سياسي شعوري توګه منور کړي. د شهيد هم دغه ارمان وو او دغه ارمان پر ټول قام او خصوصاًد هغه په فکري ملګرو باندي پور دی.    Nazar Barech

- بېرته شاته