(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.9.14 نوي ولسمشرښاغلي احمدزي ته سر خلاصی لیک

دافغانستان نوي ولسمشر ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته سر خلاصی لیک

 23.09.2014 ډاکترلطیف یاد

 قدرمن نوی ولسمشر ډاکټر صیب اشرف غني احمدزی!
لومړی خو تاسو او ستاسو د تحول او تداوم ټیم ته دولسمشرۍ لوړې دندې ته ستاسو دبریالیتوب مبارکي وایمه .دلوی او نیاومن خدایه غواړم چې دغه دمسئولیت نه ډکه دنده چې ستاسو تر غاړې کیږي په هغه کې مو بریالیتوب په برخه شي او په پوره ایماندارۍ او سرلوړۍ یې سرته ورسوئ .
ښاغلیه ! ټول په دې پوهیږي چې دافغانستان په څیر ټولنه کې چې له هره پلوه یوه وروسته پاتې ټولنه ده په دولتي اډانې او جوړښت کې دیو ژور او بنسټیز بدلون راوستل ګرانه خبره ده ، خو داکاردممکناتو نه هم لیرې خبره نه ده او دا بدلون هغه وخت رامینځ ته کیدای شی چې ګران افغانستان او دهیواد خلکو ته یو وفاداراو سپیڅلي او پاک ټیم درسره وي او خپلې دندې په سپيڅلي وجدان ا و ضمیر سره سرته ورسوي او ځان دافغانستان ملت ته مسئول وبولي او له لویه خدایه وویریږي .
ښاغلیه ! تاسو ته پته ده چې افغان ولس په تیرو څلورو لسیزو کې دبهرنیو تیریو او ځینو کورني عواملو په وجه دجګړې په بدمرغه اورونو کې سوځي .دې جګړې دافغان ولس نه هر څه اخیستلي دی.دسولې ، پر مختګ اوټولنیز عدالت ننشتواالی ، فقر ، بیکاري ، رشوت ، چور ، اختلاس ، دځمکو غصبول او نور ټولنیز فسادونه هغه څه دي چې دافغانستان ولس یې تر پوزې رسولی دی.
له بلې خوا په دولتي اډانه( جوړښت ) کې دتیرو څوارلس کلونو راهیسې داسې کسان دځواک او قدرت په هرم کې ځای لری چې دمظلوم ولس ویني څښي او دخپلو شخصي جیبونو دډکولو له لارې ددې ستر افغان ملت سره خیانت او جفا کوي .
ښاغلیه !کار د کار اهل ته سپارل ، درشوت خوریو نه یوه پاکه اداره ، دبیروکراسۍ له مینځه وړل، دلوړو دندو په ورکولو کې دژبني ، خپلوي او سمتي ګرایشونو نه ډده کول ،د اختلاس ،او فاسدې بیزوکراسۍ له مینځه وړل هغه څه دي چې نن دافغان ملت یې ستاسو نه غواړي .تاسو دلوی خداي په وړاندې یو ستر مسئولیت لرئ او تاسو باید پرته دویرې اوپه بشپړې ایماندارۍ او ځان تیریدنې سره دغه سپیڅلې دنده سرته ورسوئ .
لکه چې وړاندې مې وویل دافغانستان خلک نوردظالمو او خپل سرو چارواکو نه په تنګ شوي دي او یو داسې حکږمت غواړي چې په هغه کې ټولنیز عدالت وي ، به هغه کې رشوت نه وی او نه هم رشوتخورو ته پکې ځای وی او نه هم جنګسالارانو ته او به هغه کې حق تلفۍ نه وي او حق حقدار ته وسپارل شي.
دافغنستان ولس به سر دننه ستاسو دکړو وړو نه له نږدې نه څارنه کوي . که دافغانستان خلکو ته مو په صداقت او رښتینولۍ سره کار وکړ نو خلک او تاریخ به مو ستاینه وکړي او که مو ددې ولس سره جفا وکړه، دهوکه مو ورکړه او په سترګو کې مو ورته خاورې او ایرې وشیندلې نو ذافغانستان پتمن ولس او خلک به تاسو او ستاسو ټیم ونه بخښي او په تاریخ کې به مو نوم دهغو کسانو په لست کې راشي چا چې ددې هیواد سره غداري او خیانت کړی دی او بیا به نو دافغان ملت په وړاندې مخ تورن یاست.
لوی خدای دې دګران افغانستان دودانولو او دیوه سپیڅلی حکومت په جوړولو کې درسره مرسته وکړي .
ومن الله التوفیق

 

- بېرته شاته