(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.9.14 د افغانستان دنوي ولسمشرلنډه پېژندنه

24.09.2014:  دټاکنوخپلواک  کمیسون  مشر ښاغلی ډاکتر احمد یوسف نورستاني  د روان ۲۰۱۴ ع کال د سپټمبر د میاشتې په ۲۱ مه نېټه داتوار (یکشنبې) په ورځ  دولسمشرېزو ټولټاکنو پاېلې په ډاګه کړې اود ټاکنو خپلواک کمیسیون له اعلان سره سم ډاکتر محمد اشرف غني احمدزی د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو. که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایو سلنه ونه ښوده خو د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو د رايو د بياڅېړنې په پايله کې اشرف غني احمدزى د ۵۵،۲۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بريالى نوماند دى.

دا ډول ښاغلي احمدزي ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړه چې د هیواد په تاریخ کې لومړۍ ځل یو جمهوري حکومت له بل جمهوري حکومت څخه په سوله ایزه توگه واک اخلي. هغه ژمنه وکړه چې د ولس د رایو احترام به کیږي، افغان ښځو ته به درانوی وي او هغوي ته به بشپړه حقونه ورکړی کیږي. هغه وویل سیاسي ستونزې به د ټوپک د لارې نه بلکه په سیاسي ډگر کې حل کیږي.

د نوی ولسمشر ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی لنډه پېژندګلوی.

د افغانستان نوی ټاکل شوی ولسمشر ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزۍ په کال ١٩۴٩ ع کې د هیواد په منځنی ولایت لوگر کې یوې مخورې کورنۍ کې زیږیدلی. د کابل په حبیبیه لیسه کې د ذدکړې ورسته د لبنان سرښار بیروت په امریکائي پوهنتون کې يي عالي ذدکړې ترسره کړې بیا کابل پوهنتون کې د بشر پوهنې استاز شو ورسته يي د امریکا کولمبیا پوهنتون څخه د افغانستان د معاصر تاریخ په باب پې ایچ ډي وکړه.

ډاکټر اشرف احمدزۍ د امریکا په کیلیفورنیا ایالت او په جانز هاپکنز پوهنتون کې استاز پاتې شوی، ١١ کاله په نړي والې بانک کې د مشر بشر پوه په توگه يي دنده ترسره کړې. په افغانستان کې د طالبانو د رجیم نسکوریدو ورسته هم هلته يي د لخدار براهیمي د لوې صلاحکار په توگه کار شورو کړ.

نوی ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزۍ دولسمشرحامد کرزي په حکومت کې د ماليي وزیر وو او په وزارت کې د یو شمیر اصلاحاتو تر څنگ نوي بانکې نوټونه چاپ کړل، د خزانې چارې يي کمپیوټرائیز کړې.  نوموړی د کابل پوهتنون چانسلر، د نړي والو مرستو د انسجام د ادارې رئیس، د نړي وال ځواکونو څخه د امنیت دنده افغان ځواکونو ته د سپارلو د پروسې مشر او د ملي پیوستون د پروگرام بنسټ ایښودونکی دی.

ښاغلی اشرف غني د لبنانۍ ښځې رولا سره واده کړی او دوه بچیان لري چې مریم غني او طارق غني نومیږي.

ټاکل شوی چې ډاکټر اشرف غني احمدزۍ به په ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۴  لوړه وکړي 

 

- بېرته شاته