(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

30.9.14د کرزي صیب ړندو مداحانو ته

30.09.2014: افسوس پدې کوم چې د پښتنو دا ناوړه عادت ورک نه شوچې هرتلونکي سړي اونه سړي ته به د احساساتوداسي نغاري ډنګوي او پداسې ټکوبه یی ستا یی چې په عدالت کې یی له عمرفاروق ، په تقوا کې یی له حضرت عثمان ، په علمیت اومیړانه کې یی له حضرت علی اوپه صداقت کې یی نیږدې وي چې دحضرت ابوبکرصیدیق سره په تله وتلي له یوه بیکاره مشرڅخه داسي په زړه پورې خاطري جوړوي چې تاریخ خوڅه ، چې پخپله یی دی هم ولولي نودخپل قوم اوملت په عقل پریږده حتی په شعوربه یی هم شک راشي ، زه حیران یم چې یا دا ړانده مداحان هیڅ شعورنلري اویاغواړي د چاپلوسي هغه وروستۍ دنده هم ترسره اوملت په ځینو احساساتي لیکنو اوویناوووغولوي ترڅوله یوي خوا هغه امتیازات چې دوي لدې چاپلوسیو په لاس راوړي دي پخپل اند ځانته حلال کړي اوله بلي خوا نوو مشرانو او چارواکو ته پیغام ورکړي چي د مسلکي قسم خورو او چا پلوسانوکافي منا بع لري اوهر وخت چې وغواړي کارولائ یی شي .

فکرکوم دا ړانده مداحان پدې هم نه پوهیږي چي ولس دومره بې عقله ندی توراوسپین، ښه اوبد سره توپیرولی شي، زه نه منفي ګرا یم اونه هم له کرزي سره کومه شخصي دښمني لرم خوداپه ځان فرض بولم چې دیوه ځوان افغان پتوګه ښه ته ښه اوبد ته بد ووایم زه ددي ټولوناخوالوعیني شاهد ووم چې دکرزي دمفسد حکومت دکړنواوبی عدالتیوله کبله تراوسه داټولنه ورسره لاس وګریوان ده ، زما به څنګه هغه سپین ږیری په ملا کړوپ پلارهیر شي چي د خپلودریو زامنوپه وینو لت پت بی روحه جسدونه یی مخی ته ایښي وي اوله کمزوري سترګوڅخه یی د تویولولپاره وروستۍ اوښکه هم وچه شوي وي خودپوښتني یی دومره څوک نه وي چي ووایی داچا اوولي ؟ ، اویا هغه زړه مورچي په میاشتومیاشتو دخپلولمسیانو دخوراک لپاره څه نلري اودلیونوپشان هرچا ته لاس نیسي او د خدای پنوم ورڅخه یوه یا دوي افغا نۍ خیرات غواړي پداسې حال کې چې خپل ایک یو زوی یی دترورست پنوم دده ادارې نیولای وي اوپه کلونوکلونو د ده قاضیانو او څارنوالانو هرڅه تري درشوت پنوم لوټلي وي اوپه کورکې هغه یوه غوایا وزه چې ماشومانو به یی پکې یوه مړۍ ډوډۍ لمدوله اودخیټي لږه چاره به یی پرې کیده هغه به یی هم په رشوت کې ترې اخیستي وی ؛ یا هغه پښتون ځوان چې دپوهنتون دهري وني لاندي یوسیوری لټوي ترڅوڅادرترپښولاندي اومطالعه وکړي موراوپلار یی ځانونه وږي ساتي خوده ته سپمولي څوروپۍ ورکوي ترڅوپه زړښت کې دمور وپلار لاس ونیسي اود خپلو وړو وروڼواوخویندو سرپرستي وکړي ، دشپي یی د همده دمغرضه اوکڼوجاسوسانوپه غلط راپوریا له خپلي لیلیی اویا دجومات له ګوټه چي پکې درس وایی بیول کیږي بیله دي چي کوم جرم یی ثابت شي په کلونوکلونودزندان په بدمرغو پنجروکې په زرګونه روحي اوجسمي ربړوني پري ازمویل کیږې ، خوکله چي له زندانه راخلاص شي پوهنتون خولا څه چي په روحي ناروغیواخته وي اودخپلي کورنۍ داوږوبارشي ؛ یا هغه معصومه پیغله چي پري د ده حکامو اویا دهغوي مستوزامنویا افرادو تیری کړی اوبیا یی په بېرحمانه توګه وژلي وي ویرجن پلاریی له شرمه چاته سترګي نشي پورته کولی ، یا هغه ځوان چي دده د ګمارل شویوڅارنوالانو ، ولسوالانو ، والیانو ، ریسانو ، قومندانانو اویا دقاضیانوله زورزیاتي دې ته اړشوي وي چې یا هیواد پریږدي یا وسله واخلي اویا دطالب لمني ته ځان وغورځوي ، یا هغه پښتون ځوان چي ډیپلوم په لاس کوټه په کوټه ګرځي ترڅویوځاي یوه دنده ترلاسه کړي خوپدې نوم چي پښتون دی ټول یی په نن او په سبا غولوي اویاورڅخه ډالرغواړي چي لږترلږه پري یوپنځم بست وپلوري، یا هغه د پولیسو یا اردو زخمي ځوان چي ددي هیواد دساتني لپاره یی خپلي دواړي پښي اویا دبدن نورغړي له لاسه ورکړي وي چا یی پوښتنه کړیده چي دخوراک لپاره په کورکې څه لري؟  آیا همدا ته چاپلوس ستایونکیه یوځل په  کابل کي دپولیسودوه سوه بستریزروغتون ته تللی یی چيري چي دهمدي غیرتي ګوډانواو ټپیانو زخمونو د نه پاملرني له امله بویونه کړي دي؟ پداسي حا ل کې چې دکرزي دفاسدي اداري د یوه جنرال د جنګي سپي مصارف ترشلوعسکرواوړي ، یا هغه وړوکی ماشوم چي دکتا بونودبکس اودقلم په ځاي یی دبوټونودرنګ بکسه غاړي ته اچولي اوبرس یی په لاس دخلکوله پښوپه زاریوبوټونه را کش کوي چي ګوندي بیګاه پري کورته یودوه وچي ډوډۍ واخلي خودده دحکاموزامن په څلور او پنځه زره افغا نیویویوجوړبوټان پیري ، یا هغه مزدور چي د کارپه لټه په نیمه شپه له کوره راوځي اوټوله ورځ دمزدورانو په چوک تیروي اوبیګاه بي لدي چي مزدوري یی کړي وي تش لاس دکورخواته روان وي ، یا هغه کورنۍ چي دجګړوله کبله له خپل کلي بیځایه شوي وي ګرم دوبی اوسوړژمی په ټوټه ایزو خیمو کې تیروي اودده دقدرت شریکان له نوروڅخه ددوي پنوم له راټولوشویوخیراتونوځانونوته بیلډینګونه جوړوي ، خودده غوږونوته هیڅکله ددي بیوزلوآوازونه رسید ، آیا زه دده دا کارنامه وستایم چي دپنجشیرسړي خولاپریږده نیږدي وه چې سپیانوته یی هم دجنرالي رتبي ورکړي ، اودده همدا نازولي دافغا نستان دنوم داوریدو زغم نلري اوپه هره وړه خبره دویش چغي وهي اوله ده څخه روحا نی ته ډیر ژمن دي ، دولتي نښانونه ، ستاینلیکونه اومډالونه یی داسي لیلام کړل چي دسینمای پا میر لیلام خرڅونکوبه خپل زاړه جا کټونه هم داسې نه وي لیلام کړي ، که داکارنامه یی وستایم چي دپښتنوبچي یی دخپلوخویندو، میندووروڼواوپلرونودانتقام اخیستني لپاره غرونوته وخیژول اودنوروبچي یی دماسټرۍ اودوکتورا لپاره بهر ته واستول ، زه ستا سوڅخه دا پوښتنه کوم چي داتشه به څنګه ډکوئ ؟ آیا زه اوته ددې شاهدان نه ووچي په لوي لاس پښتانه له نظام څخه شړل کیدل ترڅوهغه څوکی چي دنظارډلي اونورو په لاس کې وې له لاسه یی ونه وځي؟  اوکه داهم درپه یادکړم چي دسولي په شورا کې یی د سولي ضد خلک راټول کړل هغه خلک چي دسولي اصطلاح یی له سره نه پیژانده زه اوته یی کلونه کلونه پرې وغولولو اوپه میلیونونه ډالره یی پري ولګول ، جهادي اوملي خاینان یی داسې ونازول چي یوه کوڅه، سرک ، چوک اوپوهنتون پاتي نه شوچي ددوي په نومونو

- بېرته شاته